Jump to content

د مریخ اقلیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مریخ اقلیم له پېړیو راهیسې د علمي څېړنو موضوع ده، تر یوه حده یې دلیل دا دی چې دا یوازنۍ ځمکنۍ سیاره ده چې سطحه یې په مستقیم ډول له ځمکې څخه د تلسکوپ په مرسته لیدل کېدای شي.

که څه هم مریخ سیاره د ځمکې په پرتله کوچنۍ ده، حجم یې د ځمکې ۱۱ سلنه دی او د ځمکې په پرتله له لمر څخه ۵۰ سلنه لرې ده، خو له دې سره سره یې هم له ځمکې سره اقلیم ډېر شباهتونه لري چې د قطبي کنګلونو شتون، موسمي بدلونونه او د هوا لیدل کېدونکې نښې یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دغو مواردو د سیاره پوهانو او اقلیم پوهانو دوامدارو څېړنو ته زمینه برابره کړې ده. له دې سره سره د مریخ اقلیم له ځمکې سره ورته‌والي لري چې د کنګلونو دوره‌يي زمانې یې د بېلګې په توګه یادولی شو او ځينې مهم توپیرونه لري چې بېلګه یې په مریخ کې ډېره ټيټه ساکنه تودوخه ده. د مریخ اتوموسفیر شاوخوا ۱۱ کیلومتره (۳۶۰۰۰ فوټه) لوړ دی چې د ځمکې په پرتله ۶۰ سلنه ډېر دی. اقلیم له دې پوښتنې سره کلک تړاو لري چې ایا په دې سیاره کې ژوندي موجودات شته یا یو وخت په کې وو که نه. ناسا ادارې ځینې اټکلونه وکړل چې ویې ښوده په یوه نږدې قطبي سیمه کې تصعید ډېر شوی، له دې امله په رسنیو کې دا ګومانونه را پیدا شول چې ګواکي مریخ د نړیوالې تودوخې له موازي دورې څخه تېرېږي او دغه ګومان په خبرونو کې ډېره لېوالتیا جلب کړه. که څه هم دا ګومان سم نه دی، خو په وروستیو لسیزو کې د مریخ د تودوخې کچه واقعاً کمه شوې ده او قطبي کنلګونه یې د ودې په حال کې دي.[۱]

مریخ سیاره له اوولسمې پیړۍ راهیسې د ځمکنیو وسایلو په مرسته څېړل شوې ده، خو کله چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې د مریخ سپړنه یا اکتشاف پیل شو، له نږدې څخه یې د کتنې امکان هم پیدا شو. مریخ ته نږدې پروازونو او مدار ګرځېدونکو فضايي بېړیو له پاسه راټول کړي معلومات وړاندې کړي دي، خو پر سطحه کېناستونکو وسایلو یې بیا اتومسفیري شرایط په مستقیم ډول اندازه کړي دي. دا مهال د ځمکې د مدار پرمختللي وسایل په څه ناڅه لویه کچه کې د دغې سیارې د هوا د اړوندو پدیدو په اړه مهم مشاهدات کوي.

مریخ ته د پرواز لومړنی ماموریت «مارینر ۴» و چې فضايي بېړۍ یې په ۱۹۶۵ کال کې مریخ ته ورسېده. په دغه چټک دوه ورځني پرواز کې (چې د ۱۹۶۵ کال د جولای ۱۴مه او ۱۵مه نېټه وه) د څېړنې وسایل ډېر ساده وو او د مریخي اقلیم په اړه له پوهې سره یې چندان مرسته ونه کړه. د مارینر نورو ماموریتونو (مارینر ۶ او ۷) د مریخ سیارې د اقلیم په اړه په ابتدايي معلوماتو کې ځینې تشې ډکې کړې. پر ډېټا ولاړې اقلیمي څېړنې په ۱۹۷۵ کال کې د وایکېنګ پروګرام د کېناستونکو وسایلو په مرسته پیل شوې او د «مارس ریکانسنس» په څېر څېړونکو وسایلو یې څېړلو ته دوام ورکړ.[۲]

هوا

[سمول]

د مریخ د تودوخې درجه او دوران په هر مریخي کال کې توپیر لري (هره هغه سیاره چې اتومسفیر او محوري انحراف لري، د تودوخې درجه او دوران یې متفاوت وي). مریخ سمندرونه نه لري، سمندرونه په ځمکه کې د ډېرو کلنیو بدلونونو سرچینه ده. د مریخ د مداري کمرې هغه ډېټا چې د ۱۹۹۹ کال له مارچ میاشتې څخه پیل ده او ۲.۵ مریخي کلونه یې تر پوښښ لاندې دي، څرګندوي چې د مریخ هوا د ځمکې په پرتله ډېره تکرارېدونکې او بالاخره د اټکل وړ ده. که د یوه کال په مشخص وخت کې کومه پېښه وشي، موجوده ډېټا څرګندوي چې بل کال یې کابو په هماغه ځای کې د تکرار احتمال موجود دی. [۳]

د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه چې کله «فونیکس» څېړونکې وسیله د مریخ په «هایمډال» ساحه کې کېناسته، د خپلې ناستې ځای ته نږدې یې پر سر ۴.۵ کیلومتره (۲.۸ مایله» پاس له ورېځو څخه را ورېدونکې واوره تشخیص کړه. دغه واوره د مریخ سطحې ته تر رسېدو وړاندې تبخیر شوه یا پر بړاس بدله شوه چې دې پدیدې ته «ویرګا» ویل کېږي. [ویرګا هغه ورښت ته ورته پدیده ده چې له ټيټو ورېځو څخه راوځي خو سطحې ته نه رسېږي].[۴]

ورېځې

[سمول]

د مریخ د دوړو توپان ښايي اتوموسفیر ته کوچني ذرات پورته کړي چې شاوخوا یې ورېځې جوړېږي. دغه ورېځې ښايي له سیارې څخه سل کیلومتره (۶۲ مایله) لوړې جوړې شي. د «مارینر ۴» په مرسته له مریخ څخه په رالېږل شویو لومړنیو عکسونو کې د مریخ په ښکتني اتوموسفیر کې ورېځې لیدل کېږي. دا ورېځې ډېرې کمزورې او نازکې دي او یوازې د شپې له‌خوا د اسمان د تیارې په مقابل کې د لمر د وړانګو د لګېدو په حال کې لیدل کېږي. دا ورېځې هغو ځمکنیو مزوسفیري ورېځو ته ورته دي چې د شپنیو ورېځو په نامه هم پېژندل کېږي او په شاوخوا ۸۰ کیلومترۍ (۵۰ مایله) کې زموږ د سیارې پر سر رامنځته کېږي.[۵]

غرونه

[سمول]

مریخي توپانونه او بادونه په مریخ کې د لویو غرونو د لړیو تر اغېز لاندې دي. د اولمپوس په څېر انفرادي غرونه چې په ریکارډ کچه لوړ دي (۲۶ کیلومتره یا ۸۵۰۰۰ فوټه) پر محلي هوا اغېز لرلای شي، خو پر هوا د لویې کچې اغېزې په تارسیس سیمه کې د اورغورځوونکو غرونو د لویې مجموعې د شتون له امله دي. [۶]

د بې سارې هوا یوه تکراري پدیده چې غرونه په کې شامل دي، یوه ګرده بوړبوکۍ ډوله ورېځ ده چې د ارسیا غرونو پر سر رامنځته کېږي. دا ورېځ د ارسیا غرونو پر سر له ۱۵ تر ۳۰ کیلومترۍ (۴۹۰۰۰ تر ۹۸۰۰۰ فوټه) پورې د اورغورځوونکو غرونو پر سر لوړه درېدلی شي. ورېځې د ټول مریخي کال په جریان کې د ارسیا غرونو په شاوخوا کې موجودې وي او د اوړي په پای کې د ډېرېدو وروستۍ کچې ته رسېږي.[۷][۸]

د غرونو شاوخوا ورېځې موسمي بدلونونه څرګندوي. په «اولمپوس» غرونو او «​​اسکریوس» غرونو کې ورېځې د شمالي نیم‌کرې په پسرلي او اوړي کې څرګندېږي چې د پسرلي په وروستیو کې نږدې ۹۰۰۰۰۰ کیلومتره مربع او ۱۰۰۰۰۰۰ کیلومتره مربع ته رسېږي. د «البا پیټرا» او «پاوونیس» غرونو شاوخوا ورېځې د اوړي په وروستیو کې کوچنۍ کېږي. په ژمي کې ډېرې لږ ورېځې لیدل شوې دي. د مریخ د عمومي دوران د ماډل اټکلونه له دغو مشاهداتو سره مطابقت لري.[۸]

موسمونه

[سمول]

د مریخ محوري انحراف ۲۵.۲ درجې دی. معنا یې دا ده چې مریخ هم د ځمکې په څېر موسمونه لري. له مدار څخه د مریخ وتل ۰.۱ دي چې دا شمېره د ځمکې د ۰.۰۲ په پرتله ډېره زیاته ده. له مدار څخه ډېره وتنه د دې لامل کېږي چې د لمر پر شاوخوا د سیارې له څرخېدو سره په مریخ کې د لمر وړانګې هم بدلې شي. (د مریخ یو کال ۶۸۷ ورځې دی چې د ځمکې کابو دوه کاله کېږي). د ځمکې په څېر په مریخ کې هم د سیارې انحراف پر موسمونو غالب دی، خو له مرکز څخه د ډېرې وتنې له امله ‎په سوېلي نیم‌کره کې ژمي اوږده او ساړه دي، په داسې حال کې چې په شمال کې نسبتاً لنډ او ګرم دي.

داسې انګېرل کېږي چې کنګل هغه وخت راټول شوی و چې د مریخ مداري انحراف له اوسني حالت سره توپیر درلود. (هغه محور چې سیاره پرې راڅرخي، ډېر «تزلزل» لري، یعنې دا چې زاویه یې د وخت په اوږدو کې بدلېږي.) څو میلیون کاله مخکې د مریخ محوري انحراف د اوسنۍ ۲۵ درجې پر ځای ۴۵ درجې و. د مریخ انحراف ډېر توپیر لري، ځکه دوې کوچنۍ سپوږمۍ ګانې یې د ځمکې د سپوږمۍ په څېر ټیکاو یا ثبات نه‌شي ورکولای.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اقلیمي زونونه

[سمول]

ځمکني اقلیمي زونونه په لومړي ځل «ولادیمیر کوپین» د نباتاتو د ګروپونو د وېش پر بنسټ تعریف کړل. د اقلیم طبقه‌بندي د تودوخې، باران او د تودوخې او باران په موسمي وېش کې د توپیرونو پر بنسټ وېشل کېږي. مریخ نه نباتات لري او نه باران، نو هر ډول اقلیمي طبقه‌بندي یې یوازې د تودوخې پر بنسټ کېدای شي؛ د منظومې نور اصلاحات ښايي د دوړو د پراختیا یا تیتوالي، د اوبو د بخار او د واورې ورېدو پر بنسټ وي. د مریخ لپاره لمریز اقلیمي زونونه هم په اسانۍ سره تعریفولی شو.[۱۴]

اوسني ماموریتونه

[سمول]

د «مارس اډیسي ۲۰۰۱» په نامه رباټیکه فضايي بېړۍ دا مهال د مریخ پر مدار ګرځي او د حرارتي انشتار د سپکټرومټر (TES) په مرسته د نړیوال اتوموسفیر تودوخه اندازه کوي. «مارس ریکانسنس اوربيټر» دا مهال هره ورځ له مدار څخه د هوا او اقلیم اړوندې کتنې کوي. د دغو وسایلو په ډله کې یوه وسیله د مریخ د اقلیم صوتي یا غږیزه کمره ده چې اقلیمي مشاهداتو ته ځانګړې شوې ده. د مریخ د علمي لابراتور یا (MSL) په نامه پروژه د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې پيل شوه او مریخ ته یې څېړونکې وسیله واستوله چې د ۲۰۱۲ کال د اګسټ میاشتې په شپږمه نېټه مریخ ته ورسېده. د «ماون»، «د مریخ مداري ماموریت» او «ټي.جي.او» په نامه څېړونکي وسایل دا مهال د مریخ پر مدارونو ګرځي او د اتوموسفیر په اړه یې څېړنې کوي.[۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Francis Reddy (September 23, 2005). "MGS sees changing face of Mars". Astronomy Magazine. بياځلي په September 6, 2007.
  2. NASA. "Mars General Circulation Modeling". NASA. خوندي شوی له the original on February 20, 2007. بياځلي په February 22, 2007.
  3. "Weather at the Mars Exploration Rover and Beagle 2 Landing Sites". Malin Space Science Systems. خوندي شوی له اصلي څخه په August 14, 2007. بياځلي په April 20, 2021.
  4. "NASA Mars Lander Sees Falling Snow, Soil Data Suggest Liquid Past". September 29, 2008. بياځلي په October 3, 2008.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  5. "Mars Clouds Higher Than Any On Earth". Space.com. August 28, 2006.
  6. Mars General Circulation Modeling Group. "The Martian mountain ranges..." NASA. خوندي شوی له the original on جولای 7, 2007. بياځلي په سپټمبر 8, 2007.
  7. "PIA04294: Repeated Clouds over Arsia Mons". NASA. بياځلي په September 8, 2007.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Benson; et al. (2006). "Interannual variability of water ice clouds over major martian volcanoes observed by MOC". Icarus. 184 (2): 365–371. Bibcode:2006Icar..184..365B. doi:10.1016/j.icarus.2006.03.014.
  9. Madeleine, J. et al. 2007. Mars: A proposed climatic scenario for northern mid-latitude glaciation. Lunar Planet. Sci. 38. Abstract 1778.
  10. Madeleine, J. et al. 2009. Amazonian northern mid-latitude glaciation on Mars: A proposed climate scenario. Icarus: 203. 300–405.
  11. Mischna, M. et al. 2003. On the orbital forcing of martian water and CO2 cycles: A general circulation model study with simplified volatile schemes. J. Geophys. Res. 108. (E6). 5062.
  12. Touma, J.; Wisdom, J. (1993). "The Chaotic Obliquity of Mars". Science. 259 (5099): 1294–1297. Bibcode:1993Sci...259.1294T. doi:10.1126/science.259.5099.1294. PMID 17732249. S2CID 42933021.
  13. Laskar, J.; Correia, A.; Gastineau, M.; Joutel, F.; Levrard, B.; Robutel, P. (2004). "Long term evolution and chaotic diffusion of the insolation quantities of Mars" (PDF). Icarus. 170 (2): 343–364. Bibcode:2004Icar..170..343L. CiteSeerX 10.1.1.635.2720. doi:10.1016/j.icarus.2004.04.005. S2CID 33657806.
  14. Hargitai Henrik (2009). "Climate Zones of Mars" (PDF). Lunar and Planetary Institute. بياځلي په May 18, 2010.
  15. "Curiosity rover touches down on Mars". CBS News.