د مکسیکو او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۸۴۰ لسیزه کې د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه او د امریکا له لوري د ټیکساس، کالیفورنیا او نیو مکسیکو ضمیمه کول د دې لامل شوی، چې مکسیکو او متحده ایالات یو پیچلي تاریخ ولري. دغه راز دواړه هېوادونه ګډې سمندري او ځمکنۍ پولې لري. همدارنګه د دواړو هېوادونو تر منځ ډېری تړونونه په دوه اړخیزه توګه لکه د ګاډډن پیرود تړوڼ او څو اړخیزه لکه په  ۲۰۱۹ز کال کې د متحده ایالاتو-مکسیکو-کاناډا تړون، چې په ۱۹۹۴ز کال کې د نفتا تړوڼ په ځای لاسلیک شو. همدارنګه دواړه د مختلفو نړیوالو سازمانونو لکه د امریکایي هېوادونو د غړو سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان غړی دی.

د نولسمې پیړۍ له وروستیو راهیسې د ولسمشر پورفیریو دیاز (۱۹۱۱-۱۸۷۶) د واکمنۍ پر مهال، دواړو هېوادونو نږدې دیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې درلودې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده پوله په دې معنا ده چې په دې سیمه کې سوله او امنیت د امریکا ملي امنیت او نړیوالې سوداګرۍ ته خورا اړین ده. امريكا متحده ايالات د مکسیکو لوی سوداګریز شریک او مکسیکو د متحده ایالاتو دریم لوی سوداګریز شریک دی. په ۲۰۱۰ز کال کې د مکسیکو صادرات ټولټال ۳۰۹.۶ میلیارده امریکایي ډالر وو، چې نږدې درې پر څلورمه برخه یې د متحده ایالاتو له خوا اخیستل شوي و. دغه راز د اټکل له مخې له ۸ نه تر۱۰ میلیون پورې مکسیکوي کډوال متحده ایالاتو ته د مهاجرینو ترټولو لویه برخه جوړوي ده.[۱][۲][۳]

 مکسیکو پر امریکا کې د سپټمبر د يوولسمې نېټې د تروريستي بريدونو وغندل او له متحده ايالاتو سره د پام وړ مرستندويه مرستې وکړي، خو د کترينا له طوفان نه وروسته د مکسیکو حکومت په نړيوالو چارو کې د بې پرېتوب په لټه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ او عراق په جګړه کې په فعاله توګه ګډون ونه کړي او په دې ډول په تاریخ کې لومړی هېواد شو چې په رسمي او داوطلبانه توګه په ۲۰۰۲زکال کې د امریکا د متقابلو مرستو له تړون نه ووت. که څه هم مکسیکو وروسته له متحده ایالاتو سره د لیبیا په کورنۍ جګړه کې د پوځي مداخلې په ملاتړ یوځای شو. [۴][۵]

سرحدی مسایل او سرحدی سیمه[سمول]

د مکسیکو د ولسمشر اډولفو لوپیز ماتیس په مشرۍ په ۱۹۶۴ز کال کې د جنوري په ۱۴مه د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو، چې د یاد تړوڼ له امله متحده ایالاتو مکسیکو ته د لانجمنې ځمکې سپارلو په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د چمزال سرحدي شخړه حل کړه. همدارنګه د ۱۹۷۰ز کال سرحدی تړون هم د دواړو هیوادونو ترمنځ نور مسایل حل کړل. دغه راز د مکسیکو د سیاست پوه ارمند پیسارډ سورډروپ په وینا له هغه وخت راهیسې، د ریو ګرانډ په دره کې د اوبو د حقونو مسله د پولې په دواړو غاړو کې د کروندګرو ترمنځ د تاو تریخوالي لامل شوي. [۶][۷][۸]

د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون (۱۹۹۴ – اوس مهال)[سمول]

مکسیکو، متحده ایالاتو او کاناډا په ۱۹۹۴ز کال کې د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون (NAFTA) لاسلیک کړ چې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې په وړاندې د خنډونو له منځه وړل و.

د NAFTA تړون له لاسلیک کولو وروسته کوم چې د مکسیکو او امریکا اقتصادونه یې سره یو ځای کړل، د ۱۹۹۵ز کال په پیل کې ولسمشر بل کلنټن یې له بل بهرني کړکېچ سره مخ کړ. همدارنګه د مکسیکو پیسې خپل ارزښت په چټکۍ سره له لاسه ورکړ او په دې توګه د مکسیکو اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ شو. کلنټن اندیښنه درلوده چې د مکسیکو اقتصادي سقوط به له متحده ایالاتو سره د نږدې اقتصادي اړیکو له امله د امریکا پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه وکړي. له دې امله هغه په ​​مکسیکو کې د مالي ناورین د حل لپاره یو پلان وړاندیز کړ، خو په کانګرس کې ډېرو له دې امله چې رای ورکونکي به مکسیکو ته د مرستې ملاتړ ونه کړي دا پلان رد کړ، خو په ځواب کې کلنټن د مکسیکو لپاره د ۲۰ میلیارده ډالرو پور بستې جوړولو لپاره خپل اجرایوي واک وکاراوه ترڅو د مکسیکو اقتصاد باندې نړیوال باور بېرته راوګړځوي. په دې ډول پور پای ته ورسید او مکسیکو له مهال ویش نه درې کاله مخکې د ۱۹۹۷ز کال په جنوري کې متحده ایالاتو ته  خپل پور بشپړه کړ، خو ځینی نورې مسلې لکه د مخدره توکو قاچاق او مهاجرت د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو کړکېچ ته دوام ورکوي.[۹]

له ۱۹۹۴ز کال راهیسې متحده ایالاتو او مکسیکو خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې. متحده ایالات د مکسیکو ترټولو لوی سوداګریز شریک دی، چې په ۲۰۰۸ز کال کې د ټولو صادراتو نږدې نیمایي برخه او په ۲۰۰۹ز کال کې د ټولو وارداتو نیمایي برخه یې جوړوله.  دغه راز مکسیکو د متحده ایالاتو لپاره د ۲۰۱۰ز کال تر جون پورې له کاناډا او چین نه وروسته دریم لوی سوداګریز شریک دی، چې په ۲۰۱۷ ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۵۲۱.۵ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېده. همدارنګه په ۲۰۱۹ز کال کې مکسیکو ته د توکو او خدماتو سوداګرۍ ۶۷۷ میلیارد ډالرو ته رسیدلی، چې صادرات یې ۲۸۹ میلیارد ډالر او واردات یې ۳۸۸ میلیارده ډالره وو.[۱۰][۱۱][۱۲]

له مکسیکو نه متحده ایالاتو ته غیرقانوني مهاجرت[سمول]

په ۲۰۱۷ز کال کې متحده ایالاتو ته ۴۷ سلنه غیرقانوني مهاجرین له مکسیکو نه و، چې له امله یې متحده ایالاتو له مکسیکو سره په خپلو ډیرو پولو کې خنډونه جوړ کړ. دغه راز په وروستیو کلونو کې له مکسیکو نه متحده ایالاتو ته ډېری لارې د مرکزي امریکا له لارې تیریږي.[۱۳][۱۴][۱۵]

د وسلو غیر قانوني تجارت[سمول]

متحده ایالات مکسیکو ته د غیرقانوني وسلو د قاچاق لویه سرچینه ده. ډیری وسلې د متحده ایالاتو د ټوپک بازارونو او فیستیوالونو نه لاسته راوړل کېږي ، ځکه د پیرودونکو لپاره هېڅ ډول مقررات شتون نلري. په هر حال لاسي بمونه هم له متحده ایالاتو نه مکسیکو ته قاچاق کیږي. دغه راز د وسلو د قاچاق د کنټرول په هڅه کې، متحده ایالاتو حکومت له مکسیکو سره د ټکنالوژۍ، تجهیزاتو او روزنې په برخه کې مرسته کوي. چې د Gunrunner پروژه د متحده ایالاتو او مکسیکو تر منځ یوه له دغو هڅو نه ګڼل کېږي، چې په ګډه کار وکړي ترڅو د مکسیکو ټوپکونه وپېژني چې په متحده ایالاتو کې تولید شوي یا په قانوني توګه متحده ایالاتو ته راوړل شوي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د اوباما اداره[سمول]

که څه هم مکسیکو د اوباما د حکومت په لومړیتوبونو کې نه و، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي مسلو په برخه کې ورو پرمختګ شوی و. دغه راز تر ۲۰۱۳ز کال پورې، د مکسیکو زده کونکي په متحده ایالاتو کې د نړیوالو محصلینو تر څنګ په نهمه درجه کې و، چې د ټولو هغو بهرنیانو ۱.۷ سلنه برخه جوړوي چې په متحده ایالاتو کې لوړې زده کړي ترسره کوي.[۲۳][۲۴]

د ټرمپ اداره[سمول]

د ډونلډ ټرمپ څلور کلنه دوره د هغو شرکتونو په وړاندې د ګواښونو له امله چې د متحده ایالاتو پر ځای یې په مکسیکو کې پانګونه کوله او د ټړمپ د هغو څرګندونو په وړاندې، چې د دواړو هېوادونو د ګډې پولې ترمنځ د دیوال جوړول د مکسیکو حکومت په غوسه کړ او په دې ډول په ۲۰۱۰ لسیزې نیمایي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو لامل شو.

په ۲۰۱۷ز کال یوه نظرپوښتنه کې چې د Pew څیړنیز مرکز له خوا ترسره شوې وه وموندله چې ۶۵ سلنه مکسیکوي وګړي د متحده ایالاتو په اړه منفي نظر لري او یوازې ۳۰ سلنه نورو مثبت نظر درلود، چې دا د ۲۰۱۵ز کال په پرتله د پام وړ کمښت په ګوته کوي. دغه راز د ۲۰۱۶ز کال د متحده ایالتو ولسمشریزو ټاکنو نه مخکې ۶۷ سلنه مکسیکویانو د متحده ایالاتو په اړه خوښ نظر درلود. همدارنګه دې څېړنې دا هم موندلې چې یوازې ۵ سلنه مکسیکویانو د متحده ایالاتو  ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې باور درلود حال دا چې ۹۳ سلنه په هغه هېڅ باور نه درلود. په ورته ډول، د YouGov له خوا یوه نظرپوښتنه دا ښودلې چې په څلورو امریکایانو کې له یو یې د مکسیکو په اړه مثبت اند لري.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د بایډن اداره[سمول]

د سپینې مانۍ ویاندې جین ساکي په وینا د مکسیکو له ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبراډور سره د بایډن د لومړۍ دوه اړخیزې ناستې دمخه د بایډن حکومت د مارچ میاشت کې تایید کړه چې دوی به خپل کوویډ - ۱۹ واکسین له مکسیکو سره شریک نه کړي. دغه راز  ولسمشر دا څرګنده کړه چې هغه غواړي ډاډ تر لاسه کړي تر څو هر امریکایي د یادې وبا واکسین ته لاسرسی لري که نه. کله چې بایډن د ولسمشر په توګه وټاکل شو مکسیکو له متحده ایالاتو سره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه ترڅو د کوویډ - ۱۹ واکسین ته د مکسیکو لاسرسی زیات کړي.[۳۰]

په مې میاشت کې متحده ایالاتو د مکسیکو هوایی شرکتونه د امریکا دننه د چوپړتیاوو یا نوي لارو پراخولو نه منع کړل. دغه راز FAA ادعا وکړه چې مکسیکو د هوایی چلند معیارونه په پام کې نه نیسي، خو په ځواب کې ولسمشر اوبراډور وویل چې «دوی ټولې اړتیاوې پوره کړې نو ځکه دا پریکړه باید عملي نه شي». هغه زیاته کړه لکه څنګه چې د مکسیکو هوایی شرکتونو په کورنیو الوتنو تمرکز کوي، نو د متحده ایالتو بندیز به لږ اغېز ولري.[۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. (په September 10, 2012 باندې). Mexico, the U.S. and Indiana: Economy and Trade –. InContext.indiana.edu
  2. "Key findings about U.S. immigrants". د لاسرسي‌نېټه November 28, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Mexico". د لاسرسي‌نېټه November 28, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mexico condemns repression in Libya Two Circles
  5. "OEA: México abandona el TIAR". BBC News. September 6, 2002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Buchenau, "Foreign Policy, 1946–1996," p. 512.
  7. Peschard-Sverdrup, Armand (January 7, 2003). U.S.-Mexico Transboundary Water Management: The Case of the Rio Grande/Rio Bravo (الطبعة 1). Center for Strategic & International Studies. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0892064243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په April 19, 2002 باندې). Water Rights War Rages on Faltering Rio Grande. The New York Times.
  9. Russell Dean Covey, "Adventures in the Zone of Twilight: Separation of Powers and National Economic Security in the Mexican Bailout." Yale Law Journal 105 (1995): 1311-1345. Online
  10. See Office of the US Trade Representative, "Mexico" (2022)
  11. "Secretaría de Economía - Información Estadística y Arancelaria". www.economia-snci.gob.mx. د اصلي آرشيف څخه پر April 25, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 28, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Jun 2010 – Top Ten U.S. Trading Partners". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په November 3, 2016 باندې). 5 Facts About Illegal Immigration In the U.S.. FactTank. Pew Research
  14. Michael P. Dino, Evaluator-in-Charge & James R. Russell, Evaluator. December 1994 Border Control: Revised Strategy Is Showing Some Positive; Results: Report to the Chairman, Subcommittee on Information, Justice, Transportation and Agriculture, Committee on Government Operations, House of Representatives http://www.druglibrary.org/schaffer/govpubs/gao/gao13.htm
  15. (په February 24, 2017 باندې). Mexico tells US it will refuse deportees from other countries.
  16. "Tráfico de armas, problema complejo y multifactorial: Sedena". www.elfinanciero.com.mx. د لاسرسي‌نېټه March 16, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په September 6, 2011 باندې). American citizen in Mexican custody on arms-trafficking. CNN
  18. "American citizen in Mexican custody". Borderland Beat. September 6, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر September 25, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 6, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Reuters Editorial (September 6, 2011). "U.S. man nabbed for smuggling grenade parts to Mexico cartel". Reuters. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Goodman, Colby; Marco, Michel (September 2010). "U.S. Firearms Trafficking to Mexico: New Data and Insights Illuminate Key Trends and Challenges" (PDF). Working Paper Series on U.S.-Mexico Security Cooperation. Woodrow Wilson International Center for Scholars. doi:10.1920/wp.ifs.2010.1016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر April 26, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  21. U.S. Office of the Inspector General (OIG) – Evaluation and Inspections Division (November 2010). "Review by the Office Inspector General (OIG) of the Bureau of Alcohol, Tobacco, Firearms and Explosives' (ATF) implementation of Project Gunrunner" (PDF). United States of America: U.S. Department of Justice. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Mexican drug cartels reinforce their fire power". El Universal. January 24, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Andrew Selee, and Eric L. Olson, "Steady Advances, Slow Results: US-Mexico Security Cooperation After Two Years of the Obama Administration." Woodrow Wilson International Center for Scholars 3 (2011) online.
  24. "2011-13 - Leading Places of Origin - International Students - Open Doors Data". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "1. The tarnished American brand". June 26, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Pew Global Indicators Database". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "U.S. Image Suffers as Publics Around World Question Trump's Leadership". June 26, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "2. Worldwide, few confident in Trump or his policies". June 26, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "How Americans See Mexico". Council on Foreign Relations (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Montes, Tarini Parti and Juan (2 March 2021). "Biden Isn't Considering Sharing Covid-19 Vaccines With Mexico, White House Says". Wall Street Journal. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "US cuts Mexico's air safety rating, bars new routes". The Straits Times (په انګلیسي ژبه کي). 2021-05-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)