Jump to content

د نړيوالتوب تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د نړيوالتوب تاريخي سرچينې چې د تاريخي نړيوالتوب په نوم هم پېژندل کېږي، د روانې مناظرې یا بحث موضوعګانې دي. که څه هم زياتره پوهان د نړيوالتوب ريښې په معاصره دوره (نږدې ۱۹ پېړي) کې ځايوي، مګر ځيني نور يې د اوږد تاريخ درلودونکی بولي، چې نېټه يې د لرغوني نړيوالتوب په نوم زرګونو کالونه پخواني مفهوم ته ورګرځي. د نړيوالتوب په تاريخ کې دوره چې نږدې د ۱۶۰۰ او ۱۸۰۰ کالونو تر منځ موده رانغاړي، به خپل ځای د نړيوالتوب د لومړنۍ بڼې په توګه پېژندل کېږي.

لرغونی نړيوالتوب

[سمول]

نړيوالتوب لپاره د ژور تاريخي اصل خورا نامتو ښايي اندري ګوندير فرانک “Andre Gunder Frank” و، چې د تکيې تيوري د درلودلو تر څنګ يو اقتصادپوه و. فرانک استدلال وکړ چې د نړيوالتوب يوه بڼه له ميلاد څخه مخکې درېيمه زريزه کې د سومر او انډس تنګي د تمدن تر منځ د سوداګريو اړيکو له راپورته کېدنې راهيسې وه. د دې نظريې ګوته نيونکي مخالفت کوي، چې دا د نړيوالتوب پر يوه خورا پېژندنه باندې تکيه کوي. [۱]

توماس ال فريدمېن “Thomas L. Friedman” د نړيوالتوب تاريخ په درې دورو باندې وېشي: لومړۍ دوره (۱۴۹۲- ۱۸۰۰ ز کال)، دويمه دوره نړيوالتوب (۱۸۰۰ – ۲۰۰۰ز ) او درېيمه دوره نړيوالتوب (۲۰۰۰ز کال څخه تر اوسه). نوموړی څرګندوي چې د نړيوالتوب لومړۍ دورې د هېوادونو نړيوالتوب راونغاړه، دويمې دورې د شرکتونو راونغاړه او درېيمه دورېه د اشخاصو نړيوالتوب رانغاړي. [۲]

ان له تاريخ څخه مخکې دوره کې هم د معاصر نړيوالتوب ريښې موندل کېدلی شي. زموږ د نيکونو له لورې ټولو پينځو لويو وچو ته ځمکنۍ پراختيا د نړيوالتوب رامنځته کولو کې يوه انتقادي برخه وه. د کرنې پرمختګ د ژوند استوګن ډول ته د نړۍ د نفوس د پراخه ډېره کي په بدلولو سره نړيوالتوب نو هم زيات کړ. که څه هم نړيوالتوب د اوږد واټن غبرګون او ټيکنالوژۍ د کمښت له امله ګړنديتوب کې پاتې راغی. د نړيوالتوب معاصر بهير ښايي نږدې د ۱۹ پېړۍ منځ کې پېښ شوی وي، ځکه چې زياته پانګه او کاري خوځښت د لېږد له کمو بيو سره جوړه شول، چې د کوچنۍ نړۍ لامل شول. [۳][۴]

د نړيوال شوي اقتصاد او کلتور يوه لومړنۍ بڼه چې د لرغوني نړيوالتوب په نوم يادېږي، د هيلينيستيک دورې پر مهال هغه وخت شتون درلود، چې سوداګريز شوي ښاري مرکزونه پر يوې پراخه لړۍ باندې د يوناني کلتور د محور شا او خوا متمرکز وو، چې په خپل مرکز کې د الکسندريا، اتن او انطاکيه غوندي ښارونو سره له هند څخه هسپانيې ته وغځېدل. د يادې دورې پر مهال سوداګري خپره شوې وه او دا لومړنی وخت دی، چې د نړيوال کلتور (له يوناني Cosmopolis څخه اخېستل شوې چې د «نړيوال ښار» معنا لري) نظريه راڅرګنده شوه. ځينو نورو د نړيوالتوب لرغونې بڼه د رومي سترواکۍ، د پارت سترواکۍ او هان کورنۍ “Han Dynasty” تر منځ سوداګريزو اړيکو کې درک کړې ده. د دې قدرتونو تر منځ زياتېدونکې تړلتيا د ورېښمو سړک “Silk Road” پرمختګ ولمسوه، چې په چين کې پيل شو ، د پارت سترواکۍ پولو ته ورسېد او د روم پر لور وغځيد. [۵]

اسلامي طلايي دوره هم د نړيوالتوب يو مهم لومړنی پړاو و، چې يهود او مسلمان سوداګرو او سپړونکو په ټوله لرغونې نړۍ کې يو ثابت اقتصاد رامنځته کړ، چې د غلو دانو، سوداګرۍ، پوهې او ټيکنالوژۍ برخو کې د نړيوالتوب لامل شو. په نړيواله کچه د پام وړ غلې دانې لکه بوره او پنبه په دې دوره کې په ټوله اسلامي نړۍ کې په پراخه کچه وکرل شوې، په داسې حال کې چې د عربې ژبې زده کړې او د حج ادا کولو يو نړيوال کلتور رامنځته کړ. [۶]

د مغلو د سترواکۍ راتګ که څه هم د منځني ختيځ او چين سوداګريز مرکزونه يې بې ثباته کول، مګر د ورېښمو لار په اوږدو کې سفر کول يې خورا اسانه کړل. دې چارې سوداګرو او مذهبي مبلغانو لکه مارکو پولو ته اجازه ورکړه، چې د يوروشيا له يوې څنډې څخه بلې ته په بريالي او ګټور ډول سفر وکړي. د ديارلسمې پېړۍ پاکس مانګوليکا د نړيوال کولو بېلابېلې نورې د پام وړ اغېزې درلودې. دا ځای د لومړۍ نړيوالې ډاګخانې د څانګې او همدا راز د ساري ناروغيو لکه د مرکزي اسيا په نويو يو ځای شويو سيمو کې بيوبونيک وبا “bubonic plague” په څېر د ساري ناروغيو د چټک لېږد ښاهد و. د نړيوال يا د نيمې کرې د بدلون له معاصر څخه وړاندې پړاوونه ځيني وختونه د لرغوني نړيوالتوب په نوم پېژندل کېږي. تر شپاړسمې پېړۍ پورې که څه هم د نړيوال بدلون ان تر ټولو پراخه سيستمونه هم يوازې په لرغونې نړۍ پورې تړلي وو. [۷]

لومړنی يا برسېرن نړيوالتوب

[سمول]

دا پړاو د لومړني نړيوالتوب په توګه پېژندل کېږي. دا په ۱۵، ۱۶ او ۱۷ پېړيو کې د اروپايي سترواکيو (په لومړيو کې پرتګال او هسپانوي سترواکيو او وروسته د هالنډ او برتانيې سترواکيو) له سمندر څخه د ګټې اخېستنې په راڅرګندېدلو سره مشخص شوی و. نړيوالتوب په ۱۷ز پېړۍ کې هغه مهال يوه سوداګريزه پديده شوې وه، چې د سوداګرۍ يا استعمار په موخي د شاهي منشور له لورې حقوق ورکړل شوي شرکتونه “chartered companies" لکه د ختيځ هند برتانوي شرکت (۱۶۰۰ کې جوړ شوی دی) چې زياتره وخت د لومړني ګڼ ملتي شرکت په توګه بيانېږي او همدا راز د ختيځ هند هالنډي شرکت (چې ۱۶۰۲ کې جوړ شوی دی) رامنځته شول.

د موندنې دورې “Age of Discovery” نړيوالتوب کې پراخه بدلون راوړ او لومړۍ دوره ده، چې يوروشيا او افريقا په کې له نوې نړۍ سره د بنسټيزې کلتوري، مادي او بيولوژيکي تبادلې برخو کې بوخت شول. دا دوره د ۱۵ پېړۍ په وروستيو کې پيل شوه، چې د لايبريا ټاپووزمې او پرتګال او کاستيا دوه پاچاهيو په کې د “Cape of Good Hope” شا او خوا او امريکا ته لومړني سپړونکي سمندري سفرونه وکړل، چې امريکا په ۱۴۹۲ز کال د کرېستوفر کولمب له لورې وموند يا کشف شوه. د ۱۶ پېړۍ له تېرېدلو څخه لږه موده وړاندې پرتګال له افريقا څخه اسيا او برازيل ته د سوداګريزو ځايونو (فابريکو) رامنځته کول پيل کړل، چې موخه يې د غلامانو، سرو زرو، درملو او لرګيو غوندي سيمه ييزو توليداتو سره راکړه ورکړه وه او د هند ټاټوبی “House of India” په نوم يې تر شاهي انحصار لاندې نړيواله سوداګري راوپېژندله. [۸]

نړيوالې بشپړونې د امريکا په اروپايي استعمار سره دوام وکړ، چې د ختیځې او لويديځې نيمې کرې تر منځ يې “Columbian Exchange”، د نباتاتو، ژويو، خوراکي توکو، د غلامانو په ګډون انساني وګړو، د لېږد وړ ناروغيو او کلتور پراخه تبادله رامنځته کړه. دا د تاريخ يو له هغو خورا مهمو نړيوالو پېښو څخه وه، چې په ايکالوژي، کرنې او کلتور پورې يې اړه درلوده. نوې غلې دانې چې ۱۶ ز پېړۍ کې د اروپايي سمندري ګرځندويانو له لورې له امريکا څخه راغلې وې، د نړۍ د نفوس په وده کې مرسته وکړهږ [۹][۱۰]

معاصر نړيوالتوب

[سمول]

۱۹ پېړۍ معاصر بنې ته د رسېدونکي نړيوالتوب د راپورته کېدنې شاهد وه. صنعتي کولو د ميزان اقتصاد په کارونې سره د کور توکو ارزانه توليد ته لاره هواره کړه، په داسې حال کې چې د نفوس چټکې ودې د توکو ثابته غوښتنه رامنځته کړه. نړيوالتوب دپه دې دوره کې د ۱۹ پېړۍ د امپرياليزم له مخې په پرېکنده ډول رامنځته شوې وه. د ترياکو له لومړۍ او دويمو جګړو څخه وروسته، چې چين يې د باندنۍ سوداګرۍ او انګليستان له لورې د هند د نيونې د بشپړتيا پر مخ پرانيست، د دې سيمو پراخه وګړي د اروپايي لېږدونو (صادراتو) چمتو مصرف کونکي شول. همدا دوره وه، چې د نيمه صحرايي افريقا سيمې او د ارام سمندر ټاپوګان په کې نړيوال سيستم کې يو ځای شول. ورته وخت کې د اروپايانو له لورې د نړۍ د برخو په ځانګړي ډول نيمه صحرايي افريقا نيولو د ربړ، الماسو او ډبرو سکارو په څېر د ارزښتناکو طبيعي سرچينو حاصل ورکړ او د اروپايي سترواکو ځواکونو، د هغوی د مستعمرو او متحده ايالتونو تر منځ د سون توکو سوداګرۍ او پانګونه کې يې مرسته وکړه. [۱۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Andre Gunder Frank, "Reorient: Global economy in the Asian age" U.C. Berkeley Press, 1998.
  2. Thomas L Friedman, "It's a Flat World, After All", New York Times Magazine; Apr 3, 2005
  3. "Globalization and Development". نه اخيستل شوی 4 March 2013.
  4. Steger, Manfred (2009). "Globalization: A Very Short Introduction". Oxford University Press. {{cite web}}: Missing or empty |url= (help)
  5. Silkroad Foundation, Adela C.Y. Lee. "Ancient Silk Road Travellers". Silk-road.com. نه اخيستل شوی 2010-07-31.
  6. John M. Hobson (2004), The Eastern Origins of Western Civilisation, pp. 29–30, Cambridge University Press, ISBN 0-521-54724-5.
  7. Jack Weatherford, Genghis Khan and the Making of the Modern World, Crown, 2004
  8. House of India, Encyclopædia Britannica.
  9. Crosby, Alfred W., "The Columbian exchange: biological and cultural consequences of 1492", Greenwood Publishing Group, ISBN 0-275-98073-1
  10. "The Columbian Exchange Archived 2011-08-12 at the Wayback Machine.". The University of North Carolina.
  11. "PBS.org". PBS.org. 1929-10-24. نه اخيستل شوی 2010-07-31.