د نیوزیلینډ او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ۲۰۱۱ز کال له اګسټ نه د نیوزیلینډ او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې «د څو لسیزو په اوږدو کې ډېرې غوره وې»، چې نیوزیلینډ د متحده ایالاتو اصلي غیر ناټو متحد بلل شوی دي او دواړه هېوادونه د ګډ نسب او تاریخ درلودونکي (دواړه د برتانیا استعمار وو) هم دي. دغه راز دواړه هېوادونه په بېلابېلو جګړو کې د لوېدیځ هېوادونو د اتحاد برخه هم پاتې شوي او د دریو نورو انګلیسي ژبو هیوادونو سره یوځای، دوی د Five Eyes جاسوسي او استخباراتي ایتلاف غړي هم دي.[۱][۲]

منځنی ختیځ (۱۹۸۲ – اوس مهال)[سمول]

نیوزیلینډ په منځني ختیځ کې له امریکا او بریټانیا سره په ډېرو پوځي فعالیتونو کې مرسته کړې ده، خو د نیوزیلینډ پوځیان یوازې په افغانستان کې جنګېدلي دي. داسې حال کې چې په نورو هیوادونو کې د نیوزیلینډ مرسته د ملاتړ او انجینرۍ په توګه شوی دی. دغه راز د ایران او عراق د جګړې په لړ کې د نیوزیلینډ دوه کښتۍ د بریټانیا شاهي سمندري ځواکونو سره یوځای شوې ترڅو په فارس خلیج کې د سوداګریزو کښتیو څارنه وکړي او په ۱۹۹۱ز کال کې نیوزیلینډ د فارس خلیج په جګړه کې له ایتلافي ځواکونو سره د مرستې لپاره درې ترانسپورتي الوتکې او یو طبي ټیم مرسته وکړه.

په وروستیو لسیزو کې په منځني ختیځ کې د نیوزیلینډ تر ټولو ستړه پوځي مداخله په افغانستان کې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ پر دغه هېواد د امريکا له يرغل وروسته شوې، چې افغانستان ته د نیوزیلینډ د ځانګړو هوایی خدماتو (NZSAS) یوه ډله واستول شوه او د ۲۰۰۲ز کال په مارچ کې یې د شاه کوټ دره او د زرما سویل ختیځ کې د ارما غرونو کې له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ پورې د طالبانو او د القاعدې شبکې غړو په وړاندې د اناکونډا عملیاتو کې برخه واخیسته. دغه راز نیوزیلینډ دوه ټرانسپورټي الوتکې او د ولایتي بیارغونې یو ۱۲۲ کسیزه ډله هم واستوله چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په بامیان ولایت کې ځای پر ځای شوی دي.[۳]

افغانستان (۲۰۰۱ز کال نه تر اوس مهال پورې)[سمول]

د ۲۰۰۱ز کال په وروستیو کې د نیوزیلینډ ځانګړي هوایی خدمت (NZSAS) یوه ډله په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې جګړه کې د مرستې لپاره عملیات پیل کړل، چې د یادې ډلې له ۴۰ نه تر ۶۵ سرتیرو پورې په درې پراونو کې د ۶ میاشتو لپاره په افغانستان کې د دوامدار ازادۍ عملیاتو په لړ کې دنده ترسره کوله، مخکې له دې چې دا ډله د ۲۰۰۵ز کال په نومبر کې له افغانستان نه ووځي. [۴]  

دې ډلې د مسلکیتوب، ټینګښت، زړورتیا، تاکتیکي وړتیا او عملیاتي وړتیا معیارونه رامنځته کړل په داسې حال کې چې د قول اردو غوره مورال ښودنه کوله او په لوړه کچه جنګي چمتووالۍ درلود. د ۲۰۰۹ز کال په اګسټ کې د جان کیلي حکومت پریکړه وکړه چې د NZSAS سرتیري بېرته افغانستان ته ولېږل شي، خو د ۲۰۱۳ ز کال اپریل میاشت کې د نیوزیلینډ وروستي پاتې شوي سرتیري هم له افغانستان نه ووتل او په ۲۰۱۳ز کال کې د ولایتي بیارغونې ټیم (نیوزیلینډ) له افغانستان نه ووتل، خو تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د نیوزیلینډ د دفاعي ځواکونو ۱۰ کسیزه ډله په افغانستان کې پاتې ده ترڅو په کابل کې د افغان ملي پوځ د افسرانو په اکاډمۍ کې د ملاتړ پرسونل سربیره لارښوونې او ملاتړ چمتو کړي.[۵][۶][۷][۸]

عراق (له ۲۰۰۳ز کال نه تر ۲۰۱۱زکال پورې)[سمول]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۸۳ پریکړه لیک سره سم، نیوزیلینډ له جګړې وروسته بیارغونې او بشري مرستې چمتو کولو لپاره د مرستې کوچني انجینرۍ او ملاتړ ځواک مرسته وکړه، چې انجینران د ۲۰۰۴ز کال په اکټوبر کې کور ته راستانه شول.

نیوزیلینډ د کوریا په جګړه کې[سمول]

نیوزیلینډ د هغو هېوادونو له ډلې نه و چې په کوریا کې د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې ته ځواب ووایه. دغه راز نیوزیلینډ د برتانیې او متحده ایالاتو په ګډون له ۱۵ نورو هېوادونو سره د کمونیزم ضد جګړه کې یوځای شو. دغه راز د کوریا جګړه د نیوزیلینډ لپاره د پام وړ وه، ځکه چې دا د کمونیزم په وړاندې د متحده ایالاتو له دریځ سره د ملګرتیا په لور د نیوزیلینډ لومړی ګام و.

نیوزیلینډ د کوریا په جګړه کې شپږ غټې کښتۍ ، څو کوچنۍ کښتۍ او ۱۰۴۴ قوي رضاکار ځواک (د K-FORCE په نوم پیژندل شوی) مرسته وکړه، چې دا کښتۍ د برتانوي پرچم لرونکي افسر تر قوماندې لاندې وې. دغه راز دا کښتۍ د انچون جګړې په لړ کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د ساتنې ځواک یوه برخه وه، چې ساحلي بریدونه او داخلي بمبارۍ ترسره کولې. همدارنګه د نیوزیلینډ وروستي سرتیري تر۱۹۵۷ز کال پورې نه و وتلي. دغه راز په ټولیزه توګه د نیوزیلینډ ۳،۷۹۴ سرتیري د K-FORCE او ۱،۳۰۰ په سمندري ځواکونو کې دنده ترسره کړې، چې په دې عملیاتو کې ۳۳ تنه وژل شوي، ۷۹ تنه ټپیان او یو سرتېری ژوندی نیول شوی دی. دغه بندي اتلس مياشتې په شمالي کوريا کې ساتل شوى و او له اوربند وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

شریک[سمول]

متحده ایالات د نیوزیلینډ درېیم لوی سوداګریز شریک دی (له چین او اسټرالیا وروسته) په داسې حال کې چې نیوزیلینډ د متحده ایالاتو ۴۸م لوی سوداګریز شریک دی. په ۲۰۱۸ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۱۳.۹ میلیارد امریکایي ډالرو یا ۱۸.۶میلیارده نیوزیلینډي ډالرو په ارزښت وه، چې متحده ایالاتو ته د نیوزیلینډ صادرات کې غوښه، د سفر خدمتونه، شراب، د لبنیاتو محصولات او ماشینونه شامل دي او نیوزیلینډ ته د امریکا عمده صادرات ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې، الوتکې او طبي وسایل دي.

د سوداګرۍ سربیره، د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه شرکتي او انفرادي پانګه اچونه شتون لري. دغه راز متحده ایالات نیوزیلینډ ته د سیلانیانو د راتګ اصلي سرچینه ده، چې د ۲۰۱۲ز کال مارچ میاشت کې متحده ایالاتو په نیوزیلینډ کې ۴۴ میلیارده ډالره پانګونه کړې وه.[۱۵][۱۶][۱۷]

د جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ پر مهال د نورمال حالت بیا پیلېدل[سمول]

د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکې د جورج ډبلیو بوش (له ۲۰۰۱ز کال نه تر ۲۰۰۹ز کال پورې) تر ادارې لاندې ښې شوې او په زیاتیدونکې توګه نږدې هم شوې، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې  لومړۍ وزیرې هیلین کلارک د ۲۰۰۷ز کال د مارچ په ۲۲مه سپینې ماڼۍ ته سفر وکړ. دغه راز دوی هغه کړکیچنې اړیکې پای ته ورسولې چې په ۱۹۸۶ز کال کې زیاتې شوې وې.[۱۸][۱۹]

د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د نیوزیلینډ لومړي وزیر کلارک د بریدونو له قربانیانو سره خواخوږي وښوده او ۲۰۰۱ز کال اکټوبر کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه کې د نیوزیلینډ پوځي ځواکونو برخه واخیسته. پداسې حال کې چې په ۲۰۰۳ز کال کې نیوزیلینډ پر عراق باندې بریدونو کې برخه نه وه اخیستې، خو بیا یې هم د انجینري او ملاتړ یو کوچنۍ ځواک یې چمتو کړ ترڅو له جګړې وروسته بیارغونې او بشردوستانه کارونو چمتو کولو کې له ایتلافي ځواکونو سره مرسته وکړي، چې په ۲۰۱۰ز کال کې د ویکي لیکس لخوا افشا شوي اسناد دا په ډاګه کوي چې نیوزیلینډ دا یوازې تیلو قراردادونو لاسه ته راوړلو۷ لپاره کړی دی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

نیوزیلینډ هم د پراخ امنیت نوښت (PSI) کې برخه اخیستې وه، چې د ولسمشر بوش له خوا د ۲۰۰۳ز کال د مې په ۳۱مه  کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالې هڅې د یوې برخې په توګه پیل شو چې موخه یې د ډله ایزې ویجاړونکو وسلو (WMD) قاچاق او د دوی تحویلي سیسټمونو مخه نیول و. دغه راز په PSI کې د نیوزیلینډ ګډون له متحده ایالاتو سره د دفاعي اړیکو د ښه والي په شمول په ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون زیاتوالی لامل هم شو. دغه راز په ۲۰۰۸ز کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کوندولیزا رایس له لومړۍ وزیرې هیلین کلارک سره لیدنه وکړه او نیوزیلینډ یې د «ملګري او متحد» په توګه وباله هغې دې ته هم اشاره وکړه چې د دواړه هېوادونو ترمنځ  دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا به د بارک اوباما او د کلارک ځای ناستی جان کیلي ملي ادارو له خوا دوام ومومي.[۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. "New Zealand". د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "22 USC § 2321k - Designation of major non-NATO allies". law.cornell.edu. Legal Information Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 30 May 2011 باندې). Deployment of the PRT to Afghanistan.
  4. see Stuff.co
  5. (په 10 August 2009 باندې). SAS heading back to Afghanistan. The New Zealand Herald.
  6. (په 20 April 2013 باندې). Final group of Kiwi soldiers return home from Afghanistan.
  7. "NZDF – Defence Force Mission in Afghanistan – A Significant Contribution". nzdf.mil.nz (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "NZDF – Overseas Deployments :: Afghanistan". www.nzdf.mil.nz (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Braddock, John. "US offers closer defence links with New Zealand – World Socialist Web Site". د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Young, Audrey (په 23 March 2007 باندې). Bush says US can live with nuclear ban. The New Zealand Herald.
  11. Young, Audrey (په 26 July 2008 باندې). Rice hints at thaw in US-NZ relations. The New Zealand Herald.
  12. (په 27 July 2008 باندې). Condoleezza Rice's speech in Auckland. The New Zealand Herald.
  13. Edward Gay and NZPA (په 26 July 2008 باندې). NZ 'ally' and close friend of US – Rice. The New Zealand Herald.[مړه لينکونه]
  14. "Remarks to New Zealand – U.S. Council". 26 July 2008. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "New Zealand | United States Trade Representative". ustr.gov. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Goods and services trade by country: Year ended June 2018 – corrected". Statistics New Zealand. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The USA". New Zealand Trade and Enterprise. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 22 March 2007 باندې). President Bush Welcomes NZ PM Clark to Oval Office. Scoop Independent News.
  19. Vaughn, Bruce (2011). "New Zealand: Background and Bilateral Relations with the United States" (PDF). CRS Report for Congress. Congressional Research Service: 1–17. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Vaughn, Bruce (2011). "New Zealand: Background and Bilateral Relations with the United States" (PDF). CRS Report for Congress. Congressional Research Service: 1–17. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Iraq Frequently Asked Questions". NZ Army. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 20 December 2010 باندې). Fonterra contract behind NZ involvement in Iraq. 3 News NZ
  23. (په 20 December 2010 باندې). NZ in Iraq to help Fonterra - cable. The New Zealand Herald.
  24. "Proliferation Security Initiative". United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Vaughn, Bruce (2011). "New Zealand: Background and Bilateral Relations with the United States" (PDF). CRS Report for Congress. Congressional Research Service: 1–17. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)