د نيونيټل ماشومانو لپاره دالکتروليتونو اړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نيونيټل ماشومانو لپاره دالکتروليتونو اړتیا د يو شمير ضرورت وړ الکتروليتونو ورځنی اړتياوې په لاندې ډول دي.

سودېم (Na)[سمول]

نورمال ضرورت يې 2-4 mmol/kg/day ده که چېرې د وينې د سيروم د سودېم سويه د نارمل اندازې په ټيټه برخه کې وه نو 4 mmol/kg/d سودېم بايد اندازه او ورکړ شي او که د وينې د سيروم د Na سويه د نارمل اندازې په لوړه برخه کې قرار درلوده نو 2 mmol/kg/day سودېم ورکول کېږي. د Na+ مستحضر په بازار کې نشته نو د نارمل سالين د اووه (۷) سي سي مايع د Na اندازه 1 mmol ده نو په دې بنسټ د يو نوي زيږيدلي ماشوم د Na ورځنۍ ضرورت که 3 mmol/kg حساب کړو نو 1 mmol = 7 CC N/S نو 3 mmol ضرب 7 CC N/S مساوي يوويشت سي سي نارمل سالين جوړيږي.

Total Fluid Requirement[سمول]

(ديو نوي زيږيدلي ماشوم ۲۴ساعته مايعاتو د ضرورت اندازه) نوی زيږيدلی ماشوم چې روغ وي په خپل وخت پيداشوی وي نو د مور سينه يې د مايعاتو الکتروليتونو او تغذي لپاره بهترينه ذريعه ده خو په هغه وخت کې چې نوی زيږيدلی ماشوم د ځينو امراضو او کمزوريو له کبله د مور سينه ونه شي خوړلی ، ماشوم stable نه وي ، ماشوم premature وي ، ماشوم شديد تنفسي distress او يا sever Tachypnia موجوده وي او يا معالج ډاکتر د خولې له لارې د تغذي او مايعاتو ورکړه استطباب ونه گڼي نو بېا ماشوم ته د وريد له لارې مايعات ،الکتروليتونه او حتی مغذي مواد ورکول کېږي چې د ۲۴ ساعته مايعاتو اندازه نظر په حالاتو په لاندې مثالونو سره توضيح کېږي . لمړی بايد ړومبی له دې څخه چې د نوي زيږيدلي ماشوم داخل وريدي مايعات سنجش کړو نو لاندې معلومات بايد ثبت شي .

ـ ۱Gestation Age (Term or preterm)

ـ ۲Date 

ـ ۳Weight ـ ۴Time of Birth

۱ـ هغه ماشوم چې عمر يې د ۴۸ ساعتونو څخه کم وي[سمول]

فرضا د يو نوي زيږيدلي ماشوم وزن 3 kg ده د پيداکېدو تاريخ يې ۱/۱۲/۱۳۸۸ ده او اوس نيټه AM ۲/۱۲/۱۳۸۸۱۰ ده ماشوم Term ده نو د ماشـــوم عمر (1+ or One positive) ده په دې معنې چې يو ورځ يې پشپړه تيره کړي ده او په دوهمه ورځ کې روان ده نو د ماشوم مايعات د دوه ورځني ماشوم په ‌ ډول سنجول کېږي .

نوټ :[سمول]

د ماشوم د مايعاتو اندازه نظر عمر او نظر د ماشوم مودې ته (Term and preterm ) چې په ړومبی جدول کې معلومات ورکړل شوي په نظر کې نيول کېږي .

ددې ماشوم ۲۴ ساعته مايعات عبارت دي له[سمول]

Total fluid requirement or TFR /24 hours د مايعاتو اندازه په ملي ليتر × د ماشوم وزن په TFR = Kg TFR = 3 × 80 = 240 ml/ 24 hours. څرنگه چې د ماشوم عمر د ۴۸ ساعتونو څخه کم ده نو ماشوم ته يواځې لس فيصده گلوکوز مايعات ورکول کېږي ) داسې ويل کېږي چې په اولو ۲۴ ساعتونو کې د ماشوم د الکتروليتونو ضرورت د مور څخه د راغلو الکتروليتونو په واسطه کفايت کوي ) دغه مجموعي مايعات نوي زيږيدلي ماشوم ته د وريد له لارې د Chamber په واسطه په هرو څلور ساعتونو کې د څاڅکو په ډول ورکول کېږي په دې ترتيب چې

TFR = 240 ml ÷ 6 = 40 ml / 4 hourly

څرنگه چې د Chamber هر يو ملي ليتر د ۶۰ څاڅکو سره برابر ده ددې لپاره چې په هره دقيقه کې د څاڅکو اندازه معلومه کړو نو :

40 ml / 4 hourly or 40 ml × 60 = 4 × 60 = 10 drops / minute.

په لنډ ډول :[سمول]

TFR = 3 × 80 = 240 ml /24 hourly = 240 ml ÷ 6 = 40 ml/4 hourly or 10 drops/minute. پټه دې پاتې نه وي چې نظر په ځينو حالاتو د مايعاتو مجموعي اندازه کله کله په ماشومانو کې په فيصدي سره کمېږي او يا زياتېږي لکه چې ړومبی ورڅخه يادونه شوې ده.

۲ : د هغه نوي زيږيدلي ماشوم TFR چې عمر يې د ۴۸ ساعتونو څخه زيات وي . فرضا د احمد ماشوم وزن 3Kg ده عمر يې څلور ورځې ده ماشوم Preterm ده او نظر په ځينو حالاتو ماشوم ته TFR ضرورت ده نو په لاندې ډول محاسبه کېږي.

دمايعاتو اندازه نظر په عمر په  ملي ليتر × دماشوم وزن په TFR =  Kg  

TFR = 3×100 CC = 300 CC /Day ÷ 6 = 50 ml / 4 hourly. څرنگه چې د ماشوم عمر د ۴۸ ساعتونو څخه زيات ده نو علاوه د مايعاتو څخه ماشوم د الکتروليتونو ته هم ضرورت لري چې په لاندې ډول يې ورته توصيه او محاسبه کوو:

Prepare solution or prep solution Calcium gluconate = 2 ml /kg / day. K+cl = 2 ml /kg/ day. Na+ = 3 mmol/kg/day.

څرنگه چې د Na خالص مستحضر نشته نو د (Na+Cl 0,9% ) محلول څخه استفاده کوو چې ددې محلول 1 mmol= 7 ml Na+Cl 0,9% سره معــــــادل ده يعنـې 3 mmol Na + = 3 × 7 = 21 ml Na Cl 0,9 %. نو د احمد ماشوم الکتروليتونه په دې ډول حسابېږي . Calcium gluconate 2 ml × 3 = 6 ÷ 6 = 1 ml. Kcl+ 2 ml × 3 = 6 ÷ 6 = 1 ml. Na+ Cl 21ml × 3 =63 ÷6 = 10 ml. چې د پورته الکتروليتونو مجموعي اندازه 12 ml کېږي چې د احمد ماشوم د څلور ساعتو مايعاتو اندازې څخه په لاندې ډول منفي کوو : TFR = 50 ml – 12ml = 38 ml

نو په لنډه ډول د احمد ماشوم مايعات دا دي :[سمول]

TFR: 3×100 = 300 ml /Day = 300 ÷ 6 = 50 ml / 4 hour. Prep Solutions: Na+ Cl = 21× 3 = 63 ÷ 6 = 10 ml. Four hourly K+ Cl = 2× 3 = 6 ÷ 6 = 1 ml Ca gluconat = 2× 3 = 6 ÷ 6 = 1ml. D/W 10 % = 50 – 12 = 38 ml.

او س که فرضا احمد ماشوم په پنځه ورځنۍ عمر کې ددې توان پيداکړه چې د مور سينه کشولی نه شي خو د شيدو د تحمل او هضم توان لري ، ماشوم سټيبل ده او يا ډاکتر مناسب وليده چې ماشوم ته قسما د N.G Tube له لارې د مـــــــــــــــور شيدې شروع کــړي نو نظـــــر په تحمل او حالاتو د ماشوم سره مـــــــاشوم ته لومــــړی 3 CC /2 hourly د N.G Tube له لارې د مور هغه شيدې چې په فشار ســـــره د مور د سينې ( E.B.M ) څخه ايستل کېږي ورکول کــــول کېــــــــــږي چې دې تـــــــه E.B.M (Expressed Breast milk) وايي اوس د N.G.T له لارې هر درې ساعته وروسته 3 ml ورکړل شوې E.B.M شيدې چې په ۲۴ ساعتو نو کې ماشوم ته ورکول کېږي جمعه کوو او د احمد د مجموعي T.F.R څخه منفي کوو .

په دې ډول :[سمول]

3 ml ×12 = 36 ml /Day E.B.M TFR = 3×150 = 450 – 36 ml = 414 TFR= 414 ml /Day ÷ 6 = 69 ml /4 hourly

بېا د پخوا په شان : Prep Solutions Nacl 0, 9% = 3×21 = 63 ÷ 6 = 10, 5 ml K Cl = 2× 3 = 6 ÷ 6 = 1 ml. 10, 5 + 1+ 1 = 12, 5 ml. Ca gluconet = 2× 3 = 6 ÷ 6 = 1ml. D/W 10 % = 69 – 12,5 ml = 56,5 ml. نو په لنډ ډول سره بايد ووايو چې : TFR = 414 = 69 ml /4 hourly Nacl (0, 9%) = 10,5ml

Four (4) hourly Kcl = 1 ml Ca gluconate = 1 ml D/W 10 % = 56 ml او يا 17, 25 Drops / minut. نو نظر د ماشوم حالت ته د EBM اندازه په تدرېج سره زياتوو او د TFR د مجموعې اندازې څخه تفريق کوو په دې ډول د EBM اندازه زياتېږي او په تدرېج سره د TFR اندازه کمېږي. نو کله چې TFR= EBM شوه نو داخل وريدي مايعات ودروو په ياده د وي چې کله EBM = ½ TFR ته ورسېده نو د Prep solution په دوو برخو ويشوو او نيمايي اندازه ماشوم ته ورکوو.

نوټ :[سمول]

o د EBM اندازه نظر د ماشو م حالت ، وزن ، مودې ته فرق کوي . o ضرور نه ده چې دا پروسه تر اخره يعنې کله چې EBM = TFR شي دوام پيداکړي . o د پروسي په جريان کې ممکن د ماشوم حالت ښه شي د مور سينه (Breast feed) واخلي يعنې Sucking پيداکړي ، د پيالې قاشقې او يا د بوتل په واسطه د تغذي توان پيداکړي نو ماشوم ته په پورته ټولو صورتونو کې TFR بندوو .

o د TFR مجموعي اندازه نظر د ماشوم ناروغۍ او نورو حالاتو ته لکه څرنگه چې ړومبی ذکر شوه په مختلفو فيصديو سره کمولی او يا زياتولی شو.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]