د فیلیپین کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د فیلیپین کلتور د کلتوري تنوع له مخې ځانګړی شوی دی. که څه هم په دې وروستیو کې د فیلیپین د مجمع الجزایر ډېریو توکمیزو ډلو ګډ فلیپیني ملي هویت رامنځته کړی دی، د هغوئ کلتورونه ټول د سیمې د جغرافیې او تاریخ، له ګاونډیو کلتورونو سره د پیړیو تعامل او د استعماري قوتونو له مخې رامنځته شوي دي. په دې وروستیو کې د فیلیپین کلتور هم په نړیوالې ټولنې کې د ګډون له امله اغیزمن شوی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

تاریخ[سمول]

د فیلیپین مجمع الجزایر د معاصرو توکمیزو ډلو په منځ کې، نیګریټوسیان د لومړنیو کډوالو په توګه ګڼل کیږي؛ نن ورځ، که څه هم د هغوی شمېر لږ دی، خو هغوی د ژوند او کلتور خورا دودیزه طریقه ساتلې ده. له لومړنیو کډوالو وروسته، اتریشیان مجمع الجزایر ته ورسېدل. په توکمیز اکثریت او ژبو کې د اتریش د کلتور اغېزې له ورایه څرګندېږي. [۸]

په ۱۵۰۰ لسیزه کې د فیلیپین بېلابېل توکمونه د اروپایی استعمارګرانو له راتګ نه دمخه په بېلابېلو خپلواکو سیاستونو تنظیم شوي وو، چې تاریخ لیکونکي یې د «بارنګای» په نوم یادوي. دې سیاستونو کې له دېرشو نه تر سلو پورې کورنۍ شاملې وې، او د لقب درلودونکو مشرانو له خوا اداره کېدلې. تر ټولو لوی یې، لکه بوتون، توندو او د سولو سلطنت وو، چې پېچلي سیاسي جوړښتونه وو چې د مجمع الجزایر د لویو سیندونو سیسټمونو د ډیلټا پر بنسټ، چې له یوې خوا یې له سیاستونو سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې او له بلې خوا د سمندري سویل ختیځې اسیا او ختیځې اسیا له سیاسي او سوداګریزو قدرتونو سره لکه د برونای سلطنت، د ماجاپاهیت سترواکۍ، د چین د چینګ او مینګ کورنۍ او ان جاپان سره د اړیکو له امله رامنځته شوي وو. غیر مستقیمه کلتوري تبادله او یو څه سوداګرۍ د هند له شبه قارې او عربستان سره هم ترسره شو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

دودیزې جامې[سمول]

بارو د هغو جامو له مخکېنۍ بڼې نه رامنځته شوی چې د هسپانوي دورې دمخه به لوزون ټاګالوګیانو اغوستل. کله چې هسپانویان راغلل او په ټاپوګانو کې میشت شوو، نو هسپانوي کلتور د فیلیپین د تاریخ په راتلونکو پیړیو هم اغیز وکړ او موډ یا فیشن په پراخه توګه بدل شو. هسپانویانو پاچاهۍ منحلې کړې او هېواد یې سره یو ځای کړ، او پایله يې د فتح شوي مجمع الجزایر او هسپانوي کلتور د بیلابیلو توکمونو د کلتورونو یوځای والی و. Barong tagalog (د نارینه وو لپاره) او Baro't saya (د ښځو لپاره) په نوم د جامو نوی ډول راڅرګند شو او په پایله کې یې نوی رامنځته شوی فلیپیني کلتور تعریف کړ.

نڅا[سمول]

د فیلیپین ولسي یا محلي نڅاوو کې ټینکلینګ او کارینوسا شاملې دي. Singkil د مینډاناو په سویلي سیمه کې یوه مشهوره نڅا ده چې په ځنګل کې د شهزاده او شهزادګۍ کیسه څرګندوي. [۱۳][۱۴]

دین[سمول]

عیسویت[سمول]

کله چې په ۱۶ پیړۍ کې هسپانیوي استعمارګران فیلیپین ته لاړل، نو د فیلیپین خلکو د عیسویت دین ته مخه کړه. دا دوره په تاریخ کې، په هیواد دننه د بېلابېلو انیټیسټ عقایدو د له منځه وړلو لپاره د عطف ټکي په توګه یاده شوې ده، چې د استعماري عقیدې د سیسټمونو له خوا چې له هسپانیوي سلیقو سره، په ځانګړې توګه له عیسوي عقیدې سره یې سمون درلود، ځای پر ځای شوه. عیسویت د فیلیپین د کلتور پر هر اړخ لکه: پر لیدیز یا بصري هنرونو، معمارۍ، نڅا او موسیقۍ باندې اغېزې ښندلي دي. په اوس وخت کې، فیلیپین په اسیا - ارام سمندر کې او ختیځ تیمور کې د دوو لویو کاتولیکانو (۸۰،۵۸٪) هیوادونو له ډلې نه دی. دا هیواد خپله خپلواکه فیلیپیني کلیسا د Aglipayan  په نوم هم لري، چې د ملي نفوس شاوخوا ۲٪ برخه په برکې نیسي. نورې عیسوي کلیساګانې د بېلابېلو عیسوي فرقو او کلتورونو ترمنځ وېشل شوي دي. د ۲۰۱۴ کال د سرشمیرنې له مخې، د عیسویت دین د نفوس شاوخوا ۹۰،۰۷٪ برخه جوړه کړې وه، چې په لویه کچه په ټول هیواد کې شتون لري.[۱۵]

د فیلیپین بومي ولسي مذهبونه[سمول]

د فیلیپین بومي ولسي مذهبونه چې په ټولیز ډول د انیټیزم په نوم هم یادیږي چې معنی یې پلارني مذهبونه دي، دا د فیلیپین د بېلابېلو توکمیزو ډلو اصلي دینونه دي. د مذهبونو ډیری متنونه په خطي نسخو کې نه لیکل کېږي بلکې په دودیز ډول حافظې کې ساتل کېږي او ویل کیږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په هرحال، په عصري وختونو کې لیکل شوي متنونه هم د مذهبونو د ځینو اړخونو د ساتلو لپاره په ځانګړې توګه د دوی د کیسو چې د فیلیپیني افسانو او دودیزو رواجونو او نورو کړنو مهم اړخونه دي کارول شوي. په دې کې د خلقت په اړه کیسې یا د مهمو شخصیتونو لکه خدایانو، اتلانو او ځینو ځانګړو مخلوقاتو په اړه کیسې شاملې دي.

ځینې مشهورې، خو جلا څېرې، دا دي د ټاګالوګ باتالا او ماکیلینګ، د ایلوکانو لام انګ، او د ماراناو سریمانوک.[۲۰]

اسلام[سمول]

په ۱۳ پیړۍ کې فیلیپین ته د اسلامي افسانو پوهه د سویل ختیځې اسیا د سوداګریزو لارو له لارې ورسیده. د اسلام خپراوي د عقایدو بېلابېل سیسټمونه رامنځته کړل، په ځانګړې توګه د مجمع الجزایر په سویل لویدیځو برخو کې، چیرې چې د سلطنت سیسټم د بومي خلکو له خوا د دین د اجباري تبادلې له اړتیا پرته منل شوی و، ځکه چې مذهبي سوداګرو د ټاپوګانو د استعمار اراده نه درلوده. اوس مهال، شاوخوا ۶٪ نفوس مسلمانان دي، چې د منډاناو په بنګسامورو سیمه کې راغونډ شوي دي. ډېری فلیپیني مسلمانان د شافعي مکتب پر بنسټ سني اسلام عملي کوي.  [۲۱]

نور[سمول]

هندویزم په ۲۰۰ـ ۳۰۰ وروسته له میلاد کلونو کې فیلیپین ته ورسید په داسې حال کې چې واجریانا بودیزم په شاوخوا ۹۰۰ وروسته له میلاد کال کې فلیپین ته ورسید. د هندویزم ډیری پیروان هندوان دي په داسې حال کې چې د بودیزم د پیروانو ریښه بیا ​​​​چینایان یا جاپانيان دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په تیرو څو لسیزو کې فیلیپین ته کډوال شوي دي. شینټویزم له ۱۲ پیړۍ نه دمخه د جاپاني سوداګرو له خوا دې هېواد ته راوستل شو، په داسې حال کې چې په ۱۶ پیړۍ کې یهودیت د پلټنو له لاری راغی. تاویزم د ځینو چینایي مهاجرینو له خوا ترسره کیږي. اتیزم یا الحاد هم په فیلیپین کې موندل کیږي. [۲۲][۲۳]

زده کړه[سمول]

په فیلیپین کې زده کړه د متحده ایالاتو، هسپانیا او د هغه د ګاونډیو اسیایی هیوادونو د لویدیځې او ختیځې ایډیالوژۍ او فلسفې نه اغیزمنه شوې ده. فیلیپيني زده کوونکي دولتي ښوونځي ته په څلور کلنۍ کې ځي، چې پیل یې له نرسري ښوونځي نه تر وړکتونه پورې وي. زده کوونکي په شاوخوا اووه کلنۍ کې لومړنۍ یا ابتدايي ښوونځي ته ننوځي (له ۶ نه تر ۹ کاله پورې) چې له ۷ نه تر ۱۰ ټولګي پورې د عالي لیسې په توګه په کې شامل دي، او بیا وروسته له هغه دوی فارغېږي. له هغه ځایه چې فیلیپین دمخه د ۱۲K- سیسټم پلي کړی، زده کوونکي SHS یا عالي لیسې ته داخلېږي، یوه دوه کلنه دوره هم پای ته رسوي، ترڅو وکولای شي د پوهنتون په دوره کې په خپله ټاکنه وکړي لکه ABM (د محاسبې سوداګرۍ مدیریت) ، STEM (ساینس، ټیکنالوژي، انجینري او ریاضي) او HUMSS (بشري او ټولنیز علوم) او نورې برخې لکه TECH-VOC (تخنیکي مسلکي) شاملې دي. زده کوونکي کولای شي کالج یا پوهنتون (۳ نه تر ۵ کلونو) کې د ګډون کولو لپاره د کالج د داخلې ازموینې (CEE) د ترسره کولو یا له عالي لیسې تر فارغېدو وروسته د کار موندلو په هکله پخپله پرېکړه وکړي.

جشنونه[سمول]

په فیلیپین کې جشنونه، چې په سیمه ییزه توګه د fiestas په نوم پیژندل کیږي، د هسپانیا د استعمار دورې او هغه وخته پورې رسېږي کله چې هسپانویانو دې هیواد ته د عیسویت دین معرفي کړ. د فیلیپین ډیریو ښارګوټو او ښارونو ته یو ساتونکی پیر یا مشر ګمارل شوی دی. په فیلیپیني جشنونو کې مذهبي، کلتوري یا هم دواړه شاملېږي. دا جشنونه د ساتونکي پیر د درناوي لپاره یا د تاریخ او کلتور د یادولو په موخه، لکه د ځایی محصولاتو د ودې او د ښو حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي. جشنونه د سپیڅلي ولس، ډله ییزو خوځښتونو، رسم ګذشتونو، د تیاتر لوبو، مذهبي یا کلتوري دودونو، سوداګریزو نندارتونونو، کنسرټونو، نندارو او بېلابېلو لوبو او سیالیو له مخې ډلبندي کیدای شي.

سرچينې[سمول]

  1. "About the Philippines". UNDP in Philippines (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Scott, William Henry (1994). Barangay: Sixteenth Century Philippine Culture and Society. Quezon City: Ateneo de Manila University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 971-550-135-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jocano, F. Landa (2001). Filipino worldview : ethnography of local knowledge. Metro Manila, Philippines: PUNLAD Research House. OCLC 50000279. د کتاب نړيواله کره شمېره 971-622-005-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jocano, F. Landa (2003). Filipino indigenous ethnic communities : patterns, variations, and typologies (الطبعة Repr). Manila: PUNLAD Research House. OCLC 66410722. د کتاب نړيواله کره شمېره 971-622-002-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Junker, Laura Lee (1990). "The Organization of Intraregional and Longdistance Trade in Prehispanic Philippine Complex Societies". Asian Perspectives. 29 (2): 167–209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jocano, F. Landa (1998). Filipino Prehistory: Rediscovering Precolonial Heritage (الطبعة 2001). Quezon City: Punlad Research House, Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 971-622-006-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2020-09-22 باندې). FAST FACTS: The United Nations General Assembly and PH participation. Rappler.
  8. Bailey, R.; Trujillo, L.A. (2010). Immigration and Migration. Facts On File, Incorporated. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0901-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Pre-colonial Manila". Malacañang Presidential Museum and Library. Presidential Communications Development and Strategic Planning Office. 23 June 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Woods, Damon (2017). The Myth of the Barangay and Other Silenced Histories. E. de los Santos St., UP Campus, Diliman, Quezon City: University of the Philippines Press. د کتاب پاڼي 117–153. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-971-542-821-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Cultural Influences of India, China, Arabia, and Japan". Philippine Almanac. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Balinski, Alex. "America's Influence in the Philippines". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Hot Spots Filipino Cultural Dance - Singkil". www.sinfonia.or.jp. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Guide to Philippine Cultural and Folk Dances". philippinesculturalfolkdances.blogspot.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Religion in the Philippines". Asia Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. {{cite thesis|last1=Cajes|first1=Prisco A |publisher=Graduate Theological Union|location=Berkley, Calif}|title=Anitism and perichoresis: Towards a Filipino Christian eco-theology of nature|date=2001|oclc=54033518|type=ThD|language=en}
  17. کينډۍ:Cite thesis
  18. https://www.asj.upd.edu.ph/mediabox/archive/ASJ-09-02-1971/hislop-anitism-survey-religious%20beliefs-native-philippines.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  19. Sizoo, Edith (29 April 2019). Responsibility and Cultures of the World: Dialogue Around a Collective Challenge. Peter Lang. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5201-670-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lopez, Mellie Leandicho (2006). A Handbook of Philippine Folklore. University of the Philippines Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-971-542-514-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Religion in the Philippines". Asia Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Carolyn Brewer (2004). Shamanism, Catholicism, and gender relations in colonial Philippines, 1521–1685. Ashgate Publishing. د کتاب پاڼې xvii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-3437-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Religion in the Philippines". Asia Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)