د لمريز کال مياشتې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هر لمريز کال (هجری شمسی) له ۱۲ مياشتو څخه جوړ دی چې د يوه کال لومړنۍ ۶ مياشتې ۳۱ ورځې لري او بيا ورپسې ۵ مياشتې ۳۰ ورځې او د کال وروستۍ مياشت ۲۹ ورځې لري. هر څلور کاله وروسته د کال د وروستۍ مياشت يعنې د کب په مياشت کې يوه ورځ ډېرېږي او د ټولې مياشتې د ورځو شمېر ۳۰ ورځو ته رسېږي چې همداسې يوه کال ته کبيسه کال وايي.

هره مياشت ځان ته په هره ژبه کې بېل بېل نومونه لري. چې په ترتیب سره په لاندې توگه دي:

پښتو دري د ورځو شمېر څپرکی
وری حمل ۳۱
پسرلی
غویی ثور ۳۱
غبرگولی جوزا ۳۱
چنگاښ سرطان ۳۱ اوړی
زمری/دوبی اسد ۳۱
وږی سنبله ۳۱
تله میزان ۳۰
منی
لړم عقرب ۳۰
ليندۍ قوس ۳۰
مرغومی جدی ۳۰ ژمی
سلواغه دلو ۳۰
كب حوت ۲۹ یا ۳۰