د واحدونو نړيوال سيستم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د واحدونو نړيوال سيستم چې په ټولو ژبو کې د “SI” او ځيني وختونه په سرچپه ډول د “IS” نړيوال لنډيز له مخې پېژندل کېږي، د مټريک سیستم معاصره بڼه او د نړۍ په کچه د اندازه کولو تر ټولو پراخه کارېدونکی سيستم دی. دا سيستم چې د وزنونو او اندازو د عمومي ناستې “General Conference of Weights and Measures (CGPM)” له لورې رامنځته شوی او په پام کې نيول شوی دی، د نړۍ په نږدې هر هېواد کې د اندازه کولو يوازينی رسمي دريځ لرونکی سيستم دی، چې د ساينس، ټيکنالوژۍ، صنعت او وروځنۍ سوداګرۍ ورځنۍ سوداګرۍ برخو کې ورڅخه کار اخېستل کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د واحدونو نړيوال سيستم د اندازې د واحدونو يو له بله سره تړلی سيستم رانغاړي، چې په اوه بنسټيزو واحدونو سره پيل کېږي او ياد واحدونه ثانيه (چې نښه يې s او د وخت واحد دی)، متر (m، د اوږدوالي واحد)، کېلوګرام (kg، د کتلې واحد)، امپير (A، د برېښنايي بهير يا جريان واحد)، کالوين (K د ترموډيناميک تودوخې درجې واحد)، مول (mol، د مادې د مقدار واحد) او شمعه يا کانډيلا (cd، د نوراني جسمونو د غلظت واحد) دي. ياد سيستم د نورو نامحدود شمېر اندازو لپاره هم اړوند واحدونه برابرولی شي، چې دې ډول واحدونو ته سره تړلي [اړوند] تر لاسه شوي واحدونه ويل کېږي، چې تل د بنسټيزو واحدونو د اغېزو د توليداتو په توګه وړاندې کېدلی شي. له اوه بنسټيزو واحدونو څخه تر اوسه، دوه ويشت اړوند تر لاسه شوي واحدونه چمتو شوي دي، چې ځانګړي نومونه او نښې لري.

پورتني اوه بنسټيز او د ځانګړو نومونو او نښو درلودونکي ۲۲ اړوند تر لاسه شوي واحدونه، د نورو اړوند تر لاسه شويو واحدونو د ښودلو په موخه، ښايي د يو ترکيب له خې وکارول شي. دا چې د اړوند واحدونو اندازې به يوازې د يو څه کاريالونو يا کارونو لپاره ګټه بخښونکې وي او د ټولو لپاره ښايي هوساينه ونه لري، نو د واحدونو نړيوال سيستم شل مختاړي برابروي، چې د اړوند واحد له نوم او نښې په زياتولو، د ورته اندازې لپاره د سيستم شل نور (غير اړوند) واحدونه توليدوي؛ دا نا اړوند واحدونه تل د اړوند واحد اعشاري ضريبونه (لکه: د ۱۰ طاقت) او د قاعدې ضريبونه دي. د واحدونو نړيوال سيستم د يو تکاملي يا د واحدونو د منځته راوړونکي سيستم په توګه په پام کې نيول کېږي؛ واحدونه او مختاړي جوړ شوي او پېژندنې يا تعريفونه يې د نړيوالې هوکړې له لارې ځکه مشخص شوي دي، چې د اندازه کولو ټيکنالوژي ورځ تر بلې پرمختګ کوي او د اندازو کره والی هم وده کوي.

له ۲۰۱۹ ز کال راهيسې د واحدونو د نړيوال سيستم ټولې د پام وړ اندازې په دې څرګندولو سره راپېژندل شوي دي، چې اوسه راپېژندونکي ثابت واحدونه چې هر کله د نړيوالو واحدونو په برخه کې څرګندېږي، ځانګړي کره عددي ارزښتونه لري. ياد ثابت واحدونه په خلا کې د نور چټکتيا “c”، د کيسيوم د غوره لېږد فريکوينسي “hyperfine transition frequency of caesium ΔνCs”، د پلانک ثابت “h”، لومړنی يا اساسي چارج “e”، د بولتزمان ثابت “k”، د اوګاډرو ثابت “NA” او د ځلا اغېزناکتوب “Kcd” دي. د راپېژندونکو ثابتو واحدونو طبيعت د “c” په څېر له بنسټيزو ثابت واحدونو څخه نيولي تر “Kcd” غوندې خالص تخنيکي ثبات واحدونو پورې دي. له ۲۰۱۹ ز کال څخه مخکې “h”، “e”، “k” او “NA” د مخکينيو واحدونو په توګه نه و راپېژندل شوي او يوازې خوار کره اندازه شوې اندازې يا مقدارونه وو. په ۲۰۱۹ زکال کې يې د وخت د تر ټولو غوره اټکلونو د پېژندنې له مخې قيمتونه تثبيت شول، چې بنسټيزو واحدونو له پخوانيو پېژندنو سره پرله پسې والی ډاډمنوي.

د واحدونو د نړيوال سيستم د پېژندنې اوسنۍ تګلاره د مخ پر زياتېدونکي ذهني او د نظريې په بڼه رامنځته شوي جوړښت پر لور د څو لسيزو د حرکت پايله ده، چې د واحدونو درک کول په کې له پېژندنو څخه په مفهومي ډول بېل دي. پايله دا شوه، چې هر څومره چې ساينس او ټيکنالوژي وده کوي، د واحد د بيا  راپېژندنې له اړتيا څخه پرته، ښايي نوې او لوړې پوهېدنې وړاندې شي. له لاسي صنعت [په لاس جوړو شويو واحدونو] سره يوه ستونزه دا ده، چې دوی له منځه تللی، ويجاړېدلی يا په کې بدلون راتللی شي؛ بل دا چې دوی بې ثباتي يا نا څرګندوالی وړاندې کوي، چې د ساينس او ټيکنالوژۍ برمو کې د پرمختګونو په واسطه نه شي کمېدلی. تر ټولو وروستی لاسي جوړ شوی واحد چې نړيوال سيستم ورڅخه ګټه پورته کړه، د کېلوګرام نړيوال پروتوټايپ په نوم د پلاتينيوم او ايريديوم يوه استوانه وه.

د واحدونو د نړيوال سيستم د ودې اصلي انګېزه د واحدونو بېلابېل والی و، چې د سانتي متر، ګرام او ثانيې “CGM” سيستمونو (په ځانګړي ډول د الکرتوسټېټيک واحدونو او الکترومقناطيسي واحدونو د سيستمونو تر منځ بې ثباتۍ) کې او د بېلابېلو کارېدونکو لارو چارو تر منځ د نظم د نه شتون له امله وغوړېده. د اندازو او وزنونو عمومي کنفرانس چې د ۱۸۷۵ز کال د متر کنوانسيون له لورې رامنځته شو، د يو نوي سيستم د پېژندنو او معيارونو د رامنځته کولو او د اندازو د ليکلو او څرګندولو لپاره د اصولو د معياري کولو په موخه يې ګڼ نړيوال سازمانونه سره راټول کړل. ياد سيستم په ۱۹۶۰ ز کال کې د هغه نوښت د پايلې په توګه خپور شو، چې په ۱۹۴۸ز کال کې پيل شوی و، نو د همدې له امله د CGS پر ځای د واحدونو د متر، کېلوګرام او ثانيې سيستم “MKS” پر بنسټ دی.

پېژندنه[سمول]

د واحدونو نړيوال سيستم يا “SI” د واحدونو يو اعشاري او متريک سيستم دی، چې په ۱۹۶۰ ز کال کې خپور او له همدې مودې راهيسې په کې په دوره يي ډول بدلون رامنځته شوی دی. دا سيستم د متحده ايالتونو، کاناډا او انګليستان په ګډون، ډېری هېوادونو کې رسمي دريځ لري، که څه هم ياد درې هېوادونو د هغه يو موټی هېوادونو له ډلې څخه دي، چې په بېلابېلو کچو له خپلو دوديزو سيستمونو څخه هم ګټه اخلي. سره له دې چې د واحدونو نړيوال سيستم په نږدې نړيواله کچه منل شوی دی، د نړۍ شا او خوا د واحدونو د غوره يا امتيازي سيستم او د ساينس، ټيکنالوژي، صنعت او سوداګرۍ د بنسټيزې ژبې په توګه کارول کېږي. [۹]

د اندازه کولو سيستم يوازيني نور ډولونه چې لا هم په نړيواله کچه ورڅخه ګټه اخېستل کېږي، د “Imperial” او د متحده ايالتونو د اندازه کولو دوديز سيستمونه دي او دوی د واحدونو د نړيوال سيستم تر چتر لاندې په قانوني ډول پېژندل شوي دي. د اندازې ځيني نور يو څه لږ پراخه سيستمونه هم شته، چې کله ناکله د نړۍ په ځانګړو سيمو کې کارول کېږي. د دې تر څنګ د واحدونو له نړيوال سيستم له چوکاټ څخه د باندې هم نور ډېر واحدونه شته، چې د واحدونو په هيڅ يو پراخه سيستم پورې اړه نه لري، مګر بيا هم په ځانګړو برخو او سيمو کې لا هم په منظم ډول کارول کېږي. د واحد دا دواړه ډولونه په عمومي ډول د “SI” واحدونو په چوکاټ کې په قانوني توګه هم پېژندل شوي دي.

د واحدونو نړيوال سيستم[سمول]

د واحدونو نړيوال سيستم د وزنونو او اندازو د عمومي کنفرانس له لورې رامنځته او په پام کې ونيول شو. ياد کنفرانس په عمل کې د واحدونو د سلاکارې کمېټې “Consultative Committee for Units” سپارښتنې څاري او دا هغه رښتینې اداره ده، چې د واحدونو د پېژندنې او نړيوال سيستم پورې د تړلو نويو پوهنيزو او تکنالوژيکي پرمختګونو اړوند تخنيکي سلا مشورې تر سره کوي. د واحدونو سلاکاره کمېټه د وزنونو او اندازو نړيوالې کمېټې ته راپور ورکوي، چې نړيواله کمېټه په خپل وار د وزنونو او اندازو عمومي کنفرانس ته راپور ورکوي. [۱۰]

د واحدونو اړوند ټولې پرېکړې او سپارښتنې د واحدونو نړيوال سيستم “The International System of Units (SI)” په نوم کوچنۍ رساله (بروشر) کې راټولېږي، چې د وزنونو او اندازو د نړيوالې ادارې “International Bureau of Weights and Measures” له لورې خپرېږي او په دوره يي ډول په کې نوی والی راځي.

د واحدونو کتنه[سمول]

د نړيوال سيستم بنسټيز واحدونه[سمول]

نړيوال سيستم د اوه بنسټيزو فزيکي کميتونو سره سم، اوه واحدونه د بنسټيزو هغو په توګه غوره کوي. ياد واحدونه ثانيه ده چې په کوچني “s” سره ليکل کېږي او د وخت د فزيکي اندازې واحد دی؛ متر چې نښه يې “m” ده، د SI د اوږدوالي واحد دی؛ کېلوګرام (kg، د کتلې واحد)؛ امپير (A، د برېښنايي بهير يا جريان واحد)؛ کالوين (K، د ترموډيناميک تودوخې درجې واحد)؛ مول (mol، د مادې د کچې يا اندازې معلومولو واحد) او شمعه يا کنډيلا (cd، د رڼا د غلظت واحد) دی. په نړيوال سيستم کې ټول واحدونه د بنسټيزو واحدونو د شرايطو له مخې څرګندېدلی شي او بنسټيز واحدونه د واحدونو تر منځ د اړيکې د څرګندولو يا تحليلولو لپاره د يوې غوره ټولګې په توګه کار کوي. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. International Bureau of Weights and Measures (2019-05-20), The International System of Units (SI) (PDF) (الطبعة 9th), د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-822-2272-0, مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. David B. Newell; Eite Tiesinga, المحررون (2019). The International System of Units (SI) (PDF) (الطبعة NIST Special publication 330, 2019). Gaithersburg, MD: NIST. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "International System of Units (SI) | Units, Facts, & Definition". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Crowder, Stephen; Delker, Collin; Forrest, Eric; Martin, Nevin (30 November 2020). Introduction to Statistics in Metrology (په انګلیسي ژبه کي). Springer Nature. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-53329-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Magazine, Smithsonian; Eschner, Kat (27 July 2017). "America Has Been Struggling With the Metric System For More Than 200 Years". Smithsonian Magazine (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۳۰ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Curtin, Kevin M. (14 May 2014). "Distance". Encyclopedia of World Geography 1. New York, NY: Facts on File, an imprint of Infobase Publishing. ISBN 978-0-8160-7229-3. 
  7. "The measure of all things". NPL Website (په انګلیسي ژبه کي). National Physical Laboratory, UK. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Interpretation of the International System of Units (the Metric System of Measurement) for the United States" (کينډۍ:Federal Register). Federal Register. 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. International Bureau of Weights and Measures (2019-05-20), The International System of Units (SI) (PDF) (الطبعة 9th), د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-822-2272-0, مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Interpretation of the International System of Units (the Metric System of Measurement) for the United States" (کينډۍ:Federal Register). Federal Register. 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. International Bureau of Weights and Measures (2019-05-20), The International System of Units (SI) (PDF) (الطبعة 9th), د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-822-2272-0, مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)