د ليبيا کورنۍ جګړه (2014-2020)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ليبيا کورنۍ جګړه (2014-2020)، چې عموماً د ليبا د دويمې کورنۍ جګړې په نوم هم پېژندل کېږي، یوه ګڼ اړخيزه کورنۍ جګړه وه چې په لیبيا کې د يو شمېر وسله والو ډلو تر منځ پېښه شوې وه، خو مرکزي اړخونه يې د استازو د مجلس (HoR) او ملي تړون حکومت و، دې جګړې له 2014 څخه تر 2020 کال پورې شپږ کاله دوام وکړ.[۱]

عمومي ملي کانګريس (GNC)، چې مرکز يې د لېبيا په لوېديځ کې و، ګڼو مليشو يې ملاتړ کاوه او د قطر او ترکيې يو څه ملاتړ هم ورسره و، په لومړيو کې د 2014ز کال د ټولټاکنو پايلې ومنلې، خو له هغې وروسته يې رد کړې چې د اساسي قانون سترې محکمې د ليبيا د انتقالي او HoR ټولټاکنو لپاره لارنقشې اړوند تعديل منسوخ کړ. د استازو شورا (يا د مرستيالانو شورا) ختيځه او مرکزي ليبيا په واک کې درلوده، او د ليبيا د ملي پوځ (LNA) له وفادارۍ څخه برخمن و، مصر او متحده عرب اماراتو يې په هوايي بريدونو ملاتړ کاوه. د قانوني تعديلاتو پر سر د اختلافاتو له امله، HoR په طرابلس کې له GNC څخه د واک اخيستل رد کړل، چې د مصراته د وسله والو اسلامپالو په واک کې و. د دې پر ځای، HoR په طبرق کې خپل پارلمان جوړ کړ، چې واک يې د جنرال حفتر د ځواکونو په لاس کې و. د 2015ز کال د ديسمبر په مياشت کې، په طرابلس، طبرق او نورو سيمو کې ميشت د سيالو سياسي ګوندونو تر منځ د اوږدو مذاکراتو په پايله کې د ليبيا پر سياسي تړون په الصخيرات کې لاسليک وشو، کوم تړون چې په نړيواله کچه د منل شوي حکومت د منل شوي ملي تړون (GNA) په توګه پر يوځای کېدو توافق وکړ. د 2016ز کال د مارچ په دېرشمه نېټه، د GNA مشر، فايز السراج طرابلس ته ورسېد، او د GNC د مخالفت سره يې له هغه ځايه په کار پيل وکړ.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

پر دې درې ډلو سربېره، نورې ډلې هم وې چې هغه دادي: د بنغازي د انقلابيانو اسلامي شورا، چې مشري يې انصار الشريعة کوله، کومې چې د GNC ملاتړ له ځانه سره درلود، او په 2017ز کال کې په بنغازي کې له ماتې سره مخ شوې وه؛ په عراق او شام کې اسلامي دولت (ISIL) د ليبيا ولايت؛ په درنه کې د مجاهدينو شورا، کومې چې د 2015ز کال په جولای مياشت کې ISIL له درنه څخه ايستلی و، او خپله په 2018ز کال کې د طبرق د حکومت له خوا له ماتې سره مخ شوې وه؛ او د دوی تر څنګ نورې وسله والې ډلې او مليشې چې وفاداري به يې اکثره بدلوله.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د 2016ز کال په مۍ مياشت کې، GNZ او GNC له ISIL څخه د سرت او د هغې د شا او خوا سيمو د نيولو لپاره شريک عمليات پيل کړل. د دې عملياتو په پايله کې ISIL د ټولو مهمو سيمو واک له لاسه ورکړ، چې له دې وړاندې يې په ليبيا کې په واک کې وې. د 2016ز کال په وروستيو کې، د خليفه الغويل وفادارو ځواکونو د فايز السراج او GNA د ولسمشريزې شورا پر ضد د کودتا هڅه وکړه.[۱۶][۱۷][۱۸]

د 2019ز کال د اپريل په څلورمه نېټه، د ليبيا د ملي پوځ قوماندان خليفه حفتر د 2019-20 د لوېديځې ليبيا په پوځي عملیاتو کې پر خپلو پوځي ځواکونو غږ وکړ چې د پلازمېنې طرابلس پر لور مخ پر وړاندې حرکت وکړي. دا کار د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش او ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا له غندنې سره مخ شو.[۱۹][۲۰][۲۱]

د 2020ز کال د اکتوبر په درويشتمه نېټه، د LNA او GNA په استازولۍ  5+5 د ليبيا شریک پوځي کميسیون "د ليبيا په ټولو سيمو کې دايمي اوربند تړون" ته سره ورسېدل. د دې تړون تر مخې، چې په سملاسي ډول نافذ و، له ټولو بهرنيو جنګيالیو غوښتل شوي و، چې بايد په درې مياشتو کې له ليبيا څخه ووځي، په داسې حال کې چې شريک پوليس ځواکونه به په ټولو لانجمنو سيمو کې ګزمې کوي. په همدې ورځ د طرابلس او بنغازي تر منځ لومړۍ سوداګريزه الوتنه تر سره شوه. د 2021ز کال د مارچ په لسمه نېټه، يو لنډمهالی اتحادي حکومت جوړ شو، کوم به چې د همدې کال د ديسمبر په څلور وېشتمه نېټه د ليبيا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پورې پر ځای پاتې وای. په هر حال، دا ټولټاکنې څو ځلې وځنډېدلې، او له همدې وخت اتحادي حکومت تر نامعلومې مودې پورې په اغېزناک ډول په واک کې پاتې شو، د کوم له امله چې ترينګلتيا پيدا او د بيا جګړې پيل کېدو وېره پیدا شوه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له عمومي ملي کانګريس سره د ناخوښۍ مخينه[سمول]

د 2014ز کال په پيل کې، ليبيا د عمومي ملي کانګريس (GNC) له خوا اداره کېده، کوم چې د 2012ز کال په ټولټاکنو کې د خلکو رايې تر لاسه کړې وې. GNC له دوه سترو سياسي ډلو څخه جوړ و، د ملي ځواکونو اتحاد (NFC) او د عدالت او بيا رغونې ګوند (JCP). په پارلمان کې دا دوه ستر ګوندونه د هغو سترو موضوعاتو پر سر په جوړجاړي کې ناکم شول، چې GNC ورسره مخ و.

د دې ګوندونو تر منځ وېش، د سياسي ګوښه والي د قانون پر سر اختلاف، او پرله پسې بې ثباته امنيتي حالت د ليبيا لپاره د نوي اساسي قانون پر لور تګ په لار کې د GNC پر وړتيا ژور اغېز وکړ، کوم څه چې د دې اداري هستې لپاره يو اساسي هدف و. [۲۸]

GNC همدا راز له محافظه کارو اسلام پالو ډلو او تر څنګ يې انقلابي ډلو (ثوار) سره اړوند غړي هم شامل کړل. له مليشو سره د تړاو له امله د GNC يو شمېر غړيو په خپل منځ کې د ګټو ټکر درلود، او وسله والو ډلو او نورو ته د دولتي پانګو په استولو تورن وو، تر څو وژنې او اختطافونه تر سره کړي. اکثريت څوکيو لرونکو ډلو او يو شمېر لږکيو څوکيو لرونکو ډلو د پرېکون يا د پرېکون د ګواښونو په استعمال پيل وکړ، د کوم له امله چې په اختلاف کې زياتوالی راغی او د کانګريس له اجنډا څخه د اړوندو بحثونو په لېرې کولو سره يې دا بحثونه وځپل؛ هغه چې بحثونهة د شریعت د اعلان لپاره رايه ورکول، او د ټولو شته قوانينو د ارزونې لپاره د يوې ځانګړې کمېټې جوړول و، تر څو د دې تضمين وشي، چې دا قوانين له اسلامي شريعت سره سمون لري؛ د ليبيا په پوهنتونونو کې د جنسيت پر بنسټ جلا والي او لازمي حجاب؛ او د 2014ز کال د جنورۍ په مياشت کې د ټولټاکنو د وخت د پای ته رسېدو پورې د تازه ټولټاکنو څخه انکار کول و، تر دې چې د 2014ز کال د مۍ په مياشت کې جنرال خليفه حفتر د اسلامپالو پر ضد پراخه پوځي عمليات پيل کړل، چې د دې عملياتو نوم د وقار عمليات (عربي: عملية الکرامة) و.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د GNC سياسي وېش[سمول]

د 2012ز کال ټولټاکنې، چې د ليبيا د ټولټاکنو کميسيون يې په ليبيا کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (UUSMIL) او د ټاکنيزو نظامونو لپاره د نړيوال بنسټ (IFES) په څېر نادولتي سازمانونو په ملاتړ څارنه کوله، د ډېرو ليبيايانو له خوا "عادلانه او ازادې" وبلل شوې. په هر حال، ټاکنو په لازمي ډول يو پياوړی حکومت جوړ نه کړ، ځکه چې په ليبيا کې له اوښتون وروسته د منظمو سياسي ګوندونو د نيشتوالي له امله پارلمان سره وېشل شوی و. GNC له دوه لويو ګوندونو جوړ و، د ملي ځواکونو اتحاد او د عدالت او بيا رغونې ګوند، تر څنګ يې خپلواک غړي هم موجود و، په کومو کې چې ځینې منځلاري او نور يې محافظه کار اسلامپال وو. GNC يو پراخ بنسټه کانګريس وګرځېد.[۳۴]

GNA نوري ابو سهمين د 2013ز کال د جون په مياشت کې د GNA رئيس وټاکه. نوموړی يو خپلواک اسلامپال او د کانګريس ازادخيالو غړيو ته د منلو وړ جوړجاړی کونکی نوماند بلل کېدو، ځکه چې نوموړی د GNA له خوا د ټولو 184 رايو څخه د 96 رايو په تر لاسه کولو سره ټاکل شوی و.[۳۵][۳۶][۳۷]

د ليبا د انقلابيانو عملياتي خونه او د علي زيدان اختطاف[سمول]

په طرابلس کې د مخ پر زياتېدونکو امنيتي اندېښنو له امله GNC وننګول شو. خپله په GNC د مليشو او وسله والو لاريونوالو له خوا ګڼ بريدونه وشول، کومو چې د GNC د اسامبلۍ پر تالار هجوم وروړ. له ټاکل کېدو وروسته ابو سهمين ته د امنيت د تامين هدف ورکړل شو. نوموړي د ليبيا د انقلابيانو عملیاتي خونه (LROR) جوړه کړه، کومه چې د غريان د ياغيانو څخه جوړه وه، او لومړۍ موخه يې د 2013ز کال د اګست په مياشت کې د طرابلس خوندي کول او ساتل و. قوماندان يې عادل غرياني و. په دې موده کې، ابو سهمين د دولتي پانګو د وېش په اړه پوښتنې ګرويګنې ودرولې، او تور پورې شو چې ابو سهمين د LROR لور ته دولتي پانګو لېږدوي.[۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Libya's Second Civil War: How did it come to this?". Conflict News. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) National Post View (24 February 2015). "National Post View: Stabilizing Libya may be the best way to keep Europe safe". National Post. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 29 August 2014 باندې). War in Libya – The Guardian briefing. The Guardian.
  3. "Libya's Legitimacy Crisis". Carnegie Endowment for International Peace. 20 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 10 January 2015 باندې). That it should come to this.
  5. (په 29 August 2014 باندې). War in Libya – The Guardian briefing. The Guardian.
  6. "Libyan Unity Government Extends Control Over Tripoli Ministries". د اصلي آرشيف څخه پر 8 مارچ 2018 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "UN welcomes 'historic' signing of Libyan Political Agreement". UN. 17 December 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Stephen, Chris (30 March 2016). "Chief of Libya's new UN-backed government arrives in Tripoli". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 23 February 2015 باندې). Bashir says Sudan to work with UAE to control fighting in Libya. Al-Ahram Online.
  10. (په 1 August 2014 باندې). Ansar Al-Sharia Claims Control Of Benghazi, Declares Islamic Emirate In Libya. The International Business Times. (په 31 October 2014 باندې). Libyan army says recaptures four barracks in Benghazi.
  11. . Libyan army takes over remaining militant stronghold in Benghazi.
  12. "Omar Al-Hassi in "beautiful" Ansar row while "100" GNC members meet". Libya Herald. 18 November 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Why Picking Sides in Libya won't work". Foreign Policy. 6 March 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "One is the internationally recognized government based in the eastern city of Tobruk and its military wing, Operation Dignity, led by General Khalifa Haftar. The other is the Tripoli government installed by the Libya Dawn coalition, which combines Islamist militias with armed groups from the city of Misrata. The Islamic State has recently established itself as a third force"
  14. "Isis in Libya: Islamic State driven out of Derna stronghold by al-Qaeda-linked militia". International Business Times UK. 15 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 29 August 2014 باندې). War in Libya – The Guardian briefing. The Guardian.
  16. (په 7 May 2016 باندې). Attack on Sirte "imminent" says Presidency Council's new Operations Room. Libya Herald. (په 7 May 2016 باندې). Central Region Joint Operations Room announces all-out war on ISIS in Sirte. Libyan Express.
  17. "Misratans report they have recaptured Abu Grain from IS". Libya Herald. 16 May 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Freed Gaddafi loyalists found dead in Libya's Tripoli". Al Jazeera. 12 June 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Libyan security forces pushing Islamic State back from vicinity of oil terminals". Reuters. 2016-05-31. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Al-Bunyan Al-Marsoos captures Harawa district, says will free Sirte in two days". The Libya Observer. 2016-06-09. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په 6 December 2016 باندې). Libyan forces clear last Islamic State hold-out in Sirte. Reuters. "Libyan forces seize last Daesh positions in Sirte". Daily Sabah. 6 December 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "US concerned about GNC coup on legitimate government in Libya". Libyan Express. 16 October 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 6 April 2019 باندې). Libya: international community warns Haftar against Tripoli attack. The Guardian.
  20. (په 4 April 2019 باندې). Libya army leader Khalifa Haftar orders forces to march on Tripoli. Los Angeles Times.
  21. (په 6 April 2019 باندې). Libya Lurches Toward Battle for Capital as Haftar Advances. Bloomberg.
  22. (په 23 October 2020 باندې). Warring Libya rivals sign truce but tough political talks ahead. Reuters.
  23. (په 23 October 2020 باندې). UN says Libya sides reach 'permanent ceasefire' deal.
  24. (په 10 March 2021 باندې). Libyan lawmakers approve gov't of PM-designate Dbeibah.
  25. "Libya electoral commission dissolves poll committees". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. AfricaNews (17 January 2022). "UN: Libya elections could be held in June". Africanews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Libya's PM Dbeibah proposes holding polls at end of 2022". Daily Sabah. 2022-05-26. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Chivvis, Christopher S. (2014). Libya After Qaddafi: Lessons and Implications for the Future. RAND Corporation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. St John, Ronald Bruce (4 June 2014). Historical Dictionary of Libya. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 201. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 4 December 2013 باندې). Libyan assembly votes to follow Islamic law. Reuters
  31. (په 23 December 2013 باندې). Libya congress extends its mandate until end-2014.
  32. Al-Gattani, Ali (4 February 2014). "Shahat slams GNC". Magharebia. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 16 October 2014 باندې). Profile: Libyan ex-General Khalifa Haftar. BBC News.
  34. Chivvis, Christopher S. (2014). Libya After Qaddafi: Lessons and Implications for the Future. RAND Corporation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Eljarh, Mohamed (26 June 2013). "Can the New Libyan President Live Up to Expectations?". Foreign Policy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Libya's new parliament meets amid rumbling violence". Al Jazeera America. 4 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Kotra, Johnathan. ISIS enters the Stage in the Libyan Drama – How the IS Caliphate expands in Northern Africa. International Institute for Counter-Terrorism (ICT). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Two lawmakers shot in Libya as protesters storm parliament". Deutsche Welle. 2014-03-03. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Kotra, Johnathan. ISIS enters the Stage in the Libyan Drama – How the IS Caliphate expands in Northern Africa. International Institute for Counter-Terrorism (ICT). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)