د متحدينو د پناه عمليات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحدينو د پناه عملیات (Operation Allies Refuge) د متحده ايالاتو يو پوځي عملیات وو، تر څو په افغانستان کې د 2001-2021ز کلونو د جګړې په وروستيو ورځو کې له ګواښ سره مخ ځينې افغان ملکيان، په ځانګړي ډول ژباړونکي، د امريکا د سفارت کارکونکي او د کډوالۍ د ځانګړې ويزې (SIV) نور احتمالي غوښتونکي د هوا له لارې په الوتکو کې ورسوي. د متحده ايالاتو کارکونکو د هېواد د پلازمېنې کابل، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د تخليې په هڅو کې د ناټو او نورو سيمه يیزو اتحاديانو سره هم مرسته وکړه. دا عمليات له افغانستان څخه په پراخه کچه د امريکايي پوځ د وتلو او د ګڼو هېوادونو وړ بهرنيانو او له ګواښ سره مخ افغانانو تخليې سره هممهاله تر سره شول. [۱][۲]

SIV ته غوښتنلیک سپارونکي د هوا له لارې متحده ايالاتو ته ورسول شول، چېرته چې دوی په لنډمهالي ډول د متحده ايالاتو پوځ له ځانه سره ساتلي وو، تر څو د SIV شرايط بشپړ کړي.

عملیاتي تاریخ[سمول]

د دې عملیاتو نوم د 2021ز کال د جولای په څوارلسمه نېټه د بايډن د ادارې له خوا اعلان شو. د جولای په دوه ویشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د استازو مجلس د افغان ژباړونکو لپاره د ويزې د حد زیاتولو او افغان SIV د بهير د چکولو لپاره د چټکتيا (ALLIES) د قانون په مټ د ژوند او زيان خطر د مخنیوي په موخه قانون تصويب کړ. د جولای په دېرشمه نېټه، د افغان ژباړونکو لومړۍ 221 کسيزه ډله د ويرجينيا (فورټ لي) ته ورسېده، تر څو د SIV پروسه بشپړه کړي، په کومه پروسه کې چې لږ تر لږه 20000 SIV درلودونکي او غوښتونکي بايد له افغانستانه ايستل شوي وای.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د اګست په دولسمه نېټه، په افغانستان کې د طالبانو د پرله پسې برياليتوبونو څخه وروسته، د بايډن ادارې اعلان وکړ چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته به 3000 امريکايي سرتيري واستوي، تر څو د سفارت کاکونکي، امریکاي اتباع او د SIV غوښتونکي له هېواده وباسي. د اګست په ديارلسمه نېټه، د لومړۍ لواء، د اتم سمندري کنډک، دويمې لواء، لومړي سمندري کنډک او لومړۍ لواء، يو سل او څلور نويم زري کنډک څخه سمندري ځواکونه او د پوځ ملي ساتونکي کابل ته ورسېدل. د اګست په اولسمه نېټه، د لومړي پلي جګړه ييز ټيم له غونډ، د دوه اتيا يمې ايربورم فرقې څخه د پوځ پراشوتي سرتيري د شمالي کارولينا د (فورټ بريګ) څخه کابل ته ولېږدېدل. د SIV غوښتونکو د بهير پر مخ وړلو لپاره نور 1000 هوايي ځواکونه او پوځي مامورين قطر ته استول کېدل. په ورته وخت کې، په کابل کې د متحده ايالاتو د سفارت کارکونکو حساس توکي او هغه توکي له منځه وړل چې د سفارت نښان يا د متحده ايالاتو توغ يې درلود، چې د سقوط پر مهال يوه معياري طريقه ده. هليکوپتر الوتکو د سفارت د ودانۍ او کابل هوايي ډګر تر منځ خلک ولېږدول.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د اګست تر شپږ ويشتمې نېټې، د رامسټين هوايي مرکز، لينډسټول سيمه ييز روغتيايي مرکز، ګرافين ووهر، هوهينفيلس، سپنګډاهلم هوايي مرکز او په المان کې د راين ارډيننس بيرکس، په ايټاليا کې نيول اير سټيشن سګونيلا، په کوسوو کې د بونډ سټيل پنډغالی او په اسپانيه کې د نيول مرکز روټا هم په دې کې برخه واخيسته.[۱۵]

د کابل هوايي لېږد[سمول]

د اګست په پنځلسمه نېټه طالبانو کابل ونيو. افغان امنيتي ځواکونه له کابل څخه وتښتېدل او زرګونه افغان ملکيان په دې هيله د هوايي ډګر پر لور په منډه شول چې الوتکو ته پورته شي، په پايله کې يې د هغو افغانانو د ګډوډۍ منظر منځ ته راغی چې هڅه يې کوله په زور پوځي الوتکو ته پورته شي. پنټاګون او د بهرنيو چارو وزارت وويل چې په هوايي ډګر کې به پوځي ځواکونه نږدې 6000 سرتېرو ته لوړ کړي. د متحده ايالاتو پوځ د ورځې په پای کې د هوايي ډګر امنيت او هوايي ترافیکي واک په خپل لاس کې واخيست. په دې نقطه کې، د اتحاديانو د پناه عمليات د ټولو SIV پناه غوښتونکو، د سفارت د کارکونکو، امريکايي اتباعو او وړ افغانانو، چې له هېواد څخه يې د تېښتې هڅه کوله، د هوا له لارې د لېږدولو د يوې نوې هڅې سره همغږي شول.[۱۶][۱۷]

د اګست په شپاړسمه نېټه، يوې C-17 بار وړونکې الوتکې، چې د معمول مسافرو بار يې 150 پوځي پراشوتي سرتېرو څخه کم وي، شا اوخوا 823 تنه په خوندي ډول د قطر  العديد هوايي ډګر ته ورسول، او په دې ډول يې C-17 ډوله الوتکې لپاره نوی تاريخ رقم کړ. (د لومړيو شمېرو تر مخې دا شمېر تقريباً 640 و، خو د متحده ايالاتو هوايي ځواک چارواکو وروسته وويل چې په لومړي سر کې دوی هغه ماشومان نه وو شمېرلي چې په بسونو کې د والدينو په غېږو کې ناست وو). پنټاګون تايید کړه چې د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال (Kenneth F. McKenzie Jr) د قطر په پلازمېنه دوحه کې مېشتو طالب مشرانو سره کتلي وو. طالب مسئولينو د (McKenzie) له خوا د کابل هوايي ډګر په کارولو سره د پناه غوښتونکو د تېښتې له شرايطو سره موافقه کړې وه. د متحده ايالاتو د پوځ تورن جنرال (William Taylor) وويل چې د شپې تر مخې C-17 ډوله نهه نورې الوتکې ورسېدې، دې الوتکو کې وسايل او 1000 نور سرتيري ورسول شول. په جلا ډول، اوو C-17 ډوله الوتکو له 700 څخه تر 800 پورې مسافر له هوايي ډګر څخه و ايستل، په دوی کې 165 امریکايي اتباع وو، په داسې حال کې چې پاتې يې د کوم بل هېواد اتباع و چې د SIV لپاره يې غوښتنلیکونه سپارلي وو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د اګست په اولسمه نېټه، په ديارلسو الوتکو کې شا او خوا 1100 کسان وايستل شول. سپېنې ماڼې وويل چې له 3200 څخه زيات امريکايي اتباع، دايمي اوسېدونکي او کډوال له هېواده ايستل شوي وو، او نږدې 2000 افغان ژباړونکي د SIV د بهير بشپړولو لپاره متحده ايالاتو ته رسول شوي وو. د اګست په اتلسمه نېټه، د بهرنيو چارو مرستيال وزیر (Wendy Sherman) وويل چې د متحده ايالاتو پوځي الوتکو نږدې 2000 کسان ايستلي دي، او زياته يې کړه چې د تخليې لپاره يې له 4840 څخه زياتو نورړ کسانو پورسه بشپړه کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت همدا راز وويل چې د متحده ايالاتو پوځ نږدې 5000 کسان له هېواده ايستلي دي. د اګست په نولسمه نېټه په دولسو الوتنو کې له 2000 څخه زیات کسان ايستل شوي وو. پنټاګون وويل چې له هېواده يې نږدې 7000 کسان ايستلي دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اګست په نولسمه نېټه راپور ورکړل شو چې د متحده ايالاتو ځواکونو د لوړې کچې يو افغان پوليس قوماندان محمد خالد وردک ژغورلی دی، چا چې د طالبانو او القاعده پر ضد جګړه کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو سره په لوړه کچه کار کړی و. د جارج ډبليو بوش په اداره کې د کانګريس د دفتر پخواني رئيس او د سپينې ماڼۍ کارکونکي (Robert McCreary) په وينا، خالد او د هغه کورنۍ د متحده ايالاتو ځواکونو د (Promises Kept) په نوم شپېنيو عملياتو پر مهال د هليکوپتر الوتکې په واسطه ژغورلی و. د حکومت له ړنګېدو وروسته تر هوايي ډګره په رسېدو کې له ناکامېدو وروسته، په کابل کې د طالبانو د ځواکونو څخه د خوندي کېدو پر مهال له ژغورونکو سره د خالد اړيکه پرې شوې وه، او د متحده ايالاتو په ځواکونو کې د هغه ملاتړو له هغه ځايه د هغه ايستل غوره کړي وو، ځکه چې د طالبانو پر ضد د هغه شفاهي مخالفت نوموړی لوړې کچې غچ اخيستو ته پورته کړی و. (McCreary) وويل چې خالد او د هغه کورنۍ په ناڅرګند ځای کې خوندي وو، نوموړي همدا راز وويل چې د برتانويانو تر څنګ ګڼو نورو اتحاديانو د عملياتو په برياليتوب کې مرسته کړې وه.[۲۷]

د اګست په شلمه نېټه، په شپاړسو الوتکو کې شا اوخوا 5700 کسان و ايستل شول. پنټاګون وويل چې له هېواده يې شا اوخوا 12700 کسان ايستلي دي. د اګست په يو ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د پوځ تورن جنرال (William D. Taylor) اعلان وکړ چې په تېرو څو اونيو کې 17000 کسان ايستل شوي دي، په دوي کې 2500 امريکايان دي. طالبانو کله کله د برتانيې له خوا د تخليې د هڅو مخه نيولې وه.[۲۸][۲۹][۳۰]

د اګست په دوه ويشتمه نېټه، ولسمشر جوبايډن وويل چې شونې ده، د يو دېرشم اګست له ضرب الاجل وروسته هم امريکايي سرتيري افغانستان کې پاتې شي. هغه همدا راز اعلان وکړ چې د اګست له پنځلسمې راهيسې 28000 کسان ايستل شوي دي، او د جولای راهيسې ټول 33000 کسان ايستل شوي دي.[۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Jamali, Naveed (July 14, 2021). "Biden to announce "Operation Allied Refuge" to airlift all eligible Afghans". Newsweek. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Losey, Stephen (July 15, 2021). "White House: 'Operation Allies Refuge' to Start Evacuating Afghans by End of July". Military.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jamali, Naveed (July 14, 2021). "Biden to announce "Operation Allied Refuge" to airlift all eligible Afghans". Newsweek. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Finnegan, Conor (August 13, 2021). "In urgent cable, US Embassy calls on Washington to evacuate Afghan staffers threatened by Taliban". ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Knickmeyer, Ellen (22 July 2021). "House votes to evacuate more Afghan allies as US war ends". Associated Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Crow, Jason (2021-07-22). "Text - H.R.3985 – 117th Congress (2021–2022): Averting Loss of Life and Injury by Expediting SIVs Act of 2021". www.congress.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jamali, Naveed (July 14, 2021). "Biden to announce "Operation Allied Refuge" to airlift all eligible Afghans". Newsweek. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Finnegan, Conor (August 13, 2021). "In urgent cable, US Embassy calls on Washington to evacuate Afghan staffers threatened by Taliban". ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Landay, Jonathan (30 July 2021). "Airlift begins for Afghans who worked for U.S. during its longest war". Associated Press. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په July 30, 2021 باندې). Afghan Visa Applicants Arrive in U.S. After Years of Waiting. The New York Times.
  11. "US sending troops to help evacuate embassy staff in Kabul". www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Martin, David (12 August 2021). "Pentagon sending troops to Kabul to help evacuation of U.S. Embassy". CBS News. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 13 August 2021 باندې). U.S. troops begin arriving in Kabul to evacuate embassy staff as Taliban seize major cities. CNBC.
  14. (په 14 August 2021 باندې). US troops start to arrive for Afghanistan evacuation as Taliban close in on Kabul. The Guardian.
  15. (په 26 August 2022 باندې). Gen. Wolters, Commander, U.S. European Command Briefs the Press on Operation Allies Refuge Support. United States European Command
  16. (په 16 August 2021 باندې). Chaotic Scenes Grip Kabul's Airport, With Reports of Deaths. Bloomberg
  17. (په 16 August 2021 باندې). US forces take over air traffic control at Kabul airport for evacuations. Yahoo News
  18. (په 16 August 2021 باندې). Inside Reach 871, A US C-17 Packed With 640 Afghans Trying to Escape the Taliban. Defense One
  19. (په 20 August 2021 باندې). Undercount: Famous C-17 Flight Filled with More Afghan Evacuees Than First Thought, Setting Record. Military.com
  20. (په 16 August 2021 باندې). US reaches deal with Taliban on evacuations: report. The Hill.
  21. (په 16 August 2021 باندې). US reaches deal with Taliban over evacuations from Kabul airport, report says. The Independent.
  22. (په 17 August 2021 باندې). U.S. military to pick up pace of evacuation flights out of Afghanistan. Politico.
  23. (په 17 August 2021 باندې). White House Says 3,200 People Evacuated From Afghanistan – Expects Pace To 'Escalate'. Forbes.
  24. (په 18 August 2021 باندې). Afghanistan collapse: US has processed almost 5,000 for evacuation from Kabul. Fox News.
  25. (په 19 August 2021 باندې). U.S. evacuates 7,000 from Afghanistan in 5 days, thousands more ready to board planes in Kabul. CNBC.
  26. (په 19 August 2021 باندې). Pentagon ramping up Kabul evacuation efforts as many struggle to reach airport. CNN.
  27. (په 19 August 2021 باندې). Afghan officer who fought with US forces rescued from Kabul. Associated Press.
  28. (په 20 August 2021 باندې). Biden to address Afghanistan evacuations amid torrent of criticism over crisis. Fox News.
  29. "U.S. Says 2,500 Americans evacuated from Kabul in past week". CNBC. August 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په August 19, 2021 باندې). Several reported killed as Taliban shoot at crowds waving Afghan flag. The Guardian.
  31. Smith, Allan (23 August 2021). "Biden says U.S. may extend Afghanistan withdrawal deadline as evacuations continue". NBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)