د مذهبي ډلو له خوا د تکامل رد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځمکې، انسانيت او نورو ژونديو موجودواتو د اصليت په اړه، اوسمهال تکراري کلتوري، سياسي او الاهياتي کښالې روانې دي (ځينې وخت دې لانجو ته د تخليق «پيدايښت- پنځونې» او تکامل د بحث يا د سرچینې د  بحث نوم هم ورکول کېږي). د تخليق په اړوند يو مهال په پراخه کچه دا باور کېده، چې ټول انواع د الله(ج) له خوا په ټاکلي ډول پیدا شوي دي، خو د نولسمې پېړۍ له نيمايي څخه، د علمي ټولنې له خوا د طبيعي غوراوي په وسیله د تکامل نظريه، د يوه علمي تجربوي واقعيت په توګه ثبت شوه.

په ټوله نړۍ کې مسلکي علمي ادارې دا ډول ټول بحثونه مذهبي بولي، نه علمي: په علمي ټولنه کې، تکامل د يوه حقيقت په توګه منل شوی دی او د شبه علم( پوهې ته ورته) په ډول د دې دوديز اند د ساتلو لپاره،[۱] نږدې په ټوله نړۍ کې هڅې روانې دي.[۲][۳][۴][۵] په داسې حال کې چې دا لانجه اوږ تاريخ لري،[۶] نن ورځ دا لانجې د ښې علمي زده کړې په اړوند روانې دي،[۷][۸] د تخليق تګلاره په بنسټيز ډول په عام تعليم کې د تخليق پر لارښوونو تمرکز کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] د هغو هېوادونو له منځه چې مسيحیان په کې زيات دي، په متحده ايالاتو کې دا بحث زيات دی،[۱۴] چې شونې ده، د يوه کلتوري جنګ انځور وړاندې کړي. دې ته ورته اختلافونه، په ځينو نورو مذهبي ټولنو کې هم شته،لکه :د  يهوديت او اسلام زیاتې توندلارې څانګې.[۱۵][۱۶][۱۷] په اروپا او نورو سيمو کې تخليق لږخپور شوی (په ځانګړي ډول، کاتولیکه کليسا او انجليکا ټولنه دواړه د تکامل اند مني)، په همدې بنسټ، په دې اړه فشار لږ دی، چې دا موضوع دې د يوه حقيقت په توګه تدريس شي.[۱۸]

مسيحي توندلاري د انسان او نورو څارويو د ګډ پښت دلايل ردوي، هغه دلايل چې په اوسنۍ لرغون پېژندنې، جنيتيک،  د انسانانو او نباتاتو برخې پېژندونکي او شریک پېژندنې له لارې څرګند شوي او يا چې د نورو فرعي علومو له لارې، کوم چې د موډرنې تکاملي بيالوژي، ځمک پوهنې، اسمان پېژندنې او نورو اړوندو برخو په وسیله ښودل شوي او څرګند شوي دي. دوی د تخليق پر ابراهيمي روايتونو استدلال کوي او په دې موخه، چې په علمي برخه کې د تکاملي بيالوژي تر څنګ د ځان لپاره د ځای تر لاسه کولو هڅه وکړي، «د تخليق علم» په نوم يو بلاغي چوکاټ يې جوړ کړی. د کيتزميلر د دورې په وړاندې د پام وړ کتاب کې ،د علمي تخليق اټکل شوی بنسټ، په بشپړ دول مذهبي جوړښت بلل شوی، بې له دې چې علمي ځانکړتيا ولري.

اوسمهال کاتوليکه کليسا ،د تکامل شتون مني. پاپ پرانسس ويلي: «خدای پيدا کوونکی يا مداری نه دی، بلکې هغه پنځوونکی دی چې هر څه ته يې ژوند ورکړی...تکامل د تخليق له مفهوم سره په ټکر کې نه دی، ځکه چې تکامل هم د هغه شي تخليق ته اړتيا لري، کوم چې تکامل ته رسېږي».[۱۹][۲۰][۲۱] د جنتيکي ميراث اصول، د يوه کاتوليک اګوستيني راهب ګرګور مندل له خوا کشف شوي وو، څوک چې اوسمهال د موډرن جنيتيک کشفوونکی بلل کېږي.

تاريخ[سمول]

د تخليق او تکامل کښاله(لانجه) په اتلسمه پېړۍ کې په اروپا او شمالي امريکا کې پيل شوه، کله چې د ځمک پېژندنې په اړه د تر لاسه شوو نوو شواهدو څېړنو، د لرغونې ځمکې په اړه نوي اندونه پیدا کړل او د ځمک پېژندنې اړوند فسيلي لړيو له منځه تللو موندنو د تکامل لومړي اندونه راڅرګند کړل، په ځانګړي ډول لامارکيسم (د فزيکي ځانګړتياوو د لېږد وړتيا). په بریتانيا کې په لومړيو کې د دې پرله پسې بدلون نظرياتو ته د جوړ ټولنيز نظم په وړاندې د ګواښ په توګه کتل کېدل، کليسا او حکومت دواړو غوښتل، چې ويې ځپي.[۲۲] کرار کرار حالات ښه شول او په ۱۸۴۴ ز کال کې د رابرت چمبرز له لانجو ډک اثر، چې د خلقت طبيعي تاريخ پاتې شونی و، د انواعو د کرار کرار بدلون نظرونو ته شهرت ورکړ. په لومړيو کې علمي اړخونو دا اند په ملنډو سره رد کړ او د انګلستان کليسا سخت غبرګون وښود، خو د ډېريو يونيتيرين، کواکر او باپټيسټانو – هغه ډلې چې د کليسا له خوا جوړو شويو امتيازاتو مخالفې وې – د دې کتاب له هغو نظرونو څخه ملاتړ وکړ ،چې ګوندې الله(ج) د داسې طبيعي قوانينو له لارې عمل کوي.[۲۳][۲۴]

د ډاروين په وړاندې معاصر غبرګون[سمول]

د نولسمې پېړۍ په پای کې، د ژوند د ټولو ډولونو د ګډ نسب (پښت) او بدلون په اړوند د لومړيو تکاملي اصولو په وړاندې کلک علمي مخالفت نه و. -توماس ډيکسن، علم او دين: يوه لنډه پېژندنه

په ۱۸۵۹ ز کال کې د انواعو د اصليت په اړه د ډاروين د کتاب خپرېدلو، تکامل ته علمي باور ورکړ او دا يې د زده کړې د درناوي وړ برخه وګرځوله.[۲۵]

د ډاروين کتاب له مذهبي مفاهيمو سره د زياتې لېوالتيا سره سره، په لیکنو او ارزونو کې ۱۸۶۰ز د الاهياتو په اړه بحثونو کې د زياتو نیوکو له امله، تر ډېره بريده د انګلستان د کليسا پاملرنې ته بدلون ورکړ. د دې کار ځينو ازاد خياله مسيحي لیکوالانو هم، له ډاروين څخه ملاتړ څرګند کړ، خو ډېرو ورسره موافقه ونه کړه. د بېلګې په ډول: چارلز کينګزلي راهب په ښکاره ډول د هغه اند ملاتړ وکړ، چې الله(ج) د تکامل له لارې کار کوي. نورو مسيحيانو د دې نظريې مخالت وکړ، ان د ډاروين ځينو نژدې ملګرو او ملاتړو هم – چې په هغوی کې چارلز ليل او اسا ګري هم شامل و – په لومړي سر کې د ډاروين د ځينو اندونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې. ګري وروسته په امريکا کې، د ډاروين پیاوړی ملاتړی شو او خپلې ځينې ليکنې يې راټولې کړې، تر څو داروينيانا ۱۸۷۶ز په نوم يو اغېزناک کتاب جوړ کړي. په دغو لیکنو کې هڅه شوې چې د ډارويني تکامل او په الله(ج) باوري د اصولو تر منځ روغه وکړي، په داسې حال کې چې ډېرو دا دواړه اندونه په خپل ځآن کې ځانګړي بلل.  ګري ويلي دي چې: د فزيکي لامل څېړنه، د الهي نظريې او د ذهن او طبيعيت تر منځ د همغږۍ له مطالعې سره مخالفه نه ده او فکر يې کاوه چې: «په ډېرې شونتيا سره په طبيعيت کې موندل شوی عقلاني تصور ،د طبيعي لارو چارو په وسیله عملي کېږي». توماس هاکسلي، هغه مهال چې د روحانيونو له خوا پر علم شته واک ته د پای ورکولو لپاره يې هلې ځلې کولې، په سختۍ سره يې د ډاروين اندونو ته شهرت ورکړ. د اګنوستيک اصطلاح يې جوړه کړه، چې خپل هغه اند تشرېح کړي، چې د الله (ج) وجود نه دی پېژندل شوی. ډاروين هم خپل درېځ ونيو، خو ځينو پياوړو بې دينانو، لکه:  ادوارد اولينګ او لودويګ بوشنر د تکامل اند ومانه او نیوکه پرې وشوه، د يوه نيوکه کوونکي په وينا: دا درېځ له «بې خدايۍ» سره برابر دی. د سنت جورج جکسن ميوارت او جان اګوستين زم په څېر شخصيتونو څخه وروسته رومي کاتوليکانو او متحده ايالاتو هم د تکامل منل پيل کړل، په داسې حال کې چې د طبيعي غوراوي او د بشريت په الهياتو لړل شوي زړه ټينګار تر منځ دوه زړي وو. کاتوليکې کليسا کله هم تکامل ونه غانده او په لومړيو کې زيات محافظه کارو لارښوونو کاتوليکې کليسا مشرتابه په روم کې شاتګ وکړ، خو په کرار کرار يې دې ته ورته درېځ غوره کړ.  [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۲۶]

د نولسمې پېړۍ په پای کې د تکامل اندونه تر ډېره بريده، له زريزو کلونو څخه د مخکې وخت (د مسيحيانو هغه عقیده چې عيسی له زر کاله پوره کېدو مخکې بېرته راستنېږي) په اړه باور لرونکو تر منځ د بحث موضوع وه، هغوی د سپېڅلي کتاب په دې وړاندوينه باور درلود، چې ګوندې عيسی مسيح په نژدې راتلونکي کې بېرته راستنيږي او په دې باور و، که په بايبل کې تېرو تنه موجوده وي، نو دا سپېڅلی کتاب به باطل شي. په هر حال، هغه مهال د تکامل د اند مخالفينو کې ممکن څوک د ځمک پېژندنې په اړه دومره اندېښمن و او د علمي څېړنو لپاره يې پوهانو ته هر هغه څه ورکول، چې هغوی ورته د عدن له پېدا کېدو مخکې اړتيا درلودله، لکه فسيلونه او د ځمک پېژدنې موندنې. له ډاروين څخه لږ وروسته پړاو کې، ډېرو لږو پوهانو يا روحانيونو د ځمکې لرغونتيا يا د فسيلي طبيعي پرمختګ ډول رد کړ. لکه چې د تخليق د پلويانو په خلاف د ځمک پېژندنې اهميت ته په کتنې سره ډېرو لږو د سپېڅلي کتاب د سيلاو په خبره باور درلود. په تکامل شک کوونکو، دتخليق د اند پلوو مشرانو او شک لرونکو دا هيله درلوده، چې د تخليق کتاب د لومړي څپرکي يو مجازي لوست په نظر کې ونيسي، يا په دې باور و چې، د خلقت شپږ ورځې همدا څلور ويشت ساعته ورځې نه وې.[۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. IAP Statement on the Teaching of Evolution Joint statement issued by the national science academies of 67 countries, including the United Kingdom's Royal Society (PDF file)
  2. IAP Member Academies (June 21, 2006). "IAP Statement on the Teaching of Evolution". IAP. Trieste, Italy: The World Academy of Sciences. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Statement on the Teaching of Evolution" (PDF). Washington, D.C.: American Association for the Advancement of Science. February 16, 2006. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۴. Some bills seek to discredit evolution by emphasizing so-called 'flaws' in the theory of evolution or 'disagreements' within the scientific community. Others insist that teachers have absolute freedom within their classrooms and cannot be disciplined for teaching non-scientific 'alternatives' to evolution. A number of bills require that students be taught to 'critically analyze' evolution or to understand 'the controversy.' But there is no significant controversy within the scientific community about the validity of the theory of evolution. The current controversy surrounding the teaching of evolution is not a scientific one. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite court Whether ID Is Science, p. 83.
  5. Larson 2004, p. 258: "Virtually no secular scientists accepted the doctrines of creation science; but that did not deter creation scientists from advancing scientific arguments for their position."
  6. Numbers 1992، صص. 3–240.
  7. Peters, Ted; Hewlett, Martinez (December 22, 2005). "The Evolution Controversy: Who's Fighting with Whom about What?" (PDF). Pacific Lutheran Theological Seminary. Berkeley, CA: Pacific Lutheran Theological Seminary. Evolution Brief E2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite court Context, p. 20.
  9. (په March 14, 2005 باندې). Battle on Teaching Evolution Sharpens.
  10. Renka, Russell D. (November 16, 2005). "The Political Design of Intelligent Design". Renka's Home Page. Round Rock, TX. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په August 21, 2005 باندې). Politicized Scholars Put Evolution on the Defensive.
  12. Forrest, Barbara (April 2002). "The Newest Evolution of Creationism". Natural History. 111 (3): 80. ISSN 0028-0712. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite court Introduction, pp. 7–9, also Whether ID Is Science, pp. 64–89, and Promoting Religion, p. 90.
  14. Miller, Jon; Scott, Eugenie; Okamoto, Shinji (2006-09-01). "Public Acceptance of Evolution". Science. 313 (5788): 765–766. doi:10.1126/science.1126746. PMID 16902112. S2CID 152990938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Larson 2004, Chapter 11: "Modern Culture Wars"
    • Ruse 1999, p. 26: "One thing that historians delighted in showing is that, contrary to the usually held tale of science and religion being always opposed [Conflict thesis] ... religion and theologically inclined philosophy have frequently been very significant factors in the forward movement of science."
  16. Cantor او Swetlitz 2006.
  17. Burton, Elise K. (May–June 2010). "Teaching Evolution in Muslim States:Iran and Saudi Arabia Compared". Reports of the National Center for Science Education. 30 (3): 25–29. ISSN 2158-818X. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Curry, Andrew (February 27, 2009). "Creationist Beliefs Persist in Europe". Science. 323 (5918): 1159. doi:10.1126/science.323.5918.1159. ISSN 0036-8075. PMID 19251601. S2CID 206584437. News coverage of the creationism-versus-evolution debate tends to focus on the United States ... But in the past 5 years, political clashes over the issue have also occurred in countries all across Europe. ... 'This isn't just an American problem,' says Dittmar Graf of the Technical University of Dortmund, who organized the meeting. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په October 28, 2014 باندې). Pope Francis Says Science and Faith Aren't At Odds.
  20. (په October 28, 2014 باندې). Pope says evolution, Big Bang are real. Gannett Company
  21. Gordon, Kara (October 30, 2014). "The Pope's Views on Evolution Haven't Really Evolved". The Atlantic. Washington, D.C.: Atlantic Media. ISSN 1072-7825. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Desmond او Moore 1991، صص. 34–35.
  23. van Wyhe, John (2006). "Charles Darwin: gentleman naturalist". The Complete Work of Charles Darwin Online. John van Wyhe. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Desmond او Moore 1991، صص. 321–323, 503–505.
  25. van Wyhe 2006.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ AAAS 2006.
  27. Gray 1876.
  28. Huxley 1902.
  29. Burns او نور 1982، ص. 965.
  30. Numbers 1992، ص. 14.
  31. Hodge 1874، ص. 177.
  32. Barbour 1997، صص. 58, 65.
  33. Witham 2002.
  34. Numbers 1992, p. 18, noting that this applies to published or public skeptics. Many Christians may have held on to a literal six days of creation,کينډۍ:Original research inline but these views rarely found expression in books and journals. Exceptions are also notedکينډۍ:By whom, such as literal interpretations published by Eleazar Lord (1788–1871), David Nevins Lord (1792–1880), and E. G. White (1829–1915). The observation that evolutionary critics had a relaxed interpretation of Genesis is supported by specifically enumerating: Louis Agassiz (1807–1873); Arnold Henry Guyot (1807–1884); John William Dawson (1820–1899); Enoch Fitch Burr (1818–1907); George D. Armstrong (1813–1899); Charles Hodge, theologian (1797–1878); James Dwight Dana (1813–1895); Edward Hitchcock, clergyman and Amherst College geologist, (1793–1864); Reverend Herbert W. Morris (1818–1897); H. L. Hastings (1833?–1899); Luther T. Townsend (1838–1922); Alexander Patterson, Presbyterian evangelist.
  35. Numbers 1992، ص. 17.
  36. Numbers 1992، صص. 13–15.