ويکيپېډيا:ليکنه ورګډول/موضوع
د ارواښاد حاجي محمد نعيم خان کوچي د نجات ملى جبهې ګوند مشهور قوماندان ژوند لیک..!!
ارواښاد محمد نعيم خان کوچی د غازي محمد جان خان کوچي زوی او د ملک طوطي خان لمسۍ ده، په ۱۹۳۵م چې د۱۳۱۴هـ ش کال سره برابر دی د لوګر ولايت مرکز اړوند د حصارک کلي په يوه دينداره، درنه او مشهوره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې، حاجي محمد نعیم کوچی په خټه صدیق خېل، عمران خېل، موسی خېل، احمدزی وه.
ارواښاد حاجي محمد نعیم کوچی د خپل ماشومتوب دوره د خپل پلار او مشرانو وروڼو د لارښوونو او زده کړو تر چتر لاندې تېره کړې، او له هغوی څخه يې د پښتنې دودونو، لارو، چارو او ارزښتونو په اړه ډېر څه زده کړي، له پلار او خپلوانو زده کړيو خبرو او پوهې د ده په بريا کې کليدي رول درلوده.
ارواښاد د خپل هېواد او هېوادوالو په مينه کې رالوی شوی ستر انسان وه، او په پوره لېوالتيا او اخلاص يې د افغانستان د خلکو د خدمت ډګر ته راو دانګل او په همدې سره حاجي محمد نعيم خان کوچی د غير رسمي عدالت (جرګو، پخلاينو او پرېکړو) د ډګر لويه بېلګه او سر لاری وه.
ده تل د خلکو د حقونو څخه دفاع کوله او تر څنګ یې د يوه وتلي او مخکښ قومي او سياسي شخصيت په توګه دَ نجات ملى جبهې ګوند تر چتر لاندى د روسانو پر ضد په ستره جهادي مبارزه کې ډېر مهم رول ولوباوه.
په دې ډګر کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو او ډېرې لويې قربانۍ يې ورکړې، د شوروي اتحاد له یرغل څخه تر ماتې پورې يې خپلې هلې، ځلې روانې وساتلې.
پر دې سربېره، د جهاد له بريا او د روسانو له ماتې وروسته دی پر دې نظر و او هڅې يې کولې، چې له پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله سره ستونزې او لانجې د خبرو، اترو او سياسي مصالحې له لارې حل کړي، چې متاسفانه د وطن دوستو څیرو دغه هڅه د بهرنیو کړیو لخوا ناکامه شوه.
د مجاهدينو له بريا وروسته دی د ولسمشر صبغت الله مجددي لخوا د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت د مرستيال او وروسته د استاد برهان الدين رباني لخوا د دغه وزارت د وزير په توګه وټاکل شو.
د خپلمنځي جګړو پر مهال ده ډېرې زياتې هڅې وکړې، چې د جهادي مشرانو تر منځ اختلافات حل کړي، ده د مولوي سيف الرحمن منصور او د مولوي جلال الدين حقاني د مشورو او ملاتړ په مټ هڅې وکړې، چې د جګړه مارو ډلو تر منځ د زياتېدونکو شخړو د مخنيوي هڅې وکړي او د دواړو ډلو (انجينير ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود) تر منځ څو، څو ځله ولاړ او راغی، چې د دوی د اختلاف لپاره يو سوله ييز حل راوباسي.
له دې څخه ورهاخوا ارواښاد حاجی نعيم کوچي له ټولو جهادي او سياسي مشرانو سره په سوېلي زون کې پر دې کار وکړ، چې په دې سيمه کې د کورنۍ جګړې د پيلېدو مخه ونيسي او هېڅوک دې ته پرېنږدي، چې سوېلي زون د جګړې پر ډګر واړوي.
واک ته د اسلامي امارت (ط/الب/انو) له رسېدو سره سم ارواښاد نعیم کوچي په سوېلي زون کې له يو شمېر سياسي او جهادي مشرانو په ملتيا د يوه واحد کلک مرکزي سيستم د جوړېدا لپاره غږ پورته کړ، چې د خلکو په ګټه وي، د همدې لپاره يې مشران پر دې قانع کړل، چې د طالبانو د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړي، په همدې ډول، کله چې اسلامي امارت ډاکتر نجيب الله او د هغه ورور شاپور احمدزی ووژل حاجي صاحب د افغاني او پښتني دودونو او ارزښتونو له مخې، د طالبانو له مشرانو سره په پوهاوي او تفاهم کې د دوی دواړو جسدونه له کابله پکتيا ته راوړل او د دوی په پلرنۍ هديره کې يې ښخ کړل.
د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته دی د سوېلي زون د ګڼ شمېر سياسي او جهادي څېرو په ملتيا له خوست څخه کابل ته د ولسمشر حامد کرزي هرکلي او له هغه سره د خلکو د ستونزو د شريکولو لپاره ورغی، په لاره کې د امريکايي ځواکونو لخوا د دوی پر کاروان باندې د هوايي بمبار په پايله کې د تيمورشاه نور احمدزي (د حاجي صاحب د وراره) او نورو مشرانو په ګډون ګڼ قومي مشران شهيدان او ټپيان شول، وروسته حاجي صاحب د امريکايي ځواکونو لخوا ونيول شو او د ګوانتانامو کرغېړن زندان ته واستول شو.
خو د جهادى رهبر حضرت صبغت الله مجددي او ولسمشر حامد کرزي او د نورو جهادي او قومي شخصيتونو د دوه کلنو هڅو په پايله کې له زندانه راخوشی شو او بيا يې د خپل هېواد او خلکو خدمت ته مټې راونغښتې، ده د خپلو خلکو د يووالي په لاره کې ګڼ خدمتونه وکړل، چې د ستاينې وړ دي.
ارواښاد حاجي صاحب د پخوانيو ولسمشرانو لکه کرزي او همداشان ډاکټر محمد اشرف غني لخوا ستايل شوی تر ټولو مشهوره قومي او مخکښه څیره وه، او د سولې د عالي شورا د يوه فعال او بانفوذه غړي په توګه نومول شوی وه، چې د سولې او ثبات په لاره کې یې مهم رول ولوباوه او د وخت د مشورتي او دوديزو جرګو يو فعال غړی پاتې شو. پخوانیو ولسمشرانو کرزي او ډاکټر اشرف غني د ده له پوهې، هوښيارۍ او وړتيا څخه د هېواد د لويو قومي ستونزو او شخړو په هواري کې ګټه اخيستې ده.
له وفات وروسته یې باید ووایو او ویې منو چې آرواښاد محمد نعيم خان کوچی يو قومي مشر، بانفوذه شخص، ملي مفکر او پر وطن مئين سړی وه، چې په هېواد کې يې د ثبات په ټينګولو، د ملي يووالي په رامنځته کولو او د خلکو تر منځ د پيوستون په راوړلو کې بې سارې انسان وه.
بلاخره یوه خبر چې ډیرو يې په اوریدو سره ټکان وخوړ هغه داسې وه چې: په ډیرې خواشنۍ سره مو خبر تر لاس کړ چې د کوچي قشر خادم، د احمدزي قوم مخور مشر، جهادي رهبر او د جرګو ستر څلۍ نور د تل لپاره و نړیده.
آرواښاد محمد نعیم خان کوچی ٢٠٢٠ کال د جون میاشتې په ١٧ چې د ۱۳۹۹/۳/۲۸ نیټې سره سمون خوري د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو، او په وړمه ورځ دمازدیګر په ۴:۰۰ بجې د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک کوچیانو کلي په جومات کې جنازه ادا شوه او وروسته په خپله پلرینۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
انا لله و انا الیه راجعون😭
دوستانو په خپلو دُعاګانو کې یې یاد ساتی چې الله ج مغفرت ورته وکړي.
روح دې ښاد او یاد دې تل وي ځای یې خالي مه شه.