د ماشوم مزدوري کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ماشوم مزدوري کولو اصطلاح، له ماشوم څخه د هر ډول کار په بڼه هغې ناوړه ګټې اخیستنې ته ويل کېږي چې ماشومان له خپل ماشومتوب څخه بې برخې کوي، په منظم ډول ښوونځي ته د ماشوم په وړتيا کې خنډ کيږي او همدا کار له رواني، بدني، ټولنيز او اخلاقي اړخه زيان رسونکی وي. په ټوله نړۍ کې له ماشوم څخه داسې ناوړه ګټه اخستل، د قانون له مخې منع دي، يو لړ استثنائات لري، لکه:  د ماشوم هنرمند کار کول، د کورنۍ لپاره دندې تر سره کول، د روزنې چارې څارل او د ماشومانو د ځينو کارونو هغه ډولونه چې مسيحي ماشومان يې تر سره کوي، د امریکاګانو اصلي اوسېدونکو ماشومانو کارونه هم په دې ممنوعيت کې شامل نه دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د تاريخ په اوږدو کې له ماشوم څخه د مزدور په توګه کار اخستل په بېلا بېلو کچو تر سره شوی. د نولسمې پېړۍ په اوږدو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، د بې وزله کورنیو له پنځو څخه تر څوارلسو کلونو عمر لرنکو ډېريو ماشومانو په لوېدېځو هېوادونو او هم د هغوی په مستعمرو کې کار کاوه. په عمومي توګه دې ماشومانو په کروندو، د کورونو کارونو، کارخانو، کان کېندنو او د خبرونو رسولو د هلکانو په څېر خدماتو کې کارونه کول – ځينو به د شپې له مخې هم کار کاوه چې تر دوولسو ساعتونو اوږېدل. له کورنيو څخه د عايد تر لاسه کولو په پيليدو، د ښوونځيو زېاتېدو او د ماشوم د مزدورۍ د قوانیو تصويب، له ماشومانو څخه  د مزدور په توګه  د کار اخستلو پېښې کمې کړې.[۷][۸][۹]

د نړۍ په تر ټولو بې وزله هېوادونو کې، د څلورو له منځه يو ماشوم يې د مزدور په توګه په کار بوخت دی، تر ټولو زيات شمېر يې (۲۹ سلنه) په نيمه سهارايي افريقا کې ژوند کوي. په ۲۰۱۷ز کال کې، په څلورو افريقايي هېوادونو (مالي، بينن، چاډ او ګينيا-بيسو) کې له پنځو څخه تر څوارلسو کلونو عمر لرونکو له پنځوس سلنه څخه زياتو ماشومانو مزدوري کوله. په ټوله نړۍ کې د کرنې په برخه کې تر ټولو زيات ماشومان په مزدورۍ ګومارلي دي. تر ټولو زيات ماشوم مزدوران په کليوالو سيمو او رسمي اقتصادي سيمو کې موندل کېږي او د کارخانو پر ځای تر ډېره بريده ماشومان د هغوی مور او پلار په کار ګوماري. بې وزلي او د ښوونځيو کمښت د ماشومانو د مزدورۍ لومړی لامل دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د نړیوال بانک د معلوماتو پر بنسټ په نړيواله کچه د ۱۹۶۰ز او ۲۰۰۳ز کلونو تر منځ موده کې د ماشومانو د مزدورۍ کچه له پنځه وېشت څخه تر لس سلنه راکمه شوې ده، خو بيا هم د ماشومانو کارکولو کچه زیاته ده، د يونسف او اي ايل او د معلوماتو پر بنسټ:  اټکل شوی ده چې په ۲۰۱۳ز کال کې په ټوله نړۍ کې له پنځو څخه تر اولسو کلونو عمر لرونکي ۱۶۸ ميلیونه ماشومان په شاقه کارونو (سختواوستونزمن کارونو) کې ښکېل و.[۱۴][۱۵]

تاريخچه[سمول]

له صنعتي  ټولنو مخکې د ماشومانو مزدوري[سمول]

د ماشومانو مزدوري له صنعت مخکې اقتصادونو اصلي برخه وه. له اقتصاد څخه مخکې ټولنو کې د ماشومتوب هغه معنا ډېره کمه موندل کېږی، کومه چې اوس بلل کېږي. هغه مهال به ماشومانو د روزنې، ښکار او کرنې په څېر کارونو کې د کار لپاره له وړ ګرځېدو سره سم فعاله ونډه اخسته. په ډېريو ټولنو کې، ديارلس کلنو ماشومانو ته د بالغانو په سترګه کتل کېدل او د بالغانو په څېر کارونو کې يې ونډه اخیسته. [۱۶][۱۷]

له صنعتي پړاو مخکې ټولنو کې د ماشومانو کار خورا مهم و، ځکه کوچنيانو د خپل ځان او خپلې ډلې د پايدو په موخه د خپل کار وړاندې کولو ته اړتيا درلوده. له صنعتي پړاو مخکې ټولنو د کم توليد او لنډ ژوند تمې ځانګړنه درلوده، له همدې امله د اوږدې مودې لپاره له کار څخه د کوچنيانو منع کول د دوی او د دوی د ډلې هوساينې ته زيان رساوه. له صنعتي پړاو مخکې ټولنو کې، کوچنيانو ښوونځي ته دحاضرېدو کمه اړتيا لرله. په ځانګړي ډول په کم لوستو ټولنو کې دا حالت و. له صنعتي پړاو مخکې ډېری مهارتونه او پوهې له نېغ په نېغه روزنې يا د وړ بالغانو په مټ د زده کړې له لارې لېږدېدل.

صنعتي انقلاب[سمول]

د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې په برلين کې د صنعتي انقلاب په پيلېدو سره، د ماشومانو مزدورانو په ګډون له مزدورانو څخه په صنعتي ګټه اخستنه کې په تېزۍ سره زياتوالی راغی. د برمنګم، مانچيسټر او ليورپول په څېر په صنعتي ښارونو کې په چټکۍ سره له کوچنيو څخه په سترو ښارونو بدل شول او د ماشومانو د مرګ کچه هم زیاته شوه. د دې ښارونو د وګړو شمېر هم ډېر ژر زيات شو، ځکه چې دا ښارونه په کرنيزو محصولاتو کې د زياتوالي له امله مخ په وده وو. همدا کار په نورو صنعتي هېوادونو کې هم تکرار شو.

په ځانګړي ډول ويکټوري پړاو د هغو شرايطو د منځ ته راتلو له امله بدنامه شو، په کوم پړاو کې چې ماشومان په کار ګومارل کېدل. د څلور کلنو ماشومانو په څېر کم عمره ماشومانو ته په توليدي کارخانو او د کان کيندنو په برخه کې کار ورکول کېده، دوی به د ساعتونو لپاره په خطرناکو حالاتو کې کار کاوه چې ډېر ځله به مرګوني کارونه وو. د ډبرو سکرو په کانونو کې به ماشومان له هغو تونلونو څخه تېرېدل چې د غټانو لپاره به ډېر تنګ وو. ماشومانو به د مزدورو هلکانو په توګه کار کاوه، د جاروکښانو، د بوټانو د پالش کوونکو يا اورډبليو، ګلانو يا نورو ارزانه توکو د پلورونکو په توګه يې کارونه يې پر مخ وړل. ځینو ماشومانو د شاګردانو په څېر د درناوي وړ سوداګرۍ تر لاسه کړې، لکه د رغونې يا په کور کې د خادمانو په څېر (د اتلسمې پېړۍ په نيماي کې په لندن کې له ۱۲۰۰۰۰ څخه زيات کورني خادمان وو). د کار ساعتونه اوږده وو: ابادوونکو د دوبي په يوه اونۍ کې څلور شپېته ساعته او د ژمي په يوه اونۍ کې دوه پنځوس ساعته کار کاوه، په داسې حال کې چې خادمانو به اتيا ساعته کار کاوه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ماشومانو مزدورۍ له پيل څخه په صنعتي انقلاب کې مهمه ونډه درلودلې ده چې په عمومي توګه د اقتصادي ستونزو له امله منځ ته راغلي وو. د بې وزلو خلکو له ماشومانو تمه کېده، چې د خپلو کورنيو په ګټه وټه کې برخه واخلي. د نولمسې پېړۍ په لويه بریتانيا کې، د بې وزلو کورنيو يو په درې کورنیو يې د ګټې وټې څوک نه درلودل چې لامل يې يا مرګ او يا غفلت و او دې چارې ډېر کوچنيان اړ کړي وو چې په کم عمرۍ کې کار وکړي. په ۱۷۸۸ز کال کې په انګلستان او سکاټلينډ کې، د اوبو په مټ چلېدونکو ۱۴۳ د پمبې په کار ځايونو کې دوه په درې برخه يې ماشومان پېژندل شوي دي. يو زيات شمېر ماشومانو د فاحشو (بدکارو) په څېر هم کار کاوه. د «چارلس ډکنز»  په نوم ليکوال له دوولس کلنۍ څخه د تورولو په کارخانه کې کار کړی، په داسې حال کې چې د هغه کورنۍ د پور ورکوونکي په بند کې وه.[۲۲][۲۳][۲۴]

ډېر کرته د ماشومانو مزد لږ و، د ماشومانو مزد د يوه بالغ د مزد په پرتله له لسو څخه تر شل سلنه کم و. کارل مارکس د ماشومانو د مزدورۍ يو څرګند مخالف و، هغه به ويل چې: بریتانوي صنايع «کولای شي، د وينې په رودلو او د ماشومانو د وينو په رودلو وپاييږي»، هغه همدا راز ويلي دي چې:«د متحده ايالاتو د پانګې مالي مرسته د ماشومانو د وينو په پانګونې سره» شوې ده. «ليټيا الزبت لينډن» د ۱۸۳۵ز کال په خپل شعر «کارخانه» کې د ماشومانو د کار غندنه کړې، د کوم شعر ځينې برخې چې هغې په ۱۸۳۷ز کال کې شهزادګۍ ويکټوريا ته په خپله اتلسمه کليزه کې د درناوي په توګه داخلې کړې وې.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د نولسمې پېړۍ د دويمې نيمايي په اوږدو کې، د سوداګريزو اتحاديو د ودې له امله په سوداګريزو ټولنو کې د مقرراتو او اقتصادي لاملونو پر بنسټ د ماشومانو په مزدورۍ کې کمښت راغی. د ماشومانو د مزدورۍ تنظيم، د صنعتي انقلاب د لومړيو ورځو څخه پيل شو. په بریتانيا کې د ماشومانو د مزدورۍ د تنظیم لومړی قانون په ۱۸۰۳ز کال کې تصويب شو. لکه چې په ۱۸۰۲ ز او ۱۸۱۹ز کلونو کې د کارخانې قانون تصويب شوی و، تر څو په کارخانو او د پمبې په کارځايونو کې د کار کوونکو ماشومانو د کار وخت هره ورځ تر دوولسو ساعتونو پورې محدود کړي. دا قوانين تر ډېره بريده اغېزناک نه و او د سخت دريځو خوځښتونو څخه وروسته، د بېلګې په ډول: په ۱۸۳۱ز کال کې «د لنډې مودې کمېټې»، شاهي کميسيون چې په ۱۸۳۳ز کال کې يې وړانديز کړی و، تر څو له يوولسو څخه تر اتلس کاله عمر لرونکي ماشومان په يوه ورځ کې زيات نه زيات دوولس ساعته کار وکړي، له نهو څخه تر يوولسو کلونو پورې ماشومان بايد زيات نه زيات اته ساعته کار وکړ او له نهه کلونو څخه کم عمره ماشومان بايد نور له دې وروسته کار ونه کړي، خو بيا هم دا قانون يواځې د رخت جوړولو په صنعت کې عملي شو او لا زياتو هڅونو د ۱۸۴۷ز کال يو بل قانون رامنځ ته کړ، چې هم يې د بالغانو او هم د ماشومانو د کار موده په يوه ورځ کې تر لسو ساعتونو محدوده کړه. «لارډ شيفټسبري» د ماشومانو د مزدورۍ د تنظيم يو څرګند ملاتړی و.

سرچینې[سمول]

  1. "What is child labour?". International Labour Organization. 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Convention on the Rights of the Child". United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "International and national legislation - Child Labour". International Labour Organization. 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 5 February 2004 باندې). Labour laws - An Amish exception.
  5. Larsen, P.B. Indigenous and tribal children: assessing child labour and education challenges. International Programme on the Elimination of Child Labour (IPEC), International Labour Office. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Council Directive 94/33/EC of 22 June 1994 on child labour". EUR-Lex. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cunningham and Viazzo (1996). Child Labour in Historical Perspective: 1800-1985 (PDF). UNICEF. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-85401-27-3. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Prügl, Elisabeth (1999). The Global Construction of Gender - Home based work in Political Economy of 20th Century. Columbia University Press. د کتاب پاڼي 25–31, 50–59. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231115612. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hindman, Hugh (2009). The World of Child Labour. M.E. Sharpe. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7656-1707-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "UNICEF Data – Child Labour". UNICEF. 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 20 December 2005 باندې). Child Labour.
  12. Eric V. Edmonds; Nina Pavcnik (Winter 2005). "Child Labour in the Global Economy". Journal of Economic Perspectives 19 (1): 199–220. doi:10.1257/0895330053147895. http://www.people.fas.harvard.edu/~hiscox/EdmondsPavcnik.pdf. 
  13. "Child labour - causes". ILO, United Nations. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Norberg, Johan (2007), Världens välfärd (Stockholm: Government Offices of Sweden), p. 58
  15. "To eliminate child labour, "attack it at its roots" UNICEF says". UNICEF. 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Thompson
  17. Diamond, J., The World Before Yesterday
  18. Laura Del Col, West Virginia University, "The Life of the Industrial Worker in Nineteenth-Century England"
  19. E. P. Thompson, The Making of the English Working Class (Penguin, 1968), pp. 366–367
  20. Jane Humphries, Childhood And Child Labour in the British Industrial Revolution (2010) p. 33
  21. Barbara Daniels, "Poverty and Families in the Victorian Era"
  22. "Child Labour and the Division of Labour in the Early English Cotton Mills Archived 9 January 2006 at the Wayback Machine.".
  23. David Cody. "Child Labour". The Victorian Web. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Forster 2006, pp. 23–24.
  25. Douglas A. Galbi. Centre for History and Economics, King's College, Cambridge CB2 1ST.
  26. In The Communist Manifesto, Part II: "Proletariats and Communists" and Capital, Volume I, Part III
  27. Neocleous, Mark. "The Political Economy of the Dead: Marx's Vampires" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Cite speech