د نپټون کشف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نپټون سیارې په هکله له مخامخ لیدنې څخه مخکې د ریاضي په واسطه وړاندوینه شوې وه. د اوربان لې وریر لخوا د شوې وړاندوینې ټلسکوپي مشاهدات چې د یوې لویې سیارې شتون تاییدوي، د ۱۸۴۶م کا د سپټمبر ۲۳تر۲۴مه شپه کې د برلین مشاهداتي مرکز کې د ستورپېژندونکي یوهان ګوتفریډ ګاله (د هاینریش لویز دآرسټ په مرسته) ترسره شول، چې د لې وریر محاسباتو په اساس کار وشو. دا د ۱۹مې پېړۍ په عملي برخه کې یوه حساسه شېبه وه او د نیوټن د ځمکې جاذبې نظریې ډراماټیک تایید وو. د فرانسوا آراګو مناسب عبارت کې، لې وریر د «خپل قلم په نوکه» باندې یوه سیاره کشف کړه.[۱]

تېر ته په کتو سره، له کشف وروسته په ډاګه شوه چې دا سیاره پخوا څو څو ځلې لیدل شوې ده خو پېژندل شوې نده، او نور کسان هم وو چې د دې سیارې د ځای په هکله یې بېلابېلې محاسبې ترسره کړې وې خو د لیدو لامل یې نشوې. تر ۱۸۴۷م کال پورې، د اورانوس سیارې په ۱۷۸۱م کال کې د ویلیام هرشل لخوا د کشف کېدو راهیسې کابو یوه بشپړه دوره بشپړه کړې وه او ستورپېژندونکو د هغې په لاره کې ځینې بې نظمي ګانې موندلې وې چې د نیوټن د نړیوالې جاذبې قانون له لورې په بشپړه توګه د تشریح کېدو وړ نه وې. په هرحال، که یوه لرې او ناپېژندل شوې سیاره خپله جاذبه د لمر شاوخوا ته ګډوډه کړي، کولی شي دا بې نظمي ګانې له منځه یوسي. په ۱۸۴۵م کال کې، ستور‌پېژندونکو اوربان لې وریر په پاریس کې او جان کوچ آډامس په کمبریج کې په جلا توګه د داسې یوې سیارې د ځای او ماهیت د ټاکلو لپاره محاسبې پیل کړې. د لې وریر بریا د لومړیتوب په سر یوې نړیوالې شخړې ته لاره هواره کړه، ځکه چې د هغه له کشف څخه لږ وروسته، جورج ایري، بریټانوي سلطنتي ستورپېژندونکي، اعلان وکړ چې آډامز هم د دې سیارې د کشف وړاندوینه کړې وه. سره له دې، شاهي ټولنې په ۱۸۴۶م کال کې لې وریر ته د هغه د لاسته راوړې له امله د کوپلي مډال پرته له دې چې د آډامز نوم په کې ذکر شي ورکړ. په هرحال، په ۱۸۴۸م کال کې شاهي ټولنې آډامز ته هم د کوپلي مډال ورکړ.[۲][۳]

د نپټون کشف یوازې اوه لس ورځې وروسته د ویلیام لاسل لخوا د هغه د سپوږمۍ، ټرایټون، د کشف لامل شو.[۴]

مخکېني مشاهدات[سمول]

نپټون ډېر لږ نور لري او په بربنډې سترګې یې لیدل ناممکن دي: د هغې ښکاره اندازه هیڅکله له ۷.۷ څخه روښانه شوې نده. له همدې کبله، د نپټون لومړۍ مشاهده د ټلسکوپ له اختراع څخه وروسته شونې شوه. داسې شواهد شتون لري چې نپټون په ۱۶۱۳م کال کې د ګالیله لخوا، په ۱۷۹۵م کال کې د جېروم لالانډ لخوا او په ۱۸۳۰م کال کې د جان هرشل لخوا لیدل شوې او ثبت شوې ده، خو د هغوی له ډلې څخه هیڅ یو هم په هغه وخت کې هغه د یوې سیارې په توګه نده پېژندلې. دا مشاهدات له کشف څخه مخکې د نپټون د دقیق مدار ټاکلو لپاره مهم وو. نپټون ان په لومړنیو ټلسکوپونو کې هم په څرګند ډول ښکاري، له همدې کبله د نورو مخکې له کشفه مشاهداتي ریکارډونو احتمال شتون لري.[۵][۶][۷]

د ګالیله رسمونه دا ښکاروي چې هغه نپټون د ۱۶۱۲م کال د ډسمبر په ۲۸مه او بیاځلې د ۱۶۱۳م کال د جنوري په ۲۷مه مشاهده کړی. په دواړو وختونو کې، کله چې د شپې په تیاره آسمان کې مشتري ته ډېر نږدې (نښلېدلی) راڅرګند شو، ګالیله نپټون له یو ثابت ستوري سره غلط کړ. له تاریخي اړخه داسې اټکل کېده چې هغه باور درلود دا ثابت آبي ستوری دی، او له همدې کبله د دې سیارې کشف لپاره هغه ته ډېر کرېډټ نه ورکول کېږي. د ۱۶۱۲م کال په ډسمبر کې د هغه د لومړۍ مشاهدې په وخت کې، په آسمان کې ثابت وو ځکه چې هماغه ورځ شاته ګرځېدلی وو. له هغه ځایه چې خپل کلنی شاته تګ سیکل یې پیل کړی وو، اټکل کېده چې د نپټون حرکت ډېر لږ او د هغه ظاهري اندازه ډېره وړه ده نو ځکه د ګالیله په کوچني ټلسکوپ کې د یوې واضح سیارې په توګه ښکاره نشوه. په هرحال، د ۲۰۰۹م کال په جولای کې، د ملبورن پوهنتون فزیک پوه، ډیویډ جیمیسون نوي شواهد اعلان کړل چې ښکاروي ګالیله په رښتیا د دې «ستوري» په هکله د غیرعادي شي کشف څخه خبر وو. ګالیله د جولای په ۲۸مه په خپل یو یادښت کې د یو پس منظر لرونکي ستوري (نپټون) حرکت ته اشاره وکړه او یو ټکی (د نپټون په موقعیت کې) چې په بل رنګ کښل شوی دی، دا ښکاروي چې هغه دا په یوه لومړنۍ طرحه کې چې د جولای په ۶مه شپه یې جوړه کړې وه، پیدا کړی دی، چې د هغه مخکېنیو مشاهداتو په منځ کې د سیسټماټیک څېړنې ښکارندویي کوي. په هرحال، تراوسه پورې نه داسې کوم شواهد شته چې هغه دا حرکت لرونکی څیز د سیارې په توګه پېژندلی وي، او نه هم داسې کومه مشاهده یې خپره کړې ده. داسې کوم څه هم شتون نلري چې ښکاره کړي هغه بیاځلي د دې سیارې د لیدلو هڅه کړې وي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۸۴۷م کال کې، سیرز سي واکر د متحده ایالاتو سمندري ځواک له فضایي مرکز څخه، مخکې له کشفه د نپټون سیارې د لیدلو په هکله تاریخي ریکارډونه او سروې ګانې وڅېړلې. هغه وموندل چې هغه مشاهدې چې په ۱۷۹۵م کال کې په پاریس کې د لالاند فضایي مرکز کارکوونکو لخوا ترسره شوې، په آسمان کې د نپټون سمت ته وې. د مې ۸مې لپاره او بیاځلې د ۱۷۹۵م کال د مې په ۱۰مه نېټه کاټالوګ مشاهدو کې نپټون لپاره اټکل شوي موقعیت ته څېرمه یو ستوری ولیدل شو. د موقعیت بې یقیني توب د کولون په واسطه ښکاره شو. دا نښه همدارنګه د مشاهدې غلطي ښکارولو لپاره وکارول شوه، نو ځکه تر هغه وخته چې د فضایي مرکز اصلي ریکارډونه بررسي شول، په ډاډ سره په ډاګه شوه چې د نپټون جسم دی او په مشاهدو کې رامنځته شوې د موقعیت غلطي چې دوه شپې مخکې ترسره شوې وه لامل یې د آسمان په لور د سیارې حرکت وو. په ۱۷۹۵م کال کې د نپټون موقعیت په هکله د دې ریکارډونو کشف د دې سیارې د مدار د لا ښې محاسبې لپاره لاره هواره کړه.[۱۲][۱۳]

جان هارشل نپټون له هماغې لارې کشف کړ چې پلار یې، ویلیام هارشل په ۱۷۸۱م کال کې اورانوس کشف کړی وو: له تصادفي مشاهدې سره. جان هارشل په ۱۸۴۶م کال کې ویلهلم استروو ته په یوه لیک کې داسې وایي چې هغه نپټون د ۱۸۳۰م کال د جولای په ۱۴مه نېټه د آسمان جارو کولو په ترڅ کې مشاهده کړ. که څه هم د هغه ټلسکوپ دومره پیاوړی وو چې نپټون یې په یوه کوچني نیلي ډیسک کې تشخیص کړي او هغه یې د یوې سیارې په توګه ښکاره کړي، خو هغه په دې وخت کې هغه تشخیص نکړ او هغه یې له یوه ستوري سره غلط کړ.[۱۴]

د اورانوس په مدار کې بې نظمۍ[سمول]

په ۱۸۲۱م کال کې، الکسیس بووارډ د اورانوس د مدار نجومي جدولونه خپاره کړل او راتلونکو موقعیتونو په هکله یې د نیوټن د جاذبې او حرکت قوانینو په اساس وړاندوینه وکړه. ورپسې مشاهداتو له دې جدولونو څخه د پام وړ انحرافات راڅرګند کړل، چې بووارډ یې اړ کړ ترڅو مزاحم جسم ته یوڅه فرضیه جوړه کړي. دا بې نظمۍ، چې د سیارې جغرافیایي عرض البلد او د هغې د وړانګو ویکټور (له لمر څخه د هغې واټن) دواړه په کې شامل دي، د څو فرضیو په واسطه تشریح کېدلی شي: په دومره اوږد واټن کې د لمر جاذبه قوې اغیز کېدای شي له هغه څه څخه توپیر ولري کوم چې نیوټن توصیف کړي؛ یا کېدای شي دا اختلافات په ساده توګه د مشاهدوي غلطي وي؛ یا هم کېدای شي اورانوس د یوې ناپېژندل شوې سیارې لخوا کش شي یا له مداره ووځي.[۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Kollerstrom, N. (2001). "A Neptune Discovery Chronology". The British Case for Co-prediction. University College London. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ نومبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Danjon, André (1946). "Le centenaire de la découverte de Neptune". Ciel et Terre. 62: 369. Bibcode:1946C&T....62..369D. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite ODNB
  4. Lassell, W. (1846). "Discovery of supposed ring and satellite of Neptune". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 7 (9): 157. Bibcode:1846MNRAS...7..157L. doi:10.1093/mnras/7.9.154. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Charles T. Kowal; Stillman Drake (25 September 1980). "Galileo's observations of Neptune". Nature. 287 (5780): 311–313. Bibcode:1980Natur.287..311K. doi:10.1038/287311a0. S2CID 4317020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. J J O'Connor; E F Robertson (September 1996). "Mathematical discovery of planets". د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Williams, David R. (September 1, 2004). "Neptune Fact Sheet". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kowal, Charles T. (December 2008). "Galileo's Observations of Neptune" (PDF). The International Journal of Scientific History. DIO. 15 (2008 December): 3. Bibcode:2008DIO....15....3K. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hirschfeld, Alan (2001). Parallax:The Race to Measure the Cosmos. New York, New York: Henry Holt. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-7133-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Littmann, Mark; Standish, E.M. (2004). Planets Beyond: Discovering the Outer Solar System. Courier Dover Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-43602-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Britt, Robert Roy (2009-07-09). "New Theory: Galileo Discovered Neptune". Space.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Fred William Price (2000). The planet observer's handbook. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 352. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-78981-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "USNO – Our Command History". U.S. Navy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Günther Buttmann. The shadow of the telescope: a biography of John Herschel. James Clarke & Co. د کتاب پاڼې 162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bouvard (1821)
  16. [Anon.] (2001) "Bouvard, Alexis", Encyclopædia Britannica, Deluxe CDROM edition