د هوا د حالاتو مالي تامين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د هوا د حالاتو مالي تامين هغه مالي تامين دی، چې د شنو خونو ګازونو د توليد کمولو موخه لري، د همدې ګازونو له منځه وړل يا ټيټېدل پياوړي کوي او د هوا د حالاتو د بدلون منفي اغېزو پر وړاندې د انسان او ايکولوژيکي نظامونو د زيان مننې کمول او ساتل او پراختيا ورکول په نښه کوي. «د هوا د حالاتو د مالي تامين» ذکر شوې پېژندنه، د هوا د حالاتو بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چارچوکاټ کنوانسيون د مالي تامين د تلپاتې کمېټې له لورې شوې ده. نوموړې اصطلاح په يوه ټاکلي حس کې د ملګرو ملتونو د هوا د حالاتو کنوانسيون په رڼا کې له پرمختللو هېوادونو څخه مخ پر وده هېوادونو ته د عمومي سرچينو لېږد ته هم ويل کېږی، چې پر مټ يې نوې او مالي سرچينې برابرې شي. په يو څه پراخه حس کې د هوا د حالاتو بدلون د لږونې يا کمښت او سمون اړوند ټولو مالي بهيرونو ته «د هوا د حالاتو مالي تامين» ويل کېږی. [۱][۲][۳]

UNFCCC ته د ګوندونو يا ډلو کنفرانس (Conference of Parties)د  ۲۱ ناستې په ۲۰۱۵ ز کال پاريس کې د هوا د حالاتو مالي تامين، سياستونو او بازارونو لپاره يوه نوې دوره وړاندې کړه. د پاريس تړون (Paris Agreement) چې هملته تصويب شو، د نړۍ د منډ اخيستلو په موخه يو نړيوال عملياتي پلان وړاندې کړ، چې په صنعتي کچو باندې د سانتي ګرېد له ۲ درجو څخه د هوا تودوخې په ټيټ ټاکلو سره د ګواښوونکي اقليمي بدلون مخنيوی وکړي. نوموړی پلان د ملي، سيمه یيزو او نړيوالو ادراو له لورې د هوا د حالاتو بدلون د کمولو او سمون پروژو او خپرونو لپاره د هوا د حالاتو تمويل رانغاړي. دوی همدارنګه په پلان کې د هوا د حالاتو د ځانګړي ملاتړ لارې چارې او د کمونې او سمون فعاليتونو لپاره مالي مرستې شاملوي، چې د ټيټ [کچې] کاربن، د غځېدونکي اقليم ودې او پرمختګ پر لور د ظرفيت لوړونې، څېړنې او پرمختګ او اقتصادي پرمختګ له لارې لېږد وهڅوي او توانايي ورکړي. [۴]

د ۲۰۲۰ ز تر نومبر پورې پرمختيايي بانکونه او خصوصي مالي تامين هغه ۱۰۰ بېليون امريکايي ډالرو ته نه دی رسېدلی، چې د ۲۰۲۰ ز کال لپاره د هوا د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو خبرو اترو کې مشروط شوي دي. که څه هم د کوېډ نولس (Covid-19) د وبا په اقتصادي رکود کې ۴۵۰ پرمختيايي بانکونو په مخ پر وده هېوادونو کې د تازه بيارغونې (Green recovery) د مالي ملاتړ ژمنه وکړه. [۵]

د کوېډ نولس وبا پر مهال د هوا د حالاتو بدلون د اروپايي ټولنې د ٪۴۳ تشثبتاتو له لورې په ګوته شو. پر سوداګريو باندې د وبا د اغېزې تر څنګ، د هوا د حالاتو اړوند پانګه اچونې ثابت پلان جوړونه ٪۴۷ ته پورته شوه. دا د ۲۰۲۰ زکال په پرتله لوړوالی و، چې په کې د هوا د حالاتو اړوند پانګه اچونه ٪۴۱ وه. [۶][۷]

د هوا د حالاتو د مالي تامين بهيرونه[سمول]

د هوا د حالاتو د نړیوال مالي تامين د څار او ښودنې بهيرونو په موخه يو شمېر نوښتونه دوام لري. د هوا د حالاتو د سياست نوښت (Climate Policy Initiative) کې شنونکو له ۲۰۱۱ ز کال راهيسې په کلني ډول د سرچينو له يو ډول څخه د دولتي او خصوصي برخې د هوا د حالاتو مالي بهيرونه ليکه [لړۍ] کړي دي. په ۲۰۱۹ ز کال کې دوی اټکل وکړ، چې د هوا د حالاتو کلنی مالي تامين له ۶۰۰ بېليون څخه زيات امريکايي ډالرو ته ورسېد. دې کار د اقليم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کارچوکاټ کنوانسيون د هوا د حالاتو د مالي تامين بهيرونو دوه کلنه ارزونه او کتنه (United Nations Framework Convention on Climate Change) او د اقليم د مالي تامين په اړه د IPCC د پينځمې ارزونې راپور څپرکی (IPCC Fifth Assessment Report) تغذيه کړی دی. دا او نوره څېړنه د هوا حالاتو د مالي تامين د لا زياتې ګټورې څارنې وړانديز کوي. دوی په ځانګړي ډول وړانديز کوي، چې مالي سرچينې هغه وخت ښه فعاليت کولی شی، چې د خپلو معلوماتو راپور په داسې ټينګار يا ثبات او هغې لارې (طريقه) کې برابر کړي، چې له همدې لارې دوی خپلې نمونې يا انځورونه وړاندې کوي او د وخت له مخې د پروژو او خپرونو د پلي کېدا په اړه تفصيلي معلومات برابروي. [۸][۹][۱۰]

د هوا د حالاتو د ماليت تامين د تشې اټکلونه يعنې د پانګونې کمښت د جغرافيې، برخو يا سکتورونو او د مهالوېش او دورې کولو، نښې او د بنسټيزو انګېرنو په ګډون د فعاليتونو له مخې توپير کوي. په ۲۰۱۰ ز کال کې نړيوال پرمختيايي راپور په لومړني ډول اټکل کوي، چې مخ پر وده هېوادونو کې د د لږونې او سمون فعاليتونو لپاره د مالي تامين اړتيا په کلني ډول له ۱۴۰ څخه تر ۱۷۵ بېليون ډالرو پورې دي. د دوی د اټکل له مخې د راتلونکو شلو کلونو لپاره د لږونې لپاره د مالي تامين اړتياوې له ۲۶۵ ډالرو څخه تر ۵۶۵ بېليون ډالرو پورې او د سمون لپاره له ۲۰۵۰-۲۰۱۰ ز کال دورې د هر کال لپاره له ۳۰ډالرو څخه تر ۱۰۰ بېليونه پورې دي. [۱۱]

د نړيوالې انرژي د استازولۍ د ۲۰۱۱ ز کال «نړيوالې انرژۍ نظريه» (World Energy Outlook) اټکل کوي، چې تر ۲۰۳۵ ز کال پورې انرژۍ لپاره د مخ پر ودې غوښتنې د پوره کولو په موخه، د نوې انرژۍ د توليد لپاره په نوې پانګه اچونه کې ۱۶،۹ ترېليونه ډالرو اټکل شوی دی، چې د نوې کېدو وړ انرژي يې د ټولې کچې ٪۶۰ جوړوي. تر ۲۰۳۰ ز کال پورې د انرژي د اټکل شوې غوښتنې د پوره کولو لپاره اړينه پانګه په منځني ډول په کال کې تر ۱،۱ ترېليون ډالرو پورې ده، چې زياتره په برابر ډول د سترو راپورته کېدونکو (مخ پر وده) اقتصادي هېوادونو لکه چين، هندوستان، برازيل او نورو پاتې مخ پر وده هېوادونو تر منځ وېشل شوې ده. باور دا دی چې په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به نړۍ په نويو جوړښتونو کې نږدې ۹۰ ترېليون ډالرو ته اړتيا ولري، چې ډېری برخه به يې مخ پر وده هېوادونو او منځني عايد هېوادونو کې وي. د نړیوالې انرژۍ استازي اټکل کوي، چې د پېړۍ په پای کې د نړیوالې تودوخې درجه کې پورته کېدنه له ۲ سانتي ګرېد څخه ښکته ټاکل به د انرژي برخه کې تر ۲۰۵۰ ز کال پورې د کال ۳،۵ ترېليونه پانګې اچونې ته اړتيا ولري. [۱۲][۱۳][۱۴]

اټکل شوې ده، چې د هوا د حالاتو اړوند څېړنې لپاره د ټول تمويل يوازې ۰،۱۲ سلنه د هوا حالاتو د بدلون لږونې پر ټولنيزې پوهې باندې مصرفېږي. په پراخه ډول زياته مالي سرچينه په اقليم بدلون د طبيعي پوهې څېړنو کې مصرفېږي او د پام وړ مبلغ د هوا حالاتو د بدلون اغېزو او سمون پر څېړنو مصرفېږي. بحث شوی دی، چې دا د سرچينو ناسم ځانګړي کول دي، ځکه چې د يو ځای کېدو (تقاطع) په اوسني ځای کې تر ټولو زیاته بېړنۍ معما په دې اړه کار کول دي، چې د هوا حالاتو د بدلون لږونې په موخه انساني چلند څه ډول بدلولی شو، په داسې حال کې چې د اقليم د بدلون طبيعي پوهه وار له مخه په ښه ډول رامنځته شوې ده او د سمون اداره کول به لسيزې او پېړۍ وخت ته اړتيا ولري. [۱۵]

د هوا د حالاتو څو اړخيز مالي تامين[سمول]

د هوا د حالاتو څو اړخيزې مالي سرچينې (لکه: د څو ملتي حکومتونو له لورې اداره شوې) د هوا حالاتو په مالي تامين کې د پیسو اداينې لپاره مهمې دي. تر څو ټولو سترې یادې سرچينې د هوا د حالاتو د پانګه اچونې مالي سرچينې (Climate Investment Funds)، د هوا د حالاتو تازه پانګه (Green Climate Fund (GCF))، د سمون پانګه (Adaptation Fund (AF)) او د نړيوال چاپېريال اسانتيا (Global Environment Facility (GEF)) دي. په ۲۰۱۶ ز کال کې ذکر شويو څلورو مالي سرچينو د پروژي د ملاتړ لپاره ۲،۷۸ بېليونه ډالر تصويب کړل. هندوستان د يو (مفرد) هېواد ملاتړ د ټولې ستره کچه تر لاسه کړه او ورپسې اوکراين او چيلي وو. Tuvalu د سړي سر تر ټولو زياته پانګه تر لاسه کړه، چې ورپسې Samoa او بيا Dominica هېوادونه وو. متحده ايالتونه د نوموړو څلورو بسپنه ورکوونکو له ډلې تر ټولو ستر هېواد دی، په داسې حال کې چې ناروې د نفوسو د اندازې اړوند تر ټولو زياته مرسته برابروي. د هوا د حالاتو زياتره څو ملتي پانګه ورکوونکي د بخښلو، پور، عدل او د ګواښ کمونې اختياراتو په ګډون، د مالي تمويل پراخې لړۍ څخه ګټه پورته کوي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د هوا د حالاتو تازه پانګه،، په اوس وخت کې د هوا د حالاتو تر ټولو ستر څو ملتي پانګه ده او د هوا د حالاتو د بدلون او پرمختګ تمرين کوونکي [مشغول وګړي] په ورته ډول د دې سرچينو د بهير پر کتنې باندې متمرکز دي.

د نړۍ د شپږو تر ټولو سترو څو ملتي پرمختيايي بانکونو له لوري، د هوا حالاتو مالي تامين په ۲۰۱۷ ز کال کې د ۳۵،۲ بېليونه ډالرو اووه کلن لوړوالي ته پورته شو. د IRENA په وينا:  د نړیوالې انرژۍ لېږد تر ۲۰۵۰ ز کال پورې په اقتصادي لاسته راوړنو کې ۱۹ ترېليونه ډالر مرسته کولی شي. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Documents | UNFCCC". unfccc.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Oscar Reyes (2013), "A Glossary of Climate Finance Terms", Institute for Policy Studies, Washington DC, p. 10 and 11
  3. "Search [[:کينډۍ:Pipe]] Eldis". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  4. Barbara Buchner, Angela Falconer, Morgan Hervé-Mignucci, Chiara Trabacchi and Marcel Brinkman (2011) "The Landscape of Climate Finance" A CPI Report, Climate Policy Initiative, Venice (Italy), p. 1 and 2.
  5. "Banks around world in joint pledge on 'green recovery' after Covid". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2020-11-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bank, European Investment (2022-01-12). EIB Investment Report 2021/2022: Recovery as a springboard for change (په انګلیسي ژبه کي). European Investment Bank. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-861-5155-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Latest EIB survey: The state of EU business investment 2021". European Investment Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Global Landscape of Climate Finance 2019". CPI. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Watson, C., Nakhooda, S., Caravani, A. and Schalatek, L. (2012) The practical challenges of monitoring climate finance: Insights from Climate Funds Update. Overseas Development Institute Briefing Paper" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Biennial Assessment and Overview of Climate Finance Flows [[:کينډۍ:Pipe]] UNFCCC". unfccc.int. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  11. World Bank Group(2010), "World Development Report 2010: Development and Climate Change, World Bank Groupe, Washington DC, ch. 6, p. 257
  12. International Energy Agency (2011). World Energy Outlook 2011, OECD and IEA, Paris (France), Part B, ch.2
  13. International Energy Agency (2011). World Energy Outlook 2011}, OECD and IEA, Paris (France), Part B, ch.2
  14. . Climate Finance. World Bank.
  15. Overland, Indra; Sovacool, Benjamin K. (2020-04-01). "The misallocation of climate research funding". Energy Research & Social Science (په انګلیسي ژبه کي). 62: 101349. doi:10.1016/j.erss.2019.101349. ISSN 2214-6296. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Climate Investment Opportunities in Cities - An IFC Analysis". www.ifc.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "10 Years of Climate Action". Climate Investment Funds (په انګلیسي ژبه کي). 2019-05-31. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Mapped: Where multilateral climate funds spend their money". Carbon Brief. 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Climate Finance | UNFCCC". unfccc.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "CIS Interview: Vice President Ambroise Fayolle, the European Investment Bank". CIS (په انګلیسي ژبه کي). 2020-10-27. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "A plan for the long haul to contribute finance to the European Green Deal". European Investment Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)