د لائوس تاریخ
د هند-چین په شمالي او مرکزي لوړو کې د عصري انسانانو د شتون د شواهد و تاریخ، چې د عصري لائوسي ولس-دولت سیمې دي، لومړۍ ډبریزې دورې ته رسېږي. دا لومړني انساني کډوال آسټرالیایي-میلانیزي دي — چې د هوابینیان کلتور سره تړاو لري — او تر نن ورځې پورې د لائوس او ټولې سوېل ختیځې آسیا په لوړو او داخلي او د لږ لاسرسي وړ سیمو کې مېشت شوي دي. ورپسې د آسترو-آسیايي او آستري-نزیایي سمندري کډوالو څپو د لائوس وچه یوازې لږ څه اغېزمنه کړه او مستقیم چینایي او هندي کلتوري اړیکو په دې هېواد باندې ژورې اغېز درلود. [۱][۲][۳]
د لائوس اوسني ولسي هېواد په ۱۹۵۳ کال کې د فرانسې له استعماري سترواکۍ څخه د یوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو. لائوس د دیارلسمې پېرۍ د لان ژانګ د لائو سلطنت راهیسي په نیمګړې شکل شتون لري. لان ژانګ له ۱۳۵۷ کال څخه تر ۱۷۰۷ کال پورې د یو متحد سلطنت په بڼه شتون درلود او د ۱۷۰۷ کال څخه تر ۱۷۷۹ کال پورې په دریو سیالو سلطنتونو، کله لوانګ پرابنګ، ویینتیان او چمپاساک ووېشل شو. له ۱۷۷۹ کال څخه تر ۱۸۹۳ کال پورې د سیام (تایلنډ) مطلقه حاکمیت تر واک لاندې راغی او په ۱۸۹۳ کال کې د فرانسوي تحت الحمایه لائوس تر واک لاندې بېر ته متحد شوی. د لائوس د اوسني دولت پولې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د فرانسې د استعماري حکومت له لوري وټاکل شوې. [۴][۵][۶]
محدودیتونه او د څېړنې اوسنی حالت
[سمول]په لائوس کې د لرغونو اثارو سپېړنه د سختې او لرې توپوګرافي، د شلمې پېړۍ د شخړو چې په ټول هېواد کې دوه میلیونه ټنه ناچاوده توکي پر ځای پریښې، تاریخ ته د سیمه ایز کمونیستي حکومت د حساسیتونو، د کلیوالو چارواکو او کلیوالي بېوزلۍ له امله له محدودیتونو سره مخ شوې ده. د لائوس د لرغون پېژندنې لومړنۍ سپړنې د فرانسوي پلټونکو له لورې پیل شوې چې د لرې ختیځ فرانسوي مرکز تر څارنې لاندې وې. خو د لائوس د کورنۍ جګړې له امله، د ۱۹۹۰ کلونو راهیسې په لائوس کې دا یوازې د لرغون پېژندنې جدي هڅې ګڼل کېږي. له ۲۰۰۵ کال راهیسې، د دې ډول هڅو یوه د The Middle Mekong Archaeological Project (MMAP) (د منځني میکونګ د لرغون پېژندنې پروژه) ده چې په شمالي لائوس کې د لوانګ پرابنګ په شاوخوا کې د میکونګ سیند او د هغې د څنډو په اوږدو کې یې زیات سایټونه کیندلي او سروې یې کړي، چې موخه یې د میکونګ سیند د درې او د هغې په څنډو کې د انسانانو د لومړنیو استوګنځایونو څېړنه ده.
په لائوس کې له تارخ نه مخکې زمانه
[سمول]له اناتوميک اړخه، سوېل ختیځې آسیا ته د عصري انسانانو ۵۰۰۰۰ کاله وړاندې ډله ییزې-ښکاري کډوالۍ د سیمې د فوسیلي ریکارډ پر بنسټ تایید شوې دي. تر یوې ټاکلې کچې، لکه څنګه چې د تام پا لینګ په غار کې د ۲۰۰۹ کال کشف فوسیل وړاندیز کوي، دا کډوال ښایي د هومو ایرکتس د لرغوني نفوس له غړو سره یوځای شوي او بیا د نسل تولید کړی وي. دا فوسیل چې د ۴۶۰۰۰ کلونو څخه تر ۶۳۰۰۰ کلونو تاریخ لري، په سیمه کې تر ټولو زوړ موندل شوی فوسیل دی چې د عصري انسان مورفولوژیکي ځانګړتیاوې لري. همدارنګه، وروستنۍ څېړنې د لومړنیو انسانانو، چې په پرله پسې څپو کې د ساحلونو په اوږدو له لوېدیځ نه ختیځ ته خوځېدلي دي، د کډوالی د ځانګړتیاوو په اړه د لا کره پوهې ملاتړ کوي، خو د پخوانۍ تیوري په پرتله نور داخلي او شمال لور ته د سیندونو د درو معلومات هم کارولي دي.[۷][۸][۹]
یو پخوانی دود په هوابینیایي سایټ کې د تشخیص وړ دی، دا نوم د ډبریزو وسایلو او سنګفرش لایو د اثارو د دود تسلسل ته ورکړل شوی چې نږدې ۱۰۰۰۰ کاله له اوسه مخکې په غارونو او ډبریزو جونګړو کې څرګندېږي چې لومړی یې د ویتنام په هوا بین کې او وروسته په لائوس کې په تشرېح شوی دی. [۱۰][۱۱]
د نوې ډبریزې زمانې کډوالۍ
[سمول]د لائوس تر ټولو لومړني اوسیدونکي - آسټرالو - میلانیزي - د آسټرو آسیایی ژبې د کورنۍ غړو له لوري تعقیب شوي. دې لومړنیو ټولنو د لائوس په لوړو کې توکمونو د پلرونو د جین په تولګه کې برخه اخیستې چې په ټولیز ډول د "لاو تیونګ" په نوم یادېږي، چې ترټولو لوی توکمونه یې د شمالي لائوس خامو او په سوېل کې براو او کاتانګ دي.[۱۲]
ورپسې د نوې ډبریزې دورې د کډوالۍ څپې متحرکې، خورا پیچلې او تر ژوره بحث لاندې انګېرل کیږي. څېړونکي د ډلو د پېژندنې او ډلبندي لپاره ژبني اصطلاحات او استدلال کاروي. [۱۲]
کرنه او د برونز تولید
[سمول]د وریجو او ارزن (ږدن) د کرنې تخنیکونه ۲۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه، د سوېلي چین کې د یانګزي سیند له درې څخه دې سیمې راوړل شوي دي. ښکار او راټولول، په ځانګړې توګه په ځنګلونو او لوړو غرنیو سیمو کې، د خوړو د چمتوالي یو مهم اړخ پاتې شوی دی. په سوېل ختیځه آسیا کې د مسو او برونزو لومړنی پیژندل شوی تولید ۲۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه د اوسني شمال ختیځ تایلنډ او د شمالي ویتنام د فونګ نګوین (Phung Nguyen) د تمدن تر منځ د بان چیانګ په سایټ کې تایید شوی. [۱۳][۱۴]
د جارز (مرتبانونو) هواره
[سمول]له میلاد نه مخکې له ۸ پېړۍ څخه د ۲ پېړۍ تر پای پورې د ژینګ خوانګ په جلګه کې، د میګالیتیک سایټ شاوخوا شاوخوا چې د مرتبان هواره نومېږي، یوه کورنۍ سوداګریزې ټولنې ظهور وکړ. دا هواره چې په ۱۹۹۲ کال کې د یونیسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې راغله، له ۱۹۹۸ کال راهیسې تر اوسه د ناچاودو توکو څخه د پاکېد په حال کې ده. دا مرتبانونه د ډبرو لوښي یا د تابوتونه دي، چې د اوسپنې تر دورې (۵۰۰ کال مخکې له میلاد نه څخه تر ۸۰۰ میلادي کال) پورې تاریخ لري او د انسانانو د پاتې شونو شواهد، د خښولو وسایل او خاورین لوښي پکې موجود دي. ځینې سایټونه له ۲۵۰ څخه زیات ځانګړي متربانونه لري. تر ټولو لوړ مرتبانونه له ۳ متره (۹.۸ فوټه) څخه لوړو دي. د هغه دود په اړه چې دا مرتبانونه یې جوړ کړي او کارولي دي، لږ معلومات ترلاسه شوي دي. مرتبانونه او په سیمه کې د اوسپنې د ډبرو شتون دا ښیي چې د دې سایټ وګړو په ځمکنۍ ګټوره سوداګرۍ کې بوخت وو.[۱۵][۱۶]
د هندي دود خپروونکي پخواني سلطنتونه
[سمول]د فونان سلطنت
[سمول]په هند-چین کې لومړنۍ را څرګند شوی بومي سلطنت د چین په تاریخ کې د فونان سلطنت په نوم یادېږي او له لومړۍ پېړۍ څخه یې د اوسنۍ کمبوډیا یوه برخه او د سوېلي ویتنام او سوېلي تایلنډ ساحلونه تر پوښښ لاندې درلودل. فونان د هندی دود د خپرېدو یو سلطنت و، چې د هندي بنسټونو اساسي ځانګړتیاوو، دین، دولتوالۍ، ادارې، دود، لوست او معمارۍ په کې ګډون درلود او د هند سمندر په ګټوره سوداګرۍ کې ښکېل و. [۱۷][۱۸]
د چامپا سلطنت
[سمول]په دوهمه پېړۍ کې، د آسترونیزیایي کډوالو د اوسني مرکزي ویتنام په اوږدو کې د چمپا په نوم یو د هندي دود سلطنت تاسیس کړ. چام وګړي د لائوس اوسني چمپاسک ته نږدې لومړني استوګن ځایونه جوړ کړل. په شپږمه پېړۍ کې فونان د چمپاسک سیمه پراخ او متحده کړه. په دې وخت د چنلا حکومت د هغې ځایناستی شو. چنلا د اوسني لائوس لویې سیمې چې په لائوسي خاوره کې د لومړنیو سلطنتونو خاورې وې، ونیولې. [۱۹][۲۰]
د چنلا سلطنت
[سمول]د پخواني چنلا پلازمینه شریستاپورا وه چې چمپاسک او د یونیسکو نړیوال میراث د واټ فو سایټ ته نږدې پرته وه. واټ فو په سوېلي لائوس کې د معبدونو یوه پراخه ټولګه ده چې طبیعي چاپېریال یې د نګار شوو ډبرو له جوړښتونو سره یوځای کړی، چې تر ۹۰۰ پېړۍ پورې د چنلا وګړو له لوري ساتل شوي او مزین شوي دي، او وروسته په ۱۰ پېړۍ کې د خمر سلطنت له لوري بیا کشف او سینګار شو.
په اتمه پېړۍ کې چنلا په دوه برخو ووېشل شو چې یو یې "ځمکنی چنلا" و چې په لائوس کې یې موقعیت درلود او بل یې "سمندري چنلا" و چې د کمبوډیا سمبوور پري کوک ته نږدې د مهندراورمن په لاس تاسیس شو. ځمکنی چنلا د چینایانو له لوري د "پو لو" یا "وین ډان" په نوم یادېده او په ۷۱۷ کال کې یې د تانګ سلطنت دربار ته د سوداګرۍ پلاوی ولېږ. سمندري چنلا د چمپا، په جاوا کې میشته د اندونیزیا د میډنګ د سمندري سلطنتونو او په پای کې د سمندري غلو له خوا تر پرله پسې بریدونو راغله. له بې ثباتۍ څخه خمر سلطنت راڅرګند شو. [۲۱]
د خمر سلطنت
[سمول]د دوهم پاچا جایاورمان تر واکمنۍ لاندې د خمر سترواکۍ په ۹مه پېړۍ کې را څرګنده شوه. [۲۲][۲۳]
د دارواتي د ښاري دولت پاچاهۍ
[سمول]په هغه سیمه کې چې اوسنی شمالي او مرکزي لائوس او شمال ختیځ تایلنډ دي، مون وګړو د ۸ پېړۍ په اوږدو کې د چنلا سلطنتونو له قلمرو بهر خپل سلطنتونه را منځ ته کړل. مون وګړو په شپږمه پېړۍ کې د چاو فرایا سیند په دره کې یوځای شول او د دراواتي سلطنتونه یې تاسیس کړل. په شمال کې، هریپونجایا (لامفون) د دراواتي پروړاندې د سیال ځواک په توګه راڅرګند شو. په اتمه پېړۍ کې مون وګړو د شمال په لور زور وکړ ترڅو ښاري دولتونه تاسیس کړي چې د "موانګ" په نوم یادېدل. دا دولتونه په فا دایت (شمال ختیځ تایلنډ)، د لائویس اوسني تاکیک ته نږدې په سری ګوتاپورا (سیخوتابونګ)، موانګ سوا (لوانګ پرابنګ)، او چانتابوري (وینتیان) کې وو. په اتمه پېړۍ کې، سری ګوتاپورا (سیکوتابونګ) د دې لومړیو ښاري دولتونو تر ټولو ځواکمن و او د منځنۍ میکونګ سیمې په اوږدو کې یې سوداګري تر کنټرول لاندې درلوده. له سیاسي پلوه دې ښار دولتونو سستې اړیکې درلودې، خو له کلتوري اړخه یې ورتوالی زیات و او په ټوله سیمه کې د سریلانکایې مذهبي تلبغیانو له خوا یې د تیریوادا بوداییزم معرفي کړ. [۲۴][۲۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Bellwood, Peter (2017-04-10). First Islanders: Prehistory and Human Migration in Island Southeast Asia (in انګليسي) (1st ed.). Wiley-Blackwell. ISBN 9781119251545.
- ↑ Pittayaporn, Pittayawat (2014). Layers of Chinese loanwords in Proto-Southwestern Tai as Evidence for the Dating of the Spread of Southwestern Tai Archived 27 June 2015 at the Wayback Machine.. MANUSYA: Journal of Humanities, Special Issue No 20: 47–64.
- ↑ "Origins of Ethnolinguistic Identity in Southeast Asia" (PDF). Roger Blench. بياځلي په 2 January 2017.
- ↑ "Laos Brief History". Asia Web Direct. بياځلي په December 29, 2017.
- ↑ "Laos History". The National Assembly of LAOS. بياځلي په December 29, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Lao People's Democratic Republic History Timeline". Worldatlas Com. بياځلي په December 29, 2017.
- ↑ "Oldest bones from modern humans in Asia discovered". CBSNews. 20 August 2012. بياځلي په 21 August 2016.
- ↑ Marwick, Ben; Bouasisengpaseuth, Bounheung (2017). "History and Practice of Archaeology in Laos". In Habu, Junko; Lape, Peter; Olsen, John (eds.). Handbook of East and Southeast Asian Archaeology. Springer.
- ↑ Demeter, Fabrice; Shackelford, Laura; Westaway, Kira; Duringer, Philippe; Bacon, Anne-Marie; Ponche, Jean-Luc; Wu, Xiujie; Sayavongkhamdy, Thongsa; Zhao, Jian-Xin; Barnes, Lani; Boyon, Marc; Sichanthongtip, Phonephanh; Sénégas, Frank; Karpoff, Anne-Marie; Patole-Edoumba, Elise; Coppens, Yves; Braga, José; Macchiarelli, Roberto (7 April 2015). "Early Modern Humans and Morphological Variation in Southeast Asia: Fossil Evidence from Tam Pa Ling, Laos". PLOS ONE. 10 (4): e0121193. Bibcode:2015PLoSO..1021193D. doi:10.1371/journal.pone.0121193. PMC 4388508. PMID 25849125.
- ↑ Marwick, B. (2013). "Multiple Optima in Hoabinhian flaked stone artifact palaeoeconomics and palaeoecology at two archaeological sites in Northwest Thailand". Journal of Anthropological Archaeology. 32 (4): 553–564. doi:10.1016/j.jaa.2013.08.004.
- ↑ Ji, Xueping; Kuman, Kathleen; Clarke, R.J.; Forestier, Hubert; Li, Yinghua; Ma, Juan; Qiu, Kaiwei; Li, Hao; Wu, Yun (1 December 2015). "The oldest Hoabinhian technocomplex in Asia (43.5 ka) at Xiaodong rockshelter, Yunnan Province, southwest China". Quaternary International. 400: 166–174. doi:10.1016/j.quaint.2015.09.080. بياځلي په 2 January 2017.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Tarling, Nicholas (1999). The Cambridge History of Southeast Asia, Volume One, Part One. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-66369-4. بياځلي په 3 January 2017.
- ↑ Charles Higham. "Hunter-Gatherers in Southeast Asia: From Prehistory to the Present". Digitalcommons. بياځلي په 2 January 2017.
- ↑ Higham, Charles; Higham, Thomas; Ciarla, Roberto; Douka, Katerina; Kijngam, Amphan; Rispoli, Fiorella (10 December 2011). "The Origins of the Bronze Age of Southeast Asia". Journal of World Prehistory. 24 (4): 227–274. doi:10.1007/s10963-011-9054-6. S2CID 162300712. بياځلي په 11 February 2017 – via Researchgate.net.
- ↑ Maha Sila Viravond. "History of laos" (PDF). Refugee Educators' Network (PDF). بياځلي په December 29, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ M.L. Manich. "HISTORY OF LAOS (includlng the hlstory of Lonnathai, Chiangmai)" (PDF). Refugee Educators' Network (PDF). بياځلي په December 29, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Carter, Alison Kyra (2010). "Trade and Exchange Networks in Iron Age Cambodia: Preliminary Results from a Compositional Analysis of Glass Beads". Bulletin of the Indo-Pacific Prehistory Association. 30. Indo-Pacific Prehistory Association. doi:10.7152/bippa.v30i0.9966. بياځلي په 12 February 2017.
- ↑ Kenneth R. Hal (1985). Maritime Trade and State Development in Early Southeast Asia. University of Hawaii Press. p. 63. ISBN 978-0-8248-0843-3.
- ↑ Kenneth R. Hal (1985). Maritime Trade and State Development in Early Southeast Asia. University of Hawaii Press. p. 63. ISBN 978-0-8248-0843-3.
- ↑ National Library of Australia. Asia's French Connection : George Coedes and the Coedes Collection Archived 21 October 2011 at the Wayback Machine.
- ↑ "Encyclopedia of Ancient Asian Civilizations by Charles F. W. Higham – Chenla – Chinese histories record that a state called Chenla..." (PDF). Library of Congress (PDF). بياځلي په 13 July 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Encyclopedia of Ancient Asian Civilizations by Charles F. W. Higham – Chenla – Chinese histories record that a state called Chenla..." (PDF). Library of Congress (PDF). بياځلي په 13 July 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Considerations on the Chronology and History of 9th Century Cambodia by Dr. Karl-Heinz Golzio, Epigraphist – ...the realm called Zhenla by the Chinese. Their contents are not uniform but they do not contradict each other" (PDF). Khmer Studies. خوندي شوی له the original (PDF) on 24 May 2015. بياځلي په 5 July 2015.
- ↑ Maha Sila Viravond. "History of laos" (PDF). Refugee Educators' Network (PDF). بياځلي په December 29, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ M.L. Manich. "HISTORY OF LAOS (includlng the hlstory of Lonnathai, Chiangmai)" (PDF). Refugee Educators' Network (PDF). بياځلي په December 29, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)