د مونیخ عامه وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مونیخ عامه وژنه هغه برید وو چې په لوېدیځ آلمان، مونیخ کې د ۱۹۷۲م کال اوړي المپیک سیالیو په لړ کې د تور سپټمبر فلسطیني ترهګرې ډلې اتو غړو لخوا ترسره شو چې په هغه کې یې د اسرائیل المپیک ټیم اته غړي د دوه غړو له وژلو وروسته یرغمل ونیول. تور سپټمبر ډلې دا عملیات د «اقریت او بیرام» په نوم نومولي دي، پس له هغه چې دا دوه فلسطیني مسیحي کلي چې وګړي یې د اسرائیل دفاعي ځواکونو له لوري په ۱۹۴۸م کال کې د عربانو او اسرائیل ترمنځ جګړې په اوږدو کې وویستل شول. د تور سپټمبر قومندان لوتیف عفیف وو څوک چې یو مذاکره کوونکی هم وو. د لوېدیځ آلمان نوي نازیانو له دې ډلې سره لوجسټیکي مرسته وکړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له یرغمل نیولو لږ ځنډ وروسته، عفیف د اسرائیل په زندانونو کې د ۲۳۴ فلسطیني زندانیانو او د لوېدیځ آلمان د سره پوځ بنسټ ایښودونکو، آنډریاس باډر او اولریکه ماینهوف د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د یرغملو خوشې کېدو په ناکامه هڅه کې د تور سپټمبر له اتو غړو څخه پنځه یې ووژل شول، چې ټول یرغمل بیا ووژل شول. د لوېدیځ آلمان یو پولیس هم په دې ډزو کې ووژل شو. د لوېدیځ آلمان دولت د ژغورنې لپاره د ضعیفې هڅې او د دې پېښې نا سم مدیریت له امله تر نیوکې لاندې راغی. درې پاتې ترهګر عدنان القاشي، جمال القاشي او محمد صفدي وو چې ونیول شول. په هرحال، بله میاشت، د لوفت هانزا ۶۱۵ پرواز غلا کېدو وروسته، د لوېدیځ آلمان دولت هغوی د یرغملو په بدل کې آزاد کړل. د اسرائیل دولت د خدای غضب عملیات پیل کړل چې موساد ته یې اجازه ورکړه ترڅو د مونیخ عامه وژنې کې ښکېل کسان تعقیب او ووژني.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۲۰۱۶م کال اوړي المپیکي لوبو څخه دوه ورځې مخکې، د المپیک نړیوالې کمیټې د برازیلي او اسرائیلي چارواکو په مشرۍ مراسمو کې د یوولسو اسرائیلي او یوه آلماني څخه چې په مونیخ کې ووژل شول، تقدیر وکړ. د ۲۰۲۰م کال اوړي المپیکي لوبو کې، په پرانېست غونډه کې یوه دقیقه چوپتیا ونیول شوه.[۱۴][۱۵]

پیشنهاد[سمول]

د ۱۹۷۲م کال اوړي المپیکي لوبو په دوهمه اونۍ کې هغوی یرغمل ونیول شول. د لوېدیځ آلمان د المپیک تنظیموونکې کمیټه هیله‌منده وه چې د آلمان نظامي انځور لرې کړي. دا کمیټه د هغه انځور په نسبت چې د ۱۹۳۶م کال اوړي المپیکي لوبو کې څرګند شوی وو، چې آډولف هټلر، نازي ډیکټاټور د خپلو تبلیغاتو لپاره له هغه څخه کار واخیسته، محتاط وو. د Olys په نوم امنیتي پرسونل ناڅرګند وو، خو ډېری د ټکټونو درغلۍ او شرابيانو سره مقابلې لپاره چمتو وو. په سپټمبر کې یوه ورځ مستند فلم ادعا کوي چې د لوبغاړو په کلي کې امنیت د لوبو لپاره د ډاډ وړ نه وو او لوبغاړي هرډول چې وغواړي دلته تګ راتګ کولی شي. لوبغاړو کولی شول په اسانۍ سره د امنیتي پوسټو څخه تېر شي او د لوبغاړو کلي کې نیول شویو کټارو څخه په تېرېدلو سره یې کولی شول چې د نورو هېوادونو کوټو ته هم لاړ شي.[۱۶]

مونیخ ته د هغه د ټیم له د ننه کېدو مخکې د وسله‌وال پرسونل ناڅرګند توب، د اسرائیلي هیات مشر، شموئل لالکین اندیښمن کړی وو. لالکین له خبریالانو سرژ ګروسارډ او آرون جي کلاین سره په وروستیو مرکو کې وویل چې له اړونده چارواکو سره یې د خپل ټیم د مېشت ځای په هکله اندېښنه ښکاره کړې ده. دا ټیم د المپیک کلي په نسبتاً جلا شوې برخه کې، د یوې ودانۍ په لومړي پوړ کې دروازې ته نږدې مېشت شوی وو، چې لالکین احساس کاوه چې دا ځای د هغه ټیم په ځانګړې توګه د بهرني برید په وړاندې زیان منونکی کوي. د لوېدیځ آلمان چارواکو په ظاهري بڼه لالکین ته ډاډ ورکړ چې د اسرائیلي ټیم خوندیتوب لپاره به لا ډېر امنیت ونیول شي، خو لالکین شک لري چې کوم اضافي ګام به اخیستل شوي وي.[۱۶]

د المپیک تنظیم کوونکو د لوېدیځ آلمان له عدلي ارواپوه، ګئورګ سایبر، څخه وغوښتل ترڅو د امنیتي برنامې جوړولو لپاره تنظیم کوونکو ته ۲۶ ترهګریزې سناریوګانې وړاندې کړي. د هغه «۲۱ وضعیت» په دقیق ډول وړاندوینه وکړه چې وسله‌وال فلسطینیان به د اسرائیلي ټیم په سیمو برید وکړي، خلک به ووژني او یرغمل به ونیسي او د اسیرانو د آزادېدو او د لوېدیځ آلمان څخه وتلو لپاره به د چورلکې غوښتنه وکړي. تنظیم کوونکو د ۲۱م وضعیت او نورو سناریوګانو لپاره له چمتووالي څخه ډډه وکړه، ځکه د هغوی په وړاندې د لوبو کلک امنیت نیول به نورو لوبو ته د «بې پروا لوبې» موقف ورکړي چې دوی دا نغوښتل.[۱۶]

په آلمان باندې له وړاندې د برید په هکله د پوهېدو تور[سمول]

په ۲۰۱۲م کال کې آلمانۍ اشپیګل مجلې ولیکل چې د لوېدیځ آلمان چارواکو له عامه وژنې څخه درې اونۍ مخکې په بیروت کې له یوه فلسطیني خبرورکوونکي څخه دا معلومات په لاس کې لرل. دې خبرورکوونکي لوېدیځ آلمان ته وویل چې فلسطینیان د المپیک په لوبو کې د یوې «پېښې» د پلان کولو په حال کې دي او د بن بهرنیو چارو وزارت دا خبر په کافي اندازه جدي ونیوه ترڅو هغه د مونیخ پټو خدمتونو ادارې ته ورسوي او له هغوی یې وغوښتل تر څو «ټول اړین امنیتي اقدامات» په پام کې ونیسي.

خو د اشپیګل په وینا، چارواکي بریالي نشول چې په دې ټکي عمل وکړي او تر ۴۰ کلونو یې هیڅکله هم دا خبره تصدیق کړې نه وه. دا مجله وایي دا د آلماني چارواکو ۴۰ کلونو پټ کارونو یوازې یوه برخه ده چې د عامې وژنې په ځواب کې د دې هېواد ناسم مدیریت ښکاروي.[۱۷][۱۸]

یرغمل – نیول[سمول]

د سپټمبر ۴مه، د دوشنبې ورځې په ماښام، د المپیک کلي ته له راتګ څخه مخکې، اسرائیلي ورزشکارانو له یوې تفریحي شپې خوند واخیست، چې هلته یې د بام په سر فیډلر اجرا ولیدله او د هغې شپې د ستوري، اسرائیلي لوبغاړي (ممثل) شموئل روډنسکي، سره یې د شپې خواړه وخوړل. په ټیمي ملي بس کې د بېرته راتګ په سفر کې، لالکین خپل ۱۳ کلن زوی ته – چې له وزن پورته کوونکي یوسف رومانو او غېږنیوونکي الیزر هالفین سره ملګری شوی وو – اجازه ورنکړه چې په ۳۱مه Connollystraße کې د هغوی په اپارټمان کې ورسره شپه وکړي، کوم کار چې په لوړ ګومان به یې د هلک ژوند ژغورلی وو.[۱۹][۲۰]

په ځایي وخت د سپټمبر ۵مې سهار ۴:۳۰ بجې، کله چې ورزشکاران په خوب کې وو، د فلسطین آزادۍ سازمان د تور سپټمبر برخې ۸ غړي چې ورزشي جامې یې اغوستې وې، او ډفیل کڅوړې یې لېږدولې چې په کې AKM بریدګر ټوپک، توکارف تمانچې او لاسي بمونه وو، ۲-مټره (۶+۱/۲ (شپږ نیم) فوټه) زنځیري دیوال څخه د ناپوهه ورزشکارانو په مرسته واوښتل، چې هغوی هم غوښتل په پټه د المپیک کلي ته د ننه شي. په لومړیو کې دا ورزشکاران امریکایان مشخص شوي وو خو څو لسیزې وروسته ادعا وشوه چې کاناډایان وو.[۲۱]

کله چې د ننه شول، دې ډلې له غلا شویو کیلي ګانو څخه کار واخیست ترڅو په ۳۱مه Connollystraße کې هغو دوه اپارټمانو ته د ننه شي چې اسراییلي ټیم کارول. یوسف ګوټفرونډ، د غېږنیونې لوبڅار، ۱ اپارتمان په دروازه کې، چېرته چې اسرائیلي چارواکي او روزونکي اوسېدل، له ټیټ غږ سره راویښ شو. کله چې هغه څېړنه وکړه، وې لیدل چې دروازه خلاصه شوه او هاخوا وسله وال او مخ پټي کسان ولاړ دي. هغه له چغې سره د کوټې ملګرو ته چې په خوب کې وو خبر ورکړ، خپله ۱۳۵ کیلویي وزنه یې دروازې خوا ته وغورځوله، ترڅو د بریدګرو مخه ونیسي ترڅو د ننه رانشي. د ګوټفرونډ دې کارونو د هغه ملګري، توویا سوکولوفسکي ته، چې د وزن پورته کونې روزونکی وو، کافي فرصت ورکړ ترڅو یوه کړکۍ ماته کړي او له هغې لارې وتښتي. د غېږنیونې روزنکي، موشه وینبرګ له بریدګرو سره وجنګېد، بریدګرو هغه مخ ته په مرمۍ وواهه او وروسته یې هغه مجبور کړ له هغوی سره مرسته وکړي ترڅو لا ډېر یرغمل پیدا کړي.[۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Juan Sanchez (7 August 2007). Terrorism & Its Effects. Global Media. د کتاب پاڼې 144. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-89940-93-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. Aubrey, Stefan M. (11 September 2001). The New Dimension of International Terrorism. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783728129499. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Encyclopedia of terrorism. SAGE Publications. 2003. د کتاب پاڼې 248. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761924081. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۰ – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Simon, Jeffrey David (18 July 1976). The Terrorist Trap: America's Experience with Terrorism. د کتاب نړيواله کره شمېره 0253214777. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sylas, Eluma Ikemefuna (2006). Terrorism: A Global Scourge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781425905309. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Benveniśtî, Mêrôn (2000). Sacred landscape: the buried history of the Holy Land since 1948. University of California Press. کينډۍ:ISBN. pp. 325–326.
  7. "Justice for Ikrit and Biram", Haaretz, 10 October 2001.
  8. Elias Chacour with David Hazard: Blood Brothers: A Palestinian Struggles for Reconciliation in the Middle East. کينډۍ:ISBN. Foreword by Secretary James A. Baker III. 2nd Expanded ed. 2003. pp. 44–61.
  9. Latsch, Gunther; Wiegrefe, Klaus (18 June 2012), "Files Reveal Neo-Nazis Helped Palestinian Terrorists", Spiegel Online الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Reeve, Simon (22 January 2006), "Olympics Massacre: Munich – The real story", The Independent, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fleisher, Malkah (22 July 2012). "'Baffled' Bob Costas to Call Own Minute of Silence During Olympic Broadcast for Slain Israeli Team". The Jewish Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. James Montague (په 5 September 2012 باندې). The Munich massacre: A survivor's story. CNN
  13. "The Mossad's secret wars". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). 2010-02-20. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "First official Olympic ceremony held in memory of Munich victims", jpost.com; accessed 5 September 2017.
  15. Spungin, Tal (2021-07-23). "Olympics: Moment of silence for Munich massacre victims for first time". The Jerusalem Post (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Alexander Wolff; Don Yaeger (26 August 2002), "When the Terror Began", Sports Illustrated, 97 (8), د کتاب پاڼي 58–72, مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۰۲, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۵ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ahren, Raphael (په 22 July 2012 باندې). Germany had a tip-off three weeks ahead of Munich massacre, Der Spiegel claims.
  18. Bohr, Felix; Frohn, Axel; Latsch, Gunther; Neumann, Conny (23 July 2012). Wiegrefe, Klaus. "Die angekündigte Katastrophe". Der Spiegel (30). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Reeve, Klein and Groussard.کينډۍ:Page needed
  20. Klein, pp. 35–36.
  21. Kelly, Cathal (28 April 2012), "Munich massacre helped unwittingly by Canadians in 1972 Olympic atrocity", The Toronto Star الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Ladany, Shaul". Jewsinsports.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Burnton, Simon (2 May 2012). "50 stunning Olympic moments No 26: The terrorist outrage in Munich in 1972". Guardian News and Media Limited. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)