د لبنان کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د زرګونو کلونو په اوږدو کې د لبنان کلتور او د لبنان خلک له بېلابېلو تمدنونو نه راڅرګند شوي دي. دا ښار د فنیقیانو د اوسېدو ځای و او وروسته د اشوریانو، یونانیانو، رومیانو، ایرانیانو، عربانو، صلیبیانو، عثماني ترکانو او فرانسويانو له خوا فتح او اشغال شو. دا توپیر د لبنان په متنوع نفوس کې چې له بېلابېلو مذهبي ډلو نه رامنځته شوی او د هغوی ځانګړتیاوې د لبنان په جشنونو، ادبیاتو، هنري اثارو، خواړو او معمارۍ کې منعکسې کېږي.

د اتلسمې پیړۍ په لومړیو کې مارونیت کاتولیک او دروزیانو د لبنان د متصرفات په غره کې د واکمن او ټولنیز نظام له خوا چې د «مارونیت-دروز دوالیزم» په نوم مشهور و عصري لبنان تاسیس کړ. لبنانیان د مذهبي او فرقه يي توپیرونو په درلودو سره سره، «تقریبا یو ګډ کلتور» لري. د لبنان د اساسي قانون د ۱۱ مادې پر بنسټ: «عربي رسمي ملي ژبه ده». لبناني وینا یا ژبه هغه لهجه ده چې د عامو خلکو ترمنځ کارول کېږي او د پورته ذکر شويو کلتورونو د ژبو ترکیب دی. [۱][۲]

د لبنان د غرنۍ مدیترانې جغرافیې د لبنان د تاریخ او کلتور په جوړولو کې رول لوبولی دی. د لبنان لرغونپوهنه ددې سیمې د پخوانیو یا تیرو سپړلو لپاره ترسره کیږي.

هنرونه[سمول]

د شلمې پیړۍ په پای کې، بیروت د ډیریو ورځپاڼو، مجلو او ادبي ټولنو په درلودلو سره له قاهرې سره د نږدې ختیځ او منځني ختیځ د فکرونو د لوی مرکز د بدلېدو په پار رقابت کاوه. برسېره پر دې، بیروت د بېلابېلو تولیداتو په درلودلو سره چې ارمنستان ته یې صادرول د ارمنستان د کلتور یو پرمختللی مرکز وګرځېد.[۳]

لیدیز یا بصري هنرونه[سمول]

داوود کورم (۱۸۵۲ـ ۱۹۳۸)، حبیب سیرور (۱۸۶۰ـ ۱۹۳۸) او خلیل سیلبی (۱۸۷۰ـ ۱۹۲۸) په لبنان کې د لومړيو مسلکي سټوډیوګانو بریالي هنرمندان ګڼل کیږي، چې د دوی دا مسلک تر اروپا پورې وِغځېد. ټول له لبنان نه بهر روزل شوي وو، د کورم او سیرور په ګډون چې د روم اکاډمۍ او سلیبي بریټانوي او امریکاییانو په اکاډمیو کې روزل شوي وو. هغوی د لبنان د لوړې ټولنې او مذهبي نارینه وو د انځورولو لپاره ډېر شهرت ترلاسه کړی وو. [۴][۵]

مصطفی فروخ (۱۹۰۱ـ ۱۹۵۷) د ۱۹۲۰ او ۱۹۵۰ لسیزو ترمنځ د لبنان یو له نامتو انځورګرانو نه و. هغه په رسمي توګه په روم او پاریس کې روزل شوی و، چې د خپلو کارونو په بهیر کې یې له پاریس او نیویارک نه تر بیروت پورې ځایونه یې نندارې ته وړاندې کړل.[۶]

معاصر هنر[سمول]

په بیروت کې معاصر هنر د کورنۍ جګړې (۱۹۷۵ـ ۱۹۹۱) له پای ته رسیدو وروسته په سمدستي توګه پیل شو.

اوسمهال ډیری معاصر هنرمندان فعاله دي، لکه: ولید رعد، د معاصرو رسنیو هنرمند چې اوسمهال په نیویارک کې اوسیږي.[۷]

د BIEL په سیمه کې د معاصر هنر دوه د نندارتون مرکزونه، د بیروت هنري مرکز او د بیروت نندارتوني مرکز د لبنان د معاصر هنر رنګینې صحنې منعکسې کوي. دا دوه مرکزونه د نندارتونونو کوربه توب لپاره په پام کې نیول شوي دي، چې د نړیوال او سیمه ییز معاصر هنر په نړۍ کې اړین دي. ډیرې هنري ګالرۍ هم د سیمه ییز هنر صحنو ته اضافه کېږي، او د ډېریو هنرمندانو لکه: ایمن بعلبکي، اکرم زعتري، مروان سحراني، ندیم اسفار، لامیا جوریګ، جان مارک نهاس، ریکارډو مبارخو، منصور الهابر، انیتا توتیکیان او ډیریو نورو کارونه نندارې ته وړاندې کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

معمارۍ[سمول]

معمارۍ په لبنان کې د بیلابیلو نیواکګرو د واکونو میراثونه چې له هغې ډلې رومیان، فنیقیان، عثمانیان او فرانسویان او همدارنګه له خپلواکۍ وروسته پرمختګونه هم په کې شامل دي.

کله چې عثمانیانو په ۱۶۱۳ کې فخرالدین د ایټالیا توسکاني ته تبعید کړ، هغه له میډیسیانو سره یوځای شو. په ۱۶۱۸ کې کله چې لبنان ته راستون شو، هغه د لبنان عصري کول پیل کړل. هغه د ورېښمو صنعت ته وده ورکړه، د زیتون د تېلو تولید ته یې وده ورکړه او ګڼ شمېر ایټالیوی انجینران یې له ځانه سره راوستل چې په ټول هېواد کې یې د ماڼیو او ملکي ودانیو جوړول پیل کړل. د بیروت او په ځانګړې توګه د سیډون ښارونه په ایټالیايي سبک جوړ شوو.[۲۲][۲۳]

ادبیات[سمول]

خلیل جبران (۱۸۸۳-۱۹۳۱) چې په بشاري کې زیږیدلی، په ځانګړې توګه د The Prophet (۱۹۲۳) کتاب لپاره یې، چې له شلو نه زیاتو ژبو ته ژباړل شوی دی ډېر شهرت ترلاسه کړی دی. څو معاصرو لبناني لیکوالانو هم نړیوال بریالیتوبونه ترلاسه کړي، چې په هغې ډلې کې الیاس خوری، امین معلوف، حنان الشیخ،  او جورجس شهاده هم شامل دي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

شاعري[سمول]

د لبنان ډیری داسې پیژندل شوي شاعران هم شتون لري چې د شعر تاریخ یې په نښه کړی. د بېلګې په توګه، جبران خلیل دی چې په ۱۹۲۰ کې یې «مینه»، په ۱۹۲۳ کې «د دوستۍ په اړه» او ډېری نور شعرونه لیکلي دي.[۳۱]

مشهور کلتور[سمول]

موسیقي[سمول]

په لبناني ټولنې کې موسيقي ډېره مشهوره ده. په داسې حال کې چې په لبنان کې دودیزه ولسي موسیقۍ ډېره دود ده، خو عصري موسیقۍ چې هغه کې دودیز سبکونه، پاپ او ترکیبي شامل دي په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. راډیويي مرکزونه بېلابېل ژانرونه او ژبې، لکه دودیز، کلاسیک عربي او ارمني وړاندې کوي. نامتو دودیز موسیقاران دا دي فیروز، صباح میلهم برکات، وادیه الصافي، ماجده الرومي او نجوا کرم. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د لبنان او مصر ترمنځ کلتوري اړیکې[سمول]

د لبنان او مصر ترمنځ کلتوري اړیکې د تاریخي کلتوري اړیکو یو ځانګړی ډول ګڼل کیږي، ځکه چې د لبنان او مصري کلتورونو ترمنځ په ځانګړې توګه د ادبیاتو، تیاتر، سینما او ژورنالیزم په برخو کې د پام وړ نږدې والی شتون لري، او د یو بل پر وړاندې یې نه جلا کېدونکی رول لوبولی دی په ځانګړې توګه د تیاتر، سینما او ژورنالیزم په برخه کې، دا هغه څه دي چې د لبنان په هکله د مصر کنفرانس له خوا تایید شوي.[۴۵]

فیشن یا موډ[سمول]

ډیری هغه عیسویان او مسلمانان چې په ښارونو کې ژوند کوي عصري جامې اغوندي. په کلیوالو سیمو کې، ځینې وختونه ښځې رنګارنګ دودیزې لمنې اغوندي او نارینه دودیز شیروال (ازاد شلوار) اغوندي. په تاریخي لحاظ د دوی جامې عثماني وې، چې اوس یوازې د یوه دودیز کلتور د یوې برخې په توګه پاتې دي. نن ورځ، تقریبا ټول لبنانیان عصري جامې اغوندي.

د لبنان د فیشن یا موډ په صنعت کې مشهور نومونه ایلی صاب، زهیر مراد، دارین هاچم، ریم اکرا، او ربیع کیروز دي.

رخصتۍ او جشنونه[سمول]

لبنان ملي رخصتۍ او د عیسويانو او مسلمانانو رخصتۍ نمانځي.

عیسوي رخصتۍ د ګریګورین او جولین له کلیزې سره سم نمانځل کېږي. یوناني ارتودوکس، کاتولیک (مارونیټ او میلکیټ)، او پروتستانت عیسویان د ګریګورین کلیزه تعقیبوي، نو په دې توګه د ډسمبر په ۲۵ کریسمس نمانځي. د جنورۍ په ۶ ارمني ارتودوکس عیسویان کریسمس نمانځي، ځکه چې دوی د جولین کلیزه تعقیبوي.

د مسلمانانو رخصتۍ د اسلامي قمري جنترۍ پراساس تعقیب کیږي. د مسلمانانو رخصتۍ عید الفطر یا کوچنی اختر (د روژې د میاشتې په پای کې درې ورځنی اختر)، عید الاضحی یا لوی اختر (د قربانۍ اختر) چې مکې ته د کلني حج په بهیر کې نمانځل کېږي او همدارنګه د الله د رضا لپاره د ابراهیم  ع د خپل زوی قرباني کول، د محمد صلی الله علیه وسلم د پیدایښت، او عاشورا دي. د لبنان په ملي رخصتیو کې د کارګرانو ورځ، د خپلواکۍ ورځ، او د شهیدانو ورځ شامله ده.[۴۶][۴۷][۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. Deeb, Marius (2013). Syria, Iran, and Hezbollah: The Unholy Alliance and Its War on Lebanon. Hoover Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780817916664. the Maronites and the Druze, who founded Lebanon in the early eighteenth century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stokes, Jamie. Encyclopedia of the Peoples of Africa and the Middle East, page 406
  3. Migliorino, p. 166
  4. "Khalil Saleeby (1870-1928): A Founder of Modern Art in Lebanon". www.aub.edu.lb. د اصلي آرشيف څخه پر July 29, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "One Fine Art | artists - painters / habib srour". www.onefineart.com. د اصلي آرشيف څخه پر July 29, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Moustafa Farroukh". Kaftoun.com. 2 July 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Media Art Net | Ra'ad, Walid: Biography". Medienkunstnetz.de. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Ayman Baalbaki". lucegallery. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Earth of Endless SecretsWriting for a Posterior TimeAkram Zaatari". Beirut Art Center. 22 July 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Marwan Sahmarani Biography and Links – Marwan Sahmarani on artnet". Artnet.com. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Nadim Asfar". Galerie Tanit. 10 May 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Independent Curators International – Lamia Joreige". Curatorsintl.org. مؤرشف من الأصل في ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Jean-Marc Nahas". Jean-Marc Nahas. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Jean-Marc Nahas". Art of the Mid East. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Ricardo Mbarkho". www.ricardombarkho.com. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Mansour el Habre". ArtMed Gallery. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Yale World Fellows Program | The World Fellows". Yale.edu. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Mark Hachem Gallery :: Beirut.com :: Beirut City Guide". Beirut.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Art – Creativity's capital". Executive-magazine.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "galerie JANINE RUBEIZ". galerie JANINE RUBEIZ. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Galerie Alwane". SAIFI VILLAGE. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Carter, Terry; Dunston, Lara; Humphreys, Andrew (2004). Syria & Lebanon — Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86450-333-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Dib, Kamal; Dīb, Kamāl (2004). Warlords and merchants: the Lebanese ... - Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86372-297-4. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The Hindu (5 January 2003). کينډۍ:Usurped. The Hindu. 5 January 2003. Retrieved 8 January 2007.
  25. "Seeing the Opportunities in Disruptive Interruptions". 20 November 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Family Business Expert Shares Secrets to Multi-Generational Success". finance.yahoo.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Family Business Expert Shares Secrets to Multi-Generational Success". forbes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Our Authors | Raméz A. Baassiri". ForbesBooks. 2 May 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Baassiri, R.A. (2018). Interrupted Entrepreneurship(tm): Embracing Change in the Family Business. Forbes Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781946633361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. ago·, Chloe Ghaleb·People·4 months (2020-06-14). "12 Most Influential Lebanese Writers". The961 (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Poets, Academy of American. "Poems by Kahlil Gibran". poets.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Carter, Terry; Dunston Lara (15 July 2008). "Arts". Lonely Planet Syria & Lebanon. Thomas Amelia (الطبعة 3). Lonely Planet. د کتاب پاڼي 254–255. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74104-609-0. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Sheehan, Sean; Latif Zawiah (30 August 2007). "Arts". Lebanon. (الطبعة 2). Marshall Cavendish Children's Books. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-2081-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. McKenzie, Robert. Comparing Media from Around the World, Pearson/Allyn and Bacon, 2006, p. 372 کينډۍ:ISBN
  35. Kamalipour, Yahya; Rampal Kuldip (15 November 2001). "Between Globalization and Localization". Media, sex, violence, and drugs in the global village. Rowman & Littlefield Publishers, Inc. د کتاب پاڼې 265. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-0061-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Library and Archives Subject File (Rock and Roll Hall of Fame and Museum Records--Curatorial Affairs Division Records) - Rock and Roll Hall of Fame and Museum - Library and Archives - Catalog". catalog.rockhall.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. O'Connor, Tom. "Lydia Canaan One Step Closer to Rock n' Roll Hall of Fame" Archived 2016-04-29 at the Wayback Machine., The Daily Star, Beirut, April 27, 2016.
  38. O'Connor, Tom. "Lydia Canaan One Step Closer to Rock n' Roll Hall of Fame" Archived 2016-04-29 at the Wayback Machine., The Daily Star, Beirut, April 27, 2016.
  39. Salhani, Justin. "Lydia Canaan: The Mideast's First Rock Star" Archived 2015-05-05 at the Wayback Machine., The Daily Star, Beirut, November 17, 2014.
  40. Livingstone, David. "A Beautiful Life; Or, How a Local Girl Ended Up With a Recording Contract in the UK and Who Has Ambitions in the U.S." Archived 2016-04-23 at the Wayback Machine., Campus, No. 8, p. 2, Beirut, February 1997.
  41. Ajouz, Wafik. "From Broumana to the Top Ten: Lydia Canaan, Lebanon's 'Angel' on the Road to Stardom" Archived 2015-06-19 at the Wayback Machine., Cedar Wings, No. 28, p. 2, Beirut, July–August 1995.
  42. Aschkar, Youmna. "New Hit For Lydia Canaan" Archived 2015-06-19 at the Wayback Machine., Eco News, No. 77, p. 2, Beirut, January 20, 1997.
  43. One source says "cult following", other says "folk hero"
  44. Carter, Terry; Dunston Lara (15 July 2008). "Arts". Lonely Planet Syria & Lebanon. Thomas Amelia (الطبعة 3). Lonely Planet. د کتاب پاڼي 254–255. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74104-609-0. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "سفير لبنان بالقاهرة : حريصون على تدعيم أواصر التعاون مع مصر". el-balad.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Sheehan, Sean; Latif (30 August 2007). "Leisure". Lebanon. 13. Zawiah. Marshall Cavendish Children's Books. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-2081-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Lebanon Summer & Winter Festivals". Lebanese Ministry of Tourism. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Carter, Terry; Dunston Lara (1 August 2004). "Getting Started". Syria & Lebanon. Humphreys Andrew (الطبعة 2). Lonely Planet. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86450-333-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)