Jump to content

د هندوستان اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هندوستان اقتصاد د منځني عاید مخ پر وده بازار اقتصاد دی. دا د اسمي «جی ډی پي» له مخې په نړۍ کې پنځم او د پیرودلو ځواک برابرۍ له مخې درېیم تر ټولو لوی اقتصاد دی. د پیسو د نړیوال صندوق له مخې، د سړي سر عاید پر اساس، هندوستان د اسمي جي ډي پی له مخې ۱۴۲ او د جي ډي پي (د پیسو نړیوال صندوق) له مخې ۱۲۸ مقام لري. په ۱۹۵۷ز کال کې د ازادۍ تر لاسه کولو وروسته تر ۱۹۹۱ز کال پورې، پرله پسې حکومتونو د پراخې دولتي مداخلې او اقتصادي مقرراتو سره، محافظه کارې اقتصادي تګلارې ته وده ورکړې وه. د «جوا راج» په بڼه «ډيريجيزم» (هغه نظام چې اقتصاد او ټوولنيزې چارې د دولت په لاس کې وي) د دې ځانګړتيا ښودل شوې. په ۱۹۹۱ز  کال کې د سړې جکړې پای او په تیزۍ سره د تادیاتو توازن راوستل، په هندوستان کې د پراخې اقتصادي ازادۍ د منلو لامل شول. د يو ويشتمې پیړۍ له پیل څخه، د کلنۍ منځنۍ «جي ډي پي» وده له ۶٪ څځه ۷٪ وه، او له ۲۰۱۳ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې، هندوستان د نړۍ تر ټولو لوی چټک وده کونکی اقتصاد و چې چين يې هم تر شا پرېښود. له تاريخي اړخه، د لومړۍ څخه تر نولسمې پیړۍ پورې هندوستان د دوه زره کلونو لپاره د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د هندوستان د اقتصاد د اوږدمهاله ودې لرلید، د ځوان نفوس او اړونده ټیټ انحصار تناسب، د روغتيايي توکو سپما او پانګونې اندازې، په هندوستان کې د نړیوالتوب زیاتوالي او له نړیوال اقتصاد سره د يوځای کېدو له امله مثبت پاتې شو. په ۲۰۱۷ز کال کې اقتصاد سست شو چې لامل یې په ۲۰۱۶ز کال کې د "پيسو د بندېدو" ضربې او په ۲۰۱۷ز کې د توکو او خدماتو د مالياتو معرفي کول و. د هندوستان د «جي ډي پي» نږدې ۷۰٪ د کورني شخصي لګښت له خوا پر مخ وړل کیږي. دا هیواد د نړۍ شپږم لوی لګښت کوونکی بازار دی. پر شخصي لګښت سربېره، د هندوستان «جي ډي پي» د دولت د لګښتونو، پانګونې، او صادراتو له لارې تمویلیږي. په ۲۰۲۰ز کال کې، وبا په تجارت اغیزه کړې وه او هندوستان د نړۍ څوارلسم لوی واردونکی او دولسم لوی صادرونکی هېواد و. د ۱۹۹۵ز کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې هندوستان د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړی دی. دا د سوداګرۍ د اسانتیا په شاخص (لړیال) کې دري شپېتم او د نړیوالې سیالۍ راپور کې اته شپېتم  ځای لري. د روپۍ/ډالرو د نرخونو د سختو بدلونونو له امله، د هندوستان اسمي «جي ډي پي» هم د پام وړ بدلون مومي. د پنځوس کروړه (۵۰۰ میلیون) کارګرو سره، د هند کاري ځواک د نړۍ دويم تر ټولو لوی کاري ځواک دی. هندوستان په نړۍ کې یو له زياتو ميلیاردرانو لرونکو هېوادونو څخه دی او د عاید نابرابري پکې زیاته ده. د ځینو معافيتونو له امله، په سختۍ سره ۲٪ هندیان د عاید ماليه ادا کوي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ۲۰۰۸ز کال د نړیوال اقتصادي بحران په اوږدو کې، اقتصاد د يو څه سستوالي سره مخ شو. هندوستان تحريکونکي اقدامات (دواړه مالي او پولي) ترسره کړل، څو په وده کې چټکي راولي او تقاضا (غوښتنه) پیدا کړي. په ورپسې کلونو کې، اقتصادي وده بیرته ژوندۍ شوه. د نړیوال بانک له مخې، د دوامدار اقتصادي پرمختګ تر لاسه کولو په موخه، هندوستان باید د عامه سکتورونو په بیارغونه، زیربنا، کرنېزه او کلیوالي پراختیا، د ځمکې او کار د مقرراتو لرې کولو، مالي شراکت، خصوصي پانګونې او صادراتو هڅونې، زده کړې او پر عامې عامه روغتیا تمرکز وکړي. [۲۷][۲۸]

په ۲۰۲۰ز کال کې، د هندوستان لس تر ټولو لوی سوداګریز شریکان، متحده ایالات، چین، متحده عرب امارات، سعودی عربستان، سویټزرلینډ، المان، هانګ کانګ، اندونیزیا، جنوبي کوریا او مالیزیا وو. په ۲۰۱۹-۲۰ کلونو کې، په هندوستان کې بهرنۍ نېغ په نېغه پانګونه ۷۴.۴ ميلیارده امريکايي ډالره وه. د بهرنۍ مستقیمې پانګونې لپاره مخکښ سکتورونه د خدماتو سکتور، د کمپیوټر صنعت او د مخابراتو صنعت وو. هندوستان له څو هېوادونو سره د وړیا سوداګرۍ تړون لري چې اسیان، سافټا، میرکوسور، جنوبي کوریا، جاپان او ځینی نور، کوم چې د خبرو اترو د مرحلې تر اغیزې لاندې دي، پکې شامل دي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د چوپړتیاوو برخه د «جي ډي پي» ۵۰٪ جوړوي چې تر ټولو چټک وده کوونکی سکتور دی، په داسې حال کې چې صنعتي او کرنيزه برخه د کار ځواک اکثریت په کار ګومارلې. د بمبۍ د ونډو بازر او د د ونډو ملي بازار، د بازار د پانګونې له لارې د نړۍ د ونډو له يو شمېر سترو بازارونو څخه دي. هندوستان د نړۍ شپږم تر ټولو لويو تولیدونکی هېواد دی چې د نړیوال تولید محصول ۲.۶ ٪ وړاندې کوي. د هندوستان نږدې ۶۶٪ وګړي په کلیو کې مېشت دي چې د دې هېواد د جي ډي پي کې شاوخوا ۵۰٪ ونډه لري. د ۶۰۱.۰۵۷ ميلیارده امريکايي ډالرو په ارزښت دا په نړۍ کې  تر ټولو لوی څلورم د بهرنیو اسعارو زیرمې لري. هند د ۸۶٪ جي ډي پی سره تر ټولو زيات دولتي پور لري، په داسې حال کې چې مالي کسر یې د جي ډي پي په ۶.۷٪ کې ولاړ دی. د هند دولتي بانکونه د ناوړه پورونو د ډیرښت سره مخامخ دي، چې پایله یې د ودې ټیټوالی دی. په ورته وخت کې، د غېر بانکي مالي شرکت برخه يې د نقدو بيسو د نه شتون له بحران سره مخ ده. هندوستان د منځنۍ کچې بې روزګارۍ، د عایداتي نابرابرۍ زیاتوالي او په مجموعي تقاضا کې کمښت سره مخ دی. د دې هېواد د ناخالص کورنۍ سپما کچه په ۲۰۱۹ز کال کې د جی ډي پی په ۳۰.۱٪ کې ولاړه وه. په وروستیو وختونو کې خپلواکو اقتصاد پوهانو او مالي بنسټونو دولت د مختلفو اقتصادي ارقامو او په خاصه توګه د جي ډي پي په وده کې په لاسوهنو تورن کړی. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

هندوستان  د نړۍ تر ټولو لوی د عامو درملو تولیدونکی دی او د دې هېواد د درمل جوړولو برخه د واکسیونو لپاره د نړیوالې تقاضا ۵۰٪ پوره کوي. د هند د معلوماتي ټیکنالوژۍ صنعت د ۱۶۹ ميلیارد ډالرو عاید او له ۴.۴۷ میلیون څخه زیاتو خلکو په کار اچولو سره د معلوماتي ټیکنالوژۍ د خدماتو یو لوی صادرونکی دی. د هندوستان کیمیاوي صنعت خورا متنوع دی او ۱۷۸ میلیارده ډالر اټکل شوی دی. د ګرځندويۍ صنعت د هند د جي ډي پي شاوخوا ۹.۲٪ سره مرسته کوي او ۴.۲ کروړه (۴۲ میلیون) خلک يې په کار اچولي دی. په خوړو او کرنیز تولید کې هند په نړۍ کې دويم مقام لري، په داسې حال کې چې کرنیز صادرات يې ۳۵.۰۹ میلیارده ډالر و. د ساختماني او املاکو سکتور د قتصاد په ټولو سکتورونو کې د مستقیم، غیر مستقیم او هڅونې اغیزو له مخې د څوارلسو لويو سکتورونو څخه درېیم ځای لري. د هندوستان د ټوکر صنعت ۱۰۰ میلیارده ډالر اټکل شوی دی او د هند د جي ډي پي ۲.۳٪ او د صنعتي تولید ۱۳٪ جوړوي، په داسې حال کې چې د ۴.۵ کروړه (۴۵ میلیون) څخه زیات خلک په مستقیمه توګه په کار ګوماري. د هندوستان مخابراتي صنعت د ګرځنده موبایل، زیرک موبایل، او د انټرنیټ استعمالونکو د شمیر له مخې د نړۍ دويم تر ټولو لوی صنعت دی. دا د نړۍ څلور وېشتمن تر ټولو لوی د تیلو تولیدونکی او تر ټولو لوی درېیم تیل مصرفونکی هېواد دی. د هندوستان د موټرو صنعت د تولید له مخې د نړۍ تر ټولو لوی پنځم هیواد دی. هندوستان د ۱.۱۷ تریلیون امريکايي ډالرو په ارزښت پرچون بازار لري، کوم چې د هند د جي ډي پي ۱۰٪ څخه زیات جوړوي. دا همدارنګه د نړۍ تر ټولو چټک وده کوونکی د برېښنايي سوداګرۍ بازار لري. هندوستان په څلورم درجه د نړۍ تر ټولو لويې طبیعي زیرمې لري چې د کان کیندنې سکتور یې د هیواد د صنعتي جي ډي پي ۱۱٪ او د ټولې جي ډي پي ۲.۵٪ جوړوي. همدرانګه د نړۍ تر ټولو لوی دویم د سکرو تولیدونکی، تر ټولو لوی دویم د سیمینټ تولیدونکی، تر ټولو لوی دویم د فولاد تولیدونکی او تر ټولو لوی درېیم د برق تولیدونکی هېواد دی. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

تاریخ

[سمول]

د ۱ عیسوي کال څخه نږدې ۱۷۰۰ کلونو دوامدراه مودې لپاره، هندوستان د نړۍ تر ټولو لوړ اقتصاد درلود، چې د نړۍ د جی ډي پي ۳۵ څخه ۴۰٪ پورې برخه د دې هېواد وه. د ساتنپال، د وارداتو بدیل، «فابیان» سوسیالیزم او له ټولنيزې ديموکراتيکې څخه الهام اخستو تګللارو يو ځای، د برتانیې له واکمنۍ وروسته، هندوستان د یو څه وخت لپاره اداره کړ. اقتصاد له هغې وروسته د «ډیریګیزم» په توګه مشخص کیده چې پراخه مقررات، محافظت، د لوی انحصار دولتي ملکیت، پراخ فساد او ورو وده یې درلوده. د ۱۹۹۱ز کال راهیسې، دوامدارې اقتصادي ازادۍ، دا هیواد د بازار پر بنسټ اقتصاد ته بدل کړ. په ۲۰۰۸ز کال کې، هندوستان د نړۍ د چټک وده کوونکي اقتصاد لرونکي هیواد په توګه خپل ځان جوړ کړ. [۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶]

سرچينې

[سمول]
  1. * "Indian Economic policy: View: India needn't worry about the 'middle-income trap'". The Economic Times.
  2. "World Economic Outlook Database, April 2022". IMF.org. International Monetary Fund. April 2022. بياځلي په 3 June 2022.
  3. Chandrasekhar, C. P. (2012), Kyung-Sup, Chang; Fine, Ben; Weiss, Linda (eds.), "From Dirigisme to Neoliberalism: Aspects of the Political Economy of the Transition in India" (PDF), Developmental Politics in Transition: The Neoliberal Era and Beyond, International Political Economy Series (in انګليسي), London: Palgrave Macmillan UK, pp. 140–165, doi:10.1057/9781137028303_8, ISBN 978-1-137-02830-3, بياځلي په 4 September 2020
  4. Mazumdar, Surajit (2012). "Industrialization, Dirigisme and Capitalists: Indian Big Business from Independence to Liberalization". mpra.ub.uni-muenchen.de (in انګليسي). بياځلي په 4 September 2020.
  5. "Economic survey of India 2007: Policy Brief" (PDF). OECD. خوندي شوی له the original (PDF) on 6 June 2011. بياځلي په 21 June 2009.
  6. Edward A. Gargan (15 August 1992). "India Stumbles in Rush to a Free Market Economy". The New York Times. بياځلي په 17 January 2011.
  7. "World Economic Outlook Database, April 2022". IMF.org. International Monetary Fund. April 2022. بياځلي په 3 June 2022.
  8. "India loses place as world's fastest-growing economy". BBC News. 31 May 2019. بياځلي په 7 September 2019.
  9. Maddison, Angus (2007). Contours of the World Economy 1–2030 AD: Essays in Macro-Economic History. Oxford University Press. p. 379. ISBN 978-0-191-64758-1.
  10. Maddison, Angus (2003): Development Centre Studies The World Economy Historical Statistics: Historical Statistics, OECD Publishing, ISBN 9264104143, page 261
  11. Paul Bairoch (1995). Economics and World History: Myths and Paradoxes. University of Chicago Press. p. 95. ISBN 978-0-226-03463-8.
  12. "The World Factbook — Central Intelligence Agency". CIA.gov. بياځلي په 2 November 2017.
  13. Nagaraj, R (20 January 2020). "Understanding India's Economic Slowdown". The India Forum (in انګليسي). بياځلي په 11 May 2022.
  14. "Final consumption expenditure (% of GDP) - India". World Bank. بياځلي په 11 March 2022.
  15. "Household final consumption expenditure (current US$) | Data" (in American English). World Bank. بياځلي په 7 April 2018.
  16. "Is your debt dragging the economy down?". The Times of India. بياځلي په 11 September 2019.
  17. "World Trade Statistical Review 2021" (PDF). World Trade Organization. p. 100. بياځلي په 11 March 2022.
  18. "India – Member information". WTO.
  19. "The Global Competitiveness Report 2018". بياځلي په 17 October 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  20. Debroy, Bibek (6 July 2019). "Opinion - We can strike the GDP target, provided economy does well, rupee appreciates". livemint.com. Mint.
  21. "Wealth of India's richest 1% more than 4-times of total for 70% poorest: Oxfam". The Economic Times. بياځلي په 20 January 2020.
  22. Rowlatt, Justin (2 May 2016). "Indian inequality still hidden". BBC.
  23. "Why Do So Few People Pay Income Tax In India?". NPR. بياځلي په 22 March 2017.
  24. "Has Modinomics Turned the Corner and Formalised 80% of Indian Economy?". 30 October 2021.
  25. World bank.
  26. Central Intelligence Agency.
  27. "Govt announces stimulus package, including tax cuts". Live Mint. بياځلي په 7 December 2008.
  28. "India Country Overview". World Bank. بياځلي په 20 January 2019.
  29. "Total Trade". commerce.gov.in/. Department of Commerce. 2019–2020. بياځلي په 27 December 2020.
  30. "FDI Statistics" (PDF). Department for Promotion of Industry and Internal Trade, MoCI, GoI (PDF). بياځلي په 31 May 2020.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  31. "By Country/Economy – Free Trade Agreements". aric.adb.org. بياځلي په 30 August 2019.
  32. "ASIA REGIONAL INTEGRATION CENTER". ASIA REGIONAL INTEGRATION CENTER. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 August 2019. بياځلي په 29 August 2019.
  33. "India has second fastest growing services sector". The Hindu.
  34. "Monthly Reports – World Federation of Exchanges". WFE.
  35. "Manufacturing, value added (current US$) | Data" (in American English). World Bank. بياځلي په 11 November 2018.
  36. "Rural Population (% of Total Population)". World Bank. 1 May 2016. بياځلي په 14 July 2020.
  37. "India: An agricultural powerhouse of the world". Business Standard India. 1 May 2016. بياځلي په 8 January 2019.
  38. India, Press Trust of (31 May 2022). "Fiscal deficit for FY22 at 6.7% of GDP lower than earlier estimate". Business Standard India.
  39. "The World Factbook — Central Intelligence Agency". CIA.gov. بياځلي په 2 November 2017.
  40. "All you need to know about current liquidity crisis at India's NBFCs". The Financial Express (in American English). 2 November 2018. بياځلي په 2 November 2018.
  41. "Unemployment Rate in India". Centre for Monitoring Indian Economy. بياځلي په 1 October 2019.
  42. "Digging Deeper, Is India's economy losing its way?". moneycontrol.com (in American English). بياځلي په 9 November 2019.
  43. "Reserve Bank of India - Publications". Reserve Bank of India. بياځلي په 8 July 2022.
  44. Kumar, Manoj (9 May 2019). "India's incredulous data: Economists create own benchmarks". Reuters. بياځلي په 9 May 2019.
  45. Sharma, Mihir S. (13 June 2019). "GDP data under cloud: Govt should know that this is a crisis of credibility". Business Standard. بياځلي په 13 June 2019.
  46. "Indian Pharmaceutical Industry". ibef.org. بياځلي په 22 June 2019.
  47. "indian iT and BPM Industry Analysis Presentation Industry Report". بياځلي په 17 June 2022.
  48. "2019 ANNUAL RESEARCH: KEY HIGHLIGHTS" (PDF). WTTC. خوندي شوی له the original (PDF) on 2019-12-30. بياځلي په 15 March 2019.
  49. "Chemicals Industry and Exports". ibef.org. بياځلي په 22 June 2020.
  50. "India: An agricultural powerhouse of the world". Business Standard India. 1 May 2016. بياځلي په 8 January 2019.
  51. "Agriculture in India: Information About Indian Agriculture & Its Importance". ibef.org. بياځلي په 22 June 2019.
  52. "Indian Real Estate Industry". ibef.org. بياځلي په 22 June 2019.
  53. "Textile Industry & Market Growth in India". ibef.org. بياځلي په 22 June 2019.
  54. "Production of Crude Oil including Lease Condensate 2019" (CVS download). U.S. Energy Information Administration. بياځلي په 31 March 2019.
  55. 2018 Production Statistics, Organisation Internationale des Constructeurs d'Automobiles
  56. "Automobile Industry in India, Indian Automobile Industry, Sector, Trends, Statistics". www.ibef.org.
  57. "Retail industry in India". ibef.org. بياځلي په 22 June 2019.
  58. Anthony, Craig (12 September 2016). "10 Countries With The Most Natural Resources". Investopedia.
  59. "BP Statistical Review of World Energy June 2019" (PDF).
  60. "World Crude Steel Production" (PDF). WorldSteel. 2 January 2019 (PDF). بياځلي په 1 February 2019.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  61. "2000 years economic history one chart". بياځلي په 29 August 2017.
  62. Chandrasekhar, C. P. (2012), Kyung-Sup, Chang; Fine, Ben; Weiss, Linda (eds.), "From Dirigisme to Neoliberalism: Aspects of the Political Economy of the Transition in India" (PDF), Developmental Politics in Transition: The Neoliberal Era and Beyond, International Political Economy Series (in انګليسي), London: Palgrave Macmillan UK, pp. 140–165, doi:10.1057/9781137028303_8, ISBN 978-1-137-02830-3, بياځلي په 4 September 2020
  63. Mazumdar, Surajit (2012). "Industrialization, Dirigisme and Capitalists: Indian Big Business from Independence to Liberalization". mpra.ub.uni-muenchen.de (in انګليسي). بياځلي په 4 September 2020.
  64. "Economic survey of India 2007: Policy Brief" (PDF). OECD. خوندي شوی له the original (PDF) on 6 June 2011. بياځلي په 21 June 2009.
  65. Edward A. Gargan (15 August 1992). "India Stumbles in Rush to a Free Market Economy". The New York Times. بياځلي په 17 January 2011.
  66. "India's Rising Growth Potential" (PDF). Goldman Sachs. 2007. خوندي شوی له the original (PDF) on 24 July 2011. بياځلي په 21 June 2009.