د نوډبرین پېر اووښتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نو ډبرین پېر اووښتون (انقلاب) یا نوی ډبرین پېر انقلاب چې په انگرېزۍ کې یې Revolution Neolithic بولي، د ډبرین پېر هغه دوران ته ویل کېږي چې د بشري ډلو له خوا کارېدونکو الاتو و اوزارو کې بدلون راغی. نوډبرین پېر اووښتون هغه اصطلاح ده چې گورډون چایلډ د خوراکي او کرنیزو تولیداتو د توصیف او لاسته راوړنو، د بوټو او ځناورو د اهلي کونې لپاره وضع کړه؛ دا اووښتون د 9000 تر 6000 مخزېږد کلونو ترمنځ د لودیځې اسیا په کلیوالو سیمو کې د یوځای اوسېدنې او پراخوالي له لامله رامنځته شو. د نوډبرین پېر اووښتون هغه پېر دی چې بشر د خپل خوراکي توکو د برابرونې ته ادلون بدلون ورکړ او د آذوقه پیدا کونې له حالته ووتل. دا مرحه د مهالیز تناوب و توپیر سره په لرغونې امریکا، سویل لودیځې اسیا، اروپا او مرکزي افریقا کې پېښه شوه. نوډبرین پېر اووښتون د ځناورو په اهلي کونه او له هغوي څخه د لېږد رالېږد او کرنې برخه کې د گټې اخېستنې لامل هم شو.