د ناټو پراخونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناټو د اته وېشت اروپايي او د شمالي امريکا د دوو هېوادونو يو نظامي تړون دی، چې د ډله ييزې دفاع يو نظام رامنځته کوي. له تړون سره د يو ځای کېدنې پړاو د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) د ۱۰ مادې او راتلونکو تړونونو له مخې اداره کېږې، چې يوازې«نورو اروپايي دولتونو» ته د بلنې اجازه ورکوي. هغه هېوادونه چې د يو ځای کېدو هيله لري، بايد ټاکلې غوښتنې پوره کړي او يو ګڼ پړاويز پړاو بشپړ کړي، چې د سياسې خبرو اترو او نظامي بشپړونې رانغاړونکی دی. د لاسرسي لرنې پړاو د شمالي اتلانتيک شورا (North Atlantic Council) له لورې څارل کېږي، چې د ناټو اداره کوونکې برخه ده.

ناټو په ۱۹۴۹ ز کال کې د دولس بنسټ اېښودونکو په لرلو سره له خپل جوړښت څخه وروسته، په ۱۹۵۲ ز کال کې د يونان او ترکيې او په ۱۹۵۵ ز کال کې د لويديځ جرمني په شاملولو سره په چټکۍ  سره وده وکړه. له ناټو سره د لويديځ جرمني يو ځای کېدنې شوروي اتحاد وهڅاوه، چې د ډله ييز امنيت خپل تړون تصويب کړي، چې په نارسمي ډول يې د همدې کال په وروستيو کې د وارسا تړون نوم ورکړ. د ناټو د غړيتوب بل هېواد په ۱۹۸۲ ز کال کې هسپانيه وه. په ۱۹۹۰ ز کال کې شوروي اتحاد او ناټو يوې هوکړې ته ورسېدل، چې يو بیا يوځای شوی جرمني به د لويديځ جرمني د وار له مخه شته غړيتوب له مخې له ناټو سره يو ځای کېږي، که څه هم د پخواني ختيځ جرمني پر خاوره باندې د ناټو ځواکونو د خپرېدنې په اړه پر بنديزونو باندې هوکړه شوې وه. په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد منحل کېدنه د دې لامل شوه، چې د وارسا تړون او وروستيو شوروي دولتونو يو شمېر پخواني دولتونه له ناټو سره د يو ځای کېدو غوښتنه وکړي. دا چاره د روسيې له لورې ځکه د نيوکې لامل شوه، چې روسيې دا دولتونه د خپل نفوذ په سيمه کې د لوېدنې په توګه وګڼل. په ۱۹۹۶ ز کال کې د متحده ايالتونو ولسمشر Bill Clinton د پخواني وارسا تړون له هېوادونو او له شوروي وروسته جمهوريتونو څخه وغوښتل، چې له ناټو سره يو ځای شي او د ناټو پراخېدنه يې د خپل بانديني سياست يوه غوڅه پرېکړه کوونکې برخه وګرځوله. [۱][۲]

درې کلونه وروسته په خپله ناټو کې د زيات بحث او د روسيې د سخت مخالفت په منځ کې [په شتون کې] پولينډ، هنګري او چک جمهوريت  په ناټو کې شامل شول. د مرکزي او ختيخې اروپا د اووه هېوادونو په يو ځای کېدنې سره، ناټو نوره هم پراخه شوه. ياد اووه هېوادونه بلغاريا، اسټونيا، ليتويا، ليتوانيا، رومانيا، سلواک او اسلووني دي. یاد شوي ملتونه د ۲۰۰۲ ز کال پراګ سرمشريزې (Prague summit) پر مهال د غړيتوب خبرو اترو پيل کولو ته بلل شوي وو او په ۲۰۰۴ ز کال کې د استانبول له سرمشريزې څخه لږ څخه مخکې  له ناټو سره يو ځای شول. البانيا او کروشيا د ۲۰۰۹ ز کال د اپرېل پر ۱ نېټه د ۲۰۰۹ ز کال د Strasbourg-Kehl له سرمشريزې څخه مخکې  له ناټو سره وتړل شول. تر ټولو وروستي دولتونه چې له ناټو سره يو ځای شول، د ۲۰۱۷ ز کال د جون پر ۵ مونټينيګرو او د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ پر ۲۷ مه شمالي مقدونيه وو.  

تر ۲۰۲۲ ز کال پورې ناټو درې دولتونه (Bosnia and Herzegovina, Georgia او Ukraine) په رسميت وپېژندل، چې په رسمي ډول يې د خپل غړيتوب هيلې څرګندې کړې وې. له ناټو سره يو ځای کېدنه، له اتحاد څخه د باندې د سويډن، فنلينډ، ايرلينډ، مولدووا او صربستان په ګډون؛ په بېلابېلو نورو هېوادونو کې د بحث يوه موضوع ده. د اوکراين غوندې هېوادونو کې د غړيتوب ملاتړ يا مخالفت په توکميز او ملتپالو نظريو پورې تړلی دی. په اتحاد کې د پخوانۍ ختيځ ډلې (Western Bloc) او له شوروي وروسته دولتونو يو ځای کېدل د ناټو او روسيې تر منځ د زيات شوي کړکېچ يو سبب و. ختيځ لور ته د ناټو پراخېدنه يو لامل و، چې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين له لورې پر اوکراين باندې د ۲۰۲۲ ز کال روسي يرغل د سم ښودلو په موخه ورکړل شو. [۳][۴]

تېره پراخېدنه[سمول]

ناټو په ۱۹۴۹ ز کال کې له رامنځته کېدو راهيسې اته ځلې نوي غړي زيات کړي دي، چې دېرش غړي په کې شامل دي. دوولس هېوادونه د ناټو د بنسټ ايښودنې برخه وو، چې بليم، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، ايسلند، ايټاليا، لوکزامبورک، نيدرلينډز، ناروې، پرتګال، انګليستان او متحده ايالتونه دي. د سړې جګړې لومړني کلونه د اروپا د پانګه والو (Capitalist) دولتونو، چې متحده ايالتونو يې ملاتړ کاوه او کمونيستي دولتونو، چې شوروي اتحاد يې ملاتړ کاوه، تر منځ د يو سخت وېش شاهد وو. دې وېش د Antonio Salzar په مشرۍ په ناټو کې د پرتګال يو ځای کېدل اسانه کړل او د يونان او ترکيې کمونيست خلاف حکومتونه يې وهڅول چې په ۱۹۵۲ ز کال کې له ناټو سره يو ځای شي. يونان پر قبرس باندې د ترکيې د بريد له امله، په ۱۹۷۴ز کال  کې خپل غړيتوب وځنډاوه، مګر د ترکيې په مرستې سره بېرته په ۱۹۸۰ ز کال کې يو ځای شو. [۵]

د بن او پاريس ناستو (کنوانسيونونو) د متحدينو له لورې د لويديځ جرمني نيونه (اشغال) پای ته ورساوه او په يوه برخه کې په دې شرط تصويب شول، چې لويديځ جرمني له ناټو سره يو ځای شي، چې په ۱۹۵۵ز کال کې يې همداسې وکړل. که څه هم په لومړيو کې انزوا غوښتونکې هسپانيه د Francisco Franco تر مشرۍ لاندې په پياوړي ډول د کمونيزم خلاف او له ناټو هېوادونو سره د منظمو دفاعي تړونونو له مخې را ايساره وه. ديموکراسۍ ته له اوښتلو څخه وروسته، هسپانيه له ناټو سره د يو ځای کېدو په ګډون (چې په ۱۹۸۲ ز کال کې ورسره يو ځای شوه) د خپلو اروپايي اړيکو په عادي کولو کې تر فشار لاندې راغله. په ۱۹۸۶ ز کال کې يوې نظرپوښتنې د دې [ناټو کې غړيتوب] لپاره يو د پام وړ ملاتړ تاييد کړ. [۶][۷][۸]

د جرمني بيا يو ځای کېدنه[سمول]

له سړې جګړې څخه وروسته د ناټو لومړۍ پراخېدنه د ۱۹۹۰ ز کال د اکتوبر پر ۳ مه د جرمني په بيا يو ځای کېدنې سره وشوه. دا هغه مهال و، چې پخواني ختيځ جرمني د جرمني د فدرالي جمهوريت او اتحاد برخه شو. ذکر شوې يو ځای کېدنه، د ياد کال په لومړيو کې په دوه جمعه څلور تړون (Two Plus Four Treaty) کې هوکړه شوې وه. په ناټو کې د يو متحد جرمني د شوري تصويب د خوندي کولو په موخه هوکړه شوې وه چې په پخواني ختيځ جرمني کې به بانديني سرتيري او هستوي وسلې نه ځای پر ځای کېږي. که څه هم ياده موضوع کېدای شي، د تړون د خبرو اترو پر مهال راپورته شوې وي، مګر د جرمني د بيا يو ځای کېدنې په اړه، د ۱۹۹۰ ز کال د سپټمبر او اکتوبر په تړونونو کې د ناټو پراخېدنې هيڅ يادونه نشته. د ناټو د غړو دولتونو د استازو په توګه Hans-Dietrich Genscher او James Baker ښايي په نارسمي ډول ژمنه کړې  وي يا نه وي کړي، چې د دوی پر مهال دې د ختيځ المان په ختيځ کې ناټو نه پراخېږي او له شوروي سيالانو سره معاصرې خبرې اترې د تاريخپوهانو او د نړيوالو اړيکو د پوهانو په منځ کې د اوږدې مودې د اختلاف مسئله ده. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۹۹۰ ز کال لسيزې پر مهال د ناټو د شوني پراختيا په اړه د روسيې غبرګونونه ګډ (مخلوط) وو. د ۱۹۹۳ ز کال په اګسټ کې له پولنيډ د کتنې پر مهال روسي ولسمشر Boris Yeltsin پولينډي ولسمشر Lech Walesa ته وويل چې: «روسيه په ناټو کې د پولينډ د غړيتوب مخالفت نه کوي او روسيې ته د يو ګواښ په توګه يې په ناټو کې غړيتوب نه درک کوي». په روسيه کې د مخالفت (اپوزيسيون) له لورې تر فشار لاندې؛ دا نارسمي اعلاميه په راتلونکې مياشت کې بېرته واخيستل شوه او Yeltsin په همدې اکتوبر کې وليکل چې: پراخېدنې د ۱۹۹۰ ز کال تړون له اصل څخه تېری کړی دی، چې د روسي روښانفکرانو په منځ کې يې د خواشینۍ د سبب پيل په نښه کاوه. په ورته ډول د ۱۹۹۷ز کال په می کې Yeltsin له ناټو سره يو تړون لاسليک کړ، چې د نوي غړيتوب په اړه متن په کې شامل و، مګر بيا يې هم همغه ډسمبر د ناټو پراخېدنه د خپل ملي امنيت په لومړني پړاو (National Security Blueprint) کې د يو ګواښ په توګه بيان کړ. د ۲۰۰۷ ز کال په يوه وينا کې ولاديمير پوتين (Vladimir Putin) د Manfred Worner د ۱۹۹۰ز کال يو نکل ذکر کړ، چې لا زيات دلالت کوي چې د پراخېدنې په اړه ډاډونه (ضمانتونه) شوي وو او دا فکر وروسته د نوموړي له لورې په اوکراين کې د روسيې د ۲۰۱۴ ز کال فعاليتونو او د روسيې او اوکراين تر منځ  د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ ز کلونو کړکېچ لپاره د پر حق د يوې شونې ثابتونې په توګه وکارول شو. [۲۰][۲۱]v[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Itzkowitz Shifrinson, Joshua R. (2016-05-30). "Op-Ed: Russia's got a point: The U.S. broke a NATO promise". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 1996-10-23 باندې). Clinton Urges NATO Expansion in 1999. The New York Times.
  3. (په 2022-03-03 باندې). Why is Russia invading Ukraine and what does Putin want?. BBC News.
  4. (په 5 May 2020 باندې). Enlargement. The North Atlantic Treaty Organization.
  5. (په 26 June 2012 باندې). Why Is Turkey in NATO?. International Business Times.
  6. Haftendorn, Helga (Summer 2005). "Germany's accession to NATO: 50 years on". NATO Review. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جون ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Magone 2009، ص. 439.
  8. Magone 2009، صص. 385–386.
  9. (په September–October 2014 باندې). A Broken Promise?. Foreign Affairs.
  10. "Memorandum of conversation between Baker, Shevardnadze and Gorbachev". National Security Archive. George Washington University. 9 February 1990. Briefing Book 613. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 18 February 2022 باندې). Neuer Aktenfund von 1991 stützt russischen Vorwurf (New files from 1991 supports Russian claims).
  12. Savranskaya, Svetlana; Blanton, Tom (12 December 2017). "NATO Expansion: What Gorbachev Heard". National Security Archive. George Washington University. Briefing Book 613. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Trachtenberg, Marc (2021). "The United States and the NATO Non-extension Assurances of 1990: New Light on an Old Problem?" (PDF). International Security. 45 (3): 162–203. doi:10.1162/isec_a_00395. S2CID 231694116 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kramer, Mark (1 April 2009). "The Myth of a No-NATO-Enlargement Pledge to Russia" (PDF). The Washington Quarterly. 32 (2): 39–61. doi:10.1080/01636600902773248. ISSN 0163-660X. S2CID 154322506. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kramer, Mark; Shifrinson, Joshua R. Itzkowitz (1 July 2017). "Correspondence: NATO Enlargement—Was There a Promise?". International Security. 42 (1): 186–192. doi:10.1162/isec_c_00287. ISSN 0162-2889. S2CID 57571871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Majumdar, Dave (12 December 2017). "Newly Declassified Documents: Gorbachev Told NATO Wouldn't Move Past East German Border". The National Interest. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2016 باندې). [{{{url}}} Deal or No Deal? The End of the Cold War and the U.S. Offer to Limit NATO Expansion]. International Security.
  18. (په September–October 2014 باندې). A Broken Promise?. Foreign Affairs.
  19. "Memorandum of conversation between Baker, Shevardnadze and Gorbachev". National Security Archive. George Washington University. 9 February 1990. Briefing Book 613. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 24 May 2015 باندې). Moscow's account of Nato expansion is a case of false memory syndrome. The Guardian.
  21. Michael Rühle (2014). "NATO enlargement and Russia: myths and realities". NATO Review. NATO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Mehrotra, O.N. (1998). "NATO Eastward Expansion and Russian Security". Strategic Analysis. 22 (8): 1225–1235. doi:10.1080/09700169808458876. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 12 January 2022 باندې). Russia's belief in Nato 'betrayal' - and why it matters today.
  24. "20 lat temu Polska wstąpiła do NATO". TVN24 (په البولندية ژبه کي). 12 March 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  25. Andrea Chiampan; Alexander Lanoszka; M. E. Sarotte (19 October 2020). "NATO Expansion in Retrospect". The International Security Studies Forum (ISSF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)