د مزدورۍ غلامي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د مزدورۍ غلامي په ځانګړي ډول هغه وخت د ژوند تېرولو يا معيشت لپاره پر مزدورۍ يا معاش باندې د يو شخص تکيه تشرېح کوي، چې لاسي مزد ټيټ وي، حالتونه خراب وي او د پورته تګ يا د حالت د ښه والي رښتينې موکې لږې وي. [۱][۲]

ياده اصطلاح زياتره وخت د کار د منتقدينو له لورې د کار او ټولنيزې ډلبندۍ په استثمار باندې د نيوکې کولو په موخه کارول کېږي، چې کار په لومړي سر کې د کار او پانګې تر منځ په ځانګړي ډول هغه وخت د نابرابرې راکړې ورکړې د ځواک په توګه ګڼل کېږي، چې کارکونکو ته په پرتليز ډول لږ معاشونه ورکول کېږي. لکه: په هغو کارخونو کې چې د لږ مزد پر وړاندې ډېر کار غواړي. همدا راز ټولنيزه ډلبندي اقتصاد کې د کارکونکو د ځان مديريت د نه شتون او د دندې د غوراوي تر سره کول او بېکاره وخت په توګه تشرېح کېږي. د ټولنيزې ډلبندۍ نيوکه د ګومارنې د غوراوي يوه پراخه لړۍ رانغاړي، چې د هغه ډول کار د تر سره کولو په موخه د طبقاتي ټولنې د فشار له لورې راچاپېر شوې ده، چې د خورا بېوزلۍ او لوږې سره سره د ټولنيزې بدنامۍ او د حيثيت د سپکاوي تر ګواښ لاندې انسانان د خپلې نوعې (انسانيت) له ځانګړتيا څخه بې برخې کوي. په تاريخي ډول زياتره سوسياليست سازمانونو او فعالانو د کار کونکو د ځان اداره کولو يا د کارګر اشتراکيت د مزد په بدل کې د کار د شونو بديلونو په توګه ګڼلي دي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د مزد په بدل کې د کار او غلامۍ تر منځ ورته والي په لرغوني روم کې د فيلسوف او دولتي چارو د پوه مارکس توليس سيسرو “Marcus Tullius Cicero” له وخت څخه يادښت شوي وو. لکه: د “De Officiis”  په نوم د نوموړي کتاب کې. د صنعتي اوښتون په راتګ سره د پيري جوزف پرودهون او کارل مارکس په څېر مفکرينو د مزد په بدل کې د کار او غلامۍ تر منځ پرتله روښانه کړه او د کار په اړه نېوکه کې ښکېل شول، په داسې حال کې چې لودايتس ‘Luddites’ د ماشينونو له لورې په رامنځته شوې نا انساني کولو باندې ټينګار وکړ. د ۱۸ پېړۍ انګليستان کې د مزد کار پېژندنه له مخالفتونو سره مخامخ شوه، چې د صنفي اصولو د پېروۍ او انارشيزم اصولو ته يې وده ورکړه.

د امريکا له کورنۍ جګړې څخه مخکې د افريقايي الاصله امريکاينو په غلامۍ کې د ساتلو سويلي ګټندويانو د مزد يا معاش په بدل کې د غلامۍ له مفهوم څخه وغوښتل، چې په مناسب ډول شمال کې د دوی د غلامانو او کارکونکو حالت پرتله کړي. متحده ايالتونو له کورنۍ جګړې څخه وروسته د غلامۍ زياتره بڼې له منځه وېوړې، مګر د کار اتحاديې فعالانو د ويوکو دا مجازي کارونه يا استعاره ګټوره وګڼله؛ د تاريخپوه لاورنس ګلېکمين له نظره په ګيلديد دوره کې د کارګر مطبوعاتو کې پرېمانه سرچينې وې او داسې وينا به په خورا سختۍ سره ومومو، چې د يو کارګر مشر له لورې دې شوې وي او ياد عبارت دې په کې نه وي کارول شوی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

تاريخچه[سمول]

د دې نظريې تاريخ چې د مزد په بدل کې کار له غلامۍ سره ورته دی، لرغونې نړۍ ته ورګرځي. په لرغوني روم کې سيسرو وليکل چې: «هغه مزد چې مزدورکاران يې تر لاسه کوي، د دوی د غلامۍ ژمنه ده». [۲۱][۲۲]

په ۱۷۶۳ز کال کې فرانسوي ژورنالېست سيمون لينګويت د مزد په بدل کې د غلامۍ يوه اغېزناکه سپړنه يا تشرېح خپره کړه: [۲۳]

غلام خپل بادار ته د هغه پيسو له امله ارزښتناک و، چې نوموړي يې ارزښت يا بيه درلوده. ... د دوی ارزښت لږ تر لږه بازار کې د پلور د کچې په اندازه و. ... دا د بلې هرې وسيلې په واسطه د ژوند کولو ناشتونتيا ده، چې زموږ بزګر کارګران تر دې اړ کوي، چې د ځمکې مېوې به نه خوري او معماران د داسې ودانيو جوړولو ته اړ کوي، چې دوی به په کې نه اوسېږي. ... دا هغه غوښتنه ده چې دوی مجبوروي، چې د ځان بډايه کولو په موخه له بډايه شخص څخه د اجازې غوښتلو په موخه هغوی ته په ګونډو شي. ... د غلامۍ مخنيوي دې ډول شخص ته څه اغېزناکه ګټه رسولې ده؟ تاسې واياست چې هغه ازاد دی. اه! دا د هغه بدمرغي ده. دا خلک تر ټولو ګواښونکي او زورور او تر ټولو امرانه باداران لري او هغه د دوی «اړتيا» ده. ... دوی بايد د همدې (اړتیا) له امله يا د ځان ګومارنې په موخه يو څوک پيدا کړي او يا له لوږې ومري. ايا دا حالت ازادي ده؟

دا نظريه چې د مزد کار د لېږد وړ يا منقولې غلامۍ سره مهم ورته والي لري، د لېږدېدونکې غلامۍ د ګټندويانو (په ځانګړي ډول د متحده ایالتونو په سويلي ايالتونو کې) او د پانګوالۍ د مخالفينو (چې د لېږدېدونکې غلامۍ منتقدين هم وو) له لورې د ۱۸ پېړۍ په وروستيو او ۱۹ پېړۍ کې په فعال ډول پرمخ وېوړل شوه. د غلامۍ ځينې ګټندويانو چې په اصل کې له سويلي غلام ايالتونو څخه وو، استدلال وکړ چې د شمال کارکونکي «يوازې په نوم ازاد و؛ يانې په اصل کې د بې پايه کار غلامان وو» او بل دا چې د دوی غلامان د کارکونکو په پرتله بډايه او سوکاله وو. دا اختلاف د ځينو هغو معاصرو څېړنو په واسطه تر يوې اندازې تاييد شوی دی، چې په ګوته کوي چې ۱۹ پېړۍ کې د غلامانو مادي حالتونه د وخت د ازادو ښاري کارکونکو په پرتله په عمومي ډول غوره وو. په دې دوره کې هنري ډيويد تورو وليکل، چې: «د سويلي څارونکي درلودل ستونزمن دي؛ د شمالي څارونکي درلودل له هغې هم ستونزمن (بدتر) دي، مګر تر ټولو بد هغه وخت دي، چې تاسې په کې د خپل ځان غلام چلونکي ياست». [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په متحده ايالتونو کې د غلامۍ د له منځه وړنې پلويانو دا ورته ناسم وګڼه. دوی استدلال وکړ چې د مزد کارکونکو سره نه ناسم چلند شوی و او نه پرې ظلم شوی و. ابراهم لينکن او جمهوري غوښتونکو استدلال وکړ، چې د مزدورانو حالت له غلامۍ څخه بېل و، تر دې چې شونې وه چې کارګران د ځانونو لپاره د کار کولو موکې رامنځته کړي او په دې ډول ځان ګومارنې ته ورسېږي. د غلامۍ د له منځه وړلو پلوي او پخواني غلام فردريک دوګلاس د معاش یا اداينې دندې په تر لاسه کوول سره په پيل کې اعلان وکړ، چې :«زه اوس د خپل ځان بادار يم». که څه هم نوموړی د ژوند په وروستيو کې د دې خلاف پايلې ته ورسېد او ويل يې، چې: «ازمايښت يا تجربه په ډاګه کوي، چې ښايي د مزدوريو غلامي هم وي، چې د اغېزو له مخې د لېږدېدونکې غلامۍ په پرتله يوازې لږ غوندې ځورونکې او غاښ ماتونکې ده او دا چې د مزدورۍ دا غلامي بايد له د لېږدېدونکې غلامۍ سره يو ځای ښکته [له منځه] لاړه شي. دوګلاس په يو اجباري پولي بازار کې د مالکيت/پانګوال پوړ او نامالکيت / کارګر پوړ تر منځ د راکړې ورکړې د نابرابر ځواک له امله د راپورته کېدونکو دې حالتونو په اړه خبرې وکړې: «د سويلي کارګرو د نه غولونې لپاره د هغه پلان په پرتله نور هيڅ ځيرک او ګټور پلان يا تدبير نه شي منل کېدلی، چې هټېوالو باندې د مزدورۍ په بدل کې د پيسو ورکولو امرونه ځای په ځای کوي. دا د رښتينولۍ د ښودلو وړتيا لري، په داسې حال کې چې يو کارګر په بشپړ ډول د ځمکې د څښتن او هټيوال تر مهربانۍ لاندې راولي». [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite dictionary
  2. کينډۍ:Cite dictionary
  3. Sandel 1996, p. 184.
  4. "Conversation with Noam Chomsky". Globetrotter.berkeley.edu. د کتاب پاڼې 2. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hallgrimsdottir & Benoit 2007.
  6. "The Bolsheviks and Workers Control, 1917–1921: The State and Counter-revolution". Spunk Library. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Avineri 1968, p. 142.
  8. Fitzhugh 1857.
  9. George 1981, "Chapter 15".
  10. "Conversation with Noam Chomsky". Globetrotter.berkeley.edu. د کتاب پاڼې 2. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ostergaard 1997, p. 133.
  12. Thompson 1966, p. 599.
  13. Thompson 1966, p. 912.
  14. Ostergaard 1997, p. 133.
  15. Lazonick 1990, p. 37.
  16. Cicero, Marcus Tullius (1 January 1913) [First written in October–November 44 BC]. "Liber I" [Book I]. In Henderson, Jeffrey (المحرر). De Officiis [On Duties]. (په لاطینی و انګلیسي ژبه کي). XXI. تُرجم بواسطة Miller, Walter (الطبعة Digital). Cambridge, MA: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 152–153 (XLII). doi:10.4159/DLCL.marcus_tullius_cicero-de_officiis.1913. OCLC 902696620. OL 7693830M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-99033-3. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۱۸. XLII. Now in regard to trades and other means of livelihood, which ones are to be considered becoming to a gentleman and which ones are vulgar, we have been taught, in general, as follows. First, those means of livelihood are rejected as undesirable which incur people’s ill-will, as those of tax-gatherers and usurers. Unbecoming to a gentleman, too, and vulgar are the means of livelihood of all hired workmen whom we pay for mere manual labour, not for artistic skill; for in their case the very wage they receive is a pledge of their slavery. Vulgar we must consider those also who buy from wholesale merchants to retail immediately; for they would get no profits without a great deal of downright lying; and verily, there is no action that is meaner than misrepresentation. And all mechanics are engaged in vulgar trades; for no workshop can have anything liberal about it. Least respectable of all are those trades which cater for sensual pleasures[.] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Proudhon 1890.
  18. Marx 1969, Chapter VII.
  19. Foner 1995, p. xix.
  20. Jensen 2002.
  21. The International Standard Bible Encyclopedia. Geoffrey W. Bromiley. Wm. B. Eerdmans Publishing, 1995. کينډۍ:ISBN. p. 543.
  22. Cicero, Marcus Tullius (1 January 1913) [First written in October–November 44 BC]. "Liber I" [Book I]. In Henderson, Jeffrey (المحرر). De Officiis [On Duties]. (په لاطینی و انګلیسي ژبه کي). XXI. تُرجم بواسطة Miller, Walter (الطبعة Digital). Cambridge, MA: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 152–153 (XLII). doi:10.4159/DLCL.marcus_tullius_cicero-de_officiis.1913. OCLC 902696620. OL 7693830M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-99033-3. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۱۸. XLII. Now in regard to trades and other means of livelihood, which ones are to be considered becoming to a gentleman and which ones are vulgar, we have been taught, in general, as follows. First, those means of livelihood are rejected as undesirable which incur people’s ill-will, as those of tax-gatherers and usurers. Unbecoming to a gentleman, too, and vulgar are the means of livelihood of all hired workmen whom we pay for mere manual labour, not for artistic skill; for in their case the very wage they receive is a pledge of their slavery. Vulgar we must consider those also who buy from wholesale merchants to retail immediately; for they would get no profits without a great deal of downright lying; and verily, there is no action that is meaner than misrepresentation. And all mechanics are engaged in vulgar trades; for no workshop can have anything liberal about it. Least respectable of all are those trades which cater for sensual pleasures[.] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Marx 1969, Chapter VII.
  24. George 1981, "Chapter 15".
  25. Marx 1990, p. ?.
  26. "The Hireling and the Slave – Antislavery Literature Project". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Margo & Steckel 1982.
  28. Fogel 1994, p. 391.
  29. Thoreau 2004, p. 49.
  30. Wage Slavery, PBS.
  31. Foner 1998, p. 66.
  32. Weininger 2002, p. 95.
  33. Sandel 1996, pp. 181–84.
  34. Douglass 1994, p. 95
  35. Douglass 2000, pp. 676
  36. Douglass 1886, pp. 12–13
  37. Douglass 1886, pp. 16