د مراکش کلتور
د مراکش کلتور د تاریخ په اوږدو کې د تاثیراتو ښودونکي او د تاثیراتو سره یوځای رامنځته شوي دي. په داسې ساحه کې ممکن د نورو تر منځ د شخصي او یا ډله ایزو چلندونو ساحې، ژبه، دودونه، پوهه، عقیدې، هنرونه، قانون جوړونه، ګاسټرونومي، موسیقي، شعر، معمارۍ او داسې نور شامل وي. په داسې حال کې چې له نهمې پېـړۍ څخه تر لسمې پېـړۍ پورې په مراکش د سني مسلمانانو شمېر په ثابت ډول په ډېرېدو شو، د المورید د امپراتورۍ په دوره کې، د پخوانیو یهودانو د پام وړ نفوس د مراکش د کلتور په جوړېدو کې مرسته کړي وه. په لرغونۍ دوره کې ( چې له دویمې ميلادي پېـړۍ څخه پیل کېـږي او تر اوومې میلادي پېـړۍ پورې دوام کوي) په دې سیمه کې د رومي کاتولیک دین ( چې د جوړېدو په حال کې و) تر څنګ ډوناتیسټ عیسویت شتون درلود. د دې کلتور ټولې فرهنګي طبقې د یوې څو زره کلنې قبایلي بربر ویونکي ژبې پر بنسټونو تکیه کوي چې تر اوسه هم په پوره زور سره شتون لري او تاریخي لرغونتوب یې ترتاریخ وړاندې پیر ته رسیـږي.
د مراکش ژبنۍ منظره پیچلي ده، او عموما په افقي توګه رنګارنګ او په عمودي سطحه ده. که څه هم دا ممکنه ده چې پراخه توګه یې دوه مهمو برخو وویشو چې : سامي ( عربي ) او بربر ده. خو دا ډېره سخته ده چې چې د بربر ژبو د سرچینې په اړه اټکل وشي ځکه چې د ټیټې لرغونۍ دورې او له تاریخ وړاندې وختونو څخه موندل کېـږي. د دې برعکس سامي نفوذ د لرغون پیژندنې د شواهدو له کبله په سمه توګه ښودل کېـږي. دا په دوو برخو کې راغله : کنعاني ، د پوني په تاریخي بڼو کې او کارتژی اوعبري چې تر میلاد وړاندې نهمې پېـړۍ ته یې لرغونتوب رسېـږي. او دوهم یې عربي ده چې منځنیو پېړیو یعنې تر میلاد اووه پېـړی وروسته یې لرغونتوب رسېـږي. دوه سامي ژبي چې یو بل ته نژدې وي، هم د نحوه او هم د لغتونو له نظره سره تړلې ښکاریدې. دا به ډېره ستونزمنه وي، چې دا معلومه کړو چې چا په عصري مغربي عربي لهجې ډېر تاثیر درلود. عرب فاتحانو د پرمختګ کولو په وخت کې د یو لوی شمير ( رومي کاتولیک شوي ) پوني نفوس سره مخامخ شول. په هر حال، د مراکش ژبنۍ او کلتوري هویت د مراکش د جغرافیې په شان داسې انګېرل کېـږي، چې د درېیو اصلي حلقو سره د مخامخ کېـدو پایله ده چې عبارت دې له : عرب، بربر او لویدیځه مدیترانې اروپا. [۱][۲][۳][۴]
په داسې حال کې چې د مراکش رسمي ژبې معیاري عربي او معیاري مراکشي بربر ژبې دي. د ۲۰۱۴ م کال د سرشمیرنې له مخې، ډېری مراکشایان په مراکشي عربي ( دریجه ) ژبه د ملي ژبې په توګه مني او خبرې پرې کوي. کابو ۲۶ سلنه وګړي د بربر په ژبه خبرې کوي چې مختلف ډولونه لري لکه ترافیت، تمازیت او یا تاشیلیت ژبه . [۵][۶][۷]
ژبه
[سمول]عصري معیاري عربي او معیاري مراکشي بربر د مراکش رسمي ژبې دي. خو مراکشي عربي بیا د ملي محلي لهجې په توګه پېژندل کېـږي. د بربر ژبې په ځينو غرنیو سیمو کې ویل کېـږي، لکه ترافیت د ۱.۲ میلیونه وګړو لخوا ویل کېـږي، د مرکزي اطلس تمازیت ژبه د ۲.۳ میلیونه وګړو لخوا ویل کېـږي او د تاشیلیت ژبه بیا له ۳ څخه تر ۴.۷ میلیونه ویونکي لري. د جودوـ عربي ژبې په مختلفو ډولونه هم په دودیزه توګه په مراکش کې خبرې کېـږي. په بهرنیو ژبو، په ځانګړې توګه فرانسوي، انګلیسي او اسپانوي ژبو په ښاري مرکزونو کې لکه تانګیریا یا کاسوبلانکا کې خبرې کېـږي. له دې ټولو ژبو سره سره، د کوډ بدلول د مراکشي ژبې په وینا او رسنیو کې یوه هر اړخیزه پدیده ده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
عربي
[سمول]کلاسیکه عربي ژبه د عامي ژبې پرځای د یوې رسمي ژبې په توګه عموما په رسمي، اکاډمیک او مذهبي مراسمو کې کارول کېـږي. مراکشي عربي ژبه، د سیمې او منطقي په بیلابېلو بڼو کې، دا ژبه ډېری وخت په عامه توګه کارول کېـږي لکه په کلی او بنډو کې. حسینیه د عربي ژبې یوه بله لهجه ده چې د مراکش په سویل کې خبرې پرې کېـږي. [۱۳][۱۴][۱۵]
تمازیت ژبه
[سمول]د تاشیلیت ( په محلي ډول د سوسیا په توګه پيژندل کېـږي) په ژبه عموما په سویل لويديځ مراکش کې خبرې کېـږي، چې په سویل کې د سیډي ایفني ، په شمال کې د اګیډر او په سویل کې د درا او سوس درو تر منځ سیمو کې ویونکي لري. د مرکزي اطلس تمازیت په ژبه په منځني اطلس کې د کنیفیرا او مډیلټ په شاوخوا کې خبرې کېـږي.
ادبیات
[سمول]د مراکش ادبیات هغه ادبیات دي چې د هغو خلکو لخوا تولید شوي چې په کلتوري توګه د مراکش سره تړلي و او په تاریخي توګه دا بیانوي چې په بشپـړه توګه یا په جزوي توګه په هغه جغرافیې سیمه کې شتون درلود چې د نن ورځې مراکش دي. ډېری هغه څه چې د مراکش د ادبیاتو په نامه یادېـږي د اتمې پېـړۍ څخه وروسته د اسلام له راتګ وروسته رامنځته شو. [۱۶]
موسیقي
[سمول]د مراکش موسیقي د خپلې رنګارنګې له امله له یوې سیمې بلې سبمې ته ځان رسولی دي. په دې موسیقي کې د عربي موسیقۍ ژانرونه هم شتون لري، لکه چوبي او ایتا د اطلس په دښتو کې ( د دوکلااـ اعبدا، چاوییاوـ اوردیګه، ریحمنا په سیمو کې )، میلهون په هغو ښارونو کې چې د ال ـ اندلس سره یې تړو درلود (د میکنس، فیس، سیلی، تیټوان، اوجودا په سیمو کې) او حسني د مراکش په دښته کې کارول کېدې. همداراز د بربر موسیقي لکه ریف ریګادا، د منځني اطلس اهیدوس او سوس اهوش هم شتون درلود. په سویل کې بیا د دیکا مراکیشیا او ګاناو موسیقي وه. د دې سربیره، مراکشي ځوانان د نړیوال موسیقۍ تر اثر لاندې ( بیل، راک، میټل، ریګ، مراکشي ریپ او داسې نورو موسیقي ډولونو ) د مراکش د موسیقي روح جوړوي.
ترب الاله ( چې معنا یې د موسیقي خوښۍ ده ) په مراکش کې د موسیقۍ یوه نامتو بڼه ده، چې له والنسیا څخه د مراکش ښارونو ته په ځانګړې توګه فیس ته د مسلمانانو د یو لوی شمېر کډوالي په پایله کې رامنځته شوي ده. د فیسي الا سټایل د مراکش د انډلس نوباهمیوډیکل ژانرونو ډولونه کاروي. په داسې حال کې چې د موسیقي دغه بڼې ته ځینې وخت د اندلس موسیقي ویل کېـږي، خو متخصصین یې د الا یعنې ( الې) په نوم یادوي تر څو د سما د صفي دود څخه یې توپیر وکړي. کوم چې خالص غږ دي، او د اروپا سره په اړیکو ټینګار کوي. د اتلسمې پېـړۍ د محمد الحایک د سندرو کتاب کنش الحایک د الا دود اصلي روایت دي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
دودیزي سندرې لکه شمسه ال ــ اشیه تر اوسه پورې په جشنونو او رسمي مراسمو کې غږول کېـږي. دارالعلار په کاسابلانکا کې یو موزیم او د ښکلاو هنرونو مرکز دي چې د موسیقۍ میراث بلل کېـږي. د ال اندلس د دودیزي موسیقي څخه اخیستل شوي بله بڼه د غرانتي موسیقي ده.
یو ژانر چې د اندلس د موسیقۍ او د معاصر هنر په توګه پيژندل کېـږي. د موریسکو د بصري هنرونو هنرمند، کمپوزر او اوډیسټ طارق بانزي نوښت دي چې د ال اندلس د ډلې بنسټ ایښودونکي دي.
چابي ( چې معنا یې نامتو ده ) یوه داسې موسیقي ده چې زیاتې بڼې لري. چې د مراکش د فلکوریکي موسیقي له بیلابېلو بڼو څخه جوړه شوي ده. چابي په اصل کې په بازارونو کې اورېدل کېدل، خو اوس په جشنونو او ملاقاتو کې اورېدل کېـږي.
د لوېدیځي موسیقي نامتو شکلونه په تیزۍ سره په مراکش کې مشهور شول لکه : فیوژن، راک، کانتري، متال او په ځانګړې توګه هیپ هاپ. مراکش په ۱۹۸۰ م کال کې د یورویژن د سندرو په سیالۍ کې برخه واخیسته، چیرته چې یې اخیرې مقام ترلاسه کړ.
د لیدلو وړ هنرونه
[سمول]ښکلي هنرونه په مراکش کې اوږد او مهم تاریخ لري. په مراکش کې د هنري بیان دودیز عناصر د مغربی ــ اندلس هنر او معماري ده. عربسیک پلستر، زیلیج کشي کاری، د لرګو شبکه کیندنه، او د اسلامي سبک نورې نمونې د دې هنر ځانګړتیاووي دي. [۲۳][۲۴]
مغربی عربی خط په مراکش کې د لیدلو وړ هنرونو یو مهمه ځانګړتیا ده. په داسې حال کې چې د دغه لیکدود ځینې برخې منل شول او وړاندیز شوي وي، خو تر څنګ یې نوښتونه هم رامنځته شول، لکه د نولسمې پېـړۍ د خطاط محمد القندوسي نوښتونه یادولي شو. محمد بن علي رباتي یو له لومړنیو مراکشیانو څخه و چې په اروپايي سبک یې انځورګرۍ کوله. [۲۵][۲۶][۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Evolution : Themes and actions – Dynamique Du Langage". 2013-10-04. Archived from the original on 2013-10-04. نه اخيستل شوی 2021-01-03.
- ↑ Blench, Roger. "Reconciling archaeological and linguistic evidence for Berber prehistory" (په انګليسي).
- ↑ Benramdane, Farid (1998-12-31). "" Le maghribi, langue trois fois millénaire » de ELIMAM, Abdou (Ed. ANEP, Alger 1997)". Insaniyat / إنسانيات. Revue algérienne d'anthropologie et de sciences sociales (په فرانسوي) (6): 129–130. doi:10.4000/insaniyat.12102. ISSN 1111-2050. S2CID 161182954.
- ↑ Merrils, A.H (2004). Vandals, Romans and Berbers: New Perspectives on late Antique North Africa. Ashgate. ISBN 0754641457.
- ↑ "RGPH 2014". rgphentableaux.hcp.ma. نه اخيستل شوی 2022-06-08.
- ↑ Yassir, Malahakch (January 2016). "Diglossic Situations in Morocco: Extended diglossia as a sociolinguistic situation in Er-rich" (په انګليسي).
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "عصِيد: باحثُو الإحصاء يطرحون "سؤال الأمازيغيَّة" بطرق ملتويَة". Hespress – هسبريس جريدة إلكترونية مغربية (په عربي). 2014-09-08. نه اخيستل شوی 2021-01-03.
- ↑ "دستور المملكة المغربية". Cour Constitutionnelle | المحكمة الدستورية (په عربي). Archived from the original on 2020-06-24. نه اخيستل شوی 2019-10-20.
تظل العربية اللغة الرسمية للدولة. وتعمل الدولة على حمايتهاوتطويرها، وتنمية استعمالها. تعد الأمازيغية أيضا لغة رسمية للدولة، باعتبارها رصيدا مشتركا لجميع المغاربة بدون استثناء.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Ricento, Thomas (2015). Language Policy and Political Economy: English in a Global Context (په انګليسي). Oxford University Press. ISBN 9780199363391.
- ↑ Maaroufi, Youssef. "Recensement général de la population et de l'habitat 2004". Site institutionnel du Haut-Commissariat au Plan du Royaume du Maroc (په فرانسوي). Archived from the original on 2011-07-05. نه اخيستل شوی 2022-06-08.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Dynamique langagière au Maroc. Vol. 143. Messaoudi, Leila (1950–....). Paris: Éditions de la Maison des sciences de l'homme. 2013. ISBN 978-2-7351-1425-2. OCLC 865506907.
{{cite book}}
: ساتل CS1: نور موارد (link) - ↑ News, Morocco World (2014-02-12). "Morocco: Code switching and its social functions". Morocco World News (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-10-20.
{{cite web}}
:|last=
has generic name (help) - ↑ "Morocco 2011 Constitution - Constitute". constituteproject.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-06-08.
- ↑ Ennaji, Moha (2005-12-05). Multilingualism, Cultural Identity, and Education in Morocco (په انګليسي). Springer Science & Business Media. p. 162. ISBN 9780387239804.
- ↑ Rouchdy, Aleya. (2012). Language Contact and Language Conflict in Arabic. Taylor and Francis. p. 71. ISBN 9781136122187. OCLC 823389417.
- ↑ mlynxqualey (2020-04-29). "180+ Books: A Look at Moroccan Literature Available in English". ARABLIT & ARABLIT QUARTERLY (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-06-08.
- ↑ "مالكة العاصمي: أنواع الأدب الشعبي بالمغرب – طرب الآلة – – وزارة الثقافة". 2021-10-08. Archived from the original on 2021-10-08. نه اخيستل شوی 2021-11-03.
- ↑ Dossier I, Musiques d'Algérie Dossier II, Algérie : histoire, société, cultures, arts. Vol. 47. Khaled,. Bentounès, Mohammed,. Souheil Dib, Malika Dorbani-Bouabdellah, Mohammed,. Harbi, Mohammed Habib Samrakandi, Rachid,. Aous. Toulouse: Presses Universitaires du Mirail. 2002. ISBN 2-85816-657-9. OCLC 496273089.
{{cite book}}
: ساتل CS1: نور موارد (link) - ↑ "طرب الآلة.. ذلك الفن الباذخ". مغرس. نه اخيستل شوی 2021-11-03.
- ↑ Sells, Professor Michael A. (2000-08-31). The Literature of Al-Andalus. pp. 72–73. ISBN 9780521471596.
- ↑ Ahmed Aydoun (2001–2002). "Anthologie de la Musique Marocaine". Archived from the original on 2023-10-05. نه اخيستل شوی 2022-06-02.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "كيف صارت "شمس العشية" أغنية العيد في المغرب؟". BBC News Arabic (په عربي). 2020-05-25. نه اخيستل شوی 2020-05-27.
- ↑ "Discover Islamic Art Virtual Exhibitions | The Muslim West | Andalusian-Maghrebi Art |". Islamic Art Museum. 2014. Archived from the original on 23 December 2019. نه اخيستل شوی 23 December 2019.
- ↑ Brigitte Hintzen-Bohlen (2000). Andalusia: Art & Architecture. Könemann. pp. 292–293. ISBN 978-3-8290-2657-4.
- ↑ Kane, Ousmane (2016-06-07). Beyond Timbuktu: An Intellectual History of Muslim West Africa (په انګليسي). Harvard University Press. ISBN 978-0-674-05082-2.
- ↑ Habibeh Rahim (1996). Inscription as Art in the World of Islam: Unity in Diversity : at the Emily Lowe Gallery, April 14 – May 24, 1996. Hofstra Museum, Hofstra University. p. 65.
- ↑ "محمد بن علي الرباطي .. أول رسام على الطريقة الأوروبية". مغرس. نه اخيستل شوی 2019-10-19.