د نعنا بوټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Lamiaceae
د نعنا بوټي
مملکه بوټي
څانگه گل لرونکي بوټي
طبقه Rosopsida
طایفه نعنا ډوله بوټي
کورنۍ د نعنا بوټي

د نعنا بوټي (علمي نوم: Lamiaceae) د نعنا ډوله بوټو یوه کورنۍ ده. ټوله کورنۍ ۷۲۰۰ ډوله بوټي لري چې په ۲۳۶ جنسو وېشل کېږي او د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې راشنه کېږي. په دي کورنۍ کې نباتونه او ونې (سگوان) شته چې ابتدایی یا مرکبې پاڼې درلودلای شي. د نعنا بوټي په ځانگړي ډول په گرمو سیمو کې سیندونو ته نژدې یا په غرونو کې شنه کېږي. نوموړي بوټي یو شمېر طبیعې توکې لکه گلیکوزیډونه، ایریډويډونه، القلويدونه، فلافونويډونه او د کافئیک اسید اسټرونه لري.