د متحده ایالاتو دولت تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو دولت تاریخچه په ټوله موده کې د متحده ایالاتو له تاسیس وروسته، د متحده ایالاتو دولت جوړولو، ودې، پراختیا اوبشپړوالي ته اشاره لري چې په کې دندې، جوړښت او په ټولو اړخونو کې د دولت پالیسي له دې جملې د دولت د جوړښت بشپړوالی، د نویو وزارتونو او بنسټونو جوړېدل، د نویو رولونو او دندو پر غاړه اخیستل، د لایحو، مقررواو قوانینو تصویب او د امریکا په ټولنه کې د دولتدارۍ د نوي رول لوبول دي.  

په متحده ایالاتو کې د لومړني دولت تشکیل/ جوړېدل[سمول]

هغه تاریخ چې د متحده ایالاتو دولت له نوي اساسي قانون سره په کار پیل وکړ، د متحده ایالاتو کانګرس له خوا، د کنفدراسیون کنګره، د کنفدراسیون د مفادو له مخې مشخص شوی و. د ۱۷۸۸ ز کال د سپتمبر ۱۳ مې ڼېټې پرېکړه لیک اعلام وکړ چې نوی اساسي قانون د اړتیاوو له مخې تصویب شوی او د ۱۷۸۹ ز کال د مارچ په ۴ د «حکومت پیل» نېټې ترعنوان لاندې د نوي اساسي قانون په توګه وټاکل شو. [۱]

په همدې حال کې کانګرس، د مارچ په ۴ د نصاب حد ته ونه رسېد، ځکه تر هغه وخته، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې غړو شمېر پوره نه وو. کله چې نصاب پوره شو، ولسمشر او مرستیال ولسمشر ته ټاکنیزې رایې د اپریل په ۶ وشمېرل شوې. [۲][۳]

جورج واشنګټن د ۱۷۸۹ ز کال د اپریل په ۳۰ د لومړني ولسمشر په توګه په کار پیل وکړ.

د فدرال قضاییه قوه د لومړي ځل لپاره د ۱۷۸۹ ز کال قضاییه مصوبې له خوا چې وروسته د سپتمبر په ۲۴ لاسلیک شوه او د قانون شکل یې ځانته غوره کړ، جوړه شوه. واشنګټن، جان جي د سترې محکمې د لومړني قاضي القضات په توګه معرفي کړ. جي د ۱۷۸۹ ز کال د اکتوبر په ۱۹ د لوړې مراسم پرځای کړل. [۴][۵]

د اجرائیه څانګو د حکومتي دندو او جوړښت تاریخچه[سمول]

اجرايي وزارتونه[سمول]

د امریکا متحده ایالاتو لومړني ولسمشر په توګه د جورج واشنګټن د ادارې په ترڅ کې، کابینه درې کسیزه وه چې د کابینې واقعي وزارتونه یې اداره کول. توماس جفرسون د بهرنیو چارو وزیر، الکساندر هامیلټون د خزانې وزیر او هنري ناکس د دفاع وزیر. ادموند راندولف د لوی څارنوال په توګه د کابینې یوه برخه و، خو هغه وخت کې داسې کوم وزارت نه و چې ده ته ځواب ویونکی وای؛ وروسته بیا د عدلیې وزارت د دولت یو بېل وزارت شو.

نوې ادارې او رسمي دندې[سمول]

د متحده ایالاتو د مارشال دفتر د لومړنۍ کنګرې له خوا جوړ شو. دا د فدرال دولت لومړنۍ دنده وه چې په ټول هېواد کې یې د سیمې عمومي دندې ترسره کولې. ولسمشر جورج واشنګټن د ۱۷۸۹ ز کال د سپتمبر په ۲۴ مه قضايي قانون لاسلیک کړ. دغه قانون څرګنده کړه چې د متحده ایالاتو د مارشال اساسي دنده، د متحده ایالاتو تر اقتدارلاندې د ټولو صادر شویو قانوني حکمونو عملي کول وو. یاد قانون مارشالان  د محکمو د افسرانو په توګه تعریف کړل دوی دنده لرله له فدرالي محکمو سره د قانون د تنفیذ په برخه کې مرسته وکړي. فدرالي مارشالان د قانون د تنفیذ لپاره ډېرمشهور وو، خو دا یې د کاري حجم کوچنۍ برخه وه. د کار مهمه برخه یې د رسمي پاڼو ـ لیکونو وړاندې کول ( لکه: احضاریې، ابلاغیې، حکم) او د محکمې له خوا د صادر شویو نورو پروسو څېړل او ټولو فدرالي زندانیانو ته رسېده ګی او اداره کول وو. هغوی دغه راز، د محکمې د لارښوونې له مخې بیه ورکوله. هغوی د محکمې خونې او د زندان فضا اجاره کوله او ضابطان، جارچیان او سرای داران یې ګومارل او د زندانیانو له حضور، منصفه پلاوي او په خپل وخت د شاهدانو له حضور نه به یې ډاډ ترلاسه کولو. [۶]

نو له دې امله، مارشالان، په خپلو سیمو کې د فدرالي دولت استازي وو. دوی تر ۱۸۷۰ ز کال پورې ملي سرشمېرنه ترسره کوله، د جمهوري ریاست اعلامیې یې وېشلې، د سوداګرۍ او تولید په اړه یې بېلابېل معلومات راټولول او د ملي راجسټر لپاره یې د دولتي کارکوونکو نومونه لیکل. د مرکزي دولت اغېزناک فعالیت لپاره یې ورځنۍ چارې ترسره کولې.

د متحده ایالاتو د عایداتو قوانینو د تنفیذ خدمتونه د ۱۷۹۰ ز کال د اګسټ په ۴ د قانون کنګرې (1 Stat. 175) له خوا، د خزانې د وزیر الکسانډرهامیلټون د لارښوونې له مخې، د عایداتو د سمندري ځواکونو په توګه تاسیس شول، څو د وسله والو ګمرکي اجرايي خدمتونو په توګه عمل وکړي. د وخت په تېرېدو سره، دغه خدمتونه په تدریجي ډول په داوطلبانه/ خپلې خوښې یا د قانون له خوا هغه ماموریتونه چې پوځي ماهیت یې درلود، دنده واخیسته. د عایداتو قوانینو تنفیذ خدمتونو د متحده ایالاتو د خزانې وزارت تر امر لاندې عمل کاوه. د (۱۹۱۵ جنورۍ په ۲۸ دغه خدمتونه د کانګرس مصوبې له مخې، د متحده ایالاتو د ژغورنې له خدمتونو سره مدغم شول او د متحده ایالاتو ساحلي ګارډ یې جوړ کړ.)

نولسمه پېړۍ[سمول]

وزارتونه او اجرايي بنسټونه[سمول]

په ۱۸۴۹ ز کال کې، وروسته له هغې چې د خزانې وزیر، رابرت جي واکر څرګنده کړه چې په وزارتونو کې ډېر فدرالي دفترونه ځای پرځای شوي چې هغه ته نه اړوندېږي، نو د کورنیو چارو وزارت یې جوړ کړ. نوموړي څرګنده کړه چې د اراضي اداره له خزانې سره تړاو نه لري او دغه راز، د هندي چارو دفتر، د دفاع وزارت یوه برخه او د اختراع ګانو د ثبت اداره، د بهرنیو چارو وزارت یوه برخه په ګوته کړل، استدلال یې وکړ چې دغه او نورې ادارې باید د کورنیو چارو وزارت سره یو ځای شي.

د لوی څارنوال د بشپړې دندې رامنځ ته کولو لپاره، د ۱۸۳۰ او ۱۸۴۶ ز کلونو له ناکامو هڅو وروسته، په ۱۸۶۹ ز کال کې  د کانګرس د استازي ویلیم لارنس په مشرۍ د امریکا د ولسي جرګې قضايي کمېټې، د یوې «حقوقي ادارې» د جوړولو لپاره چې په کې د بېلابېلو ادارو وکیلان او څارنوالان شامل وو، د لوی څارنوال په مشرۍ یوه څېړنه وکړه. د ۱۸۶۸ ز کال د فبرورۍ په ۱۹، لارنس  کانګرس ته یوه لایحه معرفي کړه چې د عدلیې وزارت جوړ شي. ولسمشر اولیسیس اس ګرنټ د ۱۸۷۰ د جون په ۲۲ لایحه لاسلیک کړه چې په قانون بدله شوه. [۷][۸]

شلمه پېړۍ[سمول]

وزارتونه او اجرايي بنسټونه[سمول]

د متحده ایالاتو د کار او سوداګرۍ وزارت د ۱۹۰۳ ز کال د فبرورۍ په ۱۴ جوړ شوی او وروسته د ۱۹۱۳ ز کال د مارچ په ۴ کله چې ادارې او کار ته ځانګړي شوي بنسټونه د کار وزارت ته ولېږدول شول، د سوداګرۍ وزارت نوم بدل شو. د امریکا متحده ایالاتو د سوداګریزو علایمو او ثبت اداره د کورنیو چارو له وزارت نه د سوداګرۍ وزارت ته ولېږدول شوه. په ۱۹۴۰ ز کال کې، د هوا پېژندنې اداره (اوس د هوا پېژندنې ملي خدمتونه) د کرنې له وزارت نه د ملکي هوايي چلند له ادارې سره یو ځای شوه. [۹]

نوې معامله[سمول]

نوې معامله، د پروګرامونو، ټولګټو پروژو، مالي اصلاحاتو او مقررو ټولګه ده چې د ولسمشر فرانکلین دی روزولټ له خوا د ۱۹۳۳ او ۱۹۳۶ ز کلونو ترمنځ وضع شوه. نوې معاملې د تسکین لپاره اړتیاوو، اصلاحاتو او لوی رکود نه ښه والي ته ځواب ورکړ. دغې ټولګې فدرالي بنسټونو او د پروګرامونو د زیاتوالي په کچه د پام وړ زیاتوالی راووست لکه: د ملکي خلکو د ساتنې اردو (CCC)، ودانیزو چارو اداره (CWA)، د ځمکې خوندیتوب اداره (FSA)، په ۱۹۳۳  کې د ملي صنعتی بیا موندنې قانون (NIRA) او د ټولنیز امنیت اداره (SSA)  یې رامنځ ته کړل. هغوی له بزګرانو، بې روزګارو، ځوانانو او زړو/ ډېرعمر لرونکو سره مرسته کوله. نوې معامله New Deal، د بانکوالۍ په صنعت کې د تدابیرو له محدودیت، د نویو محافظتي او د بیو له زیات کموالي وروسته د بیا اقتصادي تورم/ پړسوب لپاره هڅې وې. د نوې معاملې پروګرام د فرانکلین دی روزولټ د جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې، د کانګرس له خوا تصویب شوي قوانین او هم د ولسمشر اجرايي فرمان په کې شامل وو.

سرچينې[سمول]

  1. "By the United States in Congress assembled, September 13, 1788". Library of Congress. September 13, 1788. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۱. the first Wednesday in March next, be the time, and the present Seat of Congress the place for commencing Proceedings under the said Constitution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Government under the U.S. Constitution begins". HISTORY. A&E Television Networks, LLC. March 10, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Berggren, D. Jason. "Presidential Election of 1789". George Washington's Mount Vernon. Mount Vernon Ladies’ Association. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "John Jay, First Chief Justice of the United States". ConstitutionFacts.com. Oak Hill Publishing Company. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "John Jay". FindLaw. Thomson Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "U.S. Marshals Celebrate 225 Years of Service". Department Of Justice. د اصلي آرشيف څخه پر December 4, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Madan, Rafael (Fall 2008). "The Sign and Seal of Justice" (PDF). Ave Maria Law Review. 7: 123, 132–134. د لاسرسي‌نېټه December 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Public Acts of the Forty First Congress". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "About the Department Of Commerce". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)