د متحده عربي اماراتو کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده عربي اماراتو کلتور د ختیځ عربستان د کلتور برخه ده. تاریخي نفوس یې یوه کوچنۍ قبیلوي ټولنه وه چې د شلمې پیړۍ په منځ کې یې د بهرنیو اتباعو په ورتګ سره بدلون وکړ. اماراتي کلتور د عربي، اسلامي او ایراني يا پاړسي کلتورونو ترکیب دی، چې د ختیځې افریقا او هندي شبه قارې کلتورونو پرې اغیزې کړی دي. پر سیمه ییزې معمارۍ، موسیقۍ، جامو، خوړو، او د ژوندانه ډول یا طرز باندې اسلام په خورا څرګند ډول اغیزې ښندلي دي.[۱][۲][۳][۴]

په متحده عربي اماراتو کې، د العین ښار چې په ابوظبۍ اماراتو کې موقعیت لري، د یونیسکو د نړیوال میراث په فهرست کې ځای شوی. د شارجه امارات په ۱۹۹۸ کې د یونیسکو له خوا «د عربي نړۍ کلتوري پلازمینه» په توګه او د OIC یا اسلامي همکارۍ سازمان له خوا «د ۲۰۱۴ کال د اسلامي کلتور پلازمینه» په توګه نومول شوی دی.[۵][۶]

تاریخ[سمول]

په متحده اماراتو کې کشف شوي اثار د انسانانو د استوګنې، مهاجرت او سوداګرۍ تاریخ د ۱۲۵۰۰۰ کلونو په شاوخوا کې په ګوته کوي. دا سیمه پخوا د مګان د خلکو د اوسېدو ځای و چې د سومریانو په نوم هم پیژندل کېده، چې هم یې له ساحلي ښارونو او هم د برونزو کان کیندونکو او د داخلي برخو ویلنځایونو سره یې سوداګري کوله. د سند په درې کې د هراپه له کلتور سره د سوداګرۍ بډایه تاریخ هم د ګاڼو او نورو شیانو په موندلو سره ثابت شوی دی او له باختر او پخواني شام سره هم د سوداګرۍ پراخ لومړني شواهد شتون لري.[۷][۸][۹]

په تاریخي لحاظ، هغه خلک چې نن ورځ د اماراتیانو په نامه یادېږي په منځنيو پیړیو کې د Trucial Coasters یا Trucials په نامه یادېدل. په لرغونې زمانې کې اماراتیان د Maganite په نوم یادېدل. د قوي قبیلوي وفادارۍ له امله، ډیری اماراتیان د قبیلوي تړاوونو له مخې ځانونه پیژني، په ځانګړې توګه که دوی د یوې اغیزمنې قبیلې له ډلې وي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

عربي کلتور[سمول]

عربي ژبه د متحده عربي اماراتو رسمي ژبه ده، خو انګلیسي ژبه د هیواد د متنوع طبیعت او ددې هېواد د نړیوال اقتصاد له امله په پراخه کچه ویل کیږي. فارسي، هندي، اردو، بنګالي او مانډارین هم په پراخه کچه د ایران، هند، پاکستان، بنګله دیش او چین نه د ورغلیو بهرنیانو له خوا ویل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د اماراتو اصلي اوسېدونکي په خلیج عربي ژبې خبرې کوي. [۲۰][۲۱][۲۲]

د نومولو تړونونه[سمول]

له نوم وروسته د «ابن» یا «بنت» کلیمې راځي، چې په ترتیب سره د «زوی» یا «لور» معنا ورکوي، او د پلار له نوم وروسته د کورنۍ نوم ذکر کېږي.[۲۳]

له واده وروسته ښځې د کورنۍ نومونه ساتي او ماشومان د پلار نوم اخلي.[۲۴]

معمارۍ[سمول]

د متحده عربي اماراتو معمارۍ له اسلامي او عربي معماریو نه اغیزمنه شوې ده. د بېلګې په توګه، «برجیل» د اماراتو د دودیزې معمارۍ د پېژندنې نښه ګرځېدلې.[۲۵][۲۶]

د اماراتو معمارۍ د خلکو د دودیز ژوند او دود منعکس کوونکې ده. د ودانیو مواد ساده دي، خو د ځایي ژوند او اقلیم سره په ښه توګه سمون لري. په دودیز ډول د لېږد وړ خیمو د ژمي په موسم کې د مهاجرو توکمونو لپاره سرپناه چمتو کړې. په هېواد دننه، ډېر دایمي کورونه له ډبرو نه جوړ شوي او چتونه یې د خجورو د ونو په پاڼو پوښل شوي دي. [۲۷]

د ژوند ډول یا طرز[سمول]

جامې[سمول]

ډیری اماراتي نارینه او ښځې دودیزې اماراتي جامې: کنډورا او عبایا غوره کوي یا خوښوي.[۲۸]

دودیزې جامې په لوړه تودوخه کې د هوساینې لپاره او په هیواد کې د اسلامي دیني عقایدو سره سم جوړې شوې دي. هغوئ هغه جامې خوښوي چې د لمر له وړانګو نه یې د ځان ډېری برخې وپوښي. په دې سیمه کې مجلسي جامې دود دي. مجلسي جامې معمولا په سپینو زرو او سرو زرو سره سینګار کیږي.[۲۹][۳۰][۳۱]

د ودونو یا نڅاوو په مراسمو کې رنګارنګ خامک شوې جامې دود دي. په خلیجي عربي هیوادونو کې یوه عامه نڅا خلیجي ولسي نڅا ده، چې د میرمنو قطارونه یو بل ته نږدې جوړېږي چې په ورو ورو حرکت کوي په داسې حال کې چې په موزون ډول خپل ویښتان له یوې خوا بلې خوا ته څرخوي. جامې د دې نڅا یو مهم اړخ دی.  [۳۲]

سلامونه او ټولنیز دودونه[سمول]

کله چې مېلمانه مجلس ته ننوځي، نو د کوټې له ښي اړخ نه کیڼ اړخ ته په ښه راغلاست ویلو پیل کوي، خو که چېرې کوم مېلمه بوډا وي نو لومړی هغه ته سلام ورکوي. د نارینه وو دودیز اماراتي سلام خشمک دی، یا د پوزې لمس کول دي. میرمنې د لاسونو په ورکولو او د مخ په ښکلولو سره یو بل ته سلام ورکوي. د سر ښکلول هم په متحده عربي اماراتو کې د ښه راغلاست ویلو یوه عامه طریقه ده. د مخالف جنس غړي باید تر هغه چې په خپل منځ کې کورنۍ نږدې اړیکې ونه لري یو بل ته غېږ ورنه کړي.  [۳۳][۳۴]

میلمنو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته، کوربه د کوټې له ښي اړخ نه تر کیڼ اړخه پورې مېلمنو ته اماراتي قهوه وړاندې کوي، دا هم معمول دي چې کوربه باید لومړی د زړو مېلمنو یا مهمو مېلمنو خدمت وکړي. د اماراتي ټولنیز دود یوه برخه دا هم ده چې هغه کس چې مېلمنو ته قهوه وړاندې کوي د قهوې پتنوس «دالا»  په خپل چپ لاس کې ونیسي او مېلمنو ته په ښي لاس د قهوې پیاله ورکړي. د نارینه وو په منځ کې هغه کس چې قهوه وېشي تر هغه وخته پورې ولاړ وي ترڅو چې مېلمه د خپلې قهوې پیاله وښوروي چې دا په دې معنا ده چې یعنې نوره قهوه نه غواړي، په داسې حال کې چې د مېرمنو په منځ کې هغه ښځه چې قهوه وړاندې کوي کولای شي د قهوې وړاندې کولو په وخت کې کښېني. د قهوې پیاله که له نیمایي نه کمه وي باید ډکه شي او قهوه باید ګرمه وي ترڅو چې مېلمنو ته دا وښودل شي چې دا قهوه ځانګړې د دوی لپاره چمتو شوې ده. مېلمانه د قهوې پیاله په ښي لاس را اخلي او کله چې قهوه خلاصه شي بېرته پیاله په ښي لاس ورکوي. [۳۵]

ادبیات او شعر[سمول]

د اماراتو په اشعارو کې بېلابېل موضوعات چې له طنز، ځان ستاینې او وطن پالنې نه نیولې تر زړورتیا، مذهب، کورنۍ او مینې پورې شتون لري.[۳۶][۳۷][۳۸]

د ډېریو نورو عربي هیوادونو په څېر، شعر د هنر یوه کلیدي برخه ګڼل کېږي. دودیز ډولونه تر نن ورځې پورې لا پر خپل ځای پاتې دي، که څه هم د لویدیځ منثور شعر ځینو سبکونو ډېر شهرت ترلاسه کړی.  

لومړنی اماراتي ناول شاهنده و چې د راشد عبدالله النعیمي له خوا لیکل شوی و.[۳۹]

د معاصرو ادبي شخصیتونو په ډلې کې نجوم الغانم، عشا‌‌ِ‌ء الشاعر، خالد البودور او عایشه ال کعبي شامل دي.

موسیقۍ، نڅا او فلم[سمول]

متحده عربي امارات د خلیجي عرب د دود یوه برخه ده. Yowlah د موسیقۍ او نڅا هغه یو ډول دی چې ډېری د افریقا د لویو جهيلونو له سیمې نه د بانتو خلکو په ټولنو کې ترسره کېږي. د متحده عربي اماراتو د نامتو دودیزو سندرغاړو له ډلې نه مهاد حماد دی چې د وطنپالو سندرو او د صحرا په اړه د شعرونو په ویلو سره یې شهرت ترلاسه کړی دی. [۴۰][۴۱][۴۲]

ډیری دودیزې سندرې او نڅاوې چې له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدول شوي، تر نن ورځې همغسې پاتې دي. ځوانو نجونو د خپلو ویښتانو په خوځولو سره چې دودیزې اوږدې جامې به یې اغوستلې، خپل ځانونه به یې خوځول او نڅاوې به یې کولې. نارینه وو ډیری د وسلو د نڅا په کولو سره لکه Yowlah د جنګونو یا د ښکار بریالي تمثیلونه یې ترسره کول.[۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Country and Metropolitan Stats in Brief[مړه لينکونه]. MPI Data Hub
  2. Jones, Jeremy (2007). Negotiating Change: The New Politics of the Middle East. Jeremy Jones. د کتاب پاڼي 184–186. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845112707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hurriez, Sayyid Hamid (16 December 2013). Folklore and Folklife in the United Arab Emirates. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136849077. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Culture of UAE - Traditions, Cuisine, Architecture, Customs & More". www.holidify.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Al Ain, a UNESCO World Heritage site Archived 2014-12-01 at the Wayback Machine..
  6. "Culture - The Official Portal of UAE Government". د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Early human may have left Africa earlier | Human World | EarthSky". earthsky.org (په انګلیسي ژبه کي). 2011-02-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Digging in the Land of Magan - Archaeology Magazine Archive". archive.archaeology.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. United Arab Emirates : a new perspective. Ibrahim Abed, Peter Hellyer. London: Trident Press. 2001. OCLC 47140175. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-900724-47-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  10. Winder, Bayly (1965). Saudi Arabia in the Nineteenth Century. د کتاب پاڼې 33. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Unexceptional: America's Empire in the Persian Gulf, 1941-2007, Marc J. O'Reilly, page 66
  12. Curtiss, Richard H. "The United Arab Emirates Today: Long UAE Archeological Record Shows Links to Earliest Civilizations." The Washington Report on Middle East Affairs 14.5 (1995): 56.
  13. Yumpu.com. "The Tribal Society of the UAE and its Traditional ... - UAE Interact". yumpu.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Al-Qassimi, Salem (2015-10-16). "Arabish: The Cultural Transformation of the UAE". Medium (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "United Arab Emirates - Languages and religion | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Arabic is the official language in the UAE". gulfnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "UAE - Language, Culture, Customs & Etiquette". www.commisceo-global.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "What Languages are Spoken in Dubai | Visit Dubai". www.visitdubai.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Most Spoken Languages In UAE". UAE Moments (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "United Arab Emirates - Languages and religion | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. PWC. "Doing business in the UAE" (PDF). PWC. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Migration and the Gulf" (PDF). The Middle East Institute, Washington DC. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "UAE - Language, Culture, Customs & Etiquette". www.commisceo-global.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Family law in the United Arab Emirates: overview". Practical Law (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hurriez, Sayyid Hamid (16 December 2013). Folklore and Folklife in the United Arab Emirates. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136849077. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Sandıkcı, Özlem; Rice, Gillian (January 2011). Handbook of Islamic Marketing (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 430. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857936028. Arabian inspired architecture is part of the expression of a local identity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Zarooni, Mustafa Al. "No place like home". Khaleej Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Clothing in the UAE". Grapeshisha.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Handbook of Islamic marketing. Özlem Sandıkcı, Gillian Rice. Cheltenham: Edward Elgar. 2011. OCLC 766417819. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85793-602-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  30. Yeoman, Ian (2009-06-04). Tomorrow's Tourist: Scenarios & Trends (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-35489-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Yeoman, Ian (2009). Tomorrow's Tourist: Scenarios & Trends. د کتاب پاڼې 145. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Al Zayer, Penni (2010). Middle Eastern Dance. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781604134827. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Six ways to master the art of Emirati etiquette". www.thenationalnews.com. 20 December 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "UAE - Language, Culture, Customs & Etiquette". www.commisceo-global.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Six ways to master the art of Emirati etiquette". www.thenationalnews.com. 20 December 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "The Nabati Poetry of the UAE: a remarkable anthology". The National. 9 March 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Worthington, Joe (23 January 2020). "More Than Words: Arabic Poetry and the Legacy of the Spoken Word in the UAE". Culture Trip. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Poetry ingrained in Emiratis, says poet". gulfnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. . Winners of Emirates Novel Award honoured.
  40. "Welcome to Abu Dhabi – Literature and Poetry". Visitabudhabi.ae. 2009-07-01. د اصلي آرشيف څخه پر March 21, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Dwek, Joel (2021-05-14). "UNITED ARAB EMIRATES: Matredny Hdood - Mehad Hamad". 200worldalbums.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Mehad Hamad". Deezer (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Why dance traditions mean a lot to Emiratis". The National. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)