د فوکوشیما اټومي ناورین / بدبختي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د فوکوشیما اټومي ناوړه پېښه یا لوی ناورین په ۲۰۱۱ ز کال کې جاپان د فوکوشیما د اوکوما د دایچي په اټومي بټۍ کې پېښ شوې وه. د دې ناوړه پېښې او لوی ناورین احتمالي لامل د ۲۰۱۱ ز کال د توهوکو زلزله او د سونامي طبیعي بلا وه، چې د ۲۰۱۱ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۱ نېټه پېښ شوه او د جاپان په تاریخ کې تر ټولو ځواکمنې او قوي زلزلې په توګه ثبت شوې ده. دا زلزله د ۱۳ تر ۱۴ متره ځواکمنه موج لرونکې سونامي رامنځته کېدو لامل شوه، چې اټومي بټۍ ته د زیان اړولو لامل شوه. دا پېښه په ۱۹۸۶ ز کال کې د چرنوبيل له پېښې راهیسې د نړۍ تر ټولو سخته اټومي پېښه وه، چې په پنځو لوړو درجو کې تر لومړنۍ طبقه بندۍ وروسته دا پېښه د اوومې کچې سترې پېښې په توګه د نړیوالو اټومي پېښو (INES) په برخه کې طبقه بندي شوه او د یوازینۍ بلې داسې پېښې په توګه ثبت شوه چې دا طبقه بندي یې ترلاسه کړه او له چرنوبیل پېښې سره یوځای شوه. حال دا چې په ۱۹۵۷ ز کال د مایاک په تاسیساتو کې ستره چاودنه ترسره شوې وه، چې د راډیو اکتیفیت له نظره د خپریدو له مخې دویمه لویه او تر ټولو بده پېښه وه. خو INES د نړۍ سترې اټومي پیښې په نفوس او جمعیت باندې د اغېز په اساس طبقه بندي کوي، له همدې امله د چرنوبیل پېښه کې (۳۳۵۰۰۰ خلک ایستل شوي) او د فوکوشیما پېښه کې (۱۵۴۰۰۰ خلک) چې د مایاک له سویلي اورال کلیوالو سیمې څخه د ایستل شوو خلکو په پرتله له شاوخوا ۱۰۰۰۰ څخه زیات خلک دي.[۱][۲][۳]

دا ستره پېښه د ۲۰۱۱ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه د جمعې په ورځ د توهوکو زلزلې او سونامي له امله رامنځته شوه. فعاله ریکټورونو د زلزلې په کشفولو سره سم په اوتوماتیک ډول خپل نورمال بریښنا تولیدونکي طبیعي تعاملات بند کړل. د دې تعاملاتو د بندیدو ستونزې او دغه راز د بریښنایی شبکې نورو ستونزو له امله، د ریکټورونو د اړتیا وړ بریښنا رسول له کاره ولوېدل او د دې ریکټورونو اړوند بیړني ډیزلي جنراتورونه په اتومات ډول کار پیل کړ. په بحراني او جدي توګه دا ټول موارد د هغو پمپونو د بریښنایي ځواک لپاره ډېر اړین او لازمي و، چې سړوونکې مایع یې د ریکټورونو په هستو کې په څرخېدو راوستله. د پاتې شوې پوسیدګۍ او خرابوالي د ګرمښت حذف کولو او له منځه وړلو لپاره دا دوامداره ګرځېدنه ډېره اړینه وه، چې د شکافتونو د بندېدو وروسته هم دوام ورکوي. په دې توګه دې زلزلې همدارنګه د ۱۴ مترو (۴۶ فټه) په ارتفاع یوه سونامي هم رامنځته کړې وه، چې تر زلزلې لږ وخت وروسته راورسېده، د نبات سمندري دېوال یې ونیوه او بیا د ۱ – ۴ ریکټورونو لاندنۍ برخې هم اوبو ونیولې. دا سیلاب د اضطراري جنراتورونو د خرابېدو او له کاره لوېدو تږ دغه راز د پمپونو د برق قطع کېدو لامل شول. د ریکتور سړوونکې برخې اړوند هستې له منځه تلل د دې لامل شوه، چې د مارچ میاشتې له ۱۲ نېټې څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې درې اټومي برخې خرابې شي، درې لویې هایدروجني چاودنې رامنځته شي او دغه راز په ۱،۲ او ۳ واحدونو کې د رادیو اکټیو اړوند ککړتیاوې خپرې شي. د ۴ ریکټور د سوځېدو اړوند مصرف شوې ذخیره، چې تر دې دمخه خاموشه شوې وه دا مهال د مارچ په ۱۵ نېټه د سوځېدو اړوند مصرف شویو میلو له امله د رامنځته شوي زوال په اساس یې ګرمي زیاته شوه؛ خو د جوشېدو تر څده و نه رسېده، چې دا سوخت د لیدو وړ وګرځوي.[۴][۵][۶][۷]

له دې لویې پېښې څخه وروسته ورځو کې، د هوا او فضا یا اتموسفیر په برخه کې خپرو شویو وړانګو دولت دېته اړ کړ، چې د دې بټۍ شاوخوا سیمه کې د تخلیې اړوند یوې لویې ساحې اعلان وکړ، چې په پای کې د تخلیې اړوند ۲۰ کلیومتره سیمې باندې ختم شو. په ټوله کې شاوخوا ۱۱۰،۰۰۰ اوسېدونکي د دې بټۍ له شاوخوا سیمو څخه د وړانګو لرونکو تشعشعاتو زیاتېدو له امله هغه چاپېریال ته تخلیه شول، چې په هوا کې د موجوده رادیو اکتیو اړوندو ککړتیاوو د ریکټورونو څخه ضرر لیدلی و.[۸][۹]

د دې ناوړه پېښې په لړ کې د رادیواکتیو په ایزوتوپونو باندې ککړې شویو اوبو ګڼ شمېر بېلګې په آرام سمندر کې خپرې شوې. د چاپېریالي رادیواکتیویتي په موسسه کې د ځمکنیو علومو رادیوایزوتوپ برخې پروفیسور میچیو آئویاما داسې انګېرلې، چې د دې سترې پېښې په لړ کې له سزیوم ۱۳۷ څخه شاوخوا ۱۸۰۰۰ ترابکرل (TBQ) رادیو اکتیو په آرام سمندر کې خپاره شوه او د ۲۰۱۳ ز کال کې ۳۰ ګیګا بکرل (GB17) لا هم هره ورځ دې سمندر ته لوېږي. د دې بټۍ اپراتور له هغه وخت راهیسې سمندر ته څېرمه د ساحل په لړ کې نوي دیوالونه جوړ کړي او دغه راز له یخ وهلې ځمکې څخه یې د ۱.۵ کیلومترو په اندازې له یخ څخه دیوال جوړ کړی دی، ترڅو د ناولو شویو اوبو بهیر ودروی. [۱۰][۱۱]

سره له دې چې د روغتیا په برخه باندې د دې ستر ناورین او لویې پېښې د اغېزونو په هکله ګڼ شمېر دوامداره نیوکې او جنجالونه موجود دي، د اټومي وړانګو (UNSCEAR) اړوند اغېزو په هکله د ملګرو ملتونو د علمي کمیټې په وسیله د ۲۰۱۴ ز کال راپور او دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان د جنینونو د سقط، مړو زیږونونو یا هم په هغو ماشومانو کې د جسمي او رواني اختلالاتو په برخه کې د هیڅ ډول زیاتوالي وړاندوینه و نه کړه، چې له دې لویې پېښې څخه وروسته زېږېدلي و. د UNSCEAR په وینا د ساتنې په موخه له یادې سیمې څخه د خلکو تخلیې او پناه ورکولو په په لوړه کچه د بالقوه وړانګو لاندې د خلکو راتلو مسئله تر ۱۰ برابره پورې کمه کړه. همدارنګه UNSCEAR داسې راپور ورکړ، چې تخلیې خپله په یاده برخه کې د ښکېل خلکو لپاره یوه پایله لرله، لکه د تخلیې له امله یو شمېر رامنځته شوې مړینې او دغه راز له تخلیې وروسته په رواني او ټولنیزې هوساینې باندې د تخلیې اغیزې (د بیلګې په توګه، دا چې تخلیه شوي خلک له خپل کور، خپل ټاټوبي او زیاتره خلکو څخه یې جلا شوي وي، نو له همدې امله ځینو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ). د یادې فابریکي مدیریت داسې اټکل کوي، چې د زیانمنو سیمو د پاکولو او دغه راز د یادې بټۍ له کاره غورځول او له منځه وړل یې د پاک کارۍ یو دوامداره بهیر ته اړتیا لري، چې  ۳۰ تر ۴۰ کاله وخت به ونیسي. ‎[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۲۰۱۲ ز کال د جولای میاشتې په ۵مه نېټه د جاپان د فوکوشیما د اټومي سوانحو د ارزونې خپلواک کمیسیون (NAIIC) اړوندو څېړنو دا وموندله، چې د یادې پېښې لاملونه د وړاندوینې وړ وو، خو د دې فابریکي چلوونکي، د توکیو د بریښنا شرکت (TEPCO) لومړني تدابیر په سمه توګه مراعت کړي نه دي او د اساسي خوندیتوب اړوندو اړتیاوو لکه د خطر ارزونه، د جانبي زیانونو د مهارولو لپاره چمتووالي او د تخلیې اړوندو طرحو د پراختیا په برخو کې پاتې راغلی دی. د وین ناسته چې له دې ستر ناورین څخه درې میاشتې وروسته دایره شوه، په دې غونډه کې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د اقتصاد، تجارت او صنعت وزارت کمزورې څارنه په دې برخه کې ملامت وګڼلو او داسې یې وویل چې دا وزارت د دولتي ادارې په توګه د پېښې د تنظیم او پراختیا مسئول دی، ځکه چې د ګټو له ذاتي شخړې سره مخ دی. د اټومي بریښنا صنعت (TEPCO) د ۲۰۱۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره داسې اعتراف وکړ، چې د خپلو اټومي بټیو په وړاندې د قضایي محاکمو یا لویو پاڅونونو له ویرې د اړینو اقداماتو ترسره کولو په برخه کې پاتې راغلي دي. [۱۶]

د نبات تشریح / سپړنه[سمول]

د فوکوشیما دایچي اټومي د بریښنا اړوند بټۍ د جوش اوبو شپږ ریکټورونه لرل، چې د جنرال الکتریک (GE) په بڼه و او ۴.۷ ګیګا واټه ترکیبي قدرت یې درلود، چې دا بټۍ یې د نړۍ د ۲۵ لویو اټومي بټیو په ډله کې راوستله. دا لومړنۍ اټومي بټۍ وه، چې د جنرال الکتریک په وسیله ډیزاین شوې وه او په بشپړه توګه د توکیو د بریښنا شرکت (TEPCO) په وسیله جوړه او اداره شوه. د ۱-ریکټور د ۴۳۹ میګاواټه (BWR-3) ریکټور له ډلې څخه و، چې د ۱۹۶۷ ز کال په جولای میاشت کې جوړ شو او د ۱۹۷۱ ز کال د مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه یې کار پیل کړ. دا ریکټور د ۰،۱۸ ګرام (۱،۴ متره پر ثانیې / ۶ فوټه) سرعت لرونکې زلزلې سره د مقابلې او د ۱۹۵۲ ز کال د کیرن کرن کاونټي سیمې اړوند زلزلې د (۲s غبرګون) سره د توان لرونکې کچې په اندازه جوړ شوی و. ۲ او ۳ ریکټورونه یې دواړه ۷۸۴ میګاواټه او د BWR-4 له ډلې څخه و. ۲-ریکټور یې د ۱۹۷۴ ز کال په جولای میاشت کې او ۳-ریکټور یې د ۱۹۷۶ ز کال په مارچ میاشت کې کار کول پیل کړل. د زلزلې د طراحې اساس یې د ټولو واحدونو لپاره ۰،۴۲ ګرام (4.12 m/s2, 13.5 ft/s2) څخه تر ۰.۴۶ ګرام (4.52 m/s2, 14.8 ft/s2) یا ۱۴،۸ فوټه پورې و. په ۱۹۷۸ ز کال کې د میاګي سیمې له زلزلې څخه وروسته، کله چې د ځمکې سرعت د ۳۰ ثانیو لپاره ۰،۱۲۵ ګرام (۱،۲۲ متر پر ثانیه، یا ۴،۰ فوټه پر ثانیه) ته ورسېد، د ریکټور مهمو او اساسي برخو کې هیڅ ډول زیان و نه لیدل شو. د ۱ – ۵ واحدونو د Mark-1 بڼې (light bulb torus) دفع کوونکی جوړښت درلود او ۶ – واحد یې د Mark-1 بڼې (over/under) دفع کوونکی جوړښت درلود. د ۲۰۱۰ ز کال په سپتمبر میاشت کې د ۳-ریکټور سون توکي تر یو څه حده د (MOX) مخلوط شویو اکسیدونو په وسیله تأمین شول.

سرچينې[سمول]

  1. Brumfiel, Geoff (26 April 2011). "Nuclear agency faces reform calls". Nature 472 (7344): 397–398. doi:10.1038/472397a. PMID 21528501. https://www.nature.com/articles/472397a. 
  2. (په 12 April 2011 باندې). Japan upgrades nuclear crisis to same level as Chernobyl. The Guardian.
  3. (په 9 April 2011 باندې). Analysis: A month on, Japan nuclear crisis still scarring. International Business Times.
  4. Lipscy, Phillip; Kushida, Kenji; Incerti, Trevor (2013). "The Fukushima Disaster and Japan's Nuclear Plant Vulnerability in Comparative Perspective". Environmental Science & Technology 47 (12): 6082–6088. doi:10.1021/es4004813. PMID 23679069. Bibcode2013EnST...47.6082L. https://web.stanford.edu/~plipscy/LipscyKushidaIncertiEST2013.pdf. 
  5. Clarke, Richard A.; Eddy, R.P. (2017). Warnings: Finding Cassandras to stop catastrophe. Harper Collins. د کتاب پاڼې 84. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 1 June 2011 باندې). Report Finds Japan Underestimated Tsunami Danger. The New York Times.
  7. Braun, Matthias (19 May 2011). "The Fukushima Daiichi Incident" (PDF). Areva. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۱۷ باندې – عبر JS Miller design. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 1 May 2011 باندې). Life in Limbo for Japanese Near Damaged Nuclear Plant. The New York Times.
  9. "Great East Japan Earthquake". JP: Reconstruction Agency. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 24 October 2013 باندې). With a Plant's Tainted Water Still Flowing, No End to Environmental Fears. The New York Times.
  11. (په 29 August 2016 باندې). Japan's $320 Million Gamble at Fukushima: an Underground Ice Wall. The New York Times.
  12. کينډۍ:Cite press release
  13. Stafford, Ned (4 March 2013). "Fukushima disaster predicted to raise cancer rates slightly". Royal Society of Chemistry. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite press release
  15. "UNSCEAR Report Volume 1: Levels and effects of radiation exposure due to the nuclear accident after the 2011 great east-Japan earthquake and tsunami" (PDF). October 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 21 June 2011 باندې). Japan Plans to Unlink Nuclear Agency From Government. The New York Times.