د مېږو اهلي کول
د اهلي مېږو/پسونو تاریخچه تر میلاد مخکې د ۱۱۰۰۰ او ۹۰۰۰ کلونو تر منځ او په لرغوني بین النهرین کې د غرني ګډ د اهلي کولو مهال ته رسېږي. مېږې/پسونه لومړني څاروي دي چې انسانانو اهلي کړي دي. دا پسونه د غوښې، شیدو او پوستکي لپاره روزل کېدل. د وړیو لپاره د مېږو/پسونو روزنه تر میلاد شاوخوا ۶۰۰۰ کاله وړاندې پیل شوه. وروسته بیا د سوداګرۍ له لارې افریقا او اروپا ته هم وارد شول.
په اسیا کې
[سمول]اهلي کول
[سمول]پسونه/مېږې لومړني څاروي وو چې انسانانو اهلي کړل (که څه هم ښايي سپیان ۲۰۰۰۰ کاله مخکې تر دې اهلي شوي وي)؛ د مېږو د اهلي کولو نېټه په بین النهرین کې تر میلاد وړاندې د ۱۱۰۰۰ او ۸۰۰۰ کلونو تر منځ اټکل کېږي. مېږې ښايي په خپلواک ډول د سوېلي اسیا په مهرګره سیمه (اوسني پاکستان) کې هم تر میلاد وړاندې د اوومې زریزې په شاوخوا کې اهلي شوې وي. د مېږو وحشي نسب بېلابېلې ځانګړنې لري چې کنترولېدونکې اندازه، چټک جنسي بلوغ، ټولنیز ماهیت او د زیږون لوړه کچه یې د بېلګې په توګه یادولی شو؛ او دا داسې ځانګړنې دي چې دغه حیوانات یې د اهلي کولو لپاره مناسب کړي دي. دا مهال مېږه/پسه یو بشپړ اهلي حیوان دی چې تر ډېره د خپلې روغتیا او بقا لپاره په انسانانو پورې تړلی دی. وحشي مېږې/پسونه هم شته، خو په مشخص ډول په هغو سیمو کې دي چې هلته لوی ښکاریان نه وي او اندازه یې د ځنګلي اسونو، وزو، خوګانو یا سپيو هومره نه ده، که څه هم ځینې وحشي حیوانات دومره منزوي پاتې دي چې د جلا نسلونو په توګه پېژندل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
د ثانويه محصولاتو لپاره د پسونو روزنه او د نسل پراختیا په سوېل لوېدیځه اسیا یا لوېدیځه اروپا کې پیل شوه. په پیل کې مېږې/پسونه یوازې د غوښې، شیدو او پوستکي لپاره ساتل کېدل. د ایران په شاوخوا کې له موندل شویو مجسمو څخه د لرغونپېژندنې شواهد ښیې چې د وړیو لپاره د پسونو/مېږو انتخاب ښايي تر میلاد وړاندې د ۶۰۰۰ کلونو په شاوخوا کې پیل شوی وي او د وړيو لومړنۍ اوبدل شوې جامې له دوو تر درې زره کلونو پورې لرغونی تاريخ لري. تر دې وړاندې به چې کله مېږه/پسه د غوښې لپاره حلالېده، پوستکی به یې په لمر پخاوه او د یو ډول ټوکر په توګه به یې اغوست. څېړونکي په دې باور دي چې د دغه ډول جامو پراختیا انسانان وهڅول چې د ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] په پرتله په ډېرو سړو سیمو کې ژوند وکړي او دا هغه ځایونه وو چې د تودوخې منځنۍ درجه یې ۷۰ فارنهایټ (۲۱ سانتي ګراد) وه. په «چاټالهویوک» سیمه کې د مېږو/پسونو موندل شوي غاښونه او هډوکي څرګندوي چې ښايي په دې سیمه کې اهلي مېږې/ پسونه موجود وو. د برونزو د دورې په جریان کې مېږې/ پسونه د عصري نسلونو له ټولو مهمو ځانګړتیاوو سره په ټوله لوېدیځه اسیا کې موجود وو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
اوسنی ډول
[سمول]منځنی ختیځ او مرکزي اسیا
[سمول]په ځینو هېوادونو کې د کوچیاني او نیمه کوچیاني مالدارانو یو لوی خو په دوامداره توګه کمېدونکی اقلیت موجود دی چې سعودي عربستان (څه کم ۳ سلنه)، ایران (۴ سلنه) او افغانستان (لږ تر لږه ۱۰ سلنه) یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱۴]
هند
[سمول]په هند کې له مرینو او نورو باکیفیته مېږو/ پسونو سره د یوځای کولو له لارې هڅه کېږي چې د ځايي مېږو/پسونو د نسل کیفیت لوړ کړل شي. دا کار د یوې داسې ډیسي مېږې/پسه د تولید لپاره کېږي چې باکیفیته وړۍ او غوښه تولیدوي.[۱۵]
چین
[سمول]مېږې/پسونه د چين د کرنيز اقتصاد مهمه برخه نه ده، ځکه چې د چين زياتره برخه د مېږو/پسونو د پالنې لپاره اړین پراخ څړځایونه نهلري. د مېږو/پسونو روزنه د چین په شمال لوېدیځو ولایتونو کې ډېره عامه ده او دا هغه ځایونه دي چې پراخ څړځایونه په کې موجود دي. چین د ژان په نامه د پسونو یو ځايي نسل لري. د دغه نسل شمېر له ۱۹۸۵ کال راهیسې د حکومت له پاملرنې سره سره د کمېدو پر لوري روان دی.[۱۶][۱۷][۱۸]
جاپان
[سمول]د جاپان حکومت د ۱۹مې پېړۍ په جریان کې کروندګر وهڅول چې مېږې/پسونه وروزي. د یارکشیر، برکشایر، هسپانوي مرینو او د چینایي او مغولي مېږو/پسونو د ډېرو نسلونو د واردولو لپاره د مېږو/ پسونو د پالنې پروګرامونه پیل شول او حکومت د مېږو/پسونو د روزلو لپاره د دغو پروګرامونو ملاتړ پراخ کړ. د مېږو/پسونو د سمې ساتنې په برخه کې د بزګرانو د پوهاوي نشتوالی او هغو کسانو ته د معلوماتو په ورکولو کې د حکومت پاتې راتګ چې مېږې/پسونه یې واردول، د پروژې د ناکامۍ لامل شو او په ۱۸۸۸ کال کې دا پروژه بنده شوه.[۱۹]
منګولیا
[سمول]د مېږو/پسونو ساتنه له زرګونو کلونو راهیسې د منګولیایانو یو مهم اقتصادي فعالیت او د ژوند ډول دی. د منګولیایي مېږو/پسونو د ساتنې دودیزو ډولونو او عصري علم ښه پرمختګ کړی دی. د منګولیا حیواني یا وترنري علوم په دغه هېواد کې د مېږو ساتنه (۱) د وړیو د تار د اوږدوالي، نازکوالي او نرموالي، (۲) په بېلابېلو ارتفاعاتو کې د ژوندي پاتې کېدو د وړتیا، (۳) فزیکي بڼې، لکۍ، اندازې او نورو معیارونو له مخې ډلبندي کوي. د مېږو/پسونو تر ټولو عام نسلونه «منګول خلها»، «ګو-الټای»، «بیډراګ»، «بیاډ»، «اوزینچین»، «سمبر» او یو شمېر نور نسلونه دي چې دا ټول د چاغ لم لرونکو په کورنۍ پورې اړوند دي.
په دغه هېواد کې هر کال د ټولو موجودو اهلي څارویو سرشمېرنه کېږي. د ۲۰۱۷ کال په پای کې سرشمېرنې څه باندې ۳۰ میلیونه مېږې/پسونه وشمېرل چې په دغه هېواد کې د ټولو اهلي حیواناتو ۴۵.۵ سلنه جوړوي.[۲۰]
هر کال تر نوي قمري کال مخکې حکومت منتخبو مالدارانو ته د "غوره مالدار" (په مغولي ژبه "Улсын сайн малчин цол") جایزه ورکوي.
په افریقا کې
[سمول]مېږې/ پسونه په لوېدیځه اسیا کې تر اهلي کېدو لږ وروسته افریقا لویې وچې ته ولېږدول شول. یو کم شمېر تاریخ لیکوالو یو ځل د «اویس اریس» مېږو د افریقایي اصلیت تیوري مطرح کړه. دا تیوري د ډبر کیندنې هنر د تفسیرونو او د بربري پسونو د هډوکپوهنې د شواهدو پر بنسټ ولاړه ده. لومړنۍ مېږې/ پسونه د سینا صحرا له لارې شمالي افریقا ته ولېږدېدل او شاوخوا ۸ یا ۷ زره کاله مخکې په لرغوني مصر کې موجود وو. مېږې/پسونه تل په افریقا کې د معیشتي کرنې برخه وه، خو دا مهال یوازنی هېواد چې ډېرې سوداګریزې مېږې/ پسونه ساتي، سوېلي افریقا ده چې شمېر یې ۲۸.۸ میلیونو ته رسېږي.[۲۱][۲۲][۲۳]
اروپا
[سمول]په اروپا کې د پسونو روزنې چټکه وده وکړه. څېړنې ښیي چې تر میلاد شاوخوا ۶۰۰۰ کاله وړاندې د ماقبلالتاریخ مهال د ډبرو د نوې دورې په جریان کې «کاسټیلنوویانو» چې د فرانسې په سوېل کې له اوسني مارسیل ښار سره نږدې د «شټونوف-لېس-مارټیګ» په شاوخوا کې اوسېدل، په اروپا کې د لومړنیو کسانو له ډلې وو چې اهلي پسونه یې ساتل. د لرغوني یونان تمدن له پیل راهیسې د لومړنۍ مالدارۍ په توګه پر مېږو/پسونو تکیه و او ان ویل کېږي چې هر څاروي ځانته نوم درلود. هغه سکانډینیوینیايي مېږې/پسونه چې دا مهال هم موجود دي او لنډې لکۍ او څو رنګه وړۍ لري، په پیل کې هم موجود وو. وروسته بیا د روم امپراتورۍ هم په پراخه کچه مېږې/ پسونه ساتل او رومیان د اروپا په ډېرو برخو کې د مېږو/پسونو په پاللو او روزلو کې یو مهم عامل و.[۲۴][۲۵][۲۶]
په استرالیا او نیوزلنډ کې
[سمول]استرالیا او نیوزلنډ د مېږو/پسونو په معاصر صنعت کې مهم رول لوبوي او پسونه د دواړو هېوادونو د کلتور او اقتصاد یوه مهمه برخه ده. په ۱۹۸۰ کال کې نیوزلنډ د سړي سر مېږو/پسونو تر ټولو لوړ تراکم درلود - د پسونو شمېر د انساني نفوس له ۱۲ څخه تر ۱ پورې و (چې دا شمېر اوس مهال له ۵ څخه تر ۱ پورې ده) او اسټرالیا بې له شکه په نړۍ کې د مېږو/ پسونو (او غواګانو) تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی. په ۲۰۰۷ کال کې نیوزلنډ د فبرورۍ میاشتې ۱۵مه نېټه «د وري ملي ورځ» ونوموله تر څو په خپل هېواد کې د پسونو د تولید تاریخ ونمانځي.[۲۷][۲۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Simmons & Ekarius
- ↑ Ensminger
- ↑ Weaver
- ↑ Krebs, Robert E.; Carolyn A. (2003). Experiments, Inventions & Discoveries of the Ancient World. Westport, CT: Greenwood Press. ISBN 978-0-313-31342-4.
- ↑ Budiansky
- ↑ Franke, Ute (January 2016). "Prehistoric Balochistan: Cultural Developments in an Arid Region". In Markus Reindel; Karin Bartl; Friedrich Lüth; Norbert Benecke (eds.). Palaeoenvironment and the Development of Early Settlements (in انګليسي). ISBN 978-3-86757-395-5.
- ↑ Meadow, Richard H. (1991). Harappa Excavations 1986-1990 A Multidisciplinary Approach to Third Millennium Urbanism. Madison Wisconsin: Prehistory Press. pp. 94 Moving east to the Greater Indus Valley, decreases in the size of cattle, goat, and sheep also appear to have taken place starting in the 6th or even 7th Millennium BC (Meadow 1984b, 1992). Details of that phenomenon, which I have argued elsewhere was a local process at least for sheep and cattle (Meadow 1984b, 1992).
- ↑ Bixby, Donald E.; Sponenberg, D. Philip. "Breed Conservation in the United States of America: presentation to the Fifth Congress on Iberoamerican Breeds and Criollos". خوندي شوی له the original on 2010-10-17. بياځلي په 2008-09-07.
- ↑ Chessa, B.; Pereira, F.; Arnaud, F.; Amorim, A.; Goyache, F.; Mainland, I.; Kao, R. R.; Pemberton, J. M.; Beraldi, D.; Stear, M. J.; Alberti, A.; Pittau, M.; Iannuzzi, L.; Banabazi, M. H.; Kazwala, R. R.; Zhang, Y. -P.; Arranz, J. J.; Ali, B. A.; Wang, Z.; Uzun, M.; Dione, M. M.; Olsaker, I.; Holm, L. -E.; Saarma, U.; Ahmad, S.; Marzanov, N.; Eythorsdottir, E.; Holland, M. J.; Ajmone-Marsan, P.; Bruford, M. W. (2009). "Revealing the History of Sheep Domestication Using Retrovirus Integrations". Science. 324 (5926): 532–536. Bibcode:2009Sci...324..532C. doi:10.1126/science.1170587. PMC 3145132. PMID 19390051.
- ↑ Weaver
- ↑ Russell, Nerissa; Martin, Louise (1998). "Çatalhöyük Animal Bone Report". Çatalhöyük 1998 Archive Report. Çatalhöyük Research Project. بياځلي په September 18, 2013.
- ↑ "History of Sheep & History of the Different Breeds". Daneke Club Lambs and Livestock. خوندي شوی له the original on September 21, 2013. بياځلي په September 18, 2013.
- ↑ Smith et al.
- ↑ Dale Eickelman, The Middle East and Central Asia. An Anthropological Approach. Fourth Edition. Prentice Hall, 2002, p. 11
- ↑ Review of Agricultural Operations in India. 1924. p. 102. بياځلي په 20 September 2013.
- ↑ Lester Russell Brown (1995). Who Will Feed China?: Wake-up Call for a Small Planet. W.W. Norton & Company. pp. 46–47. ISBN 978-0-393-03897-2. بياځلي په 20 September 2013.
- ↑ China Report: Agriculture. Foreign Broadcast Information Service. 1986. p. 72. بياځلي په 20 September 2013.
- ↑ Zonghan Shen (1951). Agricultural Resources of China. Cornell University Press. p. 295. بياځلي په 20 September 2013.
- ↑ Takekazu Ogura (1963). Agricultural development in modern Japan. Fuji Pub. Co. pp. 569–570. بياځلي په 20 September 2013.
- ↑ "Number of livestock, by type, by regions, soums, aimags and the Capital". Mongolian Statistical Information Service. National Statistical Office of Mongolia. 3 October 2018. بياځلي په 22 November 2018.
- ↑ Blench, Roger; Kevin C MacDonald (1999). The Origins and Development of African Livestock. Routledge. ISBN 978-1-84142-018-9.
- ↑ "A PROFILE OF THE SOUTH AFRICAN MUTTON MARKET VALUE CHAIN" (PDF). Department of Agriculture, Forestry and Fisheries (PDF). بياځلي په September 17, 2013.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Solomon Gizaw; H. Komen; O. Hanotte; J.A.M. Van Arendonk; S. Kemp; Aynalem Haile; O. Mwai; Tadelle Dessie (2011). "2.2.5.1 Significant morphological characters". Characterization and Conservation of Indigenous Sheep Genetic Resources: a Practical Framework for Developing Countries. ILRI (aka ILCA and ILRAD). pp. 16–17. ISBN 978-92-9146-262-9. بياځلي په 26 September 2013.
- ↑ Max Escalon de Fonton, L'Homme avant l'histoire, p. 16–17, in Histoire de la Provence, Editions Privat, Toulouse, 1990. See also F. Bourdier, Préhistoire de France (Paris, 1967) and G. Bailloud, Les civilisations Néolithiques de la France (Paris, 1955).
- ↑ Pliny the Elder (1855) [77]. "Naturalis Historia". Chapters 72–25. بياځلي په 2020-09-28.
- ↑ Weaver
- ↑ "The people of New Zealand". TeAra: the Encyclopedia of New Zealand. (2006-06-09).
- ↑ Associated Press (2007-01-26). "New Zealand Declares National Lamb Day". CBS News. خوندي شوی له the original on April 25, 2008. بياځلي په 2008-01-21.