Jump to content

د منځنیو پېړیو ټکنالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د منځنیو پېړیو ټکنالوژي هغه ټکنالوژي ده چې د مسیحیانو تر واکمنۍ لاندې د منځنیو پېړیو په اروپا کې کارول کېده. د دوولسمې پېړۍ تر رنسانس وروسته د منځنیو پېړیو په اروپا کې بنسټیز بدلونونه راغلل چې نوي اختراعات، د تولید د دودیزو وسایلو د مدیریت په لارو چارو کې نوښتونه او اقتصادي وده په کې راځي. په دې دوره کې ګڼ ټکنالوژيک پرمختګونه وشول چې د باروتو کارېدل، د عمودي بادي ژرندو، عینکو، میخانیکي ساعتونو یا ګړیو او د اوبو د ژرندو اختراع په کې یادولی شو. د دې تر څنګ ودانیزو تخنیکونو او په ټولیز ډول کرنې وده وکړه.[۱][۲]

له ۱۲مې پېړۍ څخه تر ۱۴مې پېړۍ پورې د اروپا ډېری ټکنالوژيک پرمختګونه د منځنیو پېړیو په اروپا کې د هغو پخوانیو تخنیکونو پر بنسټ رامنځته شوي دي چې له رومي او بیزانسي مخکښانو څخه سرچینه اخلي، او یا هم د فرهنګي مبادلاتو پر بنسټ له اسلامي نړۍ، چین او هند سره د سوداګریزو شبکو له لارې رامنځته شوي دي. انقلابي اړخ په خپله په اختراع کې نه، بلکې د ټکنالوژۍ په اصلاح او په سیاسي او اقتصادي قدرت کې د هغو په کارولو کې دی. که څه هم د بارتونو استفاده د نورو وسلو تر څنګ چینایانو پیل کړې وه، خو اروپایانو یې پوځي پتانشیل پراخ کړ او بالاخره په مدرنه دوره کې یې د اروپا او امپریالېزم پراختیا چټکه کړه.

سېول ټکنالوژۍ

[سمول]

دلته د منځنیو پېړیو د څو مهمو ټکنالوژيو نوملړ راوړل شوی دی. د هرې ټکنالوژۍ تقریبي نېټه او د منځنیو پېړیو په اروپا کې یې لومړی ځل ذکر هم راوړل شوی دی. ټکنالوژۍ تر ډېره د فرهنګي تبادلې موضوع وه او دلته یې د لومړنۍ اختراع نېټه او ځای نه دي ذکر شوي.

کرنه

[سمول]

کاروکا (له شپږمې تر نهمې پېړۍ)

کاروکا یو ډول ټایر لرونکې او درنه سپاره ده چې معمولاً په شمالي اروپا کې موندل کېږي. دغه وسیله له څلورو برخو څخه جوړه شوې وه. لومړۍ برخه د دغې وسیلې په لاندېنۍ برخه کې یوه چاړه یا تېغه وه. دغه چاړه د وښو یا چمنونو د عمودي غوڅونې لپاره کارول کېده تر څو سپاره په سم ډول کار وکړي. سسپار یا تېش دویمه چاړه وه چې واښه به یې په افقي ډول غوڅول او د ځمکې له بېخه یې جلا کول. درېیمه برخه یې تخته وه چې واښه به یې د بېرون لوري ته تاوول. څلورمه برخه یې د اتو غوایانو ډله وه چې کروندګر به ګرځول. د دغه ډول سپارې یا وسیلې بدګڼه دا وه چې خوځښت یا حرکت یې کمزوری و. دا چې دغه ډول وسایل درانه وو او د غوایانو یوې کوچنۍ ډلې به ګرځول، له دې امله یې څرخول سخت وو او ډېر وخت به یې نیوه. له همدې امله ډېرو کروندګرو دودیزو مربع کښتونو یا کروندو ته شا کړه او مستطیل ډوله او اوږدې کروندې یا کښتونه یې انتخاب کړل. [۳][۴][۵][۶]

ارډ (سپاره) (پنځمه پېړۍ)

که څه هم چې سپارې له ډېر پخوا راهیسې کارول کېدې، خو د منځنیو پېړیو پر مهال د سپارو ټکنالوژۍ چټکه وده وکړه. د منځنیو پېړیو د مهال سپارې چې له لرګینو تیرونو څخه جوړې شوې وې، په انسان یا یوه ډله غوایانو پسې تړل کېدای او کشېدای شوای. دغو سپارو د شمالي اروپا په ځینو برخو کې د کرنې لپاره د ځنګلي ځمکو د چټکې پاکېدنې امکان برابر کړ او دا هغه ځای و چې خاورو یې ډبرې او د ونو ریښې لرلې. د ډېرو خوراکي توکو په تولید سره په دې سیمه کې ډېرو خلکو ته د مېشتېدو او ژوند زمینه برابره شوه.[۷][۸]

د اس نعل (نهمه پېړۍ)[۹]

که څه هم اسونه په هر ډول ځمکو کې د سوو له پوښ پرته هم تللای شي، خو نعلونه له اسونو سره مرسته کوي چې په کلکو ځمکو کې چټک حرکت وکړي. د اسونو پر پښو د نعلونو لګول په لومړیو کې په رومي سترواکۍ کې دود وو، خو په منځنیو پېړیو کې یې تر شاوخوا یوولسمې پېړۍ پورې محبوبیت بایلود. که څه هم اسونو د سوېلي خواوو په نرمو ځمکو کې په اسانۍ سره کار کولی شوای، خو ثابته شوه چې د شمال ډبرینه خاوره د اسونو سوو ته زیان رسوي. دا چې شمال له دې اړخه سخته سیمه وه، له همدې امله دلته د لومړي ځل لپاره د اسونو نعلونه دود شول. د شګلنو لارو رامنځته کېدو هم د اسونو نعلونه عام کړل. هغه بار چې یوه نعل لرونکي اس په دې لارو کې لېږدولی شوای، تر هغه ډېر زیات و چې یوه پښې لوڅي اس لېږداوه. په څوارلسمه پېړۍ کې نه یوازې دا چې اسونو بوټونه لرل، بلکې ډېریو کروندګرو به د دې لپاره خپلو غوایانو او خرو ته نعلونه ور اچول چې سوې یې ډېر وخت کار وکړي. د اسونو د نعل اندازه او وزن په منځنیو پېړیو کې ډېر بدل شول. په لسمه پېړۍ کې نعلونه په شپږو مېخونو ټینګېدل او وزن یې شاوخوا د پونډ څلورمه برخه و، خو په را وروسته کلونو کې نعلونه لوی شول او په څوارلسمه پېړۍ کې هر نعل په اتو مېخونو ټینګېده او وزن یې کابو نیم پونډ و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

پوځي ټکنالوژۍ

[سمول]

زغره

[سمول]

نغاړکۍ زغره

له ۵مې تر ۱۶مې پېړۍ پورې د زغرو ګڼې ټکنالوژۍ موجودې وې. د دغه مهال اکثرو سرتېرو به نغاړکۍ یا ګینده زغرې اغوستې. دا د اکثرو سرتېرو لپاره تر ټولو ارزانه او اسانه پیدا کېدونکې زغرې وې. دغه ډول زغرې د داسې یوه جاکټ په ډول وې چې له لینون او وړیو څخه جوړ و او موخه یې دا وه چې د پڅو وسلو ګوازرونه نرم کړي. که څه هم دغه ټکنالوژي تر پنځمې پېړۍ وړاندې وه، خو دا چې هغه مهال د وسلو ټکنالوژۍ کمې وې او دا زغرې ارزانه تمامېدې، د یونانیانو او رومیانو زغرې یې منسوخې کړې او دا ډېرې دود شوې. دغه ډول زغرې د زغرو له نورو ډولونو سره یوځای هم کارول کېدې. معمولاً به د چرمي یا پوستیني زغرونو پر سر یا تر هغو لاندې اغوستل کېدې.[۱۴]

ایشېدلی چرم (له پنځمې تر لسمې پېړۍ)

دا د ایشېدلي چرم په نامه چرمي زغره وه چې تر نغاړکۍ زغرې څه ناڅه پرمختللې وه. د دې ډول زغرې د جوړولو لپاره چرم په اوبو، مومو یا غوړیو کې ایشول کېږي تر څو نرم شي او شکل ورکړل شي، تر وچېدو وروسته کلکېږي. په دې ډول ګڼې زغرې جوړېدای شي چې د سینې زغرې، محافظې خولۍ او د پښتو ساتونکي پوښونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دغه ډول زغرې د نغاړکیو زغرو په اندازه ارزانه نه وې، خو د غوڅوونکو وسلو په مقابل کې د بدن د ساتنې لپاره ډېرې ګټورې وې. [۱۵]

ځنځیري زغره (له یوولسمې تر شپاړسمې پېړۍ)

له یوولسمې پېړۍ څخه تر شپاړسمې پېړۍ پورې تر ټولو معموله زرغره هاوبرک (Hauberk) وه چې تر یوولسمې پېړۍ مخکې د کارولینجین بایرني (Carolingian byrnie) په نامه هم پېژندل کېده. دا ډول زغرې له پیوستو فلزي کړیو څخه جوړېدې او په ځينو کې به یې رخچینې یا یو ډول تنګې خولۍ هم وې چې سر به یې پوښه، په ځینو کې به اوږدې جامې هم وې چې نیمه تنه، لاسونه او زنګنونه به یې پوښل. دا ډول ځنځيري زغرې د سپکو ګوزارونو په مقابل کې ډېرې ګټورې وې، خو د درنو ګوزارونو په مقابل کې چندان اغېزناکې نه وې. تر ټولو لویه ښېګڼه یې دا وه چې د حرکت ازادي په کې ډېره وه او څه ناڅه سپکې وې، د چرمي یا نغاړکیو زغرو ساتنه یې کوله. دا دول زغرې د ایشېدلي چرم او نغاړیکو زغرو په نسبت ډېرې قېمته وې، ځکه چې د جوړولو لپاره یې ډېر کار ته اړتیا وه. له همدې امله دا ډول زغرې د ډېرو سرتېرو لاس ته نه ورتلې او یوازې شتمنو سرتېرو به اغوستې.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Alfred Crosby described some of this technological revolution in his The Measure of Reality: Quantification in Western Europe, 1250-1600 and other major historians of technology have also noted it.
  2. Holt 1988, pp. 7–8, 11
  3. Hoyt, Robert S (1967). Life and Thought in the Early Middle Ages. Lund Press, Minneapolis: University of Minnesota. p. 89.
  4. Wigelsworth, Jeffery R. (2006). Science and Technology in Medieval European Life. Westport, CT: The Greenwood Press. p. 7. ISBN 0-313-33754-3.
  5. Hoyt, Robert S (1967). Life and Thought in the Early Middle Ages. Lund Press, Minneapolis: University of Minnesota. p. 90.
  6. Wigelsworth, Jeffery R. (2006). Science and Technology in Medieval European Life. Westport, CT: The Greenwood Press. p. 8. ISBN 0-313-33754-3.
  7. "Technology in the Medieval Age". www.sjsu.edu. بياځلي په 2019-04-08.
  8. "How the heavy plough changed the world". sciencenordic.com (in انګليسي). بياځلي په 2019-04-08.
  9. Wigelsworth, Jeffery R. (2006). Science and Technology in Medieval European Life. Westport, CT: The Greenwood Press. p. 7. ISBN 0-313-33754-3.
  10. Wigelsworth, Jeffery R. (2006). Science and Technology in Medieval European Life. Westport, CT: The Greenwood Press. p. 9. ISBN 0-313-33754-3.
  11. Cohen, Rachel. "The History of Horseshoes". Dressage Today (in American English). بياځلي په 2019-04-08.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  12. Wigelsworth, Jeffery R. (2006). Science and Technology in Medieval European Life. Westport, CT: The Greenwood Press. p. 10. ISBN 0-313-33754-3.
  13. Wigelsworth, Jeffery R. (2006). Science and Technology in Medieval European Life. Westport, CT: The Greenwood Press. p. 9. ISBN 0-313-33754-3.
  14. DeVries, Kelly; Smith, Robert Douglas (2012). Medieval Military Technology (2nd ed.). Toronto, Ontario: University of Toronto Press. p. 72. ISBN 978-1-4426-0497-1.
  15. Flank, Lenny (May 24, 2016). "A History of European Armor". Hidden History.
  16. DeVries, Kelly; Smith, Robert Douglas (2012). Medieval Military Technologies (2nd ed.). Toronto, Ontario: University of Toronto Press. p. 64. ISBN 978-1-4426-0497-1.
  17. Ashdown, Charles Henry (1967). European Arms & Armour. New York: Brussel & Brussel. p. 134.
  18. Ashdown, Charles Henry (1967). European Arms & Armour. New York: Brussel & Brussel. pp. 134–138.