د مشاهدې وړ نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


د مشاهدې وړ نړۍ د نړۍ هغه کروي‌ډوله برخه ده چې په هغې کې اوس‌مهال له ځمکې او یا په فضا کې له ځای پر ځای شوو تلسکوپونو او څېړنیزو مرکزونو څخه د رصد کېدلو وړ ټول جسمونه شامل دي؛ دغه جسمونه له‌دې امله د مشاهدې وړ دي چې له هغو څخه بهر شوو الکترومقناطیسي وړانګو د نړۍ د پراخېدنې راهیسې تر اوس‌مهاله پورې لمريز غونډال او ځمکې ته د رارسېدو لپاره پوره وخت درلود. د مشاهدې وړ نړۍ کې ښایي شاوخوا ۲ تریلیونه (بیلیارده) کهکشانونه شتون ولري، که څه هم د New Horizons د موندنو پر بنسټ دغه شمېر په ۲۰۲۱ کې یوازې څو سوه بیلیونه (میلیارده) اټکل شوی دی. که چېرې نړۍ یوشان وانګېرل شي (داسې چې ټوله نړۍ د هم‌جنسو موادو له مساوي وېش څخه رامنځ‌ته شوې وي)، نو په ټولو لورو کې د مشاهدې وړ نړۍ تر څنډو پورې واټن به کابو یوشان وي؛ په‌دې معنی چې د رصد وړ نړۍ داسې یوه کروي سیمه وي چې مرکز یې د راصد (مشاهده‌کوونکي) موقعیت دی. په نړۍ کې هر پروت ټکی خپله ځانګړې د رصد وړ نړۍ لري، چې کېدای شي د ځمکې په مرکزیت سره د مشاهدې وړ له نړۍ سره ګډه برخه ولري او یا هم ورڅخه جلا وي. [۱][۲][۳][۴]

دلته د «مشاهدې وړ» ګړنه د نومهالي ټکنالوجۍ پر مټ د یوه جسم د نور او یا نورو معلوماتو د نومېرلو پر وړتیا او یا دا چې د نومېرنې کوم څیز شتون لري او یا نه، ټینګار نه‌کوي. دا ګړنه د نور د سرعت له مخې رامنځ‌ته شوې فزیکي محدودې ته اشاره کوي. هېڅ سېګنال نه‌شي کولای له نور څخه لا ګړندی حرکت وکړي، نو له‌دې امله تر ټولو اوږد یو واټن شتون لري (چې د ذراتو د افق په نوم یادېږي) او له هغه واټن څخه هاخوا هېڅ څه د نومېرلو وړ نه‌دي، ځکه چې سېګنالونه یې لا تراوسه موږ ته نه‌دي رسېدلي. «د لېدو وړ نړۍ» کې یوازې هغه سېګنالونه شامل دي چې د بیا یوځای‌کېدنې پېر راهیسې خپاره شوي دي، او دا هغه مهال دی چې د هایدروجن اټومونه له پروتونونو او الکترونونو څخه رامنځ‌ته او فوتونونه د انرژۍ په بڼه ازادېږي؛ خو «د مشاهدې وړ نړۍ» کې هغه سېګنالونه شامل دي چې د نړۍ د پراخېدنې له پیل راهیسې خپاره شوي دي، او دا هغه مهال دی چې په دودیزې فزیکي کیهان‌پوهنه کې ستره چاودنه (بېګ بنګ) او په نومهالې کیهان‌پوهنه کې د تورم پېر پای انګېرل کېږي. ځیني وخت استروفزیک‌پوهان د «لېدو وړ نړۍ» او «مشاهدې وړ نړۍ» سره جلا ګڼي.

هم‌خوځنده واټن هغه ځانګړی واټن دی چې د نور د خپرېدنې راهیسې د نړۍ د پراخېدنې له مخې تر هغو اجسامو پورې حسابېږي، چې د شالید کیهاني مایکروویو وړانګې (CMBR) ورڅخه ازادې شوې دي؛ دغه واټن د دم‌مهالې لېدو وړ نړۍ شعاع ښیي چې کابو 14.0 بیلیونه نجومي فرسخه (کابو 45.7 بیلیونه نوري کاله) واټن دی. دا په داسې حال کې ده چې د مشاهدې وړ نړۍ تر څنډو پورې هم‌خوځنده واټن کابو 14.3 بیلیونه نجومي فرسخه (کابو 46.6 بیلیونه نوري کاله)، کابو ۲ سلنه اوږد دی. د مشاهدې وړ نړۍ شعاع کابو 46.5 بیلیونه نوري کاله او قطر یې کابو 28.5 نجومي ګیګافرسخه (93 بیلیونه نوري کاله، یا 8.8×1026 متره او یا 2.89×1027 فوټه) اټکلېږي، چې له 880 یوتامترو سره مساوي دی. د بحراني کثافت او د مشاهدې وړ نړۍ د قطر په پام کې نیولو سره به د محاسبې له مخې د دغې نړۍ د واړو باقاعده جسمونو ټولیزه کتله کابو 1.5×1053 کیلوګرامه وي. د ۲۰۱۸ کال په نوامبر کې د ستورپوهانو د څېړنو له مخې د ماوراءکهکشاني شالید نور (EBL) کابو 4×1084 فوتونه محاسبه شوی ؤ. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

څرنګه چې د نړۍ پراخېدنه په ګړندیتوب روانه ده، داسې برېښي چې په پای کې به زموږ د سیمه‌ییزې زبرموښتې څخه بهر، ټول دم‌مهاله د مشاهدې وړ جسمونو په زمان کې کنګل شي، په داسې حال کې چې وروسته له هغې به هم په تدریج سره لا سور او مړ نور خپروي. د بېلګې په توګه: هغه جسمونه چې سره رنګ ته د اوښتنې z قیمت یې له 5 څخه تر 10 پورې دی، وروسته له 4 تر 6 بیلیونو کلونو به زیاتي د مشاهدې وړ نه‌وي. سربېره پر دې، د یوه ټاکلي هم‌خوځنده واټن (دم‌مهال کابو 19 بیلیونه نجومي فرسخه) څخه ور هاخوا پرتو جسمونو څخه خپرې شوې نوري وړانګې به هېڅ‌کله هم ځمکې ته راونه‌رسېږي.[۱۲]

«نړۍ» د «مشاهدې وړ نړۍ» پر وړاندې[سمول]

د ټولې نړۍ (کایناتو) لویوالی جوت نه‌دی او کېدای شي بې‌پایه پراخه وي. د نړۍ یوه ستره برخه دومره لېرې پرته ده چې د سترې چاودنې (بېګ بنګ) راهیسې تېره شوې موده ورته ځمکې او یا فضایي مرکزونو ته د خپرو شوو وړانګو د رارسېدو لپاره بسیا کوونکې نه‌وه. په راتلونکې که به د لېرې کهکشانونو نور، ځمکې ته د رارسېدو لپاره لا زیات وخت ولري، نو تمه کېږي چې د کایناتو لا زیاتې برخې د مشاهدې وړ وګرځي. سره له‌دې، د هوبل د قانون پر بنسټ، هغه سیمې چې په پوره اندازه له ځمکې څخه لېرې پرتې دي د نور د سرعت په پرتله لا ګړندۍ د پراختیا او ځمکې څخه د لېرې کېدو په حال کې دي (ځانګړی نسبیت په ورته ځایي سیمه کې د نور له سرعت څخه په لوړ سرعت سره د نږدې جسمونو نسبي حرکتونو څخه مخنیوی کوي؛ خو د لېرې جسمونو لپاره چې ترمنځ پرته فضا یې د پراخېدو په حال کې ده، داسې کوم خنډ شتون نه‌لري؛ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ځانګړي واټن کارونې وګورئ) او سربېره پر دې داسې برېښې چې د پراخېدنې سرعت د تیارې انرژي له کبله د زیاتېدو په حال کې دی.[۱۳]

که چېرې د تیارې انرژۍ پایښت ثابت وانګېرل شي (د کیهان‌پېژندنې یو نه‌بدلېدونکي ثابت په څېر)، داسې چې د نړۍ پراخېدنه همداسې په چټکۍ سره دوام ومومي، نو بیا هم یو «راتلونکې د لېدو وړ محدوده» به شتون ولري، چې له هغې هاخوا پراته جسمونه به په اوږد او بې‌پایه راتلونکي کې هېڅ‌کله هم د مشاهدې وړ نړۍ ته رادننه نه‌شي، دا ځکه چې د نوموړې محدودې څخه بهر جسمونو څخه خپرې شوې نوري وړانګې هېڅ‌کله ځمکې که نه‌رارسېږي؛ خو یوه باریکي شتون لري: څرنګه چې د هوبل پارامتر د وخت په تېرېدو سره کمېږي، نو د داسې یوې پېښې شتون شونی دی چې په ترڅ کې به یې هغه کهکشان، چې د نور د سرعت په پرتله یوازې په کوچني توپیر سره ګړندی له ځمکې څخه لېرې کېږي، داسې یو سېګنال خپور کړي چې په پای کې به ځمکې ته راورسېږي. که چېرې د نړۍ پراخېدنه تلپاتې وبلل شي، نوموړې راتلونکې د لېدو وړ محدوده د 19 بیلیونو نجومي فرسخو (62 بیلیونه نوري کاله) هم‌خوځنډه واټن په پام کې نیولو سره محاسبه کېدلای شي، چې د دغې محاسبې له مخې د بې‌پایه راتلونکي په لړ کې په تیوریکي توګه د مشاهدې وړ کهکشانونو شمېر به یوازې د 2.36 ضریب په اندازه د دم‌مهال مشاهدې وړ کهکشانونو له شمېر څخه لوی وي (په‌دې محاسبه کې ځیني هغه جسمونه چې سره رنګ ته اوښتنې له امله د لېدو وړ نه‌ګرځي، له پامه غورځول شوي).[۱۴]

که څه هم، په تیوریکي توګه به راتلونکي کې لا زیات کهکشانونه د مشاهدې وړ وګرځي، خو د عمل په ډګر کې له ګڼ‌شمېر کهکشانونو څخه خپور شوی نور به د تلپاتې پراخېدنې له امله دومره سره رنګ ته واوړي چې له سترګو به پنا او ناڅرګنده شي. یوه بله باریکې دا ده چې یو کهکشان باید د یوه ټاکلي خوځنده واټن دننه ځای ولري ترڅو مشاهدې وړ نړۍ کې «پروت» وبلل شي؛ که چېرې موږ د کهکشان د تېر شوي عمر په هره کومه شېبه خپور شوی سېګنال ترلاسه کړای شو (داسې وګڼئ چې له کهکشان څخه یو سېګنال له سترې چاودنې څخه ۵۰۰ میلیونه کاله وروسته استول شوی دی)، خو د نړۍ د پراخېدنې له امله به داسې نور سېګنالونه شتون ولري چې وروسته له هغې ټاکلې شېبې خپاره شوي خو هېڅ‌کله به ځمکې ته په اوږد او بې‌پایه راتلونکي کې راونه‌رسېږي، که څه هم په ورته هم‌خوځنده واټن کې، چې د مشاهدې وړ نړۍ له هم‌خوځنده شعاع څخه کوچنی دی، پاتې کېږي (د هم‌خوځنده واټن په تعریف کې وخت ثابت انګېرل کېږي- د ځانګړي واټن پر خلاف، چې فضا د پراخېدنې له امله د شاتګ یا لېرې کېدو سرعت د تعریفولو لپاره کارول کېږي)؛ د یوې ساده بېلګې په توګه: موږ هېڅ وخت پوهېدلای نه‌شو چې یو کهکشان له سترې چاودنې څخه ۱۰ بیلیونه کاله وروسته څرنګه بڼه درلوده او یا په کومه بڼه تر سترګو کېده. د دغه حقیقت په کارولو څخه د داسې یوې کیهانې پېښې افق تعریفول شوني دي، چې د وخت په تېرېدو سره له ځمکې څخه پروت واټن یې د بدلون په حال کې دی. د بېلګې په توګه: دغه افق پورې اوسنی واټن کابو  ۱۶ بیلیونه نوري کاله دی، په‌دې معنی چې که چېرې دم‌مهال داسې یوه پېښه (چې په ۱۶ بیلیونه نوري واټن کې پرته ده) رامنځ‌ته شي، نو له رامنځ‌ته شوې پېښې څخه خپور شوی سېګنال به په راتلونکي کې ځمکې ته راورسېږي؛ خو که چېرې پېښه له ۱۶ بیلیونه نوري کلونو واټن څخه لا لېرې پرته وي، نو خپور شوی سېګنال به هېڅ‌کله ځمکې ته ونه‌رسېږي.[۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. Conselice, Christopher J. (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Evolution of Galaxy Number Density at z < 8 and Its Implications"]. The Astrophysical Journal 830 (2): 83. doi:10.3847/0004-637X/830/2/83. Bibcode2016ApJ...830...83C. 
  2. (په 17 October 2016 باندې). Two Trillion Galaxies, at the Very Least. New York Times.
  3. (په 12 January 2021 باندې). NOIRLab Scientist Finds the Universe to be Brighter than Expected. NOIRLab.
  4. Lauer, Tod R.; Postman, Marc; Weaver, Harold A.; Spencer, John R.; Stern, S. Alan; Buie, Marc W.; Durda, Daniel D.; Lisse, Carey M. et al. (11 January 2021). "New Horizons Observations of the Cosmic Optical Background". The Astrophysical Journal 906 (2): 77. doi:10.3847/1538-4357/abc881. Bibcode2021ApJ...906...77L. https://ui.adsabs.harvard.edu/abs/2021ApJ...906...77L/abstract. 
  5. Gott III, J. Richard; Mario Jurić; David Schlegel; Fiona Hoyle et al. (2005). "A Map of the Universe". The Astrophysical Journal 624 (2): 463–484. doi:10.1086/428890. Bibcode2005ApJ...624..463G. http://www.astro.princeton.edu/universe/ms.pdf. 
  6. Frequently Asked Questions in Cosmology. Astro.ucla.edu. Retrieved on 2011-05-01.
  7. Lineweaver, Charles; Tamara M. Davis (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Misconceptions about the Big Bang"]. Scientific American 292 (3): 36–45. doi:10.1038/scientificamerican0305-36. Bibcode2005SciAm.292c..36L. 
  8. Itzhak Bars; John Terning (2009). Extra Dimensions in Space and Time. Springer. د کتاب پاڼي 27–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-77637-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. See the "Mass of ordinary matter" section in this article.
  10. (په 3 December 2018 باندې). All the Light There Is to See? 4 x 1084 Photons. The New York Times.
  11. The Fermi-LAT Collaboration (30 November 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A gamma-ray determination of the Universe's star formation history"]. Science 362 (6418): 1031–1034. doi:10.1126/science.aat8123. PMID 30498122. Bibcode2018Sci...362.1031F. 
  12. Loeb, Abraham (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Long-term future of extragalactic astronomy"]. Physical Review D 65 (4): 047301. doi:10.1103/PhysRevD.65.047301. Bibcode2002PhRvD..65d7301L. 
  13. Liddle, Andrew (2015). An Introduction to Modern Cosmology. John Wiley. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781118502143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Is the universe expanding faster than the speed of light? (see the last two paragraphs)
  15. Krauss, Lawrence M.; Robert J. Scherrer (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Return of a Static Universe and the End of Cosmology"]. General Relativity and Gravitation 39 (10): 1545–1550. doi:10.1007/s10714-007-0472-9. Bibcode2007GReGr..39.1545K. 
  16. Using Tiny Particles To Answer Giant Questions. Science Friday, 3 Apr 2009. According to the transcript, Brian Greene makes the comment "And actually, in the far future, everything we now see, except for our local galaxy and a region of galaxies will have disappeared. The entire universe will disappear before our very eyes, and it's one of my arguments for actually funding cosmology. We've got to do it while we have a chance."
  17. See also Faster than light#Universal expansion and Future of an expanding universe#Galaxies outside the Local Supercluster are no longer detectable.