د توهوکو سونامي او رېږدله ۲۰۱۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۱۱ز کال کې د توهوکو زلزله او سونامي د مارچ په ۱۱مه په  jst۱۴:۴۶  کې رامنځته شوه. زلزله له ۹.۰ تر ۹.۱ میګاواټ پورې تر اوبو لاندې وه، چې مرکز یې په ارام سمندر کې و او له ۷۲ کیلومتره (۴۵ مایل) د توهوکو په سیمه کې د اوشیکا ټاپووزمې په خیتځ کې رامنځته شوه، چې کابو شپږ دقیقې یې دوام وکړ او د سونامي لامل شوه. دا په جاپان کې د نورو نومونو ترڅنګ ځینې وخت (د ختیځ جاپان زوروره زلزله) (هیګاشي نیهون دایشینسای) په نامه یادېږي. دغه ناورین ته په دواړو ژبو انګلیسي او جاپاني کې ۳.۱۱ وایي (په جاپانۍ ژبه کې سان ټین ایچي ایچین وایي).[۱][۲][۳]

دا په جاپان کې د تر ټولو زورورې زلزلې په نامه ثبت شوې او د نړۍ څلورمه زوروره زلزله ده، چې له ۱۹۰۰ز کال راهیسې یې په ثبت شوو ریکارډونو کې ځای خپل کړی دی. دغې زلزلې د سونامي پیاوړې څپې رامنځته کړې، چې ښایي د ۴۰.۵ مترو په لوړوالي (۱۳۳فوټ) سره په میاکو کې د توهوکو تر ایواته سیمې پورې رسېدلې وي. په سندای سیمه کې یې د ۷۰۰ کیلومترو پر ساعت  (۴۳۵mph ) سره حرکت وکړ او تر ۱۰ کیلومتره ( ۶مایله) پورې یې د هېواد دننه حرکت وکړ. د سندای اوسېدونکو ته یوازې له اتو نه تر ۱۰ دقیقو پورې خبرداری ورکړل شوی و او تر سلو ډېر ځایونه یې ویجاړ کړل. واورې، سونامي او د یخ درجه د دې لامل شوه، چې د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي، د بېلګې په توګه ایشینوماکي هغه ښار و، چې تر ټولو دېر تلفات یې لرل او د سونامي پرمهال یې تودوخه ۰ درجه سانټیګراډ (۳۲ درجه فارنهایت) وه. په ۲۰۲۱ز کال کې رسمي امار خپاره شول، چې ۱۹۷۴۷ تنه مړه، ۶۲۴۲ تنه ټپیان او ۲۵۵۶تنه ورک وو او د ۲۰۱۵ز کال راپوره ښيي، چې ۲۲۸۸۶۳ تنه لا هم د بېځایه کېدو له امله په موقتي کورونو کې د دایمي اوسېدو لپاره ژوند کوي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

دا سونامي د فوکوشیما دایچي مرکزي ناورین شو، چې درې راکټورنه یې ذوب شول، په فوکوشیما کې د راډیواکټیو اوبه خارجېدل او په دوی پورې له تړلو سیمو نه په سلهاوو زره وګړي اغېزمن شول. د زیاتره برقي جنراټورونو تېل خلاص شول. دا چې بریښنایي قوت یې له لاسه ورکړ؛ نو د یخولو سیسټم ورسره ودرېد او د تودوخې لامل شوه، دغه تودوخه د دې لامل شوه، چې هایدروجن ګاز تولید شي.  له تصفیې پرته، ګاز د تېلو په پورتني پوړ کې سره ټول شو، چې په پایله کې یې چاودنه وکړه او دا د دې لامل شو، چې د تېلو د ساحې چاودېدونکي پنلونه په زور سره له ودانۍ راووځي. د فوکوشیما دایچي د هسته یي ځواک له ۲۰ کیلومټره (۱۲ مایله) شعاع سره او د دې سیمې د هسته یې ځواک له  ۱۰ کیلومټره (۶.۲ مایله) شعاع سره د دې سیمې اوسېدونکي واېستل شول.[۱۶][۱۷]

د زلزلې د لومړیو اټکل شوو زیانونو بیمه له ۱۴.۵ نه تر ۳۴.۶ میلیارد ډالرو پورې ښودل شوې وه. د جاپان بانک د دې په لټه کې و، چې د بازار حالت عادي کړي؛ نو د دې لپاره یې بانکي سیسټم ته د ۱۵ ټریلیون ین (۱۸۳ میلیارد ډالر) وړاندیز وکړ. د نړیوال بانک اټکل شوی اقتصادي لګښت ۲۳۵ میلیارده ډالر و، چې هغه یې د تاریخ لویه پېښه ونوموله. د ۲۰۲۰ز کال د مطالعې له مخې، زلزلې او وروستۍ پایلې یې په را وروسته کال کې د جاپان د ناخالصو کورنیو تولیداتو وده له ۰.۴۷ سلنه کمښت سره مخ کړه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

زلزله

د ۲۰۱۱ز کال د مارچ په ۱۱مه په  jst۱۴:۴۶ (05:46utc)بجو تر اوبو لاندې ۹.۱ (Mw) زلزله رامنځته شوه. دا زلزله د ارام سمندر په شمال لوېدیځ کې په لږه ژورتیا، یعنې ۳۲ کیلومتره سره رامنځته شوه. مرکز یې کابو له ۷۲ کیلومتره (۴۵ مایل) سره په جاپان کې د توهوکو په اوشیکا ټاپووزمه کې و، چې شپږ دقیقې یې دوام وکړ. دغه زلزله لومړی له ۷.۹ میګاواټ سره د USGS له خوا وړاندې شوه دا یې مخکې تر دې اټکل وکړ، چې وروسته دغه زلزله ۸.۸ میګاواټ بیا ۸.۹ میګاواټ او بیا ۹.۰ ته پورته شوه. د ۲۰۱۶ز کال د جولای په ۱۱مه USGS دا زلزله ۹.۱ ته پورته کړه. سندای زلزلې ته تر ټولو نږې ښار و، چې د زلزلې له مرکز سره په ۱۳۰ کیلومترۍ کې واقع و. دا زلزله له ۳۷۳ کیلومتره (۲۳۲ مایله) سره د توهوکو په شمال ختیځ کې رامنځته شوه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سونامي

پورته خوا ته تګ له ۶ نه تر ۸ متره (۲۰ تر ۲۶فوټه) د ۱۸۰ کیلومتره (۱۱۰ مایله) په اوږدو کې د سمندر د تل له پراخوالي سره په ۶۰ کیلومترۍ (۳۷ مایله) کې د توهوکو له ختیځ ساحل نه د سونامي لامل شو، چې د جاپان د شمالي ټاپوګانو د ارام سمندر د ساحلي کرښو په اوږدو کې یې ویجاړۍ له ځانه سره لرلې.  په زرګونو مړه شول او ټول ښارونه له منځه لاړل. په ټول ارام سمندر کې سونامي خپره شوه او د شمالي او سویلي امریکا ارام سمندر ته له الاسکا نر تر شیلي پورې ورسېده. خبرداري ورکړل شول او له ارام سمندر سره په سرحد درلودونکو هېوادونو کې اېستل پیل شول. که څه هم سونامي زیاتره دغه سیمې تر اغېزې لاندې راوستې، خو د څپو لوړوالی یې لږ و. د شیلي د ارام سمندر سواحل، چې یو له لرې سواحلو نه دی، چې له جاپانه په ۱۷۰۰۰ کیلومترۍ (۱۱۰۰۰ مایله) کې واقع دی، د ۲ مترو (۶.۶ فوټه) څپو له لوړوالي سره مخ شو، چې د جاپان د میاکو ښار په اومویه ټاپووزمه کې یې د اټکل شوو څپو لوړوالی ۳۸.۹ متره (۱۲۸فوټه) ښودلی و. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

زیانونه او اغېزې

له زلزلې او سونامي نه د رامنځته شوو زیانونو کچه او پراختیا زیاته وه، چې زیاتره زیانونه یې د سونامي له امله وو.  د ډېرو زیانمنو ښارونو ویډیوګانې او فیلمونه اخیستل شوي، چې ټول یې د خښتو او ډبرو ټوټې ښکاروي، چې د هېڅ یوې ودانۍ هېڅ برخه هم پر خپل ځای نه ده پاتې شوې. د زیانونو اټکل شوي لګښتونه لسهاوو میلیاردو ډالرو ته رسېږي. له سپوږمکۍ نه مخکې او وروسته اخیستل شوي انځورونه ښیي، چې ډېرو سیمو ته زیانونه اوښتي دي. که څه هم جاپان له میلیاردونو ډالرو سره معادل د سونامي ضد پر دیوالونو پانګونه کړې وه، چې لږترلږه د ۳۴۷۵۱ کیلومتري ساحلي کرښې ۴۰ سلنه یې جوړوله او تر ۱۲متره (۳۹ فوټ) پورې یې لوړوالی رسېده؛ نو بیا هم سونامي وکولای شو، چې په ډېرۍ اسانۍ ترې تېره شي. د سمندري دیوالونه ځينې برخې په دغې تېرېدنه کې له منځه لاړې. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د ۲۰۱۱ز کال د اپرېل په ۳مه د جاپان د ملي پولیسو ادارې وویل، چې د زلزلې او سونامي له امله ۴۵۷۰۰ ودانۍ له منځه تللې او ۱۴۴۳۰۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي. ۲۹۵۰۰ ودانۍ په میاګي سیمه کې، ۱۲۵۰۰ ودانۍ په ایواته سیمه کې او ۲۴۰۰ ودانۍ په فوکوشیما کې زیانمنې شوې. په توهوکو کې درې سوه روغتونونه چې ۲۰بستریز یا تر هغو ډېر وو د دغه کړکېچ له امله زیانمن شول او ۱۱ روغتونونه په بشپړه له منځه لاړل. زلزلې او سونامي په جاپان کې کابو ۲۴ نه تر ۲۵ میلیون ټنه د خښتو ټوټې او پاتې شوني پرېښودل. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د ۲۰۱۸ز کال د سپټمبر په ۱۰مه د جاپان د ملي پولیسو د ادارې له خوا راپور خپور شو، چې ۱۲۱۷۷۸ ودانۍ په بشپړه نړېدلې، ۲۸۰۹۲۶ ودانۍ نیمایي نړېدلې او ۶۹۹۱۸۰ ودانۍ لږ زیانمنې شوې دي. [۴۴]

سرچينې

  1. "3.11の映像|Nhk災害アーカイブス". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "3.11復興特集~復興の今、そしてこれから~". kantei.go.jp (په اليابانية ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  3. "3.11". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 14 March 2011 باندې). New USGS number puts Japan quake at fourth largest. CBS News
  5. (په 13 March 2011 باندې). Tsunami, earthquake, nuclear crisis – now Japan faces power cuts. The Guardian.
  6. (په 11 March 2011 باندې). Japan quake – seventh largest in recorded history.
  7. "March 11th tsunami a record 40.5 metres high NHK". .nhk.or.jp. 13 August 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Yomiuri Shimbun evening edition 2-11-04-15 page 15, nearby Aneyoshi fishery port (姉吉漁港)(Google map E39 31 57.8, N 142 3 7.6) 2011-04-15, 大震災の津波、宮古で38.9 m…明治三陸上回る by okayasu Akio (岡安 章夫) Archived 18 April 2011 at the Wayback Machine.
  9. Richard A. Clarke; R.P. Eddy (2017). Warnings: Finding Cassandras to stop catastrophe. Harper Collins. د کتاب پاڼې 77. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Roland Buerk (په 11 March 2011 باندې). Japan earthquake: Tsunami hits north-east. BBC
  11. (په 12 March 2012 باندې). Graduation Day.
  12. (په 16 March 2011 باندې). 凍てつく被災地 雪降り積む夜、囲む焚き火.
  13. "平成23年(2011年)東北地方太平洋沖地震(東日本大震災)について(第161報)(令和3年3月9日)" [Press release no. 161 of the 2011 Tohuku earthqyake] (PDF). 総務省消防庁災害対策本部 [Fire and Disaster Management Agency]. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . 過去の気象データ検索 > 石巻 2011年3月11日(10分ごとの値).
  15. (په 11 March 2015 باندې). [{{{url}}} 4th Anniversary today]. Kobe Shinbun
  16. "Japan: 3 Nuclear Reactors Melted Down – News Story – KTVZ Bend". Ktvz.com. 6 June 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 7 June 2011 باندې). 3 nuclear reactors melted down after quake, Japan confirms. CNN
  18. Molly Hennessy-Fiske (په 13 March 2011 باندې). Japan earthquake: Insurance cost for quake alone pegged at $35 billion, AIR says. Los Angeles Times.
  19. (په 14 March 2011 باندې). New explosion shakes stricken Japanese nuclear plant.
  20. Carvalho, Vasco M; Nirei, Makoto; Saito, Yukiko U; Tahbaz-Salehi, Alireza (10 December 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Supply Chain Disruptions: Evidence from the Great East Japan Earthquake*"]. The Quarterly Journal of Economics 136 (2): 1255–1321. doi:10.1093/qje/qjaa044. ISSN 0033-5533. 
  21. Zhang, Bo. "Top 5 Most Expensive Natural Disasters in History". AccuWeather.com. News & Video. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Victoria Kim (په 21 March 2011 باندې). Japan damage could reach $235 billion, World Bank estimates. Los Angeles Times.
  23. Japan earthquake and tsunami: what happened and why|World news. The Guardian. Retrieved 3 April 2011. Archived 14 March 2011 at the Wayback Machine.
  24. "震災の揺れは6分間 キラーパルス少なく 東大地震研". Asahi Shimbun. Japan. 17 March 2011. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 11 March 2011 باندې). UPDATE 3-USGS upgrades Japan quake to 8.9 magnitude. Reuters.
  26. Reilly, Michael (11 March 2011). "Japan's quake updated to magnitude 9.0". New Scientist. https://www.newscientist.com/blogs/shortsharpscience/2011/03/powerful-japan-quake-sparks-ts.html. 
  27. "USGS Updates Magnitude of Japan's 2011 Tōhoku Earthquake to 9.0". United States Geological Survey (USGS). 14 March 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مارچ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. NHK BS News reported 2011-04-03-02:55 JST
  29. "Tsunami bulletin number 3". Pacific Tsunami Warning Center/NOAA/NWS. 11 March 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 11 March 2011 باندې). Tsunami warnings issued for at least 20 countries after quake. CNN
  31. "Distance between Dichato, Chile and Sendai, Japan is 17228 km". Mapcrow.info. 23 October 2007. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 12 March 2011 باندې). Chile Lifts Tsunami Alerts After Japan Quake Spawns Waves. Bloomberg
  33. "Chilean site: (Tsunami) waves penetrated 70–100 m in different parts of the country". Publimetro.cl. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مارچ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Yomiuri Shimbun evening edition 2-11-04-15 page 15, nearby Aneyoshi fishery port (姉吉漁港)(Google map E39 31 57.8, N 142 3 7.6) 2011-04-15, 大震災の津波、宮古で38.9 m…明治三陸上回る by okayasu Akio (岡安 章夫) Archived 18 April 2011 at the Wayback Machine.
  35. "PTWC warnings complete list". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Before-and-after satellite photographs of devastated regions". مؤرشف من الأصل في ۱۳ مارچ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 14 March 2011 باندې). animated images showing undamaged places become damaged. BBC
  38. (په 13 March 2011 باندې). film shown by BBC showing only rubble where there were buildings. BBC News.
  39. (په 13 March 2011 باندې). Seawalls Offered Little Protection Against Tsunami's Crushing Waves. The New York Times.
  40. NHK, "190,000 buildings damaged by 11 March quake", 3 April 2011.
  41. Kyodo News, "Fishermen to Tepco: Don't release water", The Japan Times, 9 June 2011, p. 1.
  42. Agence France-Presse/Jiji Press, "Radiation, legalities complicate cleanup efforts", The Japan Times, 9 April 2011, p. 2.
  43. Kamiya, Setsuko, "Debris removal, recycling daunting, piecemeal labor", The Japan Times, 30 June 2011, p. 3.
  44. "Police Countermeasures and Damage Situation associated with 2011 Tohoku district – off the Pacific Ocean Earthquake March 10, 2021" (PDF). National Police Agency of Japan. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)