د نيو ډېل ائتلاف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نیو ډېل ائتلاف یو امریکایي سیاسي ائتلاف و چې په ۱۹۳۲ کال کې يې له دیموکرات ګوند څخه ملاتړ وکړ. د دې ائتلاف نوم د ولسمشر فرانک ډي. روزوېلټ او ورپسې دیموکراتو ولسمشرانو له نیوډېل برنامې څخه اخيستل شوی دی. په دې ائتلاف کې د رایې ورکوونې بلوکونو شامل وو چې له هغوی څخه يې ملاتړ کاوه. په دې ائتلاف کې د کاريګرانو اتحادیې، ابي رنګه کالر/ِغاړې لرونکي کاريګران، مذهبي او نژادي لږکي (په ځانګړي ډول یهودیان، کاتولیکان او افریقايي امريکايان) سویلي کلیوال سپین پوستي او روښانفکران شامل وو. د رایې ورکوونکو سربېره پیاوړې ګټه‌اخیستونکې ډلې لکه: په ډېری ايالتونو کې د دیموکراتیک ګوند سازمانونه، ښاري سیاسي تشکیلات، کاریګري اتحادیې، ځینې درېیم‌ګړي ګوندونه، پوهنتونونه او بنسټونه هم په ائتلاف کې شاملېدل. دا ائتلاف په لویه کچه د جمهوري غوښتونکي ګوند، سوداګریزې ټولنې او بډایه پروټيسټانو له مخالفت سره مخ شو. روزوېلټ د خپل ائتلاف د رامنځته کولو په لومړیو کې دې ته لېوال و چې لېبرال جمهوري غوښتونکي او ځینې درېیم‌ګړي سخت‌دریځي ګوندونه به په کې شامل کړي ان که دا کار د ديموکرات نوم د لږ ارزښت په معنا هم څرګند شي. په ۱۹۴۰ لسیزه کې جمهوري غوښتونکو او د درېيم‌ګړي ګوند متحدان تر ډېره مات وو. په ۱۹۴۸ کال کې دیموکرات ګوند په یوازې ځان ودرېده او د دوو جلاکېدونکو ګوندونو له رامنځته شوي بېل‌والي څخه وژغورل شو. [۱][۲]

دې ائتلاف ديموکرات ګوند د څو لسیزو لپاره په ملي اکثریت ګوند بدل کړ. ديموکراتانو د سپينې ماڼۍ کنترول یوازې په ۱۹۵۲ او ۱۹۵۶ کلونو کې له لاسه ورکړ. هغوی معمولاً له ۱۹۹۰ لسیزې څخه مخکې د کانګرېس دواړه مجلسونه کنترولول. دا ائتلاف تر ۱۹۴۰ کال وروسته د لویو ښارونو د سیاسي تشکیلاتو د له‌منځه تللو، له ۱۹۷۰ کال وروسته د کاريګرانو د اتحادیو له ثابت کموالي سره، د ۱۹۶۸ کال د ټاکنو په بهیر کې ترخه ډلبازي، د نژادي مسائلو په اړه د محافظه‌کارۍ لور ته د سپینوشمالي قومونو او سویلي سپین پوستو ګرځول او د ريګان رونالډ د واکمنۍ پر مهال د نيولېبرالیزم له زیات‌والي او د هغو له مقرراتو سره د مخالفت له لارې کمزوری شو.   [۳][۴][۵]

تاريخچه[سمول]

جوړښت[سمول]

په متحده ايالاتو کې لوی رکود په ۱۹۲۹ کال کې پيل شو چې جمهوري غوښتونکو او د هغوی لوی سوداګریز متحدان ملامت وګڼل شول. جمهوري غوښتونکي ولسمشر هربرټ هوور د فېدرال له مرستندويه هڅو سره مخالفت وکړ او باوري و چې د مارکېټ لوبغاړي او سیمه‌ییز دولتونه د دې وضعیت د څېړلو لپاره مناسب دي. د رکود له بدتر کېدو سره رايې ورکوونکي په مخ‌زیاتېدونکي ډول له‌دې طریقې څخه ناراضه شول او ولسمشر هوورا يې د دوی د اقتصادي مبارزاتو په برخه کې بې‌تفاوته موند. په ۱۹۳۲ کال کې فرانکلېن روزوېلت بریالی شو او په ټول هېواد کې د یو ځواکمن ائتلاف د رامنځته کولو او د خپلو شریکانو له ناندریو څخه د مخنیوي لپاره یې د خپل عمر ۱۲ کاله په‌خپل دفتر کې تېر کړل.    [۶][۷]

روزوېلت د ۱۹۳۰مې لسیزې په بهیر کې یو ائتلاف رامنځته کړ چې له لېبرالیانو، کاريګري اتحادیو، د شمالي قومي او مذهبي لږکيو (کاتولیک، یهودیان او تور پوستي) او سویلي سپین‌پوستانو څخه جوړ و. د رایې ورکونې دې بلوکونو په ګډه سره د رایې ورکوونکو اکثریت رامنځته کړ او ديموکرات ګوند ته يې د ولسمشرۍ له ۹ ټاکنو (۱۹۳۲-۱۹۴۸، ۱۹۶۰، ۱۹۶۴) څخه ۷ بریاوې ورپه برخه کړې او همدارنګه يې د ۱۹۳۲ تر ۱۹۸۰ کال پورې له څلورو کالو پرته په دې ټول مهال کې د کانګرېس د دواړو مجلسونو کنترول هم ترلاسه کړ (جمهوري غوښتونکو د ۱۹۴۶ او ۱۹۵۲ کلونو تر منځ لږ اکثریت ترلاسه کړ). د سیاسي علومو پوهانو له ۱۸۹۶ -۱۹۳۲ کال دور پورې چې دوی دوام ورکړ د څلورم ګوند د سیستم خلاف دا اساسي بدلون د «پنځم ګوند د سیستم» په نوم یاد کړ. [۸][۹]

ښاري سیاسي تشکیلاتو اړين رول درلود. تر ټولو مهمه دا چې د نيوډېل ائتلاف نه يوازې په ښارونو بلکې باید په ټول ايالتونو کې تصویب شوی وی، تر ټولو لویې ممکنې سیاسي ځمکې ښویېدنې ته اړتيا وه او ښاري سیاسي تشکیلات په ۱۹۴۰، ۱۹۴۴ او ۱۹۴۸ کلونو کې له‌منځه لاړل. هغوی د بې‌دندو کسانو له موخه ګرځولو سره د فېدرالي دندو په برابرلو سره رایې ورکوونکي وساتل- د کاریګرو ملکي اداره، د ملکي ساتنې قول اردو (چېرته چې د هلکان مزد اوزګار پلار ته ځي)، د فېدرالي بېړنۍ مرستې اداره او په ځانګړې توګه د کار د پرمختګ اداره (WPA). په پيتسبورګ کې د یو استازي لېږد پېښ شو، چې د مودو لپاره د جمهوري غوښتونکو لپاره د نېکمرغۍ مظبوط مرکز و. د رکود له بدتر کېدو سره دیموکراتان په‌دې وتوانېدل چې خپل ګوندونه بدل کړي په داسې حال کې چې ډېر شمېر هغه قومونه يې راټول کړل چې مخکې يې رایه نه وه ورکړې؛ دیموکراتانو د ۱۹۳۳ کال د ښاروالۍ په سیالۍ کې د روزوېلټ له محبوبیت څخه کار واخیست. WPA وروسته د دیموکراتیک سیاسي تشکیل په ټینګښت کې اړین رول ولوباوه. په ۱۹۳۶ کال کې ديموکراتانو تر لومړۍ کورنۍ جګړې ورسته د لومړي ځل لپاره د نوم‌لیکنې په نوملړ کې اکثریت درلود. چې په هغه نوامبر کې FDR (فېدرال ديموکراتیک جمهوریت) د پیتسبورګ ۷۰ سلنه رایې ترلاسه کړي. [۱۰]

چپ لور ته د روزوېلت حرکت[سمول]

په ۱۹۳۳ کال کې ولسمشر غوښتل ټولې اصلي ډلې، سوداګري او کاروبار، بانکداري او پورونه، کروندې او ښارګوټي، لېبراليان او محافظه‌کاران سره راټول کړي. له ښي لوري څخه د بریدونو زیات‌والي، چې بېلګه يې د هغه د پخواني ملګري ال سمېت په مشرۍ د امریکا د ازادۍ ليګ و دا خوب خراب کړ. روزوېلت د عامه افکارو د رادیکال کېدلو د چټکې ودې له احساسولو سره کيڼ لور ته حرکت وکړ. هغه پر لویې سوداګرۍ برید وکړ. اوس د هغه لوی او اصلي نوښتونه د لوړ عمرلرونکو افرادو لپاره ټولنیز خوندیتوب، د اوزګارانو لپاره WPA او د کاریګري اتحادیو د ملاتړ او هڅونې لپاره د کار د اړيکو یو نوی قانون و. روزوېلت په ۱۹۳۶ کال کې د بیاځلي ټاکنې لپاره نوماند شو کمپاین یې شخصي کړ او د دیموکرات ګوند نوم یې کم‌ارزښته کړ. هغه د خپل ۱۹۳۳ کال د موقف خلاف اوس د سوداګریو او کاریګرو تر منځ د یو بې‌پرې منځګړي په توګه د کاریګري ټولنو په یو پياوړي ملاتړ بدل شو. هغه د لوړې شتمنې طبقې او اقتصادي رویالیستانو خلاف صلیبي جګړه محکومه کړه. هغه په کيڼ لوري کې له درېیم‌کړیو سیاسي ګوندونو: د مېنسوتا کروندګر – د کاریګر ګوند، د ویس‌کانسین پرمختللی ګوند او په نیویارک کې د امریکا کاریګر ګوند سره کار وکړ. په نیویارک ښار کې یې د تاماني‌هال محافظه‌کارانو پر وړاندې چې د ښار تالار یې کنترولاوه له جمهوري غوښتونکي فیورلو ګواردیا سره همکاري وکړه. لاګاردیا د لنډمهالي ښاري سیاسي ائتلاف ګوند نوماند و چې په ۱۹۳۳ کال کې يې ښاروالي ترلاسه کړه او په ۱۹۳۷ او ۱۹۴۱ کلونو کې بیاځلي وټاکل شو. لاګاردیا د امریکا د کاریګر ګوند (ALP) نوماند هم و چې یو کيڼ اړخی لوری و او په ۱۹۳۶، ۱۹۴۰ او ۱۹۴۴ کلونو کې يې له روزوېلټ څخه ملاتړ وکړ. د ALP رول دا و چې هغه سوسیالیستان یې د نيوډېل ائتلاف ته هدایت کړل چې پر دیموکرات ګوند یې باور نه درلود. لاګاردیا په ۱۹۴۰ کال کې د روزوېلټ لپاره د هېواد په کچه د رایې ورکوونکو د کمېټې مسؤلیت پرغاړه دولود؛ چې په بدل کې يې ولسمشر هغه د ملکي دفاع د دفتر مسؤل کړ. هغه په ۱۹۴۵ کال کې تقاعد شو او تاماني نوماند وېليم اودوایر يې ځای‌ناستی شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د WPA دندې او د دیموکراتیک ګوند سازمانونه[سمول]

په ټاکنیزو هلو ځلو کې د روزوېلت اصلي لوړپوړی یاور جېمز فارلي و چې هم‌مهاله د نيویارک ایالت د ديموکرات ګوند رییس، د ديموکرات ملي کمېټې (DNC) رییس او د ديموکراتيک فېدرال جمهوریت د کابینې د پوست عمومي رییس هم و. همدارنګه یې په ۱۹۳۲ او ۱۹۴۰ کلونو کې د فېدرال دیموکراتيک جمهوریت په ټاکنیزو مبارزاتو کې خدت وکړ. هغه د پوست ادارې دودیز ټولنیز ملاتړ هم پرغاړه درلود. هغه نویو اجنسيو/ادارو په ځانګړي ډول د کار او پرمختګ اداره او د ملکي وکړو د خوندیتوب له ځواک سره چې موخه یې اوزګاران وو مرسته وکړه. هغه له ایالتي او سیمه‌ییزو دیموکراتیکو سازمانونو سره مرسته وکړه تر څو د فېدرال ورځني معاش او حقوقو لست د احتمالي نوماندانو د ټاکنې لپاره تنظیم کړي. په ۱۹۴۰ لسیزه کې د شیکاګو او الباني، نیویارک په څېر له لږ شمېر پرته د لوی ښار ډېری سیاسي تشکیلات له سقوط سره مخ شول. [۱۶][۱۷]

دیموکرات یا یو رایې ورکوونکی اوسېدل د هوسا دندې لپاره یو مخکینی شرط نه و. د فېدرال قانون پّ خاص ډول د WPA د کاریګرانو پر وړاندې پر هر ډول سیاسي تبعیض بندیز لګولی. په هغه وخت کې څو مبهم ماموریتونه بدل شول. د نظر خاوندان په‌دې سره همغږي دي چې «د WPA پروژې د دندو په وېش کې د هغه دندو د وېش خلاف چې څارنیز او اداري طبیعت لري سیاست یوازې کوچنی او جزي رول لوبوي». له دې سره ګمارل شويو کسانو ته د ټاکنو په بهیر کې یادونه وشوه چې هغوی د فېدرال دیموکراتیک جمهوریت له‌خوا ګمارل شوي او جمهوریت غوښتونکي به د دوی دندې له‌منځه یوسي. لوی اکثریت په دې توګه خپله رایه وکاروله. [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Sean J. Savage, Roosevelt: The Party Leader, 1932-1945 (2014), pp 103-128.
  2. Arthur M. Schlesinger, Jr., The Age of Roosevelt vol 3: The Politics of Upheaval (1957) p. 592.
  3. Savage, Roosevelt: The Party Leader, 1932-1945 (2014). pp 183-187.
  4. Michael Kazin, What It Took to Win: A History of the Democratic Party (2022) pp. 204-244.
  5. Ronald Radosh, Divided They Fell: The Demise of the Democratic Party, 1964-1996 (1996).
  6. "Herbert Hoover". History.com. June 7, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sean J. Savage, Roosevelt: The Party Leader, 1932-1945. (University Press of Kentucky), 2014.
  8. Richard J. Jensen, "The Last Party System: Decay of Consensus, 1932–1980", in The Evolution of American Electoral Systems (Paul Kleppner et al. eds.) (1981) pp. 219–225.
  9. Everett Carll Ladd, Jr., with Charles D. Hadley. Transformations of the American Party System: Political Coalitions from the New Deal to the 1970s 2nd ed. (1978).
  10. Stave 1966. Pp 467, 470.
  11. Jean Edward Smith, FDR (2008) pp 361-363, 368.
  12. H.W. Brands, Traitor to his class: the privileged life and radical presidency of Franklin Delano Roosevelt (2008) pp 345-347, 447-449.
  13. Leuchtenberg, 124, 131, 150. .
  14. Leuchtenberg, 124, 131, 150.
  15. Thomas Kessner, "Fiorello H. LaGuardia" History Teacher 26#2 (1993), pp. 151-159 online.
  16. Political Machines, University of Colorado, Boulder, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Farley broke with FDR in 1940. Daniel Mark Scroop, Mr. Democrat: Jim Farley, the New Deal and the Making of Modern American Politics (University of Michigan Press, 2009) excerpt.
  18. The most frequent claim is that Kentucky Democrats purchased WPA votes in the 1935 gubernatorial campaign. For a refutation see Robert J. Leupold, "The Kentucky WPA: Relief and Politics, May-November 1935," Filson Club History Quarterly (1975) 49#2 pp 152-168.
  19. Donald S. Howard, The WPA and Federal Relief Policy (Russell Sage Foundation, 1943) pp.301-303.
  20. Si Sheppard, “ ‘If it wasn't for Roosevelt you wouldn't have this job’: The Politics of Patronage and the 1936 Presidential Election in New York,” New York History 95#1 (2014), pp. 41-69.