د مساواتو قانون (متحده ایالات)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مساواتو قانون د متحده ایالاتو په کانګرس کې هغه لایحه ده چې که چېرې تصویب شي له مخې یې د ۱۹۶۴ زکال د مدني حقونو قانون تعدیل کېږي او پر بنسټ به یې د جنسیت، جنسي تمایل او جنسیتي هویت له مخې په استخدام، مسکن، عمومي تسهیلاتو، زده کړو، فدرال تمویل کېدونکو پروګرامونو، مالي مسایلو او قضا کې تبعیض منع شي. د جورجیا د کلېټون ښارګوټي پر وړانډې د بوسټاک (Bostock v. Clayton County, Georgia) په قضیه کې د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د متحده ایالاتو سترې محکمې یوازې د استخدام په برخه کې له نارینه همجنس بازانو (ګې) او څو جنسیته وګړو ملاتړ وکړ، خو په نورو برخو کې یې کوم نظر ورنکړ. د بوسټاک حکم همدارنګه د الټیټیوډ اکسپرس (Altitude Express) او د هارېس فیونرل هومز شرکت (Harris Funeral Homes) قضیې هم تر پوښښ لاندې راوړې. [۱][۲]

دغه لایحه همدارنګه د مدني حقونو په برخه کې موجودې ملاتړېزې چارې د نندارتونونو، توکو، خدمتونو او ټرانسپورټ په څېر ګڼ شمېر عمومي تسهیلاتو اړوند رنګین پوستانو ته هم پراخوي.

د مساواتو قانون تر ډېره د بوسټاک د قضیې د پرېکړې په څېر جنسي تبعیض په داسې توګه تعریف کوي چې په هغو کې جنسي تمایل او جنسیتي هویت شاملېږي همدارنګه په کې «امیدواري، د ماشوم زېږون یا د افرادو شخصي روغتیايي حالت او د جنسیت پر بنسټ کلیشې شاملېږي». دغه لایحه همدارنګه یاده موضوع د دوه جنسه وو (چې ښځینه او نارینه نښې لري) د ټولنې په ګډون تعریف کوي. د دغه قانون موخه د جنسیت پر بنسټ د افرادو پر وړاندې د تبعیض په صورت کې قانوني ملاتړ دی. [۳]

په داسې حال کې چې له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې په همدې ډول ګن شمېر لایحې وړاندې شوې خو د مساواتو د قانون دغه معاصره نسخه د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو په ۱۱۴م کانګرس کې وړاندې شوه. د ۱۱۶ کانګرس د کاري دورې پر مهال دغه لایحه د ۲۰۱۹ زکال د مۍ په اوولسمه د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې د دواړو ګوندونو څخه د ۲۶۳ – ۱۷۳ رایو په ترلاسه کولو تائید شوه. له دې سره د متحده ایالاتو سنا جرګې د دغې لایحې له ترلاسه کولو وروسته د هغو اړوند کوم ګام اوچت نه کړ ځکه د وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل څرګنده کړې وه چې هغه به دغه لایحه ویټو کړي. د ۲۰۲۱ زکال د فبروي میاشتې په ۱۸مه نېټه دغه قانون بیاځلي ۱۱۷م کانګرس ته وړاندې شو؛ د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو په ملاتړ هغه د ۲۲۴ موافقو او ۲۰۶ مخالفو رایو په ورکولو تائید کړه. دغه لایحه بیاځلي سنا جرګې ته د ارزونې په موخه ولېږل شوه.[۴][۵][۶][۷]

موخه او محتوا[سمول]

تر ۲۰۲۰ زکال پورې د متحده ایالاتو ۲۹ ایالتونو د LGBT وګړو پر وړاندې تبعیض غیرقانوني نه و بللی، په داسې توګه چې LGBT ټولنو په ملي کچه ډېر لږ ملاتړ درلود او د امریکايي LGBT وګړو دوه پر دریمې برخې وګړو په شخصي ژوند کې د تبعیض سره د مخ کېدو یا د هغو د تجربې کولو راپور ورکړی و. د مساواتو قانون د دغه ډول تبعیضونو پر وړاندې د قانوني ملاتړ په لټه کې دی څو په ټول هېواد کې د LGBT وګړو پر وړاندې د تبعیض ضد قوانین پلي شي. [۸][۹][۱۰]

د مساواتو قانون ۱۹۶۴ زکال ته په اړوند د مدني حقونو په قانون کې د LGBT وګړو لپاره د ملاتړیزو اقداماتو د ځای پر ځای کولو په لټه کې دی. په ځانګړې توګه دغه قانون د جنسیت، جنسیتي میل، جنسیتي هویت او دوه جنس توب پر بنسټ په عمومي تسهیلاتو او امکاناتو، زده کړو، فدرال تمویل کېدونکو پروګرامونو، استخدام، مسکن، مالي مسایلو او قضایي مواردو کې تبعیض منع کوي.[۱۱][۱۲]

همدارنګه رنګین پوستانو، ښځو او نورو ټولو لږکیو ډلو ته د مدني حقونو د پراختیا هڅه کوي؛ دغه هڅه د عمومي تسهیلاتو د تعریف د پراختیا پر مټ ترسره کوي چې هغه ځایونه او جوړښتونه په کې شاملېږي چې:[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

  • نندارتونونه، ساعت تېرۍ، تفرېح، عمومي غونډې یا عمومي نندارې جوړوي؛
  • توکي، خدمات یا پروګرامونه
  • او ترانسپورتي خدمتونه وړاندې کوي.

د متحده ایالاتو ۱۱۷م کانګرس ته د دغه وړاندې شوي قانون د متن پر بنسټ، د حکومتونو له خوا د جنسي میل یا جنسیتي هویت له مخې تبعیض د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل د برابر خوندیتوب بند له پامه غورځوي او څرګندوي:

د ایالتي یا سیمه ییزو حکومتونو له خوا د جنسي میل یا جنسیتي هویت پر بنسټ تبعیض د استخدام، مسکن، عمومي تسهیلاتو او هغو پروګرامونو او فعالیتونو په برخه کې چې فدرال دولت یې ملاتړ کوي د متحده ایالاتو د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل د برابر خوندیتوب بند نقض کوونکی دی. په ډېری شرایطو کې دغه ډول تبعیض د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل د حق غوښتنې د بند نور اساسي حقونه لکه د آزادۍ او خصوصي حریم حق نقض کوي.[۱۷]

ملاتړ او مخالفت[سمول]

ملاتړ[سمول]

د مساواتو قانون د ۵۴۷ ملي، ایالتي او سیمه ییزو بنسټونو له خوا ملاتړ کېږي. په دغو بنسټونو کې بشري حقونو او ټولنیز عدالت ته اړوند ملي سازمانونه لکه د امریکايي مدني آزادیو اتحادیه (American Civil Liberties Union)، د افترا ضد لیګ (Anti-Defamation League)، د ګې، لیزبین او نارمل جنسي اړیکو د زده کړو شبکه (GLSEN)، د بشري حقونو کمپاین (Human Rights Campaign)، د بشري حقونو څارډله (Human Rights Watch)، د سویلي بېوزلۍ حقوقي مرکز(Southern Poverty Law Center)، لمبادا لیګل (Lambda Legal)، ناواجو نېشن (Navajo Nation)، د ښځو لپاره ملي سازمان (National Organization for Women)، د رنګین پوستانو د پراختیا ملي بنسټ (NAACP) او د متقاعدینو امریکايي بنسټ (AARP)؛ په کې شاملېږي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د دغه قانون څخه په ملاتړ کوونکو تخصصي بنسټونو کې بیا د امریکا د ارواپوهنې ټولنه (American Psychological Association)، د امریکا طبي ټولنه (American Medical Association)، د امریکا مشورتي ټولنه (American Counseling Association)، د امریکايي ښوونکو فدراسیون (American Federation of Teachers)، د امریکايي وکیلانو ټولنه (American Bar Association)، د امریکايي ماشومانو اکاډمي (American Academy of Pediatrics) او د والدینو ښوونکو ملي ټولنه (National PTA) شامل دي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

مخالفت[سمول]

ګڼ شمېر کارپوهانو او سیاسي مخکښانو په بېلابېلو مهالونو کې د مساواتو له قانون سره خپل مخالفت څرګند کړی. د دغو ترمنځ تر ټولو پام وړ یې له جورجیا ایالت څخه جمهوري غوښتونکې استازې مارجري ټېلر ګرین ده چې له امله یې د ایلینوس ایالت له جمهوري غوښتونکې استازې ماري نیومن سره لنډ مهاله سیاسي اختلافات هم رامنځته شول. ګرین د یوې وینا پر مهال وویل چې دغه وړاندیز شوی اقدام «د خدای خلقت له منځه وړي، ... په بشپړه توګه د ښځو مذهبي آزادۍ او حقوق هم له منځه وړي» او «د څو جنسه و حقونه په دې سره د ښځو له حقونو زیاتېږي».[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

د ولسمشرانو دریځونه[سمول]

باراک اوباما[سمول]

ولسمشر اوباما او د هغه مرستیال جوبایډن هغه مهال د مساواتو له قانون ملاتړ وکړ چې د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو ۱۱۴م کانګرس ته وړاندې شو.[۴۲][۴۳]

ډونالډ ټرامپ[سمول]

د ټرامپ دولت د مساواتو له قانون سره مخالفت وکړ. د ۲۰۱۹ زکال په اګست میاشت کې سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو څرګنده کړه چې، «د ټرامپ اداره له هر ډول تبعیض سره مخالفه ده او د ټولو پر وړاندې د یو شان چلن ملاتړ کوي؛ له دې سره په استازو جرګه کې تائید شوې لایحه په خپل اوسني ډول باندې له هغو زهرجنو ګولیو ډکه ده چې د والدینو او باطني حقونو د تضعیف په موخه ګواښ دی».[۴۴]

جوبایډن[سمول]

ولسمشر جوبایډن او مرستیال ولسمشرې هریس د مساواتو د قانون له کلکو ملاتړو څخه دي چې له سپینې ماڼۍ څخه یې د یوې اعلامیې په خپرولو څرګنده کړه چې، «زه د کانګرس له استازي له ډېوېډ سیسیلین او د کانګرس د برابرۍ غوښتونکې ټولې ډلې ستاینه کوم چې تېره ورځ یې په استازو جرګه کې د مساواتو قانون وړاندې کړ، همدارنګه له کانګرس غواړم په چټکۍ سره دغه تاریخي قانون تصویب کړي. له هر چا سره باید په کرامت او درناوي چلن وشي او دغه لایحه دغه حیاتي ګام ډاډمن کوي چې امریکا زموږ اساسي ارزښتونو یعنې برابرۍ او آزادۍ ته ژمنه ده».[۴۵][۴۶]

د ۲۰۲۲ زکال په مارچ میاشت کې ولسمشر بایډن کانګرس ته د خپلې کلنۍ وینا پر مهال د دغه قانون د تصویب غوښتنه وکړه. د ۲۰۲۲ زکال په مارچ میاشت کې د بایډن دولت اعلان وکړ چې د امریکايي څو جنسه وو د حقونو لپاره د دغه قانون د تصویب په موخه مبارزه کوي.[۴۷][۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. Cicilline, David N. (2021-03-02). "Text - H.R.5 - 117th Congress (2021-2022): Equality Act". www.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Equality Act". Human Rights Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cicilline, David N. (2021-03-02). "Text - H.R.5 - 117th Congress (2021-2022): Equality Act". www.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په May 17, 2019 باندې). Houses passes Equality Act to increase protections for sexual orientation and gender identity. CNN.
  5. "Equality Act, H.R. 5, 116th Congress (2019)". www.congress.gov. 20 May 2019. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Equality Act, H.R. 5, 116th Congress (2019), as received by the U.S. Senate on May 20, 2019, read twice, and referred to the S. Comm. on the Judiciary" (PDF). www.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Equality Act: House votes to expand legal safeguards for LGBTQ people". KTLA. 2021-02-25. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Johnson, Chris (March 13, 2019). "Equality Act returns — with House Democrats in majority". Washington Blade. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په March 28, 2019 باندې). Why Federal Laws Don't Explicitly Ban Discrimination Against LGBT Americans.
  10. "The Equality Act". Human Rights Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cicilline, David N. (2021-03-02). "Text - H.R.5 - 117th Congress (2021-2022): Equality Act". www.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Equality Act". Human Rights Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "What Does The Equality Act Mean for People of Color?" (PDF). assets2.hrc.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "What Does The Equality Act Mean for Women?" (PDF). assets2.hrc.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Cicilline, David N. (2021-03-02). "Text - H.R.5 - 117th Congress (2021-2022): Equality Act". www.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Equality Act". Human Rights Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cicilline, David N. (2021-03-02). "Text - H.R.5 - 117th Congress (2021-2022): Equality Act". www.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "543 organizations endorsing the Equality Act" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "334 Organizations Endorsing the Equality Act" (PDF). Human Rights Campaign. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Issue Advisory: Equality Act Would Ensure Equal Treatment for LGBTQIA Persons and Women". now.org. July 30, 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Terrell, Kenneth. "AARP, AARP Foundation File Brief Supporting LGBT Adults". AARP. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "ACLU Statement on Passage of the Equality Act in the House of Representatives". American Civil Liberties Union. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Now is the Time to Pass the Equality Act". Anti-Defamation League. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "GLSEN Statement on the Introduction of the Equality Act". GLSEN. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Equality Act". Human Rights Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "AARP Backs Federal Efforts to Better Lives of LGBT Older Americans". MediaRoom. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "NAACP | U.S. House Passes the NAACP-Supported Equality Act". NAACP. 2019-05-21. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Pass The Equality Act NOW – National Organization for Women". now.org. February 23, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Council Votes to Support US Senate Bill 788 "Equality Act"" (PDF). Navajo Nation Council. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Lambda Legal Applauds Passage of Equality Act by U.S. House of Representatives". Lambda Legal. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Rise up against hate!". EveryAction. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "AFT's Weingarten on the Introduction of the Equality Act". American Federation of Teachers. 2015-07-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "APA Lauds Equality Act as Good for Business, Health and Families". American Psychological Association. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Discrimination against LGBTQ+ Americans must end, doctors say". American Medical Association. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "543 organizations endorsing the Equality Act" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Budryk, Zack (2021-02-24). "Democrat posts trans flag across from Marjorie Taylor Greene's House office". The Hill. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Antigay Marjorie Taylor Greene Says Equality Act Protects Pedophiles". The Advocate. 2021-02-24. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Levin, Bess (2021-02-25). "Marjorie Taylor Greene Wants People to Know She's Not Just Crazy, She's a Crazy Bigot". Vanity Fair. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Ruthhart, Bill. "Republican Marjorie Taylor Greene attacks Illinois US Rep. Marie Newman's transgender daughter in feud over LGBTQ rights". Chicago Tribune. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Chandelis Duster (February 25, 2021). "Marjorie Taylor Greene posts anti-transgender sign across hall from lawmaker with transgender child". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Beavers, Olivia. "Scoop! Motion commotion!". Politico. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په November 10, 2015 باندې). President Obama Endorses Equality Act. Out.
  43. "Yet Another Reason Joe Biden Is Everyone's Favorite LGBT Ally". www.advocate.com. August 2, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Henderson, Cydney. "White House responds to Taylor Swift after she calls out President Trump at the VMAs". USA TODAY. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Biden, Joseph R. (19 February 2021). "Statement by President Joseph R. Biden, Jr. on the Introduction of the Equality Act in Congress". The White House. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. . House votes to pass Equality Act, prohibiting discrimination based on sexual orientation and gender identity.
  47. "Biden calls for passage of the Equality Act, denounces state legislative attacks on trans youth in State of the Union". MSN (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 31 March 2022 باندې). FACT SHEET: Biden-⁠Harris Administration Advances Equality and Visibility for Transgender Americans. The White House