د هېرولو حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هېرولو حق (RTBF) هغه حق دی چې د يو تن په اړه شخصي معلومات بايد د ځانګړو شرايطو پر بنسټ د انټرنيټ له لټونځایونو او نورو لارښودونو څخه لرې کړای شي. د ارجنټاين، ارويايي اتحاديې (EU) او فيليپين په ګډون په ګڼو قضايي حوزو کې د دې اند په اړه بحث شوی او عملي شوی دی. دا موضوع د ځينو خلکو له دې هيلې څخه راپورته شوې چې غوښتل يې «په خپلواک ډول د خپل ژوند د ودې په اړه پرېکړه وکړي، بې له دې چې په تېر کې د يو ځانګړي تر سره شوي کار د پايلې په توګه د تل لپاره يا کله ناکله دوی بدنامه شي». [۱][۲][۳][۴][۵]

د يوه نړيوال بشري حق په توګه د هېرولو د حق د منځ ته راوړلو د عملي کېدو په اړه اختلافات شته (معلوماتو ته د لاسرسي له نظره). د دې لامل تر يو بريده د اوسنيو هغو قوانينو پېچلتیا ده چې هڅه کوي، دا ډول حق عملي کړي. سربېره پر دې، د بيان آزادۍ پر حق د دې د اغېزې، د محرميت له حق سره د دې حق د تعامل او په دې اړه هم اندېښنه شته چې ايا د هېرولو د حق منځ ته راتګ به د سانسور کولو او تاريخ د بيا لیکلو له لارې د انټرنيت څرنګوالی (کيفيت) کم کړي. د هېرولو د حق پلويان د کساتي شهوت پارونکو ويبپاڼو د موضوعاتو يادونه کوي چې په لټون ماشينونو کې د يو تن د نوم پر بنسټ يې نوملړ جوړ شوی وي، د دې تر څنګ د دې لټونونو پايلې د خلکو د کوچنيو جرمونو يادونه کوي چې په تېر کې يې تر سره کړي وي. مهمه اندېښنه يې د بالقوه ناروا اغېز په اړه ده، که چېرې دا ډول معلومات لرې نه شي، نو د يو شخص پرليکه شهرت به يې نامحدود اغېز وغورځي. [۶][۷][۸]

مفکوره او وړانديز[سمول]

د اروپا د معلوماتو د خونديتابه قوانينو موخه دا ده، څو د افرادو په اړه د خصوصي معلوماتو د احتمالي زيان مخه ونيسي، خو د «هېرولو قانون» پر ځای له دې هم زيات محدود قانون عملي شوی دی چې هغه «د معلوماتو ډاډمنتيا حق» دی. د «هېرولو حق» اند له مخکې څخه په اروپا کې له شته ګڼو اندونو څخه اخستل شوی. په انګلستان کې له اوږدې مودې راهيسې دا باور شته، په ځانګړي ډول د مجرمانو د بيا ځای پر ځای کولو د قانون له مخې، چې له يوې ټاکلې مودې وروسته، په جرم ډيری تورن خلک «ستړي» شوي دي، دا معنا چې د دې ټاکلي شخص په اړه معلوماتو ته به هغه مهال پاملرنه ونه شي، کله چې هغه بيمه اخلي يا د دندې لټون کوي. په ورته توګه، فرانسې دې حق ته ارزښت ورکړی -  le droit à l'oubli  (د هېرولو حق) همدا حق د ۲۰۱۰ز کال د فرانسې په قانون کې په رسمي ډول منل شوی و. د متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د هېرولو د حق په اړه نظريات سره ډېر زيات توپير لري. په متحده ايالاتو کې، روڼتيا، د لومړي تعديل تر مخې د بيان د ازادۍ حق او «د خبرېدو حق» په عموم کې د خلکو او شرکتونو په اړوند په رېښتيني ډول خپرو شويو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو د لرې کولو يا زياتولو پلوي کوي. خو «د هېرولو حق» اصطلاح په پرتليز ډول يو نوی اند دی، اروپايي عدلي محکمې په قانوني ډول دا موضوع هغه مهال سخته کړه، کله يې چې د ۲۰۱۴ز کال د مۍ مياشتې په ديارلسمه نېټه د «کوسټيجا» په قضيه کې د ګوګل پر ضد پرېکړه کوله او ويې ويل چې: «د هېرولو حق» يو بشري حق دی. [۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۹۵ز کال کې، اروپايي اتحاديې د معلوماتو د خونديتابه اروپايي لارښود (95/46/EC لارښود) ومانه، تر څو د شخصي معلوماتو د پرمخ وړلو بهير منظم کړي. دا لارښود اوس د بشري حقوقو د قانون يوه برخه بلل کېږی. د معلوماتو د عمومي خونديتابه تنظيم په اړوند نوی اروپايي وړانديز هغو شرکتونو ته خونديتوب او استثنا ورکوي، کوم شرکتونه چې د «رسنيو» په نوملړ کې دي، لکه: ورځپاڼې او نور ژورنالستيکي کارونه، خو ګوګل دا غوره کړه چې د يو رسنيز شرکت په توګه ډلبندي نه شي، له همدې امله دا شرکت خوندي نه دی. په اروپايي اتحاديه کې قاضیانو داسې حکم صادر کړ، له دې کبله چې نړيوال شرکت ګوګل معلومات راټولوي او بيا په جريان کې اچوي، ګوګل بايد د اروپا د معلوماتو د خونديتابه د لارښود د معنا سره سم د «معلوماتو مديريت» کوونکي په توګه ډلبندي شي. د اروپايي اتحاديې د قانون له مخې: د «معلوماتو له دې راټولوونکو» څخه غوښتنه شوې، چې هغه معلومات پاک کړي، کوم چې «نامناسب، نااړوند، يا هغه چې اوس اړوند نه وي» او دې لارښود ته نړيوال اهميت ورکړي.[۱۲][۱۳]

اوسنی حقوقي چوکاټ[سمول]

د هېرولو حق د يو تن د هغه ادعا عکاسي کوي، چې بايد د هغه په اړوند ځانګړي معلومات ړنګ کړای شي، په دې ډول چې نور دې معلوماتو ته يو درېيم تن لاسرسی نه لري. تعريف يې په دې ډول شوی دی چې: «په ژوند کې د تېرو پېښو په اړه د چوپتيا حق، هغه پېښې چې نورې منځ ته نه راځي». د هېرولو حق له افرادو سره مرسته کوي چې د خپل ځان په اړه معلومات، ويډيوګانې يا انځورونه د انټرنيټ له ځانګړو ثبت ځايونو څخه په دې ډول ړنګ کړي چې نور په لټون ماشينونو کې نه موندل کېږي. تر ۲۰۱۱ز کال پورې د زيان په وړاندې یو کم شمېر خونديتوبونه شته، لکه: د غچ په ډول بربنډ توکي شريکول يا د ناسمې پرېکړې له امله انټرنيټ ته د پورته شويو انځورونو پېښې.[۱۴][۱۵][۱۶]

د هېرلو حق د محرميت له حق سره توپير لري. د محرميت حقوق هغه معلومات تشکيلوي ،چې په عام ډول معلوم نه وي، په داسې حال کې چې د هېرولو په حقوقو کې د هغو معلوماتو ړنګول شامل دي، کوم چې په يو ځانګړي وخت کې خلکو ته معلوم او د نورو خلکو لپاره د لاسرسي وړ وي. [۱۷]

په يوه ځانګړې قضايي حوزه کې د عملي کېدو محدوديتونه، له دې قضايي حوزې څخه دباندې شرکتونو سره د شته معلوماتو د ړنګولو د غوښتنې وړتيا له منځه وړي. په نړيواله کچه داسې کارچوکاټ نه شته چې پرلیکه په خپل شهرت واک ولري، خو د اکسفورډ پوهنتون د اکسفورډ انټرنيټ انستيتيوت پروفيسر « Viktor Mayer-Schönberger» ويلي دي چې: ګوګل نه شي کولای د فرانسې له هغو قانونو سره له ځان سمولو ډډه وکړي، کوم چې د هېرولو د حق په اړوند په ۲۰۱۴ز کال کې د اروپا د انصاف د محکمې پرېکړه عملي کوي. نوموړي ويلي دي چې: د متحده ايالاتو په ګډون هېوادونو له اوږدې مودې راهيسې منلې ده چې سيمه ييز قوانين، «له خپلې سيمې څخه د باندې اغېزې» هم لري. [۱۸]

پېژندنه[سمول]

ګوګل او اروپايي ټولنه[سمول]

د «95/46/EC » لارښود د دوولسمې مادې له مخې، خلکو ته د انټرنيټ خونديتابه ته حقوقي بنسټ بښي. په ۲۰۲۱ز کال کې اروپايي کميسیون د معلوماتو اروپايي خونديتابه مقررې يوه مسوده روښانه کړه چې د دې لارښود ځای ونيسي، د کوم په اولسمه ماده کې چې د هېرولو د حق په اړوند ځانګړي خونديتوب ته ځای ورکړل شوی دی. د GDPR  د نسخې په اولسمه ماده کې د هېرولو حق د يو بل ډېر محدود حق ځای ونيو، چې د ړنګولو حق په نوم پېژندل کېږي، کوم چې د ۲۰۱۴ز کال د مارچ په مياشت کې اروپايي پارلمان منلی و او کوم چې د ۲۰۱۶ز کال د اپريل په مياشت کې د اروپايي اتحاديې قانون وګرځېد. [۱۹]

د هېرولو له حق څخه د ګټې اخستلو او لټونځايونو څخه د معلوماتو د لرې کولو د غوښتنې لپاره، يو تن بايد د همدې لټونځای د ويبپاڼې له لارې يوه فورمه بشپړه کړي. د ګوګل د ړنګولو غوښتنې پروسه له عارض څخه غوښتنه کوي چې بايد خپل اصلي هېواد، شخصي معلومات، د URLs  يو نوملړ چې بايد لرې شي او د هغې لنډه تشرېح او په ځينو حالاتو کې حقوقي تشخيص وښيي. عارض له ګوګل څخه يو برېښنا ليک تر لاسه کوي، کوم چې د دې غوښتنې رسېدل تاييدوي، خو د ړنګولو د غوښتنې له تاييد مخکې بايد وارزول شي. کله چې غوښتنه تاييد شي، هغه لټون چې د دې شخص نوم کاروي، له دې وروسته به د لټون په پايلو کې نه راڅرګندېږي. دا معلومات بيا هم پر ليکه پاتې کيږي او نه پاکېږي. کله چې د ړنګولو غوښتنه وشوه، د دوی د ړنګولو ډلې د غوښتنې بيا کتنه کوي، «د خلکو د دې حق په وړاندې چې بايد خبر و اوسي، د ياد فرد د محرميت حق» اندازه يو له بل سره پرتله کوي، پرېکړه کوي چې ايا دا ويبپاڼه «نامناسبه، نااړونده يا نوره بې اړيکې ده، يا د هغو موخو څخه پښه اړوي، د کومو لپاره چې په جريان کې اچول شوي وو». ګوګل له ټولې اروپا څخه د ګڼو پروفيسرانو، قانون پوهانو او حکومتي مسئولينو  يوه سلاکاريزه شورا جوړه کړې، تر څو د دا ډول پرېکړو لپاره لارښودونه جوړه کړي،خو لا هم د دې بيا کتنې پروسه د عامو خلکو لپاره يو راز دی. د اروپايي اتحاديې د تنظيموونکو له خوا جوړ شوي لارښودونه تر ۲۰۱۴ز کال پورې د عامو خلکو د پوهاوي لپاره نه وو خپاره شوي، خو ګوګل په دې اړوند د ډېر ژر اقدام کولو پيل وکړ، کومو چې (د یو ليکوال په وينا:)  له دوی سره مرسته وکړه چې «د خپلو پايلو لپاره تفسيرونه پیدا کړي». د ۲۰۱۵ز کال د مۍ په مياشت کې، اتو اکاډيميکانو په يو پرانيستي ليک کې له ګوګل څخه د لا زياتې روڼتيا غوښتنه وکړه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. Vaas, Lisa (25 September 2019). "Google wins landmark case: Right to be forgotten only applies in EU". Naked Security. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 19 August 2010 باندې). Google and Yahoo Win Appeal in Argentine Case.
  3. (په 17 October 2014 باندې). El derecho al olvido en Internet se deberá aplicar también en la Capital Federal.
  4. National Privacy Commission (August 24, 2016). "Implementing Rules and Regulations of the Data Privacy Act of 2012". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mantelero, Alessandro (2013). "The EU Proposal for a General Data Protection Regulation and the roots of the 'right to be forgotten'". Computer Law & Security Review. 29 (3): 229–235. doi:10.1016/j.clsr.2013.03.010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Fleischer, Peter (2011-03-09). "Peter Fleischer: Privacy...?: Foggy thinking about the Right to Oblivion". Peterfleischer.blogspot.co.nz. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mayes, Tessa (2014-05-21). "We have no right to be forgotten online". theguardian.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 4 July 2014 باندې). What is Google deleting under the 'right to be forgotten' - and why? What if there were a page on a 'revenge porn' site about you - would you want to use Google's 'right to be forgotten' to get it taken out of search?. The Guardian.
  9. Arthur, Charles (14 May 2014). "Explaining the 'right to be forgotten' – the newest cultural shibboleth". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Charte sur la publicité ciblée et la protection des internautes [Code of Good Practice on Targeted Advertising and the Protection of Internet Users] (PDF) (په فرانسوي ژبه کي), Secrétariat d'Etat chargé de la Prospective et du Développement de l'économie numérique, 2010, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lynskey, Orla (May 2015). "Control over Personal Data in a Digital Age: Google Spain v AEPD and Mario Costeja Gonzalez" (PDF). Modern Law Review. 78 (3): 522–534. doi:10.1111/1468-2230.12126. S2CID 143317787. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Directive 95/46/EC on the protection of individuals with regard to the processing of personal data and on the free movement of such data. EU Directive 1995.
  13. Mitrou, Lilian; Karyda, Maria (2012). "EU's Data Protection Reform and the right to be forgotten—A legal response to a technological challenge?". 5th International Conference of Information Law and Ethics: 29–30. SSRN = 2165245 2165245. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Weber, Rolf H. "The right to be forgotten." More than a Pandora's Box 2 (2011)
  15. Pino, G. (2000). "The right to personal identity in Italian private law: Constitutional interpretation and judge-made rights". In: M. Van Hoecke; F. Ost (eds.). The harmonization of private law in Europe (pp. 225-237). Oxford: Hart Publishing. p. 237.
  16. Hill, Kashmir (July 6, 2011). "Revenge Porn With A Facebook Twist". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Crovitz, L. Gordon (2010-11-15). "Crovitz: Forget any 'Right to Be Forgotten' - WSJ". Online.wsj.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په September 22, 2015 باندې). Expert: Google Cannot Escape French Law on Right to Be Forgotten. Yibada.
  19. European Commission. Proposal for a Regulation of the European Parliament and of the Council on the Protection of Individuals with Regard to the Processing of Personal Data and On the Free Movement of Such Data (General Data Protection Regulation). 2012/0011 (COD). Article 17. Right to be forgotten and To Erasure
  20. Kiss, Jemima (14 May 2015). "Dear Google: open letter from 80 academics on 'right to be forgotten'". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . How Google determined our right to be forgotten. The Guardian.
  22. Brindle, Beth (4 March 2015). "How can Google forget you?". How Stuff Works. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "How Google's New "Right To Be Forgotten" Form Works: An Explainer". Search Engine Land. 30 May 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "EU Privacy Removal". www.google.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)