د مرکزیت نشتوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مرکزیت نشتوالی هغه پروسه ده، چې د یوې ادارې یا سازمان فعالیتونه، په ځانګړې توګه د پلان جوړونې او تصمیم نیونې اړوند فعالیتونه له یوې مرکزي او معتبرې واک لرونکې برخې څخه تفویض او وېشل کېږي. [۱]

د مرکزیت له منځه وړلو اړوند مفاهیم د ټاکل شویو ډلو د پایښت او د خصوصي شغلونو او سازمانونو، سیاسي علومو، حقوقو او دولتي مدیریت، اقتصاد، پیسو او د تکنالوژۍ اړوندو برخو کې د مدیریت علم لپاره کارول شوي دي.

تاریخچه[سمول]

د «مرکزیت»کلیمه په ۱۷۹۴ز کال کې په فرانسه کې وکارول شوه، یعنې کله چې له انقلاب وروسته د فرانسوي لارښود مشرتابه یو نوی حکومتي جوړښت رامنځته کړ او د «نامرکزیت / مرکزیت له منځه وړلو» کلمه په ۱۸۲۰مه زېږدیزه لسیزه کې وکارول شوه. د «مرکزي کولو Centralization» کلمه د ۱۸۰۰مې لسیزۍ په لومړۍ درېیمه کې لیکل د انګلیسي ژبې لیکدود کې اضافه شوه او دغه رازد غیرمرکزي کولو یادونه هم د لومړي ځل لپاره د دې کلونو په اوږدو کې وشوه. د ۱۸۰۰مې زیږدیزې لسیزې په منځنۍ دوره کې توکویل لیکي، چې د فرانسې انقلاب «د غیر مرکزي کولو په لور له فشار سره پیل شو...خو په پای کې د مرکزیت له منځه وړو په پراختیا بدل شو». په ۱۸۶۳ ز کال کې متقاعد فرانسوي بوروکرات موریس بلاک د یوې فرانسوي مجلې لپاره د«نامرکزیت او مرکزیت له منځه وړل» په نامه یوه مقاله ولیکله، چې د دولت پایښت، بوروکراتیک مرکزیت او دغه راز د دولت اړوندو دندو د غیر مرکزی کولو په اړه د فرانسې وروستۍ هڅې یې په کې ارزولې وې.[۲][۳][۴][۵]

د آزادۍ او غیرمرکزي کولو نظریې، د ۱۹مې او ۲۰مې زېږدیزو پېړیو په اوږدو کې د دولت ضد سیاسي فعالینو (چې ځانونه یې «انارشیست»، «آزادۍ غوښتونکي» او حتی غیر متمرکز بلل)په وسیله خپلو منطقي پایلو ته ورسیدلي. توکویل(Tocqueville)چې یو مدافع و، لیکي: «غیرمرکزي کول نه یوازې دا چې اداري ارزښت لري، بلکې مدني اړخ هم لري، ځکه چې دا د خلکو لپاره فرصتونه زیاتوي، تر څو په عامه چارو کې لېوالتیا ولري او د دې مواردو په راټولولو سره هغوی د آزادۍ په کارولو تورنوي. سیمه ییزې، فعالې او حساسې ازادۍد مرکزي دولت د بېلابېلو ادعاوو په وړاندې د تعادل برخې ترټولو اغیزمنې برخې دي، حتی کهد یو غیر شخصي یا ډله ییزې ارادې په وسیله یې ملاتړ شوی وي». هغه لیکلي: «زما ټول اقتصادي نظریات، چې په ۲۵ کلونو کې یې وده کړې، ټول یې په دې کلیمو کې خلاصه کولای شو چې: کرنیز -صنعتي فدراسیون او زما ټول سیاسي نظریات هم په همداسې یو فورمول کې خلاصه کېږي: سیاسي فدراسیون یا غیرمرکزي کول».‎[۶][۷][۸][۹]

د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د اقتصادي شتمنیو او سیاسي واک مرکزي کولو پر وړاندې د امریکا غبرګون یو غیرمرکزي غورځنګ و. دې سازمان په لویه پیمانه صنعتي تولید د منځنۍ طبقې مغازه لرونکو او کوچنیو تولیدکوونکو د تخریب او له منځه وړو لامل وګاڼه او د اموالو د مالکیت زیاتوالی او د وړې کچې ژوند ته راستنېدلیې دود کړل. یاد غورځنګ یو شمېر جنوبي غیرمرکزي غوښتونکي لکه رابرټ پین وارن او ژورنالیست هربرت اګار ځانته راجذب کړل. نوي کیڼ اړخي او ازادۍ غوښتونکي وګړي، چې د راتلونکو کلونو په اوږدو کې له ټولنیزې اقتصادي او تر ډېره له سیاسي غیرمرکزي کولو سره یوځای شول، عبارت دي له: رالف بورسودي، ویندیل بیري، پاول ګودمن، کارل اوکلزبي، کارل هېس، دونالد لیوینګستون، کرک پاترېکسېل (د انساني مقیاس لیکوال)، موري بوکچین، دوروتي دی،سناتور مارک او هاتفېلد، میلدرد جې لومېساو بېل کافمن.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لئوپولد کوهر د ۱۹۵۷ز کال کې «د ملتونو ماتېدنه» کتاب لیکوال، د دې بیان لپاره مشهور شوی «کله چې یو څه غلط وي، ډېر لوی څه وي» هغه په اي اېف شوماکر باندې ډېر نفوذ او اغېز درلود، چې په ۱۹۷۳ ز کال کې د ډېر پلورل شوي کتاب (1973 Small Is Beautiful: A Study of Economics As If People Mattered) لیکوال و، چې په راتلونکو څو کلونو کې یې د مرکزیت له منځه وړلو اړوند یو شمیر ډېر د پلورلو وړ کتابونه خپاره کړه. [۱۷][۱۸]

د دانیل بېل له صعنت نه وروسته ټولنې راتلو په تړاو کتاب د غیر مرکزي کولو اړتیا «د واحدونو مناسبې اندازې او محدودې موندلو لپاره د دولتي جوړښت هراړخیزې بیاکتنې» او دغه راز د اوسني دولت له حدودو څخه د دندو جلا کولو د اړتیارامنځته کولو په هکله بحث وکړ.د اوبو، ټرانسپورټ، تعلیم او اقتصاد په څیر اړوندو برخو د دندو پر بنسټ سیمې چې ښايي په نقشه کې «بېلابېل پوښښونه» ولري. الوین تافلر په ۱۹۷۰ز کال کې راتلونکی شوک او په ۱۹۸۰ز کال کې درېیم موج کتاب خپور کړ. تافلر په یوه ورستۍ مرکه کې د کتابونو په هکله د بحث په لړ کې وویل، چې په صعنتي، متمرکزه او له پورته څخه د ښکته په لور ځانګړي سبک سره بوروکراتیکه پلان جوړونه به له یو روښانه او خلاص، دموکراتیک او غیر متمرکزه سبک لرونکې تګلارې سره بدل شي، چې هغه یې «وړاندویونکې دموکراسي» نوموي. په ۱۹۸۲ز کال کې د «میګاتریندز» په نامه د جان نیسبېت کتاب له دوه کلونو څخه ډیره مودهد نیویارک ټایمز د غوره پلورل شویو کتابونو په لیست کې و، او ۱۴ میلیونه نسخې یې وپلورلې.د نیسبېت کتاب ۱۰ «میګاتریندز» بیانوي، چې پینځم یې له مرکزي کولو څخه غیرمرکزي کولو ته اشاره کوي. دیوید ازبورن او تد ګابلر په ۱۹۶۶ز کال کې د «د حکومت بیا ایجادول» په نامه ترټولو ډېر پلورل شوی کتاب درلود، چې د غیرمتمرکزه عمومي مدیریت اړوند تیورۍ بیانوي او د «نوی عمومي مدیریت» په نامه یادیږي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ستېفن کامینګز لیکلي، چې په ۱۹۸۰مه زېږدیزه لسیزه کې د مرکزیت له منځه وړلو فکر په یو «انقلابي میګاتریند»بدل شو.په ۱۹۸۳ز کال کې دایانا کانیرز وپوښتل؛ چې ایا مرکزیت له منځه وړل په پرمختیایي مدیریت کې «وروستی دود» دی؟ د سیمه ییزو حکومتونو د بیارغونې په هکله د کارنیل پوهنتون پروژه وايي، چې مرکزیت له منځه وړل سیمه ییزو یا کلیوالو حکومتونو ته د مسؤلیتونو سپارلو «نړیوال بهیر» ته اشاره کوي.رابرت جې بنت د مرکزیت له منځه وړل، بین الحکومتي اړیکې او مارکیټونه، له فلاح او همغږۍ وروسته دا بیانوي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته حکومتونوڅنګه د استحقاق په برخه کې د یو متمرکزه سیاست «هوسایي غوښتونکې» پالیسي تعقیب کړه، چې اوس د غیرمرکزي کېدو له امله د بین الحکومتي او بازار پر بنسټ د«سوکالۍ وروسته» پالیسي باندې بدله شوې ده.[۲۵][۲۶][۲۷]

په ۱۹۸۳ز کال کې د مرکزیت له منځه وړل، د امریکا په متحده ایالاتو کې د زرغون غورځنګ د ۱۰ اساسي ارزښتونو له ډلې څخه و.

په ۱۹۹۹ ز کال کې د ملګرو ملتونود پراختیایي پروګرام راپور پر اساس «ګڼ شمېر مخ پر ودې او انتقالي هیوادونو د غیر مرکزي کولو پروګرامونه پیل کړي دي. دا بهیر د خدمتونو وړاندې کولو د نویو لارو په لټه کې د مدني ټولنې او خصوصي سکټور په رول کې د مخ په زیاتیدونکي لیوالتیا پر بنسټ له حکومتونو سره د شریکانو په توګه یوځای کیږي. د حکومتولۍ غیرمرکزي کول او د سیمه ییزې حکومتولۍ د ظرفیت پیاوړتیا هم تر ډېره د پراخو ټولنیزو تمایلاتو یوه برخه ده. د بیلګې په توګه په دې کې په عمومي توګه د حکومت پر وړاندې زیاتېدونکې بې باوري او په نړۍ کې د ځینو مرکزي رژیمونو د پام وړ سقوط شامل دی. (په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد) او نوې راپیدا کېدونکې بېلتون غوښتنې، چې داسې ښکاري په معمولي توګه به د نړۍ په یوه یا بله برخه کې راڅرګندېږي؛ خو د سیمه ییزې ځواب ویلو او د شخص په برخلیک د لا ډېر کنترول په لور حرکت د وګړو په هکله یوازې د منفي چلند پایله نه ده، بلکې لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه دا تحولات په اصل کې په حکومتولۍ کې د اتباعو او خصوصي سکتور اړوند سازمانونو د پراخ ګډون لپاره د قوي ارادې له امله دي».[۲۸]

موخې[سمول]

په هره سیمه کې د مرکزیت له منځه وړل د متمرکزهسیسټمونو اړوند ستونزو ته ځواب دی. په حکومت کې مرکزیت له منځه وړل، هغه موضوع ده چې تر ټولو زیاته مطالعه شوې او د ستونزو د حل لارې په توګه بلل کېږي لکه د اقتصادي زوال ستونزې، د خدمتونو د مالي تمویل په برخه کې د دولت کمزوري او د پراخو خدمتونو په برخه کې د حکومت د مالي تمویل عمومي کموالي ستونزې، په سیمه ییزه حکومتولي کې د نظر څرګندولو لپاره د اقلیتونو غوښتنې، د عمومي برخې کمزوری مشروعیت او پر هغو هیوادونو باندې نړیوال فشارونو اړوند ستونزې، چې بې ګټې او غیر ډیموکراتیکه مرکزي سیسټمونه لري.[۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Definition of decentralisation Archived 2013-01-26 at the Wayback Machine., Merriam-Webster Dictionary, accessed March 5, 2013.
  2. Vivien A. Schmidt, Democratizing France: The Political and Administrative History of Decentralization, Cambridge University Press, 2007, p. 22 Archived 2016-05-05 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  3. Barbara Levick, Claudius, Psychology Press, 2012, p. 81 Archived 2016-06-02 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  4. Vivien A. Schmidt, Democratizing France: The Political and Administrative History of Decentralization, p. 10 Archived 2016-05-20 at the Wayback Machine..
  5. Robert Leroux, French Liberalism in the 19th Century: An Anthology, Chapter 6: Maurice Block on "Decentralization", Routledge, 2012, p. 255 Archived 2016-05-29 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  6. "Du principe Fédératif" ("Principle of Federation"), 1863.
  7. George Edward Rines, المحرر (1918). Encyclopedia Americana. New York: Encyclopedia Americana Corp. د کتاب پاڼې 624. OCLC 7308909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hamilton, Peter (1995). Émile Durkheim. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415110471. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. A History of Decentralization Archived 2013-05-11 at the Wayback Machine., Earth Institute of Columbia University website, accessed February 4, 2013.
  10. Craig R. Prentiss, Debating God's Economy: Social Justice in America on the Eve of Vatican II, Penn State Press, 2008, p. 43 Archived 2016-05-03 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  11. Kauffman, Bill (2008). The Encyclopedia of Libertarianism. Thousand Oaks, CA: Sage, Cato Institute. 111–113. DOI:10.4135/9781412965811.n71. ISBN 978-1412965804. OCLC 750831024. 
  12. David De Leon, Leaders from the 1960s: A Biographical Sourcebook of American Activism, Greenwood Publishing Group, 1994, p. 297 Archived 2015-11-05 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  13. Nancy L. Roberts, Dorothy Day and the Catholic worker, Volume 84, Issue 1 of National security essay series, State University of New York Press, 1984, p. 11 Archived 2016-05-17 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  14. Jesse Walker, Mark O. Hatfield, RIP Archived 2013-06-03 at the Wayback Machine., Reason, August 8, 2011.
  15. Mildred J. Loomis, Decentralism: Where It Came From – Where Is It Going?, Black Rose Books, 2005, کينډۍ:ISBN
  16. Bill Kauffman, Bye Bye, Miss American Empire: Neighborhood Patriots, Backcountry rebels, Chelsea Green Publishing, 2010, p. xxxi "آرشیف کاپي". Archived from the original on ۰۵ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), کينډۍ:ISBN
  17. Dr. Leopold Kohr, 84; Backed Smaller States Archived 2017-01-18 at the Wayback Machine., The New York Times obituary, February 28, 1994.
  18. John Fullerton, The Relevance of E. F. Schumacher in the 21st Century Archived 2013-04-05 at the Wayback Machine., New Economics Institute, accessed February 7, 2013.
  19. W. Patrick McCray, The Visioneers: How a Group of Elite Scientists Pursued Space Colonies, Nanotechnologies, and a Limitless Future, Princeton University Press, 2012, p. 70 "آرشیف کاپي". Archived from the original on ۱۴ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), کينډۍ:ISBN
  20. Daniel Bell, The Coming Of Post-industrial Society, Basic Books version, 2008, p. 320–21[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore, کينډۍ:ISBN
  21. Alvin Toffler, Previews & Premises: An Interview with the Author of Future Shock and The Third Wave, Black Rose books, 1987, p. 50 Archived 2016-05-08 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  22. Sam Inkinen, Mediapolis: Aspects of Texts, Hypertexts and Multimedial Communication, Volume 25 of Research in Text Theory, Walter de Gruyter, 1999, p. 272 Archived 2016-04-28 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  23. John Naisbitt biography Archived 2013-09-16 at the Wayback Machine. at personal website, accessed February 10, 2013.
  24. Kamensky, John M. (May–June 1996). "Role of the "Reinventing Government" Movement in Federal Management Reform". Public Administration Review. 56 (3): 247–55. doi:10.2307/976448. JSTOR 976448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Stephen Cummings, ReCreating Strategy, SAGE, 2002, p. 157 Archived 2016-05-22 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  26. Diana Conyers, "Decentralization: The latest fashion in development administration?" Archived 2014-05-22 at the Wayback Machine., Public Administration and Development, Volume 3, Issue 2, pp. 97–109, April/June 1983, via Wiley Online Library, accessed February 4, 2013.
  27. Decentralization Archived 2012-10-26 at the Wayback Machine., article at the "Restructuring local government project Archived 2013-01-17 at the Wayback Machine." of Dr. Mildred Warner, Cornell University, accessed February 4, 2013.
  28. "Decentralization: A Sampling of Definitions" (PDF). United Nations Development Programme. October 1999. د کتاب پاڼي 11–12. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Holger Daun, School Decentralization in the Context of Globalizing Governance: International Comparison of Grassroots Responses, Springer, 2007, pp. 28–29 Archived 2016-06-17 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN