Jump to content

د هنګري اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هنګري اقتصاد د لوړ عاید مختلط اقتصادي نظام دی چې د اقتصادي پېچلتیا د  شاخص پر بنسټ دېرو پېچلو اقتصادي نظامونو څخه په ۹م ځای کې راځي. هنګري د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) غړی دی چې د بشري پرمختیا لوړ شاخص او د ماهر کاري ځواک لري چې په نړۍ کې د ټیټې عایداتي نابرابرۍ په نوملړ کې ۱۳م ځای لري. د هنګري اقتصاد په نړۍ کې ۵۴م لوی اقتصاد دی (د ۱۸۸ هېوادونو له ډلې چې د IMF له لوري سنجش شوی) چې د ۳۶۵.۰۳۷ میلیارد ډالر کلني تولید لري او په نړۍ کې د پېرود ځواک د برابرۍ پر بنسټ د کس پر سر په GDP کې په نړۍ کې ۴۱م ځای لري. هنګري صادراتي د بازار اقتصاد نظام لري چې په بهرنۍ سوداګرۍ باندې ډېر ټینګار کوي. په دې توګه دغه هېواد په نړۍ کې ۳۵م لوی صادراتي اقتصاد دی. په ۲۰۱۵ کال کې دې هېواد له ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه ډېر صادرات درلودل چې د ۹.۰۰۳ میلیارد ډالرو لوړ سوداګریزې مازاد یې درلود او دې جملې څخه ۷۹٪ یې اروپايي ټولنې ته صادرات وو او ۲۱٪ یې له اروپايي ټولنې بهر ته صادرات وو. د هنګري تولیدي ظرفیت له ۸۰٪  نه زیات له خصوصص سکتور څخه دی دی، چې مالیه یې په ټولیز ډول د مالیاتي عاید یې ۳۹.۱ سلنه دی، چې د هېواد د هوساینې د اقتصاد په برخه کې لګول کېږي. د عمومي لګښت له اړخه، د کورنۍ مصرف د GDP اصلي برخه ده او د ټولټال ۵۰ ٪ دی، ورپسې ناخالص ثابت د پانګې تشکیل دی چې ۲۲ ٪ ده او د دولت لګښت ۲۰ ٪ وڼده لري.  [۱][۲][۳][۴]

هنګري په مرکزي او ختیځه اروپا کې د بهرنۍ مستقیمې پانګونې په جذب کې له مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کېږي: په دې هېواد کې په ۲۰۱۵ کال کې داخل ته بهرنۍ مستقیمه پانګونه ۱۱۹.۸ میلیارد ډالر وه، په داسې حال کې چې هنګري په بهر کې له ۵۰ میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې وه. تر ۲۰۱۵ کال پورې، د هنګري مهم سوداګریز شریکان جرمني، اتریش، رومانیا، سلواکیا، فرانسه، ایټالیا، پولنډ او چک جمهوریت وو. په دې کې د خوراکي توکو پروسس، د درمل تولید، موټر، معلوماتي ټکنالوزي، کیمیاوي توکي، د اوسپنې استخراج او ذوب، ماشینري، بریښنایی اجناس، او ګرځندوی صنعتونو ګډون درلود (چې په ۲۰۱۴ کال کې هنګري د ۱۲.۱ میلیون نړیوالو سیلانیانو ته هرکلی کړی و). هنګري په مرکزي او ختیځه اروپا کې ترټولو لوی بریښنایی تولید کونکی دی. په دې هېواد کې د الکترونیکي اجناسو تولید او څېړنه د نوښت او اقتصادي ودې له اصلي محرکو څخه ګڼل کېږي. هنګري په تېرو ۲۰ کلونو کې د ګرځنده ټیکنالوژۍ، معلوماتي امنیت، او اړوندو هارډویرونو د څېړنې لپاره د یو لوی مرکز په توګه وده کړې ده. په دې اقتصاد کې د استخدام کچه د ۲۰۱۷ کال په جنوري کې ۶۸.۷ سلنه وه، پداسې حال کې چې د استخدام جوړښت په صنعت-پسې د اقتصاد ځانګړتیاوې ښیي. په اټکل ډول د ګومارل شوي کاري ځواک ۶۳.۲ سلنه په خدماتي سکتور کې کار کوي، صنعت ۲۹.۷ سلنه  ونډه لري، پداسې حال کې چې کرهنه ۷.۱ سلنه ونډه لري. د ۲۰۱۷  کال په سپټمبر – نومبر کې د وزګارۍ کچه ۳.۸ سلنه وه، چې د ۲۰۰۸ – ۲۰۰۸ کلونو مالي ناورین پر مهال له ۱۱ سلنې څخه ټیټه وه. هنګري د اروپا مشترک بازار برخه ده چې د ۴۴۸ میلیون څخه ډېر مستهلیکین لري. زیاتره داخلي سوداګریز سیاستونه د اروپایي ټولنې د غړو ترمنځ د هوکړې او د اروپایې ټولنې د قانون پر بنسټ ټاکل کېږي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

لوی هنګري شرکتونه په  BUX  کې ګډون لري، چې د هنګري د اسهامو د بازار شاخص دی او د د بوډاپیسټ د اسهامو د بازار په نوملړ کې دی. د هنګري د تېلو او ګاز ګروپ (MOL Group)، د پس انداز لوی بانک (OTP Bank)، ګېدیو ریشتر کمپني (Gedeon Richter Plc.)، ماګیار تیلیکام (Magyar Telekom)، سېګ پانویا (CIG Pannonia)، د اف اچ بي بانک (FHB Bank)، او زواک یونیکم (Zwack Unicum) په دې بازار کې د نامتو کمپنیو له ډلې دي. همدارنګه، هنګري یو لوی شمېر کوچني او متوسطه خصوصي شرکتونه لري، چې بېلګې یې د موټرو صنعت ډېری اکمال کوونکي او د ټیکنالوژۍ تازه پیل شوي شرکتونه دي. [۱۱]

بوداپست د هنګري مالي او سوداګریزه پلازمینه ده. دا پلازمینه یو ارزښتمند اقتصادي مرکز دی، چې د نړیوالتوب او د نړۍ ښارونو د څېړنې د شبکې له خوا په یوه مطالعه کې د نړۍ د الفا ښار په بڼه ډلبندي شوی او دا په اروپا کې د ښاري اقتصاد له اړخه دوهم ګړندی د پرمختګ په لور ښار دی. په ښار کې د سړي پر سر GDP د تېر کال په پرتله ۲.۴ سلنه او استخدام ۴.۷ سلنه د تېر کال، یعنې ۲۰۱۴ په پرتله زیاتوالی موندلی. په ملي کچه، بوداپست د سوداګرۍ لپاره د هنګري لومړی درجه ښار دی، چې د ملي عاید ۱۹ سلنه جوړوي. په ۲۰۱۵ کال کې دې ښار له ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه ډېر ناخالص ښاري محصول درلود، چې له امله یې دا په اروپایی ټولنه کې لویو سیمه ایز اقتصاد ګڼل کېږي. همدارنګه، بوداپست په نړۍ کې د GDP پر بنسټ د ۱۰۰ غوره فعالو ښارونو څخه دی، چې دا سنجش د PricewaterhouseCoopers له لوري ترسره شوی.  د اقتصاد ځېرکتیا د څانګې له لوري د نړیوالې ښاري سیالۍ په ډلبندی کې، بوډاپیسټ له تل ابیب، لیزبون، مسکو او جوهانسبرګ څخه پورته ځای لري.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

هنګري خپل پولي واحد لري، چې هنګري فورنټ (the Hungarian forint (HUF)) په نوم یادېږي، که څه هم د اقتصاد د عامه پورونو د استثنا په برخه کې د ماستریخت معیارونه پوره کوي. د GDP او عامه پور ترمنځ تناسب په ۲۰۱۹ کال کې ۶۶.۴ سلنه دی، د اروپایي ټولنې د اوسط څخه پام وړ ټیټ دی. د هنګري ملي بانک په ۱۹۲۴ کال کې د اتریش - هنګري سترواکۍ له ړنګېدو کیدو وروسته تاسیس شو. دا بانک اوس په ۳٪ انفلاسیون سره د نرخ په ثبات باندې تمرکز کوي. [۱۸]

د هنګري د اقتصاد تاریخ

[سمول]

د آرپاد دوران

[سمول]

په فیودالیزم (ملوک‌ الطوايفي)‌ زمانه کې اساسي اقتصادي عامل ځمکه وه. نوي اقتصادي او ټولنیز نظام د ځمکې خصوصي ملکیت رامنځ ته کړ. د ژوندانه د سیستم درې بڼي شتون لري: چې شاهي، کلیسا او سیکولر او د خصوصي مالکیت طبقات دی. د آرپاد د شاهي کورنۍ طبقه د قبایلي سیمو څخه وده وکړه.

د سیکولر طبقي د مالکیت سرچینه د قبیلوي ګډو طبقاتو د فتحې تاریخ ته رسېږي، چې په پراخه کچه د ټولنې واک په لاس کې لري او د راتلونکو مشرانو په ډله کې د شخصي مالکیت پر مټ وده کوي.  

خو د دولت له تاسیس څخه شاهي ډالۍ هم د زیاتېدونکو فکتورونو د سیکولر خصوصي مالیکت کرښې ته ننوتله. دې سازمان یو فیودال مالکیت رامنځ ته کړ، چې دوه عناصر یې درلودل: لرغوني مالکیت او هغه ملکیتونه چې د اول سینټ سټیفن لخوا ورکړل شوي وو، او بیا شاهي مرستې. د نسبي کرښې د وارث له لوري د مالکیت ورکړل شوي نامحدود حقونه تقریبا د پاچا صلاحیت و.  په ۱۳۵۱ کال کې د قوانینو په ترتیب کې بدلون راغی، چې په ملکیتونو د اشرافو وړیا تصرف یې لغوه کړ او اشراف یې د خپلو میراثي ځمکو له پلور څخه منع کړل.

د کارپاتیان دریایي حوزه د لویو څارویو څړځایونو په پرتله د کرنې لپاره خورا غوره وه او له همدې امله په پخواني کچه په دوامداره توګه زیاته شوه. په ۱۱ او ۱۲ پېړیو کې طبیعي کرنه او د خاورې دط بدلونکي کرهنیز سیسټمونه را منځ ته شول: یعنې د څارویو څړول، او دوی مرغوبه ځمکې تر هغه کاروله چې وړتیا له لاسه ورکړي. د کرنې لپاره تر ټولو غوره وسایل یوې (قلبه) او غوایه وو.

سرچينې

[سمول]
  1. "World Bank Country Classification". بياځلي په 30 September 2014.
  2. "Hungary". International Monetary Fund. بياځلي په 6 September 2015.
  3. "External trade surplus was EUR 604 million in December". Hungarian Central Statistical Office. 10 March 2016. بياځلي په 10 March 2016.
  4. "GDP – composition, by end use". CIA World Factbook. 2016. خوندي شوی له the original on 12 February 2018. بياځلي په 11 March 2016.
  5. "Hungary". CIA World Factbook. 2016. بياځلي په 11 March 2016.
  6. "Export Partners of Hungary". CIA World Factbook. 2016. خوندي شوی له the original on 12 February 2018. بياځلي په 11 March 2016.
  7. Tourism Highlights 2015 Edition. World Tourism Organization. 10 March 2016. doi:10.18111/9789284416899. ISBN 9789284416899.
  8. "Electronics". HIPA. خوندي شوی له the original on 15 March 2016. بياځلي په 11 March 2016.
  9. "In the period of July–September 2017, the average number of employed people was 4,451 thousand, 60 thousand more than a year earlier. The employment rate of people aged 15–64 increased to 68.7%". KSH. بياځلي په 26 October 2017.
  10. "In the period of September–November 2017, the average number of unemployed people was 178 thousand, 30 thousand fewer than a year earlier, and the unemployment rate decreased by 0.7 percentage point to 3.8%". Hungarian Central Statistical Office. بياځلي په 4 January 2018.
  11. "Top – Hungary". startupRANKING. بياځلي په 10 March 2016.
  12. "BUDAPEST EUROPE'S SECOND FASTEST-DEVELOPING URBAN ECONOMY, STUDY REVEALS – The study examines the development of the world's 300 largest urban economies, ranking them according to the pace of development". Brookings Institution. 2015-01-23. بياځلي په 2016-03-08.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  13. "The World According to GaWC 2010". lboro.ac.uk. 13 April 2010. خوندي شوی له the original on 2016-08-11. بياځلي په 2014-05-12.
  14. Istrate, Emilia. "Global MetroMonitor | Brookings Institution". Brookings.edu. خوندي شوی له the original on 5 June 2013. بياځلي په 2013-06-10.
  15. "Hungary's GDP (IMF, 2016 est.) is $265.037 billion x 39% = $103,36 billion". Portfolio online financial journal. خوندي شوی له the original on 3 March 2016. بياځلي په 2013-06-10.
  16. "Benchmarking global city competitiveness" (PDF). Economist Intelligence Unit. 2012. خوندي شوی له the original (PDF) on 9 July 2014. بياځلي په 12 May 2014.
  17. "ukmediacentre.pwc.com". PricewaterhouseCoopers. خوندي شوی له the original on 31 May 2013. بياځلي په 2014-05-12.
  18. "Monetary Policy". Hungarian National Bank. بياځلي په 10 March 2016.