Jump to content

د هنګري د ۱۹۵۶ زکال انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هنګري د ۱۹۵۶ زکال انقلاب (پیل: د ۱۹۵۶ زکال د اکتوبر ۲۳مه – پای: د ۱۹۵۶ زکال د نومبر ۱۰مه) چې د هنګري د پاڅون په نوم هم پېژندل کېږي د هنګري د خلکو د جمهوریت (۱۹۴۹- ۱۹۸۹ زکال) او د هنګري د هغو داخلي سیاستونو پر وړاندې سراسري انقلاب و چې د شوروي اتحاد (USSR) له خوا ورباندې تحمیل شوي وو. [۱]

د هنګري انقلاب د ۱۹۵۶ زکال د اکتوبر په ۲۳مه په بوداپست کې هغه مهال پیل شو کله چې د پوهنتون زده کوونکو له ملکي وګړو وغوښتل د هنګري د پارلمان د ودانۍ مخې ته په هنګري باندې د شوروي اتحاد د سیاسي جغرافیايي (جیوپولټیک) واکمنۍ او همدارنګه د ماتیاش راکوشي د ستالینېستي ادارې پر وړاندې په اعتراض کې ورسره لاس یو کړي. د هنګري زده کړیالانو یوه ډله د هنګري ملي راډیو ته لاړه څو د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو اړوند خپلې شپاړلس غوښتنې د عامو وګړو تر غوږونو ورسوي، خو دوی د راډیو د امنیتي ساتونکو له خوا ونیول شول. هغه مهال چې لاریون کوونکي د راډیو له ودانۍ بهر را ټول شول او د خپلو نیول شوو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه یې وکړه د دولتي امنیت ÁVH (Államvédelmi Hatóság) افسرانو په لاریون کوونکو ډزې وکړې او یو شمېر له هغو یې ووژل.

په پایله کې هنګري وګړي د انقلابي ملیشه ځواکونو په توګه د ÁVH پر وړاندې تنظیم شول؛ دوی د هنګري سیمه ئیز کمونېست مشران او د ÁVH افسران ونیول بلاخره یې هغوی مړه او یا راوځړول؛ کمونېزم ضد سیاسي بندیان را خوشي او په وسلو سمبال کړای شول. انقلاب کوونکو خپلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو غوښتونو ته د لاسرسي په موخه د هنګري له کارګر ګوند (Magyar Dolgozók Pártja) څخه د ښاري حکومتونو واکونه واخیستل او هغه یې سیمه ئیزو شورا ګانو (د کارګرانو شوراګانو) ته وسپارل. د ایمره ناګي نوي حکومت د دولتي امنیت اداره منحل او له وارسا تړون څخه یې د هنګري د وتو اعلان وکړ؛ همدارنګه یې ژمنه وکړه چې آزادې ټاکنې به ترسره کړي. همدا و چې د اکتوبر په وروستیو کې شدیدې نښتې راکمې شوې.

په داسې حال کې چې شوروي اتحاد په پیل کې لیوالتیا لرله چې له هنګري څخه شوروي ځواکونه وباسي، خو د ۱۹۵۶ زکال د نومبر په ۴مه یې انقلاب وځپه او د نومبر تر ۱۰مې نېټې پورې یې د هنګري له انقلابیونو سره جګړه وکړه؛ د هنګري د پاڅون ځپلو په عملیاتو کې ۲۵۰۰ هنګري وګړي او ۷۰۰ روسي سرتېري ووژل شول او همدارنګه ۲۰۰ زره هنګري وګړي اړ شول له هېواده بهر سیاسي پناه وغواړي. [۲]

مخینه

[سمول]

دویمه نړیواله جګړه

[سمول]

په دویمه نړیواله جګړه کې (۱۹۳۹- ۱۹۴۵ زکال) د هنګري پاچاهي (۱۹۲۰-۱۹۴۶ زکال) له نازي آلمان، فاشیستي ایټالیا، د رومانیا له پاچاهۍ او د بلغاریا له پاچاهۍ سره د اتحاد په جوړولو د محور ځواکونو غړی هېواد شو. په ۱۹۴۱ زکال کې د هنګري سلطنتي ځواک په یوګوسلاویا باندې د نازیانو په برید (۶ اپرېل ۱۹۴۱ زکال)، بارباروسا عملیاتو (۲۲ جون ۱۹۴۱ زکال) او په شوروي اتحاد باندې په برید کې ونډه لرله. له دې وروسته په ۱۹۴۴ زکال کې سور پوځ وتوانېد د هنګري د پاچاهۍ پر لور د هنګري سلطنتي پوځ د محور ځواکونو له نورو سرتېرو سره یوځای د شوروي اتحاد له قلمرو څخه شاتګ ته اړ کړي. [۳]

د هنګري سلطنت د سره پوځ له خوا د هنګري د پاچاهۍ نیولو له وېرې له متفقینو سره د نابریالي اوربند هڅه وکړه او په دې سره یې له محور ځواکونو سره خیانت وکړ؛ نازیانو هم د مارګریت عملیات (۱۲ مارچ ۱۹۴۴ زکال) پیل کړل څو په هنګري کې نازي پلوه د ملي یووالي حکومت رامنځته کړي؛ د دغو سیاسي - پوځی هڅو سربېره د ۱۹۴۴ زکال په وروستیو کې سره پوځ جرمنانو او نازي پلوه هنګري ځواکونو ته ماته ورکړه. د ۱۹۴۷ زکال د فبروري په ۱۰مه د پاریس د سولې تړون د نازي هنګري پوځي ماته تائید کړه او شوروي اتحاد ته یې د هنګري د پوځي اشغال اجازه ورکړه. [۴]

د شوروي اشغال

[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹- ۱۹۴۵ زکال) په پای کې د هنګري پاچاهي د شوروي اتحاد د سیاسي جغرافیايي نفوذ په حوزه کې شامل شو. له جګړې وروسته د سیاسي عواقبو په پایله کې هنګري د څو ګوندي دیموکراسۍ څښتن شو چې د ۱۹۴۵ زکال له پارلماني ټاکنو وروسته له خپلواکو کوچنیو مالکینو، کرنیزو کارګرانو او مدني ټولنې څخه جوړ ائتلافي دولت د لومړي وزیر زولتان ټیلډي تر مشرۍ لاندې رامنځته شو. له دې سره د شوروي اتحاد له اړخه د هنګري کمونېست ګوند په دوامداره توګه له سالامي تاکتیکونو څخه په ګټنې د جزیي سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو په موخه ګټنه کوله او د ائتلافي دولت سیاسي اقتدار یې په تدریجي ډول را کم کاوه – په داسې حال کې چې د ۱۹۴۵ زکال په پارلماني ټاکنو کې کمونېست ګوند یوازې ۱۷ سلنه رایې خپلې کړې وې. [۵][۶]

د ۱۹۴۵ زکال له ټاکنو وروسته د دولتي امنیت (Államvédelmi Hatóság یا ÁVH) کنټرول په ائتلافي حکومت کې د کوچنیو مالکینو د خپلواک ګوند له لاسه ووت او کمونېست ګوند ته وسپارل شو. د دولتي امنیت ادارې غیرکمونیستي سیاسي مخالفین د ګواښلو او دروغو تورنو پر بنسټ وځپل هغوی یې بند ته اچول او همدارنګه به یې شکنجه کول. د څو ګوندي دیموکراسۍ د واکمنۍ څلور کلنه لنډه دوره هغه مهال پای ته ورسېده چې د هنګري سوسیال دیموکرات ګوند له کمونیست ګوند سره ادغام شو او د هنګري د خلکو په کارګر ګوند واوښت چې له امله یې له کوم مخالف لرلو پرته د ۱۹۴۹ زکال په پارلماني ټاکنو کې خپل نوماند معرفي کړ. له دې وروسته د ۱۹۴۹ زکال د اګست په ۲۰مه د هنګري د خلکو جمهوریت د بریا ادعا وکړه او سوسیالیستي دولت یې اعلان کړ؛ په دې سره یې له شوروي اتحاد سره د کمکان (اقتصادي همکاریو شورا) هوکړه د دوه اړخیزو مرستو په موخه لاسلیک کړه او اجازه یې ورکړه چې د سره پوځ سرتېري په هنګري کې مستقر شي. [۷][۸]

د شوروي اتحاد د اقتصادي جوړښت څخه په پیروۍ د هنګري د خلکو کارګر ګوند د تولید د وسایلو او طبیعي منابعو په ملي کولو سره د هنګري اقتصادي سیسټم سوسیالیستي کړ. له دې سره تر ۱۹۵۵ زکال پورې د هنګري نسبتا آزادو سیاستونو روڼ آندو او خبریالانو ته اجازه ورکړه چې په آزادنه توګه د راکوشي د ادارې په ټولنیزو او سیاسي پالیسیو نیوکې وکړي. د همدغه نسبي سیاسي ازادیو پر بنسټ د ۱۹۵۶ زکال د اکتوبر په ۲۲ مه د بوداپست د ټکنالوژۍ او اقتصاد پوهنتون د MEFESZ په نامه د زده کړیالانو اتحادیه بېرته تاسیس کړه؛ هغه چې وړاندې له دې د راکوشي دولت د ناسمو سیاسي سیاستونو له امله ممنوع اعلان کړې وه. [۹][۱۰]

ستالینېستي هنګري

[سمول]

په پیل کې د هنګري د خلکو جمهوریت یو سوسیالیستي دولت و چې د ستالینېست ماتیاش راکوشي د کمونیستي حکومت (شاوخوا ۱۹۴۷- ۱۹۵۶ زکال) له خوا اداره کېده چې شوروي اتحاد ته اړوند و. راکوشي د دې لپاره چې خپل دولت د ستالینېستي دولتونو له ایډیالوژیکو لارو چارو سره همغږی کړی د دولتي امنیت له ادارې څخه یې کار واخیست او د هنګري په کمونېست ګوند کې یې په تصفیه کار وکړ؛ هغه ۷۰۰۰ تنه «تیتوئستان» او «تروتسکېستان» په دې تور چې «لویدیځ اجنټان» دي، هغه چې د هسپانیا په کورنۍ جګړه (۱۹۳۶- ۱۹۳۹ زکال) کې یې د نړیوال کمونېزم اړوند د ستالین د اوږد مهاله پلانونه پر وړاندې درېدلي و له صحنې وویستل. د ختیځ بلاک د نورو ستالینېستي دولتونو په پرتله د راکوشي په مشرۍ د هنګري د خلکو جمهوریت د سیاسي، جنسي او مذهبي لږکیو پر وړاندې له پریمانه ځورونې کار واخیست. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۹۴۹ زکال کې د راکوشي دولت کاردینال یوزف مینډسنټي دیوې نمایشي محکمې په ترڅ کې هنګري ته د خیانت او په هنګري کې د هلوکاسټ په برخه کې له نازي جرمني سره د مرستې په تور محاکمه او سخت شکنجه کړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سیاسي فشارونه

[سمول]

له ۱۹۵۰ زکال څخه تر ۱۹۵۲ زکال پورې د دولتي امنیت ادارې له ۲۶۰۰۰ څخه زیات غیر کمونیست هنګري وګړي د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړل او د هغوی کورونه یې د هنګري د کمونیست ګوند غړو ته ورکړل په دې سره یې د ملت پالو او کمونېزم ضد روڼ اندو له خوا رامنځته کېدوني سیاسي ګواښونه له منځه یووړل. د دوی د ځانګړو سیاستو له مخې کمونیزم ضد هنګري وګړي د اجباري کار کمپونو ته لېږل کېدل، یا شوروي اتحاد ته تبعید کېدل او یا هم د یوې نمایشي محکمې پر مهال وژل کېدل. په قربانیانو کې کمونیست سیاستوال لازلو راک هم شامل و چې د کورنیو چارو د وزیر په توګه یې د دولتي امنیت د ادارې بنسټ اېښی و. [۱۹][۲۰]

د راکوشي ادارې روزنیز نظام د زحمت کشو روڼ اندو څخه په کار اخیستو چې د هنګري په روسي کېدو کې یې مرسته وکړه سیاسي کړ؛ له دې وروسته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې روسي ژبه او کمونیستي سیاسي مطالعات اجباري شول. مذهبي مدرسې ملي شوې او په هغو کې د کلیسا د مشرانو ځای کمونیستي چارواکو ونیو. [۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Hungarian Revolt of 1956", Dictionary of Wars(2007) Third Edition, George Childs Kohn, Ed. pp. 237–238.
  2. Niessen, James P. (2016-10-11). "Hungarian Refugees of 1956: From the Border to Austria, Camp Kilmer, and Elsewhere". Hungarian Cultural Studies. 9: 122–136. doi:10.5195/AHEA.2016.261. ISSN 2471-965X.
  3. "History of Hungary: War and renewed defeat". Encyclopaedia Britannica. بياځلي په 18 August 2021.
  4. Tihanyi, Gyula (1990). The Second World War. US: Penguin Books. p. 506. ISBN 0-14-01-1341-X.
  5. Kertesz, Stephen D. (1953). "Chapter VIII (Hungary, a Republic)". Diplomacy in a Whirlpool: Hungary between Nazi Germany and Soviet Russia. University of Notre Dame Press, Notre Dame, Indiana. pp. 139–152. ISBN 0-8371-7540-2. خوندي شوی له the original on 3 September 2007. Retrieved 8 October 2006
  6. UN General Assembly Special Committee on the Problem of Hungary (1957) "Chapter II. A (Developments before 22 October 1956), para. 47 (p. 18)" (PDF). (1.47 MB)
  7. UN General Assembly Special Committee on the Problem of Hungary (1957) "Chapter IX D, para. 426 (p. 133)" (PDF). (1.47 MB)
  8. UN General Assembly Special Committee on the Problem of Hungary (1957) "Chapter II.N, para 89(xi) (p. 31)" (PDF). (1.47 MB)
  9. UN General Assembly Special Committee on the Problem of Hungary (1957) "Chapter II. A (Developments before 22 October 1956), paragraphs 49 (p. 18), 379–380 (p. 122) and 382–385 (p. 123)" (PDF). (1.47 MB)
  10. Crampton, R. J. (2003). Eastern Europe in the Twentieth Century–and After, p. 295. Routledge: London. ISBN 0-415-16422-2.
  11. Video: Hungary in Flames CEU.hu Archived 17 October 2007 at the Wayback Machine. producer: CBS (1958) – Fonds 306, Audiovisual Materials Relating to the 1956 Hungarian Revolution, OSA Archivum, Budapest, Hungary ID number: HU OSA 306–0–1:40
  12. Litván, György (1996). The Hungarian Revolution of 1956: Reform, Revolt and Repression. London: Longman.کينډۍ:Page needed
  13. Tőkés, Rudolf L. (1998). Hungary's Negotiated Revolution: Economic Reform, Social Change and Political Succession, p. 317. Cambridge University Press: Cambridge. ISBN 0-521-57850-7
  14. John Lukacs (1994). Budapest 1900: A Historical Portrait of a City and its Culture. Grove Press. p. 222. ISBN 978-0-8021-3250-5.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Gati, Charles (2006). Failed Illusions: Moscow, Washington, Budapest and the 1956 Hungarian Revolt. Stanford University Press. p. 49. ISBN 0-8047-5606-6. Gati describes "the most gruesome forms of psychological and physical torture ... The reign of terror [of the Rákosi government] turned out to be harsher, and more extensive than [the reign of terror] in any of the other Soviet satellite [countries] in Central and Eastern Europe." In the post-communist period, the fact-finding commission, Törvénytelen szocializmus (Lawless Socialism), reported that "between 1950 and early 1953, the courts dealt with 650,000 cases [of political crimes], of whom 387,000 or 4 percent of the population were found guilty." (Budapest, Zrínyi Kiadó/Új Magyarország, 1991, p. 154).
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ "József Mindszenty: An inveterate anti-Semite or a national hero?". 24 April 2016. بياځلي په 3 January 2023.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ "Budapest Jews Score Anti-semitic Tenor of Statement by Hungarian Cardinal". 13 July 1947.
  18. Marshall J. Breger, Herbert R. Reginbogin (2022). The Vatican and Permanent Neutrality. Rowman & Littlefield. p. 127. ISBN 9781793642172.
  19. Tőkés, Rudolf L. (1998). Hungary's Negotiated Revolution: Economic Reform, Social Change and Political Succession, p. 317. Cambridge University Press: Cambridge. ISBN 0-521-57850-7
  20. Gati, Charles (2006). Failed Illusions: Moscow, Washington, Budapest and the 1956 Hungarian Revolt. Stanford University Press. p. 49. ISBN 0-8047-5606-6. Gati describes "the most gruesome forms of psychological and physical torture ... The reign of terror [of the Rákosi government] turned out to be harsher, and more extensive than [the reign of terror] in any of the other Soviet satellite [countries] in Central and Eastern Europe." In the post-communist period, the fact-finding commission, Törvénytelen szocializmus (Lawless Socialism), reported that "between 1950 and early 1953, the courts dealt with 650,000 cases [of political crimes], of whom 387,000 or 4 percent of the population were found guilty." (Budapest, Zrínyi Kiadó/Új Magyarország, 1991, p. 154).
  21. Kardos, József (2003). "Monograph" (PDF). Iskolakultúra (in هنګري). 6–7 (June–July 2003). University of Pécs: 73–80. بياځلي په 9 October 2006.
  22. Burant, Stephen R., ed. (1990). Hungary: a country study (2nd ed.). Federal Research Division, Library of Congress. p. 320., Chapter 2 (The Society and Its Environment) "Religion and Religious Organizations"