د فېسبوک اکونټ د خوندي ساتنې لارې چارې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فیسبوک اکاونټ د خوندي ساتلو لپاره نهه اسانه لاري! د نورو ویب سایټونو په نسبت فېسبوک Facebook موږ ډېر او په مختلفو وسایلو لکه موبایل، کمپیوټر، آیپېډ، ټېبلیټ او داسي نورو کي کاروو. ځیني وختونه یې په دفتر یا د کوم بل ملگري په کمپیوټر کي کار کړو چي بیا مو پاسورډ هلته پاته سوئ وي او هغه لاسرسئ ورته لري او یا د هغه د کمپیوټر له لاري بل چا ته په لاس ورغلئ وي چي سړي ته ډېر سر دردئ جوړوي. دلته یې څو اسانه لاري چاري لیکم چي ډيري اړیني دي.

  • لومړئ: د فېسبوک د اکاونټ پاسورډ مو باید له ټولو نور اکاونټونو څخه بدل او غټ وي. ښه پاسورډ هغه دئ چي واړه او کوچني توري، سمبولونه او اعداد پکښي کار سوي وي. د پاسورډ لپاره پر Account Settings باندي کلیک وکړئ، General ته ولاړ سئ او هلته Password ته ورسئ او خپل پاسورډ مو بدل کړئ او وروسته بیا چي یوه بله وړه پرده مخته راځي دوه اپشنونه لري چي وایي Keep me logged in او Log me out of other devices. تاسي به د Log me out of other devices انتخاب کړئ چي په هر ځای کي مو پاسورډ پاته سوئ وي هلته بندیږي.
  • دوهم:

فېسبوک ته مو د تلفون شمېره ورکړئ یوه فایده یې داده چي کله مو پاسورډ هېر سي فېسبوک ستاسي هغه ثبت او راجستر سوي شمېرې ته نوئ کوډ درلیږي، که مو بل څوک د اکاونټ د خلاصولو کوشش وکړي تاسي ته پیغام راځي او خبرېږئ. د تلفون شمېرې د ثبتولو لپاره به Account Settings ته ولاړ سئ بیا به پر Mobile کلیک وکړئ او Add a phone به کلیک کړئ، هېواد او تلفون شمېره مو ولیکئ او یو پیغام درته راځي چي هلته ستاسي د تلفون د شمېرې د تایید لپاره کوډ وي هغه کوډ په همغه خالي بکس کي ولیکئ نور به مو شمېره هلته ثبت سي.

  • دریم:

په Settings کي Secure Browsing فعال کړئ، ټول هغه اپلیکېشنونه چي ستاسي له فېسبوک سره وصل دي بندیږي. مثلا په اوس وختونو کي ډېر اپلیکېشنونه دي چي خلک یې کاروي هغه چي وایي دومره ملگري درباندي گران دي او په پلانۍ نېټه به دي واده وي، دغه ډول اپلیکېشنونه ستاسي ټول اکاونټ ته لاسرسئ لري او له دې لاري مو اکاونټ په دېره اسانۍ هېک کېدلای سي. د Secure Browsing د فعالولو لپاره به Settings ته ولاړ سئ او بیا به Security انتخاب کړئ، د Secure Browsing ښۍ خواته به Edit انتخاب کړئ او Browse Facebook on a secure connection به ټیک مارک کړئ او Save Changes به انتخاب کړئ.

  • څلورم:

په Settings کي به د Log in Approval اپشن انتخاب کړئ، دغه اپشن د فېسبوک تر ټول خوندور امنیتي گام دئ. کله چي تاسي خپل اکاونټ له یوه پردي موبایل، کمپیوټر او یا بلي وسیلې څخه خلاصوئ، فېسبوک یو امنیتي کوډ غواړي. د فعالولو لپاره به Settings ته ولاړ سئ او Security به انتخاب کړئ، بیا به Log in Approvals په څنگ کي Edit کلیک کړئ او د Log in Approval بکس به انتخاب کړئ، کله چي بکس ټیک مارک کړئ یوه وړه پرده مخته درته راځي او وایي Set Up Now، هغه به کلیک کړئ، تلفون ته مو د پیغام له لاري یو کوډ راځي هغه به په وړوکي بکس کي ولیکئ او Next به کلیک کړئ. نور نو چي هر چیري فېسبوک خلاصوئ، تاسي ته به یو کوډ راځي او هغه ورکوئ بیا مو اکاونټ خلاصیږي.

  • پنځم:

په Settings کي به Disconnect Active Sessions ته ولاړ سئ، دلته ستاسي ټول هغه موبایلونه او کمپیوټرونه ثبت دي چي تاسي فېسبوک پکښي خلاص کړئ وي، د دې د پآره چي په خپل اکاونټ باوري سئ Settings ته ولاړ سئ او Security ته ولاړ سئ، هلته به Active Sessions ووینئ او پر Edit به کلیک وکړئ او End Activity به کلیک کړئ.

  • شپږم:

له کوم بروزر څخه چي فېسبوک کاروئ د هغه بروزر په Settings کي Private Browsing انتخاب کړئ او په Private Browsing کي Firefox ښه دئ، پر Tools به کلیک وکړئ او Private Browsing به کلیک کړئ او که Chrome کاروئ بیا به پر File کلیک وکړئ او Start incognito Mode به انتخاب کړئ.

  • اووم:

کله چي فېسبوک خلاصوئ د Email تر خانه لاندي د Keep me logged in خانه مه انتخابوئ. اتم: په پیغامونو کي Spam Links یا هغه لینکونه چي د ملگرو له لوري درلېږل کیږي خو هغه پرې خبر نه وي مه خلاصوې بس له واره یې خرابوئ، دغه ډول لینکونه وایرس وي او چي یو ځل مو خلاص کړ فېسبوک مو له لاسه باسي. هیڅ هغه اپلیکېشن چي د پاسورډ او نوم مو غواړي مه خلاصوئ. فېسبوک مو یوازي له www.facebook.com څخه خلاصوئ او له بل لینک یا ویب سایټ څخه یې مه خلاصوئ یعني له نوي ټېب څخه یې خلاصوئ. په کوم بروزر کي چي فېسبوک کاروې هر وخت Update کوئ ځکه چي په Update سوي ورژن کي امینتي سیستم پیاوړئ وي.

  • نهم: هر وخت چي فېسبوک بندوئ Log Out کوئ یې.

سرچینې[سمول]

    • لیکوال: محمود فهیم