د نوښار پښتو ادبي جرگه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نوښار پښتو ادبي جرگه په پښتونخوا کې د پښتو لومړنی بشپړه ادبي ټولنه ده چې د پښتو څو تنو خواخوږو اديبانو جوړه کړه د ټولنې د جوړېدلو کال ارواښاد خلیق ۱۹۳۳ زېږيز کال ښودلی [۱] خو په يوې بلې لیکنې کې ېې ۱۹۱۳ زېږیز کال هم کښلی . [۲] په ۱۹۵۸ زېږیز کال استاد «اجمل خټک» په دې برخه کې د رهبر په يوې گڼه کې له ارواښاد خلیق څخه د دقیقې نېټې په باب غوښتنه وکړه [۳] که څه هم هغه وخت دوی څه ونه کښل خو په ۱۹۶۸ زېږیز کال کې ېې په «زه او زما زمانه» کې د ۱۹۲۳ زېږیز کال د اپرېل میاشت ددې جرگې د جوړېدلو نېټه وښوده [۴].

د دې جرگې دندې

د پښتو ادبي جرگې ځانگړې کړنلاره نه ده خپره شوې خو د جوړېدو هدف ېې روښانه دی او هغه دا چې جرگې د پښتو ژبې د ودې ادبي پرمختگ نوی او ملي ادب د پرمختيا او په پښتو کې د ادبي غونډو او مشاعرو دودول او د پښتو د لويو اديبانو نمانځل و. ارواښاد خلیق ددې جرگې د جوړېدلو د پرېکړې په ترڅ کې په ضمني ډول د جرگې دندې هم ښيي او لیکي :

٫٫ د نوښار صدر په يوې کافي کې څلور پينځه پښتانه زلميان ناست و د چايو د ورچلېدو خبرې کېدې، خبرو کې خبره راغله چې د دنيا د هرې ژبې د اديبانو، شاعرانو ، بزمونه او انجمنونه شته د خپلې ژبې ترقي او ترویج د ملک يو لوی خدمت گڼلی شي نو د پښتو چې د لکونو ننگيالیو پښتنو مورنۍ ژبه ده د دې ولې داسې بزمونه باید نه وي؟ ٬٬

خیر پرېکړه وشوه چې د پښتوژبې د پرمختگ او بهبود لپاره دې يوه داسې جرگه جوړه شي او د پښتو په هره جُثه کې دې د روح اچولو کوښښ وکړی شي، همدغه وخت د پښتو ادبي جرگې د «نوښهر» وجود ته راغی .[۵]

سرچينې

  1. رسا سيد رسول - د بېديا گلونه اداره - سريزه د خليق صاحب ليکنه - ۲ مخ
  2. محمد نواز خټک (ټولوونکی) د تورې او قلم خاوند د ښاغلي خليق د تقرير متن - ۱۴ مخ دويم چاپ - ۱۹۵۷ ز. کال
  3. اجمل خټک - رهبر مجله د ۱۹۵۸ ز. کال د نومبر د مياشتې - ۳۰ گڼه ۵ مخ
  4. زه او زما زمانه - ۸۵ مخ
  5. د تورې او قلم خاوند - د خليق صاحب وينا - ۱۵ مخ