د هېوادونو له مخې د اټومي انرژۍ اړوندې پالیسۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هېوادونو له مخې د اټومي انرژۍ اړوندې پالیسۍ
عامه معلومات
عمومي معلومات
policy (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا

د اټومي انرژۍ په برخه کې ملي پالیسي هغې پالیسۍ ته ویل کېږي چې د اټومي سون توکو د استخراج، له کاني ډبرو څخه د اټومي سون توکو استخراج او د هغو بهیر، د اټومي انرژۍ پر مټ د برېښنا تولید، د مصرف شوو اټومي سون توکو بډایه کول او ذخیره او همدارنګه د اټومي سون توکو د بیاځلي پروسس په څېر د اټومي انرژۍ د اړوندو لارو چارو بېلابېل اړخونه په ځان کې رانغاړي. د اټومي انرژۍ په پالیسیو کې تر ډېره د انرژۍ د مصرف مقررات او همدرانګه د اټومي سون توکو دوران ته اړوند معیارونه شاملېږي.

د اټومي انرژۍ د تولید سټېشنونه په ۳۱ هېوادونو کې فعال دي. چین د ۳۲ نوو ریکټورونو په جوړولو بوخت دی؛ همدارنګه په سویلي کوریا، هند او روسیې کې په پام وړ شمېر نوي ریکټورونه د جوړېدو په حال کې دي. ورته مهال ډېر احتمال شتون لري چې په دغو هېوادونو کې به په راتلونکو لسو یا پنځلسو کلونو کې ۱۰۰ پخواني او کوچني ریکټورونه وتړل شي. له همدې امله په آسیا کې د پرمختګ پر لور اټومي پروژې په تدریجي بڼه د پخوانیو اټومي بټویو او ریکټورونو د تړلو او له منځه وړو له کچې سره تعادل مومي. په ۲۰۱۲ زکال کې په نړیواله کچه د اټومي برېښنا تولید له ۱۹۹۹ زکال راهیسې د بل هر مهال په پرتله ډېر لږ و.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې د جاپان د فوکوشیما له اټومي فاجعې وروسته، جرمني د تل لپاره خپل اته اټومي ریکټورونه بند کړل او ژمنه یې وکړه چې پاتې نور به تر ۲۰۲۲ زکال پورې وتړي. ایټالویانو هم په پرېکنده اکثریت سره رایه ورکړه چې خپل هېواد به غیر اټومي وساتي. سربېره پر دې سویس او هسپانیا د نویو ریکټورونو ودانیزو چارو ته پای ټکی کېښود. بل پلو د جاپان لومړی وزیر په اټومي انرژۍ باندې د جاپان په اتکا کې د پام وړ کمښت غوښتونکی شو. د ټایوان ولسمشر هم ورته چاره ترسره کړه. مکسیکو د طبیعي ګازو د سوزونکو سټېشنونو په ګټه د ۱۰ ریکټورونو د جوړولو چارې ودرولې. بلجیم هم څرګنده کړه چې تر ۲۰۲۵ زکال پورې به په تدریجي بڼه خپلې اټومي بټۍ وتړي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تر ۲۰۱۲ زکال پورې د اسټرالیا، اتریش، ډنمارک، استونیا، یونان، ایرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لیختن اشټاین، لوکزامبورګ، مالتا، پرتګال، اسرائیل، صربیا، مالیزیا او ناروې په څېر یو شمېر هېوادونو هېڅ اټومي ریکټورونه نه لرل او لا هم د اټومي انرژۍ پر وړاندې مخالف پاتې شول. [۱۳][۱۴]

افریقا[سمول]

مصر[سمول]

د ۲۰۱۵ زکال په نومبر میاشت او د ۲۰۱۷ زکال په مارچ میاشت کې مصر د روس اټوم په نامه له روسي اټومي شرکت سره مقدماتي هوکړې لاسلیک کړې څو په ۲۰۲۴ زکال کې د دغه هېواد د لومړني اټومي ریکټور (VVER-1200) د جوړولو چارې په الضبعه کې پیل کړي. د هغو د وروستي تائید اړوند خبرې اترې دوام لري. [۱۵][۱۶]

ګانا[سمول]

ګانا څېړنیز اټومي ریکټورونه لري، خو هېڅ اټومي بټۍ نه لري. دغه هېواد تمه لرله چې تر ۲۰۱۸ زکال پورې یوه اټومي بټۍ جوړه کړي.

کینیا[سمول]

کینیا هوډ لري چې تر ۲۰۳۰ زکال پورې د ۱۰۰۰ میګاواټو په ظرفیت د برېښنا د تولید په موخه یوه اټومي بټۍ جوړه کړي. [۱۷]

سویلي افریقا[سمول]

سویلي افریقا د افریقايي هېوادونو له ډلې څخه یوازنی هېواد دی چې سوداګریزې اټومي بټۍ لري او اوس مهال هم د هغو اړوند پراختیايي پالیسۍ لري.

آسیا[سمول]

د خلیج هېوادونه[سمول]

د خلیج د همکاریو د شورا شپږ غړو هېوادونو (کویټ، سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات، قطر او عمان) اعلان کړی چې دغه شورا د اټومي انرژۍ څخه د سوله ییزې ګټنې اړوند د څېړنو په حال کې ده. د ۲۰۰۷ زکال په فبروري میاشت کې دغې شورا د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره په سیمه کې د اټومي انرژۍ او همدارنګه له سمندري اوبو څخه د مالګې د لرې کولو د یو پروګرام اړوند د شونتیا څرګندونکې یوې څېړنې په برخه کې د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. [۱۸]

متحده عربي اماراتو د ۲۰۰۸ زکال په جولای میاشت کې د اټومي انرژۍ اړوند خپله ملي پالیسي اعلان کړه چې د ۲۰۰۹ زکال په اکتوبر میاشت کې د اټومي انرژۍ په قانون بدله شوه. د دغه قانون او د یادې پالیسۍ د سند له مخې د اماراتو د اټومي انرژۍ شرکت تاسیس شو. دغه شرکت له فرانسې، متحده ایالاتو او بریتانیا سره په سوله ییزو چارو کې له اټومي انرژۍ څخه د ګټنې په موخه د همکاریو یاددښتونه لاسلیک کړل. د ۲۰۰۹ زکال په ډسمبر میاشت کې متحده عربي اماراتو پرېکړه وکړه چې د څلورو اې پي آر ۱۴۰۰ (APR1400) ریکټورونو لرونکې د اټومي انرژۍ تولید کوونکې بټۍ جوړه کړي. د دغې بټۍ لپاره لومړنی ریکټور د کوریا ایلکټریک پاور په نامه شرکت له خوا جوړ شو چې په ۲۰۱۷ زکال کې یې په فعالیت پیل وکړ. دغه اټومي بټۍ له رویس څخه ۵۳ کیلومتره (۳۳ مایله) لرې د براکه په اټومي تاسیساتو کې موقعیت لري. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ایران[سمول]

د ۱۹۷۰مې لسیزې په نیمايي کې ایران په بوشهر کې د دوه اټومي بټیو ودانیزې چارې پیل کړې، خو دغه پروژه په ۱۹۷۹ زکال کې ودرول شوه. په ۱۹۹۴ زکال کې روسیې په بوشهر کې د یوې اټومي بټۍ له جوړولو سره هوکړه وکړه او تمه دا وه چې دغه اټومي بټۍ تر ۲۰۰۷ زکال پورې بشپړه شي. ورته مهال په بوشهر کې د دویم ریکټور د جوړولو هم وویل شول. همدارنګه دغه هېواد اعلان کړی چې د خوزستان ایالت په دارخوین کې به یوه بله اټومي بټۍ هم جوړه کړي، چېرې چې په ۱۹۷۰مه لسیزه کې هلته د دوه اټومي بټیو د جوړولو پلان شتون درلود. اوس مهال ایران راپور ورکړی چې په بوشهر کې یوه اټومي بټۍ فعاله ده. [۲۸][۲۹]

ایران هوډ لري چې تر ۲۰۲۵ زکال پورې لږ تر لږه ۲۰ زره میګاواټه برېښنا د ۱۹ ریکټورونو په جوړولو سره تولید کړي چې له دغه شمېر څخه ۶ ریکټورونو یې تر ۲۰۲۰ زکال پورې په فعالیت پیل کړی. [۳۰][۳۱]

اسرائیل[سمول]

اسرائیل د اټومي انرژۍ د تولید بټۍ نه لري. ورته مهال د ۲۰۰۷ زکال په جنوري میاشت کې د اسرائیلو د زیربنايي چارو وزیر، بنیامین بن الیزر وویل چې هېواد یې باید د اټومي انرژۍ تولید د خپلو غیرنظامي موخو په کتار کې شامل کړي. په جاپان کې د فوکوشیما له اټومي پېښې وروسته لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څرګنده کړه چې اسرائیل به د اټومي انرژۍ د تولید په برخه کې ګام وانخلي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سعودي عربستان[سمول]

سعودي عربستان هوډ لري چې ۱۶ اټومي ریکټورونه جوړ کړي، خو تر اوسه پورې یو هم نه لري. سعودي عربستان د وسټېنګهاوس برېښنايي شرکت ته دنده سپارلې څو ورته اې پي ۱۰۰۰ (AP1000) ریکټورونه جوړ کړي.

اروپا[سمول]

فرانسه[سمول]

د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې د نفتو له کړکېچ وروسته د فرانسې دولت په ۱۹۷۴ زکال کې پرېکړه وکړه څو د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي، همدا و چې په لومړي ګام کې یې اټومي انرژۍ ته مخه وکړه. اوس مهال فرانسه د خپلې اړتیا وړ برېښنا ۷۸.۱٪ برخه د اټومي انرژۍ څخه ترلاسه کوي. له دې امله چې فرانسه د خپلې اړتیا وړ برېښنا څخه زیات تولید لري، د اټومي انرژۍ پر مټ تولید شوې اضافي برېښنا نورو هېوادونو ته صادروي. [۳۶][۳۷][۳۸]

جرمني[سمول]

وړاندې له دې چې د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې جرمني خپلې اته اټومي بټۍ وتړي، د دغه هېواد د اړتیاو وړ برېښنا ۲۳٪ برخه د اټومي انرژۍ پر مټ تامین کېدله. د جرمني له خوا د اټومي انرژۍ تولیدي چارې د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د څېړنیزو ریکټورونو په جوړولو پیل شوې. خو په وروستیو لسیزو کې له دغې ټکنالوژۍ څخه د ګټنې د درولو بحثونه په سیاسي اجنډاوو واوښتل. دغې موضوع ته بیا ځلي په ۲۰۰۷ زکال کې د روسیې او بلاروس ترمنځ د اټومي کړکېچ او همدارنګه په ۲۰۱۱ زکال کې د فوکوشیما د اټومي فاجعې وروسته د ټولو پام واوښت. [۳۹][۴۰]

د ۲۰۱۱ زکال د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه جرمني رسما اعلان وکړ چې هوډ لري د ۱۱ کلونو په ترڅ کې په بشپړه توګه اټومي انرژۍ ته شا کړي. دې ته په اړونده طرح کې په فوري بڼه د هغو شپږو اټومي بټیو تړل شامل و چې یوځلي د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې د ازموینو په موخه تړل شوې وې؛ سربېره پر دې دوه هغې بټۍ هم وتړل شوې چې له کلونو راهیسې د تخنیکي ستونزو له مخې فعالې نه وې. ورته مهال یې څرګنده کړه چې پاتې نهه نورې بټۍ به تر ۲۰۲۲ زکال پورې وتړي. [۴۱][۴۲]

شمالي امریکا[سمول]

کاناډا[سمول]

کاناډا د اټومي انرژۍ ۱۸ ریکټورونه لري چې د دغه هېواد د اړتیا وړ برېښنا ۱۵٪ برخه تامین کوي. یوازې له یوه ریکټور پرته چې په نیوبرانزویک کې دی نور ټول په اونتاریو کې دي. برېښنا ته د اړتیا زیاتوالی او همدارنګه چاپېریالي مسایل لامل ګرځېدلي څو د انتاریو سیمه ئیز حکومت اعلان وکړي چې موجود اټومي ظرفیت به د زړو ریکټورونو پر ځای د نوو په نصب کولو سره وساتي. کاناډا هېڅکله اټومي انرژۍ ته له اړوندې کومې جدي پېښې سره نه ده مخ شوې او د دغه هېواد اټومي ریکټورونه ځانګړی خوندي ډیزاین لري. ورته مهال دغه هېواد پلان لري نوي ریکټورونه هم جوړ کړي. [۴۳][۴۴][۴۵]

متحده ایالات[سمول]

د ۲۰۰۷ زکال پر مهال په متحده ایالاتو کې په سوداګریزه بڼه د اټومي برېښنا تولید کوونکو ۱۰۴ اټومي بټیو (د فشار لاندې اوبو ۶۹ ریکټورونه او ۳۵ د جوش اوبو ریکټورونه) د فعالیت اجازه لرله چې د دغه هېواد د اړتیا وړ برېښنا ۶۹٪ برخه یې تولید کوله. په مطلقه توګه متحده ایالات په نړۍ کې په سوداګریزه بڼه د اټومي انرژۍ تر ټولو مخکښ تولید کوونکی هېواد دی. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

اقیانوسیه[سمول]

اسټرالیا[سمول]

اسټرالیا د اټومي انرژۍ بټۍ نه لري. په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ د یورانیمو ۴۰٪ زېرمې لري او له کاناډا وروسته د یوارنیمو دویم لوی تولید کوونکی هېواد دی. [۵۲]

نیوزلنډ[سمول]

نیوزلنډ د اټومي انرژۍ بټۍ نه لري. دغه هېواد په ۱۹۸۷ زکال کې د نیوزلنډ د اټومي ازاد زون، بې وسلې کولو او د وسلو د کنټرول قانون تصویب کړ چې د نیوزلنډ په قلمرو کې د اټومي وسلو ځای پر ځای کول او همدارنګه د نیوزلنډ اوبو ته په اټومي وسلو باندې د سمبالو بېړیو او اوبتلونو تګ منع کوي. ورته مهال د پارلمان له خوا تصویب شوی دغه قانون د اټومي انرژۍ د بټیو جوړول نه منع کوي. [۵۳][۵۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Nuclear Power in China". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Michael Dittmar. Taking stock of nuclear renaissance that never was Sydney Morning Herald, 18 August 2010.
  3. Mark Diesendorf (2013). "Book review: Contesting the future of nuclear power" (PDF). Energy Policy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. WNA (20 June 2013). "Nuclear power down in 2012". World Nuclear News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Nuclear Power Today". World Nuclear Association. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Italy Nuclear Referendum Results". 13 June 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Henry Sokolski (28 November 2011). "Nuclear Power Goes Rogue". Newsweek. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tsuyoshi Inajima and Yuji Okada (په 28 October 2011 باندې). Nuclear Promotion Dropped in Japan Energy Policy After Fukushima. Bloomberg.
  9. Carlos Manuel Rodriguez (په 4 November 2011 باندې). Mexico Scraps Plans to Build 10 Nuclear Power Plants in Favor of Using Gas. Bloomberg Businessweek.
  10. (په 19 March 2022 باندې). Belgium postpones nuclear energy phase-out by 10 years over Ukraine. euronews.
  11. (په 4 April 2018 باندې). Belgium maintains nuclear phase-out policy. World Nuclear News
  12. Annika Breidthardt (په 30 May 2011 باندې). German government wants nuclear exit by 2022 at latest. Reuters.
  13. Duroyan Fertl (5 June 2011). "Germany: Nuclear power to be phased out by 2022". Green Left. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 24 March 2011 باندې). Nuclear power: When the steam clears.
  15. (په 20 March 2017 باندې). Egypt and Russia agree on two contracts for El Dabaa NPP. Nuclear Engineering International
  16. (په 14 March 2017 باندې). Russia launches operations of nuclear unit similar to Dabaa units.
  17. Herbling, David (2020-08-04). "Kenya on Course for $5 Billion Nuclear Plant to Power Industry". www.bloomberg.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Emerging Nuclear Energy Countries". World Nuclear Association. April 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 14 July 2008 باندې). UAE launches nuclear policy to meet energy demand. World Nuclear News.
  20. (په 5 October 2009 باندې). UAE adopts nuclear law. World Nuclear News.
  21. (په 11 March 2008 باندې). UAE cabinet endorses French nuclear deal. World Nuclear News.
  22. (په 21 April 2008 باندې). UAE and US sign MoU on nuclear cooperation. World Nuclear News.
  23. (په 16 May 2008 باندې). UAE and UK sign MoU on nuclear cooperation. World Nuclear News.
  24. (په 29 December 2009 باندې). UAE picks Korea as nuclear partner. World Nuclear News.
  25. (په 23 April 2010 باندې). UAE has its first nuclear site. World Nuclear News.
  26. (په 29 March 2008 باندې). Bahrains need for nuclear energy is not a luxury. Bahrain News Agency
  27. (په 28 March 2014 باندې). Russia, Kuwait discuss prospects for nuclear energy peaceful use.
  28. "Emerging Nuclear Energy Countries". World Nuclear Association. April 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 4 September 2011 باندې). Iran's nuclear plant connects to electric grid, the country says. CNN.
  30. "Basic Facts About Iran's Peaceful Nuclear Activities". The Embassy of the Islamic republic of Iran in Oslo. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Projects Archive - Power Technology | Energy News and Market Analysis". www.power-technology.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Israel Should Develop Nuclear Energy". Agence France-Presse. 23 January 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Israel Prime Minister Netanyahu: Japan situation has "caused me to reconsider" nuclear power Archived 2019-09-30 at the Wayback Machine. Piers Morgan on CNN, published 2011-03-17, accessed 17 March 2011
  34. Israeli PM cancels plan to build nuclear plant xinhuanet.com, published 2011-03-18, accessed 17 March 2011
  35. Netanyahu: We'll reconsider nuclear power plans Ynetnews, published 2011-03-18, accessed 17 March 2011
  36. "Nuclear Power in France". World Nuclear Association. 16 June 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "French Nuclear Power". World Nuclear Association. April 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "France: Energy Profile". SperoNews. 8 June 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "17% of Germany's electricity consumption was met by renewable energy in 2010" (Press release). Federal Statistical Office of Germany. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 30 May 2011 باندې). Germany: Nuclear power plants to close by 2022. BBC
  41. (په 30 May 2011 باندې). Germany: Nuclear power plants to close by 2022. BBC
  42. (په 30 May 2011 باندې). German government wants nuclear exit by 2022 at latest. Reuters.
  43. "McGuinty Government Delivers A Balanced Plan For Ontario's Electricity Future" (Press release). Ontario Ministry of Energy. 13 June 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Failsafe? Inside the Candu safety net". thestar.com (په انګلیسي ژبه کي). 2011-04-01. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 18 December 2020 باندې). Feds throw support behind development of mini nuclear reactors; action plan released.
  46. Chasity Brown (14 July 2005). "Commission, City support NuStart". The Daily Sentinel. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Eileen O'Grady. Entergy says nuclear remains costly Reuters, 25 May 2010.
  48. Terry Ganey. AmerenUE pulls plug on project Archived 13 July 2012 at the Wayback Machine. Columbia Daily Tribune, 23 April 2009.
  49. Matthew L. Wald (7 December 2010). Nuclear ‘Renaissance’ Is Short on Largess The New York Times.
  50. (په 2 December 2010 باندې). Team France in disarray: Unhappy attempts to revive a national industry.
  51. Matthew L. Wald. (په 23 September 2010 باندې). Aid Sought for Nuclear Plants. Green. The New York Times
  52. "Survey of energy resources" (PDF). World Energy Council. 2004. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  53. The 2008 Shape NZ survey found that nuclear power is favoured by 19% of respondents as the best energy source for the country in the next 10 years, but the majority want wind and solar power. Seventy seven percent prefer wind as the best energy source, 69% solar, 47% geothermal, 40% wave power, 35% small and large scale hydro, 19% nuclear, 10% gas and 8% coal. See Nuclear power backed by 19%.
  54. (په September 6, 2005 باندې). Let's look at N-power.