د نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونه د یو یا ډېرو رواني درملو د کارونې ښکارندويي کوي هغه هم د شعوري حالت د بدلېدو په موخه یا د خوند اخیستو یا د غیر عادي موخو یا ساعتېرۍ لپاره چې د کارونکي د پوهې، احساساتو او هیجاناتو د بدلولو لامل ګرځي. کله چې د کارونکي بدن ته یو رواني درمل ننوځي، د نشه کولو یا مسمومولو اغیز په کې رامنځته کېږي. په عمومي توګه، تفریحي درمل په درېیو ډلو وېشل شوي دي: د خوابدۍ یا خپګان درمل (هغه درمل چې د هوساینې او ارامۍ احساس رامنځته کوي)؛ محرکات (هغه درمل چې د انرژۍ او هوښیارۍ حس راپاروي)؛ او د وېرې زیاتوالی (هغه درمل چې د وېرې ادراک تحریفوي).[۱][۲]

د عامه کارونې په توګه، د نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونه د دې پرځای چې د ځان درملنې د طبي حالت په توګه وپیژندل شي، ډېری وخت د زغم وړ ټولنیز چلند ګڼل کېږي. په هرحال، د ځینو نشه يي توکو ډیره کارونه له ټولنیز اړخه د یو داغ یا بد نوم په توګه ګڼل کېږي. ډیری خلک د خپګیان ضد تجویز شوي او کنټرول شوي درمل لکه مخدره توکي او همدارنګه افیوني مواد او بینزودیازپین کاروي .[۳][۴][۵]

په عامو یا رایجو تفریحي درملو کې کافيین چې ډېری په کافي یا قهوې، چای، څښاک، چاکلیټ او تجویز شويو درملو کې شامل دي؛ الکول، په عام ډول په بیر یا د اوربشو اوبه، شراب، او تصفیه شویو الکولي مشروباتو کې موندل کیږي؛ نیکوټین، ډېری په تنباکو او بریښنایی سیګرټو کې موندل کیږي؛ او کنترول شوي مواد د کنترول شويو درملو په توګه د نشه يي توکو په واحد کنوانسیون (۱۹۶۱) او د ملګرو ملتونو د رواني موادو کنوانسیون (۱۹۷۱) کې لیست شوي. هغه څه چې کنټرول شوي مواد یې له مخې غیر قانوني ګڼل کېږي په بېلابېلو هېوادونو کې توپیر لري، خو معمولا حشیش، کوکائین، افیوني مواد، MDMA، امفیتامین، میتامفیتامین، LSD، سیلوسایبین، مسکالین او بنزودیازپین په کې شامل دي. په ۲۰۱۵ کال کې، داسې اټکل شوی و چې په ټولې نړۍ کې له ۱۵ نه تر ۶۵ کلونو پورې شاوخوا ۵٪ کسانو (۱۵۸ میلیون نه تر ۳۵۱ میلیون پورې) لږترلږه یو ځل کنټرول شوي نشه توکي کارولي دي.[۶]

د کارونې لاملونه[سمول]

د نشه يي توکو د تفریحي/ یا شوقي کارونې د علت پېژندنې په هکله ډیریو څیړونکو څېړنې کړي. چې تر ټولو عامې نظریې یې دا دي: جنیتیک، د شخصیت ډول، رواني ستونزې، ځان درملنه، جنسیت، عمر، سمدستي خوشالونه، د انسان اصلي اړتیا، تجسس يا پلټنه، بغاوت، له یوې ډلې پورې د تړاو احساس، له کورنۍ او تړاو پورې مربوط مسایل، د زیانمېدو نېټه، په ښوونځي یا کار کې ناکامي، ټولنیز- اقتصادي فشارونه، د ملګرو فشار، د ځوانانو جرم، شتون یا موجودیت، تاریخي عوامل، یا ټولنیزې-کلتوري اغیزې دي. تراوسه د یوه واحد لامل په اړه موافقه نه ده شوې. پرځای یې، متخصصین غوړاي چې د ژوند له ټولنیز رواني ماډل نه کار واخلي. په احتمالي توګه ددې لاملونو له ډلې هر یو یې د یوه کس د نشه يي توکو پر کارونې اغېز کوي، ځکه چې دا په دوه اړخیزه توګه فرد پورې منحصر نه دي. له جنیتیک یا وراثت او رواني روغتیا په پام کې نیولو پرته، ټولنیز عوامل نشه يي توکو ته د لاسرسي او کارونې په برخه کې ځانګړی رول لري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د روږدېدو یا اعتیاد څیړونکي مارټین اې پلانټ په وینا، ډیری خلک د نشه یي توکو د تفریحی/ شوقي کارولو له پیل نه دمخه د ځان بیا تعریفولو دوره تېروي. هغوئ د نشه يي توکو کارونه د عمومي ژوند د یوې برخې په توګه ګڼي، چې له فرعي کلتور، لوړ حالت او د ټولنیز معیار له ننګونو سره تړاو لري.  پلانټ وايي: «د کارونکي له نظره، د نشه يي توکو د اخیستلو او کارولو لپاره ډېری مثبت دلایل شتون لري. لکه څنګه چې څرګنده ده د نشه يي توکو کارونه په کومې کچې چې له ملګرتیا، خوښۍ او وضعیت پورې تړاو لري په همغې کچې له خپګیان او بې وزلۍ سره هم تړاو لري. د نشه يي توکو پر کارونکي باندې بدلېدنه د ډېریو خلکو لپاره د منفي تجربې پر ځای یو مثبت تایید یا تصدیق دی».  [۱۲]

روغتیايي خطرونه[سمول]

د نشه يي توکو د تفریحي/ شوقي کارونې له امله د خطرونو شدت او ډول په پراخه کچه د نشه يي توکو د د کارولو د کچې په پام کې نیولو سره توپیر لري. د کارونکي په بدن او چاپیریال کې ډیری داسې لاملونه شتون لري چې له هر ډول نشه يي توکو سره په بېل ډول تعامل کوي. په ټولیزه توګه، ځینې څېړنې دا په ډاګه کوي چې د تفریحي نشه يي توکو له ډلې الکول تر نورو ټولو ډېر خطرناکه دي. یوازې هیروئین، کراک کوکائین، او میتامفیتامین ډېر زیانمن نشه يي توکي ګڼل کیږي. د بېلابېلو طبي متخصصینو له خوا الکولي مشروبات، د تنباکو محصولات او ډېری نور د نیکوټین پر بنسټ محصولات (لکه، برېښنايي سګرټ)، او کینابیس د ډیرو عامو او په پراخه کچه د ابتدايي یا دروازې درملو په توګه ګڼل کیږي. په متحده ایالاتو، اسټرالیا او نیوزیلینډ کې، د الکول څښلو عمومي پیل، د تنباکو څښل، د چرسو څښل، او د ځوانانو ترمنځ د ډیریو نشه يي توکو استعمال، ډېر کله د ځوانۍ او د ښوونځي په دورې کې (منځني ښوونځي او ثانوي ښوونځي) پېښېږي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

هغه علمي مطالعات چې د الکول له ټیټې سطحې نیولې تر منځنۍ سطحې، په ځانګړې توګه پر سور شراب تمرکز کوي، دې پایلې ته رسیدلي چې ښايي ددې په کارولو سره د پام وړ روغتیایی ګټې، لکه د زړه د ناروغیو د خطر کموالی، مغزي سکتې او ادراکي زوال، کارونکي ته ورسېږي. دا ادعا رد شوې ده. څیړونکي ډیویډ ناټ داسې وویل دا څیړنې چې د «منځنۍ سطحې» د الکولو مصرفولو ګټې بیانوي، پر هغو کسانو چې دمخه یې له دې څښاک نه استفاده کوله کوم ډول بدلون یا کنټرول یې پکې نه دی راوستی. ځینو متخصصینو په انګلستان کې داسې وړاندیز کړی چې د هغو رواني درملو په ډله کې چې ښايي کاروونکو ته لږ زیان رسوي (که څه هم په لومړي ځل لږ کارول کیږي) چرس، psilocybin mushrooms، LSD، او MDMA شامل دي. په هرحال، دا درمل له ځانګړو خطرونو او د جانبي عوارضو یا زیانونو نه خالي نه دي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

متحده ایالات[سمول]

د ۱۹ پیړۍ له نیمایي نه تر ۱۹۳۰ لسیزې پورې، امریکایی ډاکټرانو د بېلابېلو طبي شرایطو پر بنسټ Cannabis sativa د تجویز شوي درمل په توګه وړاندیز کړل. په ۱۹۶۰ لسیزې کې، د کلتور ضد غورځنګ د حشیش په ګډون د رواني درملو کارونه معرفي کړه. بالغو ځوانانو او د کالج زده کوونکو د نورو نشه يي توکو په ډله کې د حشیش د تفریحي کارونې ۲۰-۲۵٪ راپور ورکړی، په داسې حال کې چې کلتوري ذهنیت یې د کارولو په برخه کې خلاص او پلټونکی و. FBI په ۱۹۶۹ کال کې داسې راپور ورکړ چې د ۱۹۶۶ او ۱۹۶۸ کلونو ترمنځ، د ماري جوانا د ساتلو له امله، چې د ۱۹۳۷ کال پر ماري جوانا د مالیې قانون له مخې چې په متحده ایالاتو کې دا غیرقانوني و، د نیول شویو کسانو شمیر ۹۸ سلنه ډېروالی موندلی و. د دې اعتراف سربېره چې د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې د امریکا په ځوانانو کې د نشه يي توکو کارول خورا ډېر وو، سروې داسې ښیي چې تر ۱۹۶۹ کاله پورې د امریکا یوازې ۴ سلنه نفوس ماري جوانا کارولې. خو تر ۱۹۷۲ کاله پورې دا شمېر ۱۲ سلنه ته لوړ شوی. دا شمیر به تر ۱۹۷۷ کاله پورې دوه چنده شي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د کنټرول شويو موادو قانون په ۱۹۷۰کال کې ماري جوانا، هیروئین او LSD د لومړي جدول نشه يي توکو په ډله کې راوستل. هغه مهال ډېری ماري جوانا له مکسیکو نه راتلل، خو په ۱۹۷۵ کال کې د مکسیکو حکومت موافقه وکړه چې د پاراکوټ د بوټو له منځه وړونکې دوا په شیندلو سره دغه حاصلات له منځه یوسي، دې کار د زهري جانبي عوارضو وېره خپره کړه. وروسته يې کولمبیا اصلي تامینونکی هېواد شو. تر یوې لسیزې وروسته د ماري جوانا په څښلو کې کموالی راغی، خو د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې، په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو ترمنځ یې یو ځل بیا ډېروالی وموند، خو د پخوانیو کارونو په پرتله د لسیزې په پای کې دا وده راکمه شوې وه.[۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. Crocq, Marc-Antoine (December 2007). Thibaut, Florence (المحرر). "Historical and cultural aspects of man's relationship with addictive drugs". Dialogues in Clinical Neuroscience. Laboratoires Servier. 9 (4): 355–361. doi:10.31887/DCNS.2007.9.4/macrocq. ISSN 1958-5969. OCLC 62869913. PMC 3202501. PMID 18286796. S2CID 12682928. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lüscher, C; Ungless, MA (November 2006). Bosurgi, R (المحرر). "The Mechanistic Classification of Addictive Drugs". PLOS Medicine. Public Library of Science. 3 (11): e437. doi:10.1371/journal.pmed.0030437. ISSN 1549-1676. LCCN 2004212194. PMC 1635740. PMID 17105338. S2CID 12300815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Williams S (24 October 2015). "Specialty Drug Classes That Are Costing Consumers an Arm and a Leg". The Motley Fool. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Earnshaw, VA (December 2020). "Stigma and substance use disorders: A clinical, research, and advocacy agenda". American Psychologist. American Psychological Association. 75 (9): 1300–1311. doi:10.1037/amp0000744. ISSN 1935-990X. PMC 8168446 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33382299 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 229930928. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lüscher, C; Ungless, MA (November 2006). Bosurgi, R (المحرر). "The Mechanistic Classification of Addictive Drugs". PLOS Medicine. Public Library of Science. 3 (11): e437. doi:10.1371/journal.pmed.0030437. ISSN 1549-1676. LCCN 2004212194. PMC 1635740. PMID 17105338. S2CID 12300815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Global Overview of Drug Demand and Supply (PDF). United Nations. 2017. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-1-148291-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Crocq, Marc-Antoine (December 2007). Thibaut, Florence (المحرر). "Historical and cultural aspects of man's relationship with addictive drugs". Dialogues in Clinical Neuroscience. Laboratoires Servier. 9 (4): 355–361. doi:10.31887/DCNS.2007.9.4/macrocq. ISSN 1958-5969. OCLC 62869913. PMC 3202501. PMID 18286796. S2CID 12682928. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Drugs, Brains, and Behavior: The Science of Addiction – Drug Misuse and Addiction". www.drugabuse.gov. North Bethesda, Maryland: National Institute on Drug Abuse. 13 July 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Plant, MA (September 1980). Marsden, J (المحرر). "Drugtaking and prevention: the implications of research for social policy". Addiction. Wiley-Blackwell on behalf of the Society for the Study of Addiction. 75 (3): 245–54. doi:10.1111/j.1360-0443.1980.tb01378.x. ISSN 1360-0443. LCCN 93645978. OCLC 27367194. PMID 6938224. S2CID 32438214. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. White T (2012). Working with Drug and Alcohol Users. London: Jessica Kingsley Publishers. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857006189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "3.1 Reasons why people use drugs". Australian Department of Health. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Plant, MA (September 1980). Marsden, J (المحرر). "Drugtaking and prevention: the implications of research for social policy". Addiction. Wiley-Blackwell on behalf of the Society for the Study of Addiction. 75 (3): 245–54. doi:10.1111/j.1360-0443.1980.tb01378.x. ISSN 1360-0443. LCCN 93645978. OCLC 27367194. PMID 6938224. S2CID 32438214. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Williams, AR (June 2020). "Cannabis as a Gateway Drug for Opioid Use Disorder". Journal of Law, Medicine & Ethics. Cambridge University Press on behalf of the American Society of Law, Medicine & Ethics. 48 (2: Opioid Controversies: The Crisis – Causes and Solutions): 268–274. doi:10.1177/1073110520935338. ISSN 1748-720X. PMC 7359408. PMID 32631185. S2CID 220385267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ren, M; Lotfipour, S (September 2019). "Nicotine Gateway Effects on Adolescent Substance Use". Western Journal of Emergency Medicine. eScholarship. 20 (5): 696–709. doi:10.5811/westjem.2019.7.41661. ISSN 1936-9018. PMC 6754186. PMID 31539325. S2CID 201978284. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Balon, R (October 2018). "Illegal or Legal, Marijuana Remains a Gateway Drug". Focus: The Journal of Lifelong Learning in Psychiatry. American Psychiatric Association. 16 (4): 2s–3s. doi:10.1176/appi.focus.164S01. ISSN 1541-4108. PMC 6493246. PMID 31975938. S2CID 169336920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Barry, AE; King, J; Sears, C; Harville, C; Bondoc, I; Joseph, K (January 2016). "Prioritizing Alcohol Prevention: Establishing Alcohol as the Gateway Drug and Linking Age of First Drink with Illicit Drug Use". Journal of School Health. Wiley-Blackwell on behalf of the American School Health Association. 86 (1): 31–38. doi:10.1111/josh.12351. ISSN 1746-1561. PMID 26645418. S2CID 8906331. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Balon, R (October 2018). "Illegal or Legal, Marijuana Remains a Gateway Drug". Focus: The Journal of Lifelong Learning in Psychiatry. American Psychiatric Association. 16 (4): 2s–3s. doi:10.1176/appi.focus.164S01. ISSN 1541-4108. PMC 6493246. PMID 31975938. S2CID 169336920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Barry, AE; King, J; Sears, C; Harville, C; Bondoc, I; Joseph, K (January 2016). "Prioritizing Alcohol Prevention: Establishing Alcohol as the Gateway Drug and Linking Age of First Drink with Illicit Drug Use". Journal of School Health. Wiley-Blackwell on behalf of the American School Health Association. 86 (1): 31–38. doi:10.1111/josh.12351. ISSN 1746-1561. PMID 26645418. S2CID 8906331. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Attia, J; Campbell, E; Dray, J; Bowman, J; Freund, M; Hodder, RK; Lecathelinais, C; Oldmeadow, C; Wiggers, J; Wolfenden, L (August 2017). "Effectiveness of a pragmatic school-based universal resilience intervention in reducing tobacco, alcohol, and illicit substance use in a population of adolescents: Cluster-randomised controlled trial" (PDF). BMJ Open. BMJ Group. 7 (8): e016060. doi:10.1136/bmjopen-2017-016060. ISSN 2044-6055. PMC 5629645. PMID 28821523. S2CID 1475517. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Parker, EM; Bradshaw, CP (October 2015). "Teen Dating Violence Victimization and Patterns of Substance Use Among High School Students". Journal of Adolescent Health. Elsevier on behalf of the Society for Adolescent Health and Medicine. 57 (4): 441–447. doi:10.1016/j.jadohealth.2015.06.013. ISSN 1054-139X. PMID 26271161. S2CID 40481423. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Chen, CM; Moss, HB; Yi, HY (March 2014). "Early adolescent patterns of alcohol, cigarettes, and marijuana polysubstance use and young adult substance use outcomes in a nationally representative sample". Drug and Alcohol Dependence. Elsevier. 136: 51–62. doi:10.1016/j.drugalcdep.2013.12.011. ISSN 0376-8716. PMID 24434016. S2CID 13003820. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chiva-Blanch, G; Badimon, L (January 2020). "Benefits and Risks of Moderate Alcohol Consumption on Cardiovascular Disease: Current Findings and Controversies" (PDF). Nutrients. MDPI. 12 (1: Alcoholic Beverages and Human Health): 108. doi:10.3390/nu12010108. ISSN 2072-6643. PMC 7020057. PMID 31906033. S2CID 210042186. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ferrières, J (January 2004). Otto, C (المحرر). "The French paradox: lessons for other countries" (PDF). Heart. BMJ Group. 90 (1): 107–111. doi:10.1136/heart.90.1.107. ISSN 1468-201X. PMC 1768013. PMID 14676260. S2CID 6738125. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Nutrition Source: "Drinks to Consume in Moderation – Alcohol: Balancing Risks and Benefits"". www.hsph.harvard.edu. Boston: Department of Nutrition at the Harvard T.H. Chan School of Public Health. 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Stampfer MJ, Kang JH, Chen J, Cherry R, Grodstein F (January 2005). "Effects of moderate alcohol consumption on cognitive function in women". The New England Journal of Medicine. Massachusetts Medical Society. 352 (3): 245–253. doi:10.1056/NEJMoa041152. PMID 15659724. S2CID 42052640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Nutt D (7 March 2011). "There is no such thing as a safe level of alcohol consumption". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Nutt DJ, King LA, Phillips LD (November 2010). "Drug harms in the UK: a multicriteria decision analysis". Lancet. London, England. 376 (9752): 1558–65. doi:10.1016/S0140-6736(10)61462-6. PMID 21036393. S2CID 5667719. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bostwick JM (February 2012). "Blurred boundaries: the therapeutics and politics of medical marijuana". Mayo Clinic Proceedings. Elsevier on behalf of the Mayo Clinic. 87 (2): 172–86. doi:10.1016/j.mayocp.2011.10.003. LCCN sc78001722. PMC 3538401. PMID 22305029. S2CID 8654553. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Aikins RD (2015-01-02). "From recreational to functional drug use: the evolution of drugs in American higher education, 1960-2014". History of Education. 44 (1): 25–43. doi:10.1080/0046760X.2014.979251. PMC 4972325. PMID 27499559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Farber D (2004). The Sixties Chronicle. Legacy Publishing. د کتاب پاڼې 432. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1412710091. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Robison J (2 July 2002). "Decades of Drug Use: Data From the '60s and '70s". Gallup.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Bostwick JM (February 2012). "Blurred boundaries: the therapeutics and politics of medical marijuana". Mayo Clinic Proceedings. Elsevier on behalf of the Mayo Clinic. 87 (2): 172–86. doi:10.1016/j.mayocp.2011.10.003. LCCN sc78001722. PMC 3538401. PMID 22305029. S2CID 8654553. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Marijuana: History of Marijuana Use". The Columbia Electronic Encyclopedia (الطبعة 6th). Columbia University Press. 2012. OCLC 746941797 – عبر infoplease.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)