Jump to content

د فډرال زېرمو سيستم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د فډرال زېرمو سيستم چې د فډرال زېرمو يا په ساده ډول د “Fed” په نوم هم پېژندل کېږي، د امريکا متحده ايالتونو د مرکزي بانکدارۍ سيستم دی. دا سيستم د ۱۹۱۳ز کال د ډسمبر په ۲۳ نېټه د فډرال زېرمو قانون په تصويب سره له يو لړ نابرابره مالې وېرو (په ځانګړي ډول د ۱۹۰۷ز کال وېرې څخه وروسته جوړ شوی و، چې د مالي کړکېچونو د ارامولو پّ موخه د پولي سيستم د مرکزی واک د غوښتنې لامل شو. د کالونو په اوږدو کې د ۱۹۳۰ ز لسيزې د اقتصادي فعاليت د ستر کموالي يا خفګان او د ۲۰۰۰ کال پر مهال ستر اقتصادي شاتګ په څېر پېښې د فډرال زېرمو سيستم د ونډو او ځواب وينو د پراختيا لامل شوې دي. [۱][۲]

د متحده ايالتونو کانګرس په فډرال زېرمو سیستم کې د پولي تګلارې لپاره درې مهمې موخې رامنځته کړې: د ګومارنې لوړول، د بيو ثابت ساتل او د اوږد مهاله ګټې د بيو برابرول. لومړنيو دوه موخو ته ځيني وختونه د فډرال زېرمو دوه ګونی قيموميت هم ويل کېږي. د دې سيستم دندو د کالونو په اوږدو کې پراختيا موندلې ده او اوسمهال هم د بانکونو څارل او منظم کول، د مالي سيستم د ثبات ساتل او بهرني رسمي بنسټونه رانغاړي. دا سيستم په اقتصادي برخه کې څېړنې هم تر سره کوي او د بييج بوک “Beige Book” او “FRED database” په څېر يو لړ خپرونې هم برابروي. [۳][۴][۵]

د فډرال زېرمو سيستم له څو پرتونو څخه جوړ شوی دی او د ولسمشر له لورې د اداره کونکو د ټاکل شوي هئيت يا د فډرال زېرمو هئيت “Federal Reserve Board (FRB)” له لورې اداره کېږي. د فډرال زېرمو دولس سيمه ييز بانکونه د ټول هېواد په ښارونو کې شته، چې د خصوصي سوداګريزو بانکونو چارې منظموي او ورڅخه څارنه کوي. په ملي کچه له قانوني سوداګريزو بانکونو څخه غوښتل کېږي، چې د خپلې سيمې د فډرال زېرمو بانک کې ونډه ولري او د فډرال زېرمو بانک د هئيت ځيني غړي هم غوره کولی شي. [۶]

د پرانيستي بازار فدرالي کمېټه “Federal Open Market Committee (FOMC)” پولي سياست يا تګلاره برابروي. دا کمېټه د اداره کونکو د هئيت له ټولو اوه غړو او د فډرال زېرمو بانک له دولس سيمه ييزو مشرانو څخه جوړه شوې ده، که څه هم په يو وخت کې يوازې د پينځو بانکونو مشران رايه کاروي، چې په عمومي ډول؛ يو يې د نيويارک د څانګې او څلور نور هغه مشران وي، چې د رايې کارونې د يو کلنو دورو په اوږدو کې په خپل وار رايه کاروي. د سپما سيستم اړوند بېلابېلې سلاکارې شوراګانې هم شته. دا د مرکزي بانکونو په منځ کې يو بې ساري جوړښت لري او د متحده ايالتونو د خزانې له څانګې سره هم توپير لري، چې له مرکزي بانک څخه د باندې اداره ده او کارول کېدونکی پولي واحد چاپوي. [۷]

فدرالي حکومت د هئيت د اوه غړو معاشات ټاکي او د غړو بانکونو د پانګونې ونډو له ورکولو څخه وروسته، د سيستم ټوله کلنۍ ګټه ترلاسه کوي او يو اضافي بانکي حساب ساتل کېږي. په ۲۰۱۵ز کال کې د فډرال زېرمو ادارې ۱۰۰،۲ بيليون خالص عايد تر لاسه کړ او ۹۷،۷ بيليون ډالر يې د متحده ايالتونو خزانې ته ولېږدول؛ د ۲۰۲۰ ز کال لاسته راوړنې ۸۸،۶ بيليون ډالر وې، چې د هېواد خزانې ته يې ۸۶،۹ بيليون ډالر سپارلي وو. که څه هم د متحده ايالتونو د حکومت يوه وسيله (د فډرال زېرمو سيستم) له دې امله خپل ځان خپلواک مرکزي بانک بولي، چې اړينه نه ده چې د پولي تګلارې پرېکړې يې د ولسمشر يا د حکومت په اجرائيه يا مقننه څانګو کې د کوم بل شخص له لورې تاييد شي. دا اداره د کانګرس له لورې ځانګړی شوی تمويل نه ترلاسه کوي او د اداره کونکو د هئيت د غړو دورې ګڼې ولسمشريزې او پارلماني دورې نيسي. [۸][۹][۱۰]

موخه

[سمول]

د فډرال زېرمو سيستم د جوړولو لومړنۍ روښانه انګېزه د بانکي وېرو په نښه کول وه. نورې موخې يې د فډرال زېرمو قانون “Federal Reserve Act” کې بيان شوي دي. لکه: د بدلون منونکي يا ارتجاعي پولي واحد برابرول، د سوداګريزې پاڼې د بيو د بيا لږولو چارو چمتمو کول يا زغمل، په متحده ايالتونو کې د بانکدارۍ يو څه ګټوره څارنه رامنځته کول او داسې نور. د فدرالي سيما سيستم له بنسټ ايښودنې څخه وړاندې، متحده ايالتونو ګڼ مالي کړکېچونو تېر کړل. په ۱۹۰۷ ز کال کې په ځانګړي ډول سخت کړکېچ د دې لامل شو، چې کانګرس په ۱۹۱۳ ز کال کې د فډرال زېرمو قانون تصويب کړي. نن ورځ دا سيستم د مالي سيستم د ثابت ساتلو تر څنګ، نورې ځواب وينې يا مسووليتونه هم لري. [۱۱][۱۲][۱۳]

د فډرال زېرمو سيستم اوسنۍ دندې په لاندې ډول دي: [۱۴][۱۵]

  • د بانکي ناڅاپي کړکېچ د ستونزې په نښه کول
  • متحده ايالتونو لپاره د مرکزي بانک په توګه خدمت کول
  • د بانکونو د خصوصي ګټو او د حکومت د متمرکز ځواب وينې تر منځ انډول برابرول
    • د بانکي ادارو څارل او منظمول
    • د مستهلکينو د اعتبار حقونه خوندي کول
  • ځيني وختونه د لاندې متناقضو موخو د تر لاسه کولو په موخه، د پولي سياست له لارې د هېواد د پولي ملاتړ اداره کول:
    • په لوړه کچه (اعظمي) ګومارنه
    • د انفلاسيون يا ډيفلاسيون د مخنيوي په ګډون، ثابتې بيې
    • د اوږد مهاله ګټې د بيو منځنۍ کچه کې ساتل
  • د مالي سيستم د ثبات ساتل او مالی بازارونو کې د منظم يا سيستميک ګواښ درلودل
  • د هېواد د اداينو سيستم په چلولو کې د سترې ونډې لوبولو په ګډون، د زېرمه کولو بنسټونو، د متحده ايالتونو حکومت او بهرنيو رسمي بنسټونو ته د مالي خدمتونو برابرول
    • د سيمو په منځ کې د اداينو تبادله اسانول
    • په پيسو د تبادلې د وړتيا ځايي اړتياوو ته ځواب ويل
  • په نړيوال اقتصاد کې د متحده ايالتونو د دريځ پياوړي کول

د بانکې ګواښونو د ستونزې په نښه کول

[سمول]

په متحده ايالتونو کې بانکي ادارې اړ دي، چې سپما يا زېرمې (نورو بانکونو کې يو اندازه پولي واحد او امانتونه) ولری، چې کچه يې پېرودونکي ته د بانک د امانت د ورکول کېدونکې اندازې له يوې برخې سره برابره ده. دې چارې ته د کسري سپما بانکداري ويل کېږي. په پايله کې، بانکونه په عمومي ډول د امانت ورکونکو له لورې د ترلاسه شوي تمويل ډېری برخه باندې پانګونه کوي. په خورا لږو موکو کې به د بانک خورا زيات شمېر مشتريان خپلې سپماوې بېرته واخلي او بانک به خپل فعاليت ته د دوام ورکولو په موخه، له يوې بلې ادارې څخه مرستې ته اړتيا ولري، چې دې حالت ته د بانک ګواښ ګالل يا بهېدل وايي. د بانک د فعاليت په دې ډول پر مخ وړل د ګڼو ټولنيزو او اقتصادي ستونزو لامل کېږي. د فډرال زېرمو سيستم د بانک بهېدلو حالت د پېښېدلو د مخنيوي يا کمولو په موخه، د يوې هڅې په توګه جوړ شوی و او د بانک بهېدنې پر مهال د لاچاره پور ورکونکي شوني قانون په توګه عمل کوي. د نوبل جايزې ګټونکي مېلټن فريدمېن څخه وروسته زياتره اقتصادپوهان باور لري، چې فډرال زېرمو د ۱۹۲۹ زکال د بانکې دېوالي کېدنې يا بهېدنو پر مهال، کوچنيو بانکونو ته په نامناسب ډول د پور ورکولو څخه مخ وګرځوه؛ فريدمېن استدلال وکړ، چې دې چارې له ستر اقتصادي کړکېچ يا خفګان په پېښېدلو کې مرسته وکړه. [۱۶]

د بانکي چک د تصفيه کولو سيستم

[سمول]

دا چې د اقتصادي بې ثباتۍ پر مهال، ځينو بانکونو له ځينو نورو بانکونو څخه د بانکي چکونو له تصفيه کولو څخه انکار وکړ، له امله يې فډرال زېرمو سيستم کې د چک د تصفيې سيستم جوړ شو. دا سيستم په فډرال زېرمو سيستم کې په لنډ ډول د «موخې او دندې» تر سرليک لاندې، په لاندې ډول روښانه شوی دی: [۱۷]

د فډرال زېرمو سيستم په جوړولو سره، کانګرس غوښتل هغه سخت مالي کړکېچونه له منځه يوسي، چې په دوره يي ډول يې هېواد زيانمن کړی دی؛ په ځانګړي ډول د هغه مالي وېرې لړۍ چې په ۱۹۰۷ز کال کې پېښه شوه. د يادې دورې پر مهال ټول هېواد کې اداينې ځکه ماتې شوې، چې زياتره بانکونو او د تصفيې ادارو د نورو بانکونو په اړه د صادر شويو چکونو له تصفيې څخه مخ وګرځوه او همدې چارې د نورو رڼو بانکونو په بې پايلېتوب کې مرسته وکړه. د دې ستونزو په نښه کولو لپاره، کانګرس د فډرال زېرمو سيستم ته واک ورکوي، چې په ملي کچه د چک د تصفيې يو سيستم رامنځته کړي. ياد سيستم د بېرته راګرځېدونکي (ارتجاعي) پولي واحد [هغه پولي واحد، چې د اقتصادي حالتونو د ډاډمنېدلو په حالت کې د کچې له مخې انبساط (پراختيا مومي) يا انقباض (راټولېږي) کوي] د برابرولو تر څنګ، د چک ټولولو يو ګټور او عادلانه سيستم هم برابروه.

سرچينې

[سمول]
  1. BoG 2006, pp. 1 "Just before the founding of the Federal Reserve, the nation was plagued with financial crises. At times, these crises led to 'panics,' in which people raced to their banks to withdraw their deposits. A particularly severe panic in 1907 resulted in bank runs that wreaked havoc on the fragile banking system and ultimately led Congress in 1913 to write the Federal Reserve Act. Initially created to address these banking panics, the Federal Reserve is now charged with a number of broader responsibilities, including fostering a sound banking system and a healthy economy."
  2. BoG 2005, pp. 1 "It was founded by Congress in 1913 to provide the nation with a safer, more flexible, and more stable monetary and financial system. Over the years, its role in banking and the economy has expanded."; Patrick, Sue C. (1993). Reform of the Federal Reserve System in the Early 1930s: The Politics of Money and Banking. Garland. ISBN 978-0-8153-0970-3.
  3. کينډۍ:Usc
  4. "What is the Federal Reserve's mandate in setting monetary policy?". Federalreserve.gov. January 25, 2012. خوندي شوی له the original on 2012-01-26. بياځلي په April 30, 2012. The Congress established two key objectives for monetary policy—maximum employment and stable prices—in the Federal Reserve Act. These objectives are sometimes referred to as the Federal Reserve's dual mandate.
  5. "FRB: Mission". Federalreserve.gov. November 6, 2009. بياځلي په October 29, 2011.
  6. BoG 2005, pp. v (See structure); "Federal Reserve Districts". Federal Reserve Online. n.d. بياځلي په August 29, 2011.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link); "Federal Reserve Board - Advisory Councils". Board of Governors of the Federal Reserve System. خوندي شوی له the original on April 13, 2015.
  7. "Coins and Currency". US Dept of Treasury website. اگسټ 24, 2011. خوندي شوی له the original on ډيسمبر 3, 2010. بياځلي په اگسټ 29, 2011.
  8. "Press Release – Federal Reserve Board announces Reserve Bank income and expense data and transfers to the Treasury for 2015". Board of Governors of the Federal Reserve System. January 11, 2016. بياځلي په March 12, 2016.
  9. "Press Release - Federal Reserve System publishes annual financial statements". www.federalreserve.gov. Board of Governors of the Federal Reserve System. March 22, 2021. بياځلي په January 4, 2022.
  10. "FAQ". Who Owns the Federal Reserve?. Board of Governors of the Federal Reserve System. بياځلي په December 1, 2015.
  11. BoG 2006, pp. 1 "Just before the founding of the Federal Reserve, the nation was plagued with financial crises. At times, these crises led to 'panics,' in which people raced to their banks to withdraw their deposits. A particularly severe panic in 1907 resulted in bank runs that wreaked havoc on the fragile banking system and ultimately led Congress in 1913 to write the Federal Reserve Act. Initially created to address these banking panics, the Federal Reserve is now charged with a number of broader responsibilities, including fostering a sound banking system and a healthy economy."
  12. "Federal Reserve Act". Board of Governors of the Federal Reserve System. May 14, 2003. خوندي شوی له the original on May 17, 2008.
  13. BoG 2006, pp. 1
  14. "FRB: Mission". Federalreserve.gov. November 6, 2009. بياځلي په October 29, 2011.
  15. BoG 2006, pp. 1
  16. Bernanke, Ben (October 24, 2003). "Remarks by Governor Ben S. Bernanke: At the Federal Reserve Bank of Dallas Conference on the Legacy of Milton and Rose Friedman's Free to Choose, Dallas, Texas" (text).; FRB Speech: FederalReserve.gov: Remarks by Governor Ben S. Bernanke, Conference to Honor Milton Friedman, University of Chicago, Nov. 8, 2002; Milton Friedman; Anna Jacobson Schwartz (2008). "B. Bernanke's speech to M. Friedman". The Great Contraction, 1929–1933 (New ed.). Princeton University Press. p. 247. ISBN 978-0-691-13794-0.
  17. BoG 2005, pp. 83