Jump to content

د مخابراتو تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مخابراتو تاریخچه په افریقا، اسیا او امریکا کې د لوګي د سېګنال [د مخابراتو پخوانی ډول چې د خطر د پیغام رسولو یا د خلکو د راټولولو لپاره کارول کېده] او ډهولونو په وهلو پیل شوه. په ۱۷۹۰یمه لسیزه کې په اروپا کې لومړنيو ثابتو سمافور سیستمونو [د مخابراتي اړیکو د ټينګولو یو سیستم دی] په کار پیل وکړ. تر ۱۸۳۰ کال پورې برېښنايي مخابراتي سیستمونه هم را څرګند شول. په دې مقاله کې د مخابراتو او هغو کسانو تاریخچه بیانېږي چې د مخابراتي سیستمونو په جوړولو کې یې مرسته کړې. د مخابراتو تاریخچه د اړیکو د لویې تاریخچې یوه مهمه برخه ده.

لرغوني سیستمونه او نوري تلګراف

[سمول]

په لومړنیو مخابراتو کې د لوګي سېګنالونه او ډهول وهل شامل وو. ډهولونه په افریقا او د لوګي سېګنالونه په شمالي امریکا او چین کې کارېدل. د تصور برعکس، دا سیستمونه یوازې د نظامي اډې د شتون اعلانولو لپاره کارېدل.[۱][۲]

کورنۍ کوترې د تاریخ په اوږدو کې کله ناکله د بېلابېلو فرهنګونو له‌خوا کارول شوې دي. د کوترې پست ایراني/فارسي ریښه لري او بیا وروسته رومیانو له پوځ سره د مرستې لپاره هم کارولې دي. [۳]

د یونان سمافور هایدرولیک سیستمونه تر میلاد وړاندې د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې کارول شوي دي. هایدرولیک سمافورونه چې له اوبو د ډکو لوښو او بصري سېګنالونو په مرسته یې کار کاوه، د نوري تلګراف په توګه کارول کېدل. دغه سیستمونه د ډېرو کمو هغو پیغامونو لپاره کارول کېدای شوای چې له وړاندې به مشخص شوي وو او د ټولو نوري تلګرافونو په څېر یوازې د ښه لید په شرایطو کې د کارېدلو وړ وو.  [۴]

په منځنیو پېړیو کې بیکن ځنځیرونه [د څارنې څلي] معمولاً د غونډیو پر سرونو د سېګنال لېږدولو د وسیلې په توګه کارول کېدل. د دغو ځنځیرونو ستونزه دا وه چې یوازې یو بېټ معلومات یې لېږدولی شوای، ځکه نو د «دښمن ولیدل شو» پیغام پر معنا باید له وړاندې هوکړه شوې وای. د دغې مهمې استفادې یوه بېلګه د اسپانیا جنګي بېړۍ وې، کله به چې د سمندري څلي یوه ځنځیر له پلېموت [د انګلنډ په سوېل کې د یوه ښار او بندر نوم دی] څخه لندن ته سېګنال ولېږه، دا د اسپانیا د جنګي بېړیو د ننوتلو په معنا و. [۵][۶][۷][۸]

برېښنايي تلګراف

[سمول]

د برېښنايي اړیکو اړوند ازمایښتونه چې په پیل کې بریالي نه وو، د ۱۷۲۶ کال په شاوخوا کې پیل شول. په دغه کار کې د لاپلاس، امپیر او ګاوس په څېر ځينې ساینس پوهان ښکېل وو.

لومړنی کاري تلګراف په ۱۸۱۶ کال کې فرانسېس رونالډز جوړ کړ چې ساکنه برېښنا يې په کې وکاروله. 

چارلېز ویټسټون او ویلیام فاټرګېل کوک د پنځو ستنو او شپږو سیمونو یو سیستم جوړ کړ چې په ۱۸۳۸ کال کې ترې سوداګریزه استفاده پیل شوه. په دغه سیستم کې د ستنو له کږېدلو څخه د پیغامونو د ښکارولو لپاره استفاده کېده او د ۱۸۳۹ کال د اپرېل میاشتې په ۹مه نېټه یې په څه باندې یوویشت کیلومتره ساحه کې پر کار پیل وکړ. ویټسون او کوک دغه سیستم کومه نوې دستګاه نه بلله، بلکې دا یې «په الکترو مقناطیسي تلګراف کې پرمختګ» باله. [۹]

په ۱۸۵۱ کال کې په ټول انګلیسي کانال کې تر سمندر لاندې کېبل وغځول شو چې سیم یې په «کوټا پيرکا» پوښلی و. په ۱۸۵۷ او ۱۸۵۸ کلونو کې تر اتلانتیک سمندر لاندې نصب شوي کېبل یوازې د څو ورځو او اونیو لپاره کار وکړ. د یوه ځای‌ناستي لین د جوړولو پروژه د امریکا د کورنۍ جګړې له امله پنځه کاله وځنډېده. تر اتلانتیک غاړې هاخوا د تلګراف لومړنی بریالی کېبل د ۱۸۶۶ کال د جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه بشپړ شو او د لومړي ځل لپاره یې تر اتلانتیک هاخوا مخابراتي اړیکې ممکنې کړې. [۱۰]

ټېلېفون

[سمول]

برېښنايي تېلېفون په ۱۸۷۰یمه لسیزه کې د هارمونیک (څو سېګنالي) ټلګراف د لومړي کار پر اساس اختراع شو. د لومړي سوداګریز ټېلېفون خدمات په ۱۸۷۸ او ۱۸۷۹ کلونو کې د اتلانتیک دواړو غاړو ته د متحدو ایالتونو په نیوهون او کانکتیکات ښارونو کې او د بریتانیا په لندن او انګلستان کې پیل شول. الکساندر ګراهام بېل د هغه ټېلېفون د اصلي امتیاز څښتن و چې په دواړو هېوادونو کې د دغه ډول خدماتو لپاره اړین و. د برېښنايي ټېلېفون د دستګاوو او ډولونو لپاره نور ټول اختراعات له دې اصلي اختراع څخه پیلېدل. د برېښنايي ټېلېفون د اختراع پر کرېډېټ څو ځله بحثونه شوي او وخت ناوخت د دې موضوع پر سر نوي بحثونه کېږي. نور لوی اختراعات لکه رادیو، تلویزیون، د رڼا ګروپ او ډيجیټل کمپیوټر وو، بېلابېلو مخترعانو د سیم له لارې د غږ د لېږد په برخه کې مخکښ ازمایښتونه کړي او وروسته یې د یو بل نظریې پراخې کړې دي. اصلي نوښتګران الکساندر ګراهام بېل او ګاډنیر ګرین هوبارډ وو چې په امریکا کې یې د بېل ټېلېفون شرکت په نامه د لومړي ځل لپاره د ټېلېفون شرکت جوړ کړ چې وروسته پر امریکايي ټېلېفون او ټلګراف (AT&T) بدل شو او دا د نړۍ په کچه د ټېلېفون تر ټولو ستر شرکت و. [۱۱]

د ټېلېفون ټکنالوژۍ د سوداګرۍ د لومړنیو خدماتو تر څرګندېدو وروسته په چټکۍ وده وکړه او د ۱۸۸۰یمې لسیزې په منځنیو کلونو کې د ښارونو تر منځ د لینونو په جوړېدو سره د متحدو ایالتونو په ټولو لویو ښارونو کې د ټېلېفون خدمات پیل شول. د لویو وچو تر منځ لومړۍ ټېلېفوني اړیکه د ۱۹۱۵ کال د جنورۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه ټینګه وشوه. تر اتلانتیک هاخوا د ۱۹۲۷ کال د جنورۍ میاشتې تر ۷مې نېټې پورې د خلکو لپاره صوتي اړیکه ناممکنه وه، خو هغه مهال ممکنه شوه چې د رادیو په مرسته اړیکه رامنځته شوه. هغه مهال د کېبل له لارې هېڅ ډول اړیکه نه وه موجوده، تر دې چې د ۱۹۵۶ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه TAT-1 پرانیستل شو او ۳۶ ټېلېفون سرکټونه یې وړاندې کول. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۸۸۰ کال کې «بېل» او همکار مخترع یې «چارلېز سومنر ټېنټر» د برابرو شویو نوري وړانګو له لارې چې د فوتونونو په مرسته خپرېدې، د نړۍ لومړنۍ بې‌لینه اړیکه ټینګه کړه. د اختراع علمي اصول یې د څو لسیزو لپاره ونه کارېدل، خو بیا د لومړي ځل لپاره په نظامي او نوري فایبر اړیکو کې وکارېدل.

تر انتلانتیک هاخوا لومړی کېبل (چې په لسګونو الکترونیکي پياوړي‌کوونکي په کې موجود وو) تر ۱۹۵۶ کال پورې عملي نه‌شو، دا فضا ته د لومړۍ سوداګریزې مخابراتي سپوږمکۍ « Telstar» تر توغول کېدو شپږ کاله وړاندې وخت و.  [۱۷]

رادیو او تلویزیون

[سمول]

له ۱۸۴۹ کال راهیسې د ګڼو کلونو په جریان کې ایټالوي مخترع ګوګلیلمو مارکوني د مخابراتو لپاره د رادیويي څپو پر نوې کشف شوې پدیدې کار وکړ او د دغې پدیدې په کارولو سره یې د بې‌لینه ټلګراف لومړنی سیستم جوړ کړ. د ۱۹۰۱ کال په ډسمبر میاشت کې يې د «سنټ جانز» د «نیوفونډلنډ« او د «پولډو» د «کورنوال» (انګلستان) تر منځ بې‌لینه اړیکه ټينګه کړه او په ۱۹۰۹ کال کې یې (له کارل براون سره یوځای) د فزیک د نوبل جایزه وګټله. په ۱۹۰۰ کال کې ریجنلډ فیسینډن وکولای شول چې د انسان غږ په بې‌لینه ډول ولېږدوي.[۱۸][۱۹]

د ملي مېتر څپو اړیکې د لومړي ځل لپاره د بنګالي فزیک‌ پوه «جاګاډېش چاندرا بوس» له‌خوا په ۱۸۹۴-۱۸۹۶ کلونو کې وڅېړل شوې، دی په خپلو ازمایښتونو کې تر ټولو لوړې فرېکونسۍ ته تر ۶۰ ګېګاهرټز پورې ورسېد. ده د رادیویي څپو د تشیخص لپاره د نیمه هادي نښلوونکو کارول هغه وخت مطرح کړل چې په ۱۹۰۱ کال کې یې د رادیویي کرېسټال د نیوونکي اختراع ثبت کړه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د پېړۍ تر نیمايي وروسته د کوکسیال کېبل او د رادیو د لنډو څپو انتونونو تلویزیوني شبکو ته ان په لویو هېوادونو کې د خپرېدو زمینه برابره کړه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې

[سمول]
  1. Tomkins, William (2005). "Native American Smoke Signals".
  2. "Talking Drums". Instrument Encyclopedia, Cultural Heritage for Community Outreach. 1996. خوندي شوی له the original on 2006-09-10.
  3. Levi, Wendell (1977). The Pigeon. Sumter, S.C.: Levi Publishing Co, Inc. ISBN 0853900132.
  4. Lahanas, Michael. "Ancient Greek Communication Methods". Mlahanas.de. خوندي شوی له the original on 2014-11-02. بياځلي په 14 July 2009.
  5. Ross, David (October 2008). "The Spanish Armada". Britain Express.
  6. Wenzlhuemer (2013). Connecting the Nineteenth-Century World. pp. 63–64. doi:10.1017/CBO9781139177986. ISBN 9781139177986.
  7. Chatenet, Cédrick (2003). "Les Télégraphes Chappe". l'Ecole Centrale de Lyon. خوندي شوی له the original on 2011-03-17.
  8. "CCIT/ITU-T 50 Years of Excellence" (PDF). International Telecommunication Union. 2006.
  9. Jones, R. Victor. "Samuel Thomas von Sömmerring's "Space Multiplexed" Electrochemical Telegraph (1808-10)". Harvard. بياځلي په 2022-01-16.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) Semaphore to Satellite. Geneva: International Telecommunication Union. 1965.
  10. Ronalds, B.F. (2016). Sir Francis Ronalds: Father of the Electric Telegraph. London: Imperial College Press. ISBN 978-1-78326-917-4.
  11. Brown, Travis (1994). Historical first patents: the first United States patent for many everyday things (illustrated ed.). University of Michigan: Scarecrow Press. pp. 179. ISBN 978-0-8108-2898-8.
  12. "Connected Earth: The telephone". BT. 2006. بياځلي په 2022-01-16.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  13. "History of AT&T". 2006. بياځلي په 2022-01-16.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  14. Page, Arthur W. (January 1906). "Communication By Wire And 'Wireless': The Wonders of Telegraph and Telephone". The World's Work: A History of Our Time. XIII: 8408–8422. بياځلي په 2009-07-10.
  15. "First Transatlantic Telephone Call", History (in انګليسي), بياځلي په 2019-03-22
  16. Glover, Bill (2006). "History of the Atlantic Cable & Submarine Telegraphy".
  17. Clarke, Arthur C. (1958). Voice Across the Sea. New York City: Harper & Brothers. ISBN 9780860020684.
  18. Icons of invention: the makers of the modern world from Gutenberg to Gates. ABC-CLIO. 2009. ISBN 9780313347436. بياځلي په August 11, 2011.
  19. Vujovic, Ljubo (1998). "Tesla Biography". Tesla Memorial Society of New York.
  20. Emerson, D. T. (1997). "The work of Jagadis Chandra Bose: 100 years of MM-wave research". IEEE Transactions on Microwave Theory and Research. 45 (12): 2267–2273. Bibcode:1997imsd.conf..553E. doi:10.1109/MWSYM.1997.602853. ISBN 9780986488511. S2CID 9039614.
  21. "Milestones: First Millimeter-wave Communication Experiments by J.C. Bose, 1894-96". List of IEEE milestones. Institute of Electrical and Electronics Engineers. بياځلي په 1 October 2019.
  22. "Timeline". The Silicon Engine. Computer History Museum. بياځلي په 22 August 2019.
  23. "1901: Semiconductor Rectifiers Patented as "Cat's Whisker" Detectors". The Silicon Engine. Computer History Museum. بياځلي په 23 August 2019.
  24. "Kenjiro Takayanagi: The Father of Japanese Television". NHK (Japan Broadcasting Corporation). 2002. خوندي شوی له the original on 2016-01-01. بياځلي په 2009-05-23.
  25. High Above: The untold story of Astra, Europe's leading satellite company. Springer Science+Business Media. 28 August 2011. p. 220. ISBN 9783642120091.
  26. Abramson, Albert (1995). Zworykin, Pioneer of Television. University of Illinois Press. p. 231. ISBN 0-252-02104-5.
  27. "Milestones:Development of Electronic Television, 1924-1941". بياځلي په December 11, 2015.