د هرات سقوط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هرات سقوط یوه نښته او ورپسې د طالب جنګیالیانو له‌خوا د هرات ولکه کول وو. پر دې ښار برید د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۸مه پیل او د هم‌هغه کال د اګست په ۱۳مه د طالبانو له بریا سره پای ته ورسېده. څو لرې ولسوالۍ له جون څخه د جولای تر نیمايي پورې د طالبانو لاس ته ورغلې او د جولای تر ۱۰مې پورې يواځې ښار او دوه ولسوالۍ د دولت په لاس کې پاتې شوې. د هرات ولایت سرحدي کرښې د جولای په ۹مه د طالبانو لاس ته ورغلې چې په ښار کې د توکو د بیو د لوړوالي لامل شو. د جګړې قومندان او د یاد ولایت پخواني والي اسمعیل خان له ښار څخه د دفاع لپاره د افغانستان د ملي امنیت له ځواکونو سره د ولایت په کچه د عمومي پاڅون د يو پوځ مشري پر غاړه لرله.

د جولای د وروستیو په شاوخوا کې په ښار کې د جګړې تر پیل وروسته طالبانو د جولای په ۳۰مه یو مهم برید پیل کړ او د هرات نړیوال هوايي ډګر يې رخصت کړ او په لنډمهال ډول يې هوايي ډکر ته تللي سړکونه په واک کې واخیستل. څو ورځې وروسته ځینې هراتیانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د «الله اکبر» نارې پيل کړې. طالب یاغیانو د اګست په ۱۲مه پر دې ښار بل مهم برید ترسره کړ او ښار يې تر دوه اونیزې شپنۍ محاصرې وروسته ولکه کړ. د ښار سقوط اسمعیل خان او نورو لوړپوړي دولتي چارواکي د ولایتي هوايي ډګر او له ښار څخه د پوځي کنډک پر لور په شا تګ ته اړ کړل. بله ورځ اسمعیل خان، د نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو لکه د کورنیو چارو د وزارت مرستیال، د پوځ یو قومندان او د اطلاعاتو د یو مدیر په ګډون زرګونه دولتي پوځیان طالبانو ته تسلیم شول. [۱]

مخینه/ پسمنظر[سمول]

له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځيانو د وتلو له ډېرېدلو سره طالبانو پر افغانستان خپل بریدونه زیات کړي وو او لږ تر لږه ۵۰ ولسوالۍ يې د ۲۰۲۱ کال په مې او جون میاشت کې ولکه کړې. داسې ښکاري چې طالبانو د ولایتونو د مرکزونو شاوخوا ولسوالۍ نیولې او بهرنیو ځواکونو له وتلو سره يې د مرکزونو نیولو ته تیاری نیوه. د ۲۰۲۱ کال د جون په پای کې ایټالیوي پوځیان په هرات کې له یوې اډې څخه خارج شول او ظاهراً يې پوځي تجهیزات له‌منځه یوړل او د افغانستان ملي پوځ ته يې پرېنښودل. هغه مهال د هرات د نړیوال هوايي ډګر کنترول هم افغان پوځیانو ته وسپارل شو. وروستي ايټالیوي سرتېري د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۹مه ايټالیا ته راستانه شول.  [۱][۲][۳]

په هرات ولایت کې د ولسواليو سقوط[سمول]

د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې سیګار/SIGAR (د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی پلټونکی) له شینډنډ ولسوالۍ پرته د هرات ټولې ولسوالۍ د دولت تر نفوذ یا کنترول لاندې (د دولت د کنترول تر منځ او تر مناقشه لاندې) بللې وې. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۱مه ادعا وکړه چې د ښار په سویل کې يې د فارسي ولسوالۍ نیولې ده. ۶ ورځې وروسته د اوبه ولسوالۍ چې مستقیماً د فارسي ولسوالۍ په شمال کې موقعیت لري سقوط وکړ. د جولای په ۶مه له ایران سره پر پوله د هرات په ختيځ کې د غوریان ولسوالۍ سقوط وکړ او ورسره د هرات په لویديځ کې چیشتي شریف ولسوالي هم د طالبانو په واک کې وه. [۴][۵][۶][۷]

طالبانو د جولای په ۹مه د هرات ۸ ولسوالۍ او د اسلام قلعې او تورغنډۍ دوه مهم سرحدي ښارګوټي په ۲۴ ساعتونو کې ولکه کړل. اسلام قلعه د هرات په ۱۲۰ مترۍ (۷۵ مایلۍ) کې موقعیت لري او له ایران سره او د ایران سره د پولې اصلي بندر دی چې افغانستان ته په کلني ډول ۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید لري. پوځيان د خپل خوندیتوب لپاره ایران ته وتښتېدل. تورغنډۍ له ترکمنستان سره پر پوله له دوو بندرونو څخه یو دی. کروخ، کوهسان، ګلران، کوشکې کهنه، کوشک، شینډنډ، ادرسکن او پښتون زرغون ۸ نیول شوې ولسوالۍ وې. د راپورونو له مخې ۵ ولسوالۍ له نښتې پرته سقوط شوې. د هرات په ۴۳ کیلو مترۍ کې د زنده جان ولسوالي تر برید یوه ورځ مخکې د طالبانو لاس ته ورغله. بریدونو او د ولسواليو نیولو یواځې د دوو ولسوالیو انجیل او ګذره او خپله د هرات ښار د دولت واک ته پرېښول. د کرخ ولسوالي د جولای په ۲۳مه بېرته ونیول شوه خو یوازې د یوې اونۍ لپاره وساتل شوه. دولت هرات او ګڼو نورو ولایتونو ته پر تګ راتګ بندیز ولګاوه. د کرخ ولسوالي د جولای په ۳۰مه بېرته ونیول شوه. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

اسمعیل خان[سمول]

د جولای په ۹مه په یوه ورځ کې د دغې ولایت د ۸ ولسوالیو د نیول کېدلو په بهیر کې طالبانو ښار ته نږدې پرمختګ وکړ. په هم‌هغه ورځ پخواني جنګي قومندان او د اسلامي جمعیت مخکښ غړي اسمعیل خان خپل پلویان د امنیت د تامین او له هرات څخه د دفاع او د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره راوبلل. هغوی خپل فعالیتونه له امنیتي ځواکونو سره همغږي کړل او د جولای تر ۱۳مې ځای پر ځای شول. د هغه په قومانده پوځیانو په لنډ مهال ډول د طالبانو په‌واسطه د ښارونو له ولکه کولو څخه مخنیوی وکړ او د هغوی د مخته تګ مخه يې ډب کړه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

جګړه[سمول]

په ښار کې نښته شاوخوا د جولای په ۲۸مه پيل شوه. یوه ورځ وروسته د مخکینۍ ورځې جګړه مالان پل ته ورسېده، چې د ښار په سویل کې شاوخوا په ۱۲ کیلومترۍ (۷.۵ مایلي) کې د هري له سیند څخه تېريږي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

جګړه د جولای په ۳۰مه شدیده شوه. د کندهار – هرات لویه لار چې هوایي دګر ته رسېده تر شدید برید لاندې راغله. په هرات کې د ملګرو ملتونو دفتر هم د نارنجکو او مرمیو له برید سره مخ شو چې په پایله کې یو ساتونکی ووژل شو او څو نور کسان ټپیان شول. یو طالب ویاند د یوې بیانیې له خپرولو سره وويل چې دا دفتر د مقابلو ډزو په ترڅ کې نیول شوی. د ۲۰۷ پوځي کنډک قومندان په دې ورځ وینول شو او ووژل شو. د جګړې له امله د هرات په نړیوال هوايي ډګر کې چې د ښار په ۱۰.۵ کیلومترۍ (۶.۵ مایل) کې سویل لور ته پروت دی ټولې الوتنې لغوه شوې. دولتي ځواکونو د بلې ورځې تر ماسپښین پورې وکولی شوی چې هوايي ډګر ته تللی سړک بېرته ترلاسه کړي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

طالبانو تر دوه ورځې جګړې وروسته د جولای په ۳۰مه د مالان پل ولکه کړ. په بله ورځ د پژواک خبري اژانس خبریالان د لنډې مودې لپاره ونیول شول خو ډېر زر بېرته خوشي شول. د اګست په دویمه د طالبانو او دولت د همغږو پوځیان تر منځ نښتې حداقل د ښار د مرکز په ۲ کیلومترۍ پورې تر ډېره په ۲، ۳، ۷ او ۱۴ مو ناحیو کې رامنځته شوې. هراتیانو لا هم په سړکونو د دولت د متحدو پوځیانو د ملاتړ لپاره د «الله اکبر» («الله لوی دی») نارې وهلې. دوه ورځې وروسته په اګست کې ۲، ۳، ۱۰ او ۱۱مې ناحیې د طالبانو له برید سره مخ شوې. د لسمې ناحیې د پولیسو مشر په دې برید کې ووژل شو. طالبان په بریالیتوب سره له ښار څخه په شا شول.  [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

تسلیمېدل[سمول]

د اګست په څلورمه پر هرات له څلورو خواوو برید وشو. والي عبدالصبور قانع وویل چې طالبان د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول. په هم‌هغه ورځ د ماښام پر مهال طالب جنګیالیو دفاعي کرښې ماتې کړې او ښار ته دننه شول او کنترول يې ترلاسه کړ. خلکو منډې وهلې او په چېغو يې ویل چې هلته طالبان دي. عیني شاهدانو ویلي ټول ښار چوپتیا اخیستی و او کله کله له ځینو دولتي ودانیو څخه د ډزو غږونه اورېدل کېدل. چارواکو او پاتې دولتي سرتېرو په یوه پوځي اډه کې په شاتګ وکړ او د بلې ورځې په سهار همالته تسلیم شول. د افغانستان د سولې عالي شورا د ستر سلاکار خالد پشتون په وینا په هرات کې د دولتي پوځيانو تسلیمېدل د هرات د سقوط لامل شول. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Robertson, Nic (24 June 2021). "Afghanistan is disintegrating fast as Biden's troop withdrawal continues". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Moulson, Geir; Gannon, Kathy (30 June 2021). "Most European troops exit Afghanistan quietly after 20 years". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Salehi, Naseer Ahmad (30 June 2021). "Italian Forces Hand Over Military Camp in Herat to ANDSF". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Appendices and Endnotes of Jan. 30 2019 Quarterly Report" (PDF). SIGAR. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ansar, Massoud (11 June 2021). "MPs Seek Deployment of Reinforcements to Frontlines in North". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Amiry, Sharif (17 June 2021). "Past 24 Hours Sees Fighting in 200 Areas in Afghanistan". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Nikzad, Khaled (6 July 2021). "Afghan Govt Vows to Retake Districts from Taliban". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Salehi, Naseer Ahmad (9 July 2021). "Ismail Khan Mobilizes Hundreds in Herat to Crush Taliban". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sarfarazi, Hamed; Faiez, Rahim (8 July 2021). "Reports: Taliban seize key Afghan border crossing with Iran". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 9 July 2021 باندې). Taliban capture key Afghanistan border crossings. BBC News.
  11. Salehi, Naseer Ahmad (9 July 2021). "Ismail Khan Mobilizes Hundreds in Herat to Crush Taliban". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Nikzad, Khaled (23 July 2021). "ANDSF Retakes Herat's Karokh District Amid Fresh Spate of Battles". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghanistan imposes night curfew to curb Taliban advance". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). 24 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Roggio, Bill (30 July 2021). "Taliban advances on Herat City". Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Salehi, Naseer Ahmad (9 July 2021). "Ismail Khan Mobilizes Hundreds in Herat to Crush Taliban". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Salehi, Nasir Ahmad (13 July 2021). "Forces Led by Ex-Jihadi Positioned in Herat to Fight Taliban". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Latifi, Ali M. (23 July 2021). "In Herat, ex-Mujahideen commander leads efforts to resist Taliban". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rahimi, Zahra (19 August 2021). "Afghan Citizens Blast Politicians For Not Defending Country". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Taliban captures Afghan commander Ismail Khan after fall of Herat". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). 13 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Shaheed, Anisa (4 August 2021). "Afghans Rally Behind Troops With Cries of 'Allahu Akbar'". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Latifi, Ali M. (31 July 2021). "Afghanistan's Herat under pressure amid ongoing Taliban assault". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Salehi, Naseer Ahmad (30 July 2021). "Flights Canceled at Herat Airport as Clashes Enter 2nd Day". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Dupree, Nancy Hatch (1979). Historical guide to Afghanistan / by Nancy Hatch Dupree (PDF). Kabul: University of Arizona Libraries. د کتاب پاڼې 257. doi:10.2458/azu_acku_ds351_d87_1977. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "UN Office Attacked in Herat; One Killed". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). 30 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "UN compound attacked as battle for Afghanistan's Herat rages". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). 30 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "UN office in west Afghanistan comes under fire; guard killed". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). 30 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Salehi, Naser Ahmad (31 July 2021). "Taliban Gets Closer to Herat City as Clashes Intensify". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Latifi, Ali M. "Afghanistan's Herat under pressure amid ongoing Taliban assault". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Salehi, Naseer Ahmad (30 July 2021). "Flights Canceled at Herat Airport as Clashes Enter 2nd Day". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Salehi, Naser Ahmad (31 July 2021). "Taliban Gets Closer to Herat City as Clashes Intensify". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Salehi, Naseer Ahmad (2 August 2021). "Clashes Ongoing in Herat City for 6th Day". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Salehi, Nasir Ahmad (1 August 2021). "Clashes Intensify in Herat as Reinforcements Arrive". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 3 August 2021 باندې). Afghanistan: Street fighting rages as Taliban attack key city. BBC News.
  34. Latifi, Ali M. (23 July 2021). "Afghans chant 'Allahu Akbar' in defiant protests against Taliban". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Salehi, Nasir Ahmad (5 August 2021). "Taliban Attacks on Herat City Pushed Back: Officials". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Akhgar, Tameem (4 August 2021). "Airstrikes pummel Taliban positions in southern Afghanistan". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Taliban Attacks in Herat and Badghis Pushed Back: Officials". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). 12 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Karam, Zeina; Seir, Ahmad (13 August 2021). "Afghan women fear return to 'dark days' amid Taliban sweep". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Akhgar, Tameem; Faiez, Rahim; Gambrell, Jon (12 August 2021). "Taliban take Kandahar, Herat in major Afghanistan offensive". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 13 August 2021 باندې). An Afghan warlord who steadfastly resisted the Taliban surrendered. Others may follow his lead.. The New York Times.
  41. Joly, Josephine (13 August 2021). "Taliban capture fourth-largest city, closing in on the capital Kabul". euronews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Newshour - Taliban capture four more provincial capitals - BBC Sounds". www.bbc.co.uk (په انګلیسي ژبه کي). 12 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)