د فلمونو په نړۍ کې ښځې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښځو د فلمونو د صنعت په ټولو رولونو کې چې د فلمونو ډایرکټري، لوبغاړي توب، فلم اخیستنه، د فلم تولید، د فلم نقد او نورې برخې په کې شاملېږي ونډه لرلې ده؛ په داسې حال کې چې په خلاقانه ځایګیو کې یې بیا ونډه لږ ده. 

دغې موضوع ته اړوندې په انګریزي ژبه باندې ګڼ شمېر علمي څېړنې او رسنیزې خپرونې تر ډېره پورې د متحده ایالاتو د فلمونو په صنعت (هالیووډ) باندې تمرکز لري، په داسې حال کې چې دغه ډول نابرابرۍ په نورو هېوادونو کې هم شتون لري. دغه لږ ونډې ته «سلولوئیدي چت» ویل کېږي چې د کاري تبعیض د «شیشه یي چت» یا glass ceiling د اصطلاح یو ډول دی.[۱][۲]

ښځو تل په فلمي رولونو کې ونډه لرلې، خو په دوامداره توګه دا په لږ کچه وه او په پام وړ توګه یې د منځنۍ کچې له مخې لږ امتیازات هم ترلاسه کړي. بل پلو د نږدې څو لسیزو لپاره د فلم جوړونې کلیدی چارې تر ډېره پورې د نارینه ډایرکټرانو او فلم اخیستونکو له خوا مخته وړل کېږي. د بېلګې په توګه د فلم د لیکوال نوم په معمول ډول نارینه وي، آن که په خوا کې یې پیاوړې ښځینه لیکوالانې هم شتون ولري او د هغو ترمنځ یې وده کړې وي. په دې وروستیو کې ښځو ډېری دغو برخو ته مخه کړه او په هغو کې یې ونډه لرلې ده. [۳][۴][۵][۶]

امتیاز او رول[سمول]

په ۲۰۱۳ زکال کې د سلولوئیدي چت راپور چې د سن دیګو ایالتي پوهنتون ته اړوند د تلویزیون او فلم په برخه کې د ښځینه مطالعاتو مرکز وړاندې کړ؛ چې په ۲۰۱۲ زکال کې یې د ۲۵۰ مخکښو داخلي فلمونو د ۲۸۱۳ تنو کارکوونکو شمېرې په کې راغونډې کړې وې. د دغه راپور له مخې ښځې په دغو فلمونو کې لاندې چارې مخته وړې:[۷]

  • ۱۸٪ سلنه د ټولو ډایرکټرانو، اجرایوي پروډوسیرانو، لیکوالانو، فلم اخیستونکو او ایډېټورانو څخه وې. دغو شمېرو له ۲۰۱۱ زکال څخه کوم ځانګړی توپیر نه درلود او یوازې د ۱۹۹۸ زکال وروسته په کې ۱٪ زیاتوالی راغلی و.
  • ۹٪ له ټولو ډایرکټرانو څخه.
  • ۱۵٪ له ټولو لیکوالانو څخه.
  • ۲۵٪ له ټولو پروډیوسرانو څخه.
  • ۲۰٪ له ټولو اېډېټ کوونکو څخه.
  • ۲٪ له ټولو فلم اخیستونکو څخه.
  • ۳۸٪ فلمونو هېڅ یا یوې ښځې ته د رول لوبولو وخت ورکړی و، ۲۳٪ فلمونو بیا دوه لوبغاړې لرلې، ۲۸٪ له ۳ څخه تر ۵ او ۱۰٪ له ۶ څخه تر ۹ ښځې استخدام کړې وې.

د نیویارک ټایمز یوې مقالې څرګنده کړه چې په ۲۰۱۳ زکال کې په یوازې ۱۵ سلنه غوره فلمونو کې ښځو مرکزي رول لوبولی و. د دغې څېړنې لیکونکي څرګنده کړې وه چې «په فلم کې د خبرو کوونکو ښځو ونډې له ۱۹۴۰مې لسیزې راهیسې چندان زیاتوالی نه درلود او یوازې د ۲۵ څخه تر ۲۸ سلنې تر منځ و». «همدارنګه له ۱۹۹۸ زکال را وروسته له ډایرکټرانو پرته د پر دې تر شا ښځینه کارکوونکو شمېر یوازې یو سلنه زیاتوالی درلود». ښځو «... په ۲۰۱۲ زکال کې د ۲۵۰ ډېرو ګټه لرونکو فلمونو هماغه سلنه (۹ سلنه) کچه فلمونه ډایرکټ کړي و چې دوی په ۱۹۹۸ زکال کې کړي و».[۸][۹]

په ۲۰۱۵ زکال کې فوربز مجلې راپور خپور کړ چې «... په ۲۰۱۴ زکال کې ۱۰۰ ډیر پلورل شوي فلمونه هغه فلمونه و چې ښځو په کې لومړی یا د همکار رول درلود، په داسې حال کې چې د دغو ډېرو پلورل شوو فلمونو له شخصیتونو څخه یوازې ۲۸.۱ سلنه یې ښځې وې... دا په دې معنی چې د ښځو لپاره ډېره نادره ده چې د فلم د ډېرې پلورنې لامل وګرځي ځکه دغه چاره داسې څو اړخیزو هوکړو ته اړوندېږي چې ګڼ شمېر نارینه سیالان یې د هغو غوښتنه لري (لکه ټام کروز په Mission: Impossible یا ناشوني ماموریت او رابرټ ډاوني جونیر په Iron Man یا اوسپنیز سړي فلم کې). په متحده ایالاتو کې «د دغه صنعت په ټولو سطحو کې د حقوقو په برخه کې پراخ [توپیرونه] شتون لري. په منځنۍ کچه سپین پوستې ښځې د هر هغه ډالر پر وړاندې چې یو نارینه سپین پوستی یې ترلاسه کوي ۷۸ سنټه معاش اخلي، په داسې حال کې چې هسپانوي الاصله ښځې بیا د سپین پوستو نارینه و د یو ډالر معاش په مقابل کې ۵۶ سنټه، تورپوستې ښځې ۶۴ سنټه او بومي امریکايي ښځې یوازې ۵۹ سنټه ترلاسه کوي». فوربز په ۲۰۱۳ زکال کې د متحده ایالاتو د فلمي لوبغاړو د معاشاتو له تحلیل څخه څرګنده کړه چې «د فوربز په نوملړ کې تر ټولو زیات عاید لرونکو نارینه لوبغاړو د تر ټولو زیات عاید لرونکو ښځینه لوبغاړو په پرتله ۲.۵ چنده زیات عواید لرلي. دا په دې معنی چې د هالیوډ تر ټولو غوره ښځینه لوبغاړې د غوره رول لوبونکو نارینه و د هر ډالر په پرتله یوازې ۴۰ سنټه عاید ترلاسه کړی». دغې څېړنې همدارنګه څرګنده کړه چې «... د عمر او جنسیت تبعیض [په ګډه سره] کولای شي په پام وړ کچه په امتیازاتو کې توپیر رامنځته کړي». ځوانې ښځینه لوبغاړو هڅه کړې څو له ځوانو نارینه لوبغاړو څخه ډېر عاید تر لاسه کړي. په داسې حال کې چې، «زاړه [نارینه] لوبغاړي د خپلو هم عمره ښځینه لوبغاړو څخه ډېر عواید ترلاسه کوي. د عمر له مخې «د سینما ښځینه ستورې په منځنۍ کچه په ۳۴ کلنۍ کې د خپل هر فلم په بدل کې تر ټولو زیات عواید ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې نارینه ستوري په ۵۱ کلنۍ کې زیات عاید لري».[۱۰][۱۱]

د لوبغاړې جنیفر لارنس په خبره، «... هغه ښځې چې د لوړو امتیازاتو اړوند چنې وهي د هغو له «ستونزمنېدو» یا «خرابېدو» څخه په اندېښنه وي». [۱۲]

د سن دیګو ایالتي پوهنتون ته اړوند د تلویزیون او فلم په برخه کې د ښځینه مطالعاتو مرکز د خپل راپور د ۲۰۱۹ زکال په تازه شوې نسخه کې په ډېرو عاید کوونکو فلمونو او تلویزوني خپرونو کې د ښځو استخدام د ۲۰ کلنو په اوږدو کې وڅېړه. د دغه مرکز د ۲۰۱۸ زکال څېړنې (په ۲۵۰ غوره فلمونو کې) د ښځو ونډه په داسې توګه ښوولې وه: [۱۳]

  • ۸٪ له ډایرکټرانو څخه
  • ۱۶٪ له لیکوالانو څخه
  • ۴٪ له فلم اخیستونکو څخه
  • ۲۶٪ له پروډیوسرانو څخه
  • ۲۱٪ له اجرایوي پروډیوسرانو څخه
  • ۲۱٪ له اېډېټورانو څخه.

د یاد مرکز د راپور بنسټ په ۲۰۱۸ زکال کې نارینه لوبغاړو د لویو سکرینونو کنټرول لرلو ته دوام ورکړ.

  • شاوخوا ۳۵٪ فلمونو ۱۰ یا له هغو زیاتې ښځینه لوبغاړې لرلې چې په فلم کې یې د خبرو کولو رول درلود
  • شاوخوا ۸۲٪ فلمونو ۱۰ یا له هغو زیات نارینه لوبغاړي لرل چې په فلم کې یې د خبرو کولو رول درلود.

په فلمونو کې د ښځو ونډې په ۲۰۱۷ زکال کې د ۳۴٪ کچې څخه یوازې یو سلنه زیاتوالی لرلی. په ۲۰۱۸ زکال کې د ښځینه مرکزي رول لرونکو ډېرو پلورل شوو فلمونو کچې ۳۱ سلنه ته کموالی لرلی، خو له هغو وړاندې په ۲۰۱۷ زکال کې دا ۳۷ سلنه وه. دا ښيي چې څه ډول دغه کمښت رامنځته شوی او ښځې په رسنیز ډګر کې لږ لیدل کېږي.

  • تور پوستې ښځینه د ۲۰۱۷ زکال له ۱۶٪ کچې څخه په ۲۰۱۸ زکال کې ۲۱ سلنه ته زیاتې شوې
  • لاتیني ښځینه د ۲۰۱۷ زکال له ۷٪ کچې څخه په ۲۰۱۸ زکال کې ۴٪ کچې ته را کمې شوې
  • آسیایي ښځینه د ۲۰۱۷ زکال له ۷٪ کچې څخه په ۲۰۱۸ زکال کې ۱۰٪ کچې ته زیاتې شوې دي.

په ۲۰۱۸ زکال کې د فیلمونو په کن فیستیوال کې، ۸۲ ښځو په دغه فستیوال کې د جنسیتي نابرابریو غږ اوچت کړ. ټولې دغه ښځینه لوبغاړې هغه مهال په زینو کې راغونډې شوې چې د لمر د نجونو (Girls of the Sun) په نامه فلم د دغه فیستیوال په پیل کې نندارې ته وړاندې شو؛ د دغه فلم ډایرکټره اوا هوسون وه؛ نوموړې له هغو محدود شمېر ښځینه ډایرکټرانو څخه وه چې د دغه فیستیوال تر ټولو عالي جایزې یا د خرما طلایي پاڼې (Palme d’Or) ته نومانده وه. دا په کره توګه ۸۲ هغې ښځینه ډایرکټرانې وې چې د کلونو په اوږدو کې د کن فیستیوال د جایزې لپاره نوماندې شوې وې؛ ورته مهال په همدومره موده کې ۱۶۴۵ تنه نارینه ډایرکټران دغې جایزې ته نوماند شوي و.[۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. (په 20 April 2014 باندې). Women bridge gender gap as French film embraces a new nouvelle vague.
  2. "New German film industry group calls for gender parity". Deutsche Welle. 31 January 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Woodruff, Betsy (23 February 2015). "Gender wage gap in Hollywood: It's very, very wide". Slate Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Khatchatourian, Maane (7 February 2014). "Female Movie Stars Experience Earnings Plunge After Age 34 - Variety". Variety. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Name= Loayza, Beatrice (په 3 November 2021 باندې). When Women Filmmakers Get to Tell Their Origin Stories.
  6. Lauzen, Martha. "The Celluloid Ceiling: Behind-the-Scenes Employment of Women on the Top 250 Films of 012" (PDF). The Center for the Study of Women in Television and Film. San Diego State University. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lauzen, Martha. "The Celluloid Ceiling: Behind-the-Scenes Employment of Women on the Top 250 Films of 012" (PDF). The Center for the Study of Women in Television and Film. San Diego State University. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 11 March 2014 باندې). Only 15 Percent of Top Films in 2013 Put Women in Lead Roles, Study Finds.
  9. Woodruff, Betsy (23 February 2015). "Gender wage gap in Hollywood: It's very, very wide". Slate Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Robehmed, Natalie. "Jennifer Lawrence Speaks Out On Making Less Than Male Co-Stars". Forbes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Khatchatourian, Maane (7 February 2014). "Female Movie Stars Experience Earnings Plunge After Age 34 - Variety". Variety. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Robehmed, Natalie. "Jennifer Lawrence Speaks Out On Making Less Than Male Co-Stars". Forbes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Celluloid Ceiling: Behind-the-Scenes Employment of Women on the Top 100, 250, and 500 Films of 2018 – Center for the Study of Women in Television & Film" (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2018-05-12 باندې). Women Rally on Cannes Red Carpet to Highlight Gender Inequality. The New York Times.
  15. Cortes, Javiera (January 2020). "Surveying gender in the audiovisual industry Examples, results, strategies, and policies to address inequality effectively". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)