د ماشومانو روزنه
دا چي وايي د هري ټولني راتلونکې د هغې ټولني په کوچنيانو پوري اړه لري بېله شکه چي دا وينا په بشپړه توگه رښتينې او سل په سلو کي د منلو وړ ده، دا چي وايي د هري ټولني راتلونکې د هغې ټولني په کوچنيانو پوري اړه لري بېله شکه چي دا وينا په بشپړه توگه رښتينې او سل په سلو کي د منلو وړ ده، ځکه چي د نن ورځي کوچنيان د ټولني د سبا ورځي لويان دي، نو که چيري موږ غوښتي وي چي د خپل هيواد راتلونکې له هره پلوه ښکلې، هوسا او پرمختللې کړو او خپل هيواد د سيالانو سره سيال کړو،
نو په لومړي قدم کي بايد د خپلو کوچنيانو په سالمه روزنه کي رغنده کوښښ، هڅه او هاند وکړو، نو بيا په دې توگه کولای سو چي د هيواد پر ښې راتلونکي او روښانه سباوون بشپړ باور ولرو او که چيري موږ ونه سو کړای چي ټولني ته له هره پلوه سالم اولادونه وړاندي کړو نو په لازمي توگه بايد د خپل هيواد د ښې راتلونکي په تمه هم ونه اوسو. البته کابو د درېيو لسيزو کوم ناتار چي د پرديو په لمسون زموږ پر ښکلي هيواد تېر سو او په نتيجه کي يې د گران هيواد هرڅه لوټ تالا او زموږ پتمن هيوادوال يې له سلگونو کړاوونو، رنځونو، بدمرغيو او ناخوالو سره لاس او گرېوان کړل او زموږ گران هيواد يې د نوي عصر د تمدن، علم او تخنيک، پرمختگ او د نوښتونو په سالمه سيالي کي بيرته پاته او شاتگ ته اړ کړ. نو په رښتينې توگه دغه اوږد مهالي کړاو د هر هيوادوال زړه په بشپړه توگه مروړلي او داغلي دي، نو ضرور به د خپلو اولادونو د ښې راتلونکي له پاره کار کوي، ترڅو هغوی د جگړې تر بدمرغه سيوري لاندي نه بلکي د سولي تر نېکمرغي او زرينو وړانگو د علم او پوهي په رڼا کي خپل ژوند سمبال او په نه ستړي کېدونکې هڅه او هاند او بشپړ باور سره پرمخ يوسي، البته چي د کوچنيانو لومړی ښوونځی د مور له مهر او عاطفې څخه ډکه توده غېږه او د پلار د زړه سوي او پېرزويني تر سيوري لاندي د کورنۍ څپانده او له ميني ډک چاپيريال دئ، چي د خپلو اولادونو له خوراک او چيښاک څخه نيولې بيا تر خبرو کولو او هم د راتلونکي ژوند له پاره د لومړنيو قدمونو ايښودلو ته هڅوي، لاسنيوی يې کوي او په هر اړخيزه توگه يې روزنه، پالنه او ساتنه کوي او له ناوړه کارونو څخه د هغوی ژغورنه خپله انساني دنده بولي، خو په دويم قدم کي د کوچنيانو د ښې روزني، او زده کړي له پاره د ښوونځي چاپيريال او د با احساسو ښوونکو هلي ځلي چي په خپل ټول کوښښ، هڅه او هاند سره بايد د دې هيواد بچيان په سالمه توگه وروزي او د نوي عصر له علم او تخنيک څخه يې خبر کړي او د نړۍ د پرمختللو هيوادونو د نوښتونو سالمي سيالۍ ته وهڅوي، نو زموږ دا هيله هغه وخت په يو رښتيني واقعيت بدلېدلای سي چي زموږ د هيواد هر ښوونکی له مادي او معنوي پلوه هيڅ راز ستونزه او نيمگړتيا احساس نه کړي، ترڅو په آرام او هوسا خاطر په سپېڅلې مينه او بشپړ زړه سوي د گران هيواد کوچنيان، تنکي زلميان او ځوانان چي د راتلونکي جوړوونکي دي په ښه توگه وروزي او د علم او پوهي له نعمت څخه يې برخمن کړي چي په دې اړوند د دولتي چارواکو ځانگړې پاملرنه حتمي ده، که څه هم تېر کال په هيواد کي د ډله ييزو خپرندوييو سرچينو په حواله ويل سوي وه چي د پوهني وزارت چارواکي په نظر کي لري چي د هيواد په ولايتونو او ولسواليو کي هر ښوونکي ته يوه نمره مځکه په وړيا توگه ورکوي او په دې برخه کي هر هغه ښوونکي ته چي د جگړه ييز ناورين په ترڅ کي شهيد يا ټپي سوی وي د لومړيتوب حق ورکړ سوی وو، خو دريغاً چي د دغه لړۍ عملي بڼه تر اوسه پوري تر سترگو نه سوه او فقط د يوې نيمگړي وعدې په توگه لا هم پايښت لري خو خدای (ج) دي وکړي چي ورسته له دې هغه وعدې چي عملي جنبه يې کمزورې وي خلکو ته بايد ور نه کړل سي، ځکه چي پر وعدې عمل نه کول په دولتي چارو کي د خلکو د باور تله سپکه کوي، همدا شان د هيواد په ټولو ولايتونو او ولسواليو کي ضرور ده چي د زده کړو چارو ته د کميت تر څنگ د کيفيت له پلوه هم ژور بدلون ورکړل سي او په هر ښوونځي کي مسلکي ښوونکي وگمارل سي ترڅو دم گړی د هيواد په گوټ گوټ کي روانه ټيټه تحصيلي سويه د زړه سواندو مسلکي ښوونکو په شتون لوړه سي، همدا راز د ښوونځيو تر څنگ ديني مدرسو ته هم بايد ځانگړې پاملرنه وسي، ځکه چي وروسته له دې بايد زموږ کوچنيان، تنکي زلميان او ځوانان دې ته مجبور نه سي چي د ديني علومو د زده کړي له پاره پرديو هيوادونو ته سفر وکړي، بلکي په خپل هيواد کي په بشپړه سپېڅلتيا او حب الوطن سره خپلي ديني زده کړي هم وکړای سي او په دې توگه د پرديو د ناوړو او کرغېړنو هدفونو له لومو څخه په امن کي پاته سي، په دې هيله چي د پوهني وزارت چارواکي د هيواد نوی نسل د ښې راتلونکي په موخه خپلي نه ستړي کېدونکي هڅي لا پسي گړندۍ او پياوړي کړي ترڅو له امله يې گران افغانستان د تل پاته سولي کوربه او د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په کتار کي له سيالانو سره سيال سي. محمد نبي