د فضایي شټل مدار ګرځېدونکې الوتکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فضایي شټل مدار ګرځېدونکې الوتکه، د فضایي شټل فضايي الوتکه ده،  دا د مداري فضايي بېړۍ یو سیستم و چې تر یوه حده د بیا کارولو وړ و او د درول شوي «فضایي شټل» پروګرام یوه برخه وه. دغه لېږدوونکې وسیله چې له ۱۹۷۷ ز کال څخه تر ۲۰۱۱ ز کال پورې د متحدو ایالتونو د فضايي ماموریت ناسا له‌خوا اداره کېده، کولای یې شول چې د ځمکې ښکتني مدار ته ستور مزلي او بارونه ولېږدوي، په فضا کې عملیات وکړي، بېرته اتومسفیر ته دننه شي او د یوې بې‌ماشینه یا ګلایډر الوتکې په څېر ښکته شي او ستور مزلي او بارونه ځمکې ته را وګرځوي.[۱]

د الوتنې لپاره شپږ مدار ګرځېدونکې الوتکې جوړې شوې چې انټرپرایز (Enterprise)، کلمبیا (Columbia)، چلنجر (Challenger)، ډیسکوري (Discovery)، اتلانتیس (Atlantis) او انډاور (Endeavour) دي. دا ټول د کلیفورنیا ایالت په پالمډېل ښار کې د «راکوېل» شرکت له‌خوا جوړې شوې. لومړنۍ مدار ګرځېدونکې الوتکې «انټرپرایز» خپل لومړی الوتنه په ۱۹۷۷ ز کال کې وکړه. یو بې‌ځواکه ګلایډر د «شټل لېږدوونکې الوتکې» په نامه د یوې «۷۴۷ بويېنګ» الوتکې په مرسته ولېږدول شو او د یو شمېر اتومسفیري ازمېښتي الوتنو لپاره خوشی شو. دغه الوتکه د مهمو ازمېښتونو تر بشپړېدو وروسته ونه‌کارېده. د فضايي بېړۍ پاتې نورې مدار ګرځېدونکې الوتکې په بشپړ ډول عملیاتي وې او د فضایي شټل په لړ کې په عمودي ډول وتوغول شوې.

کلمبیا لومړنۍ فضايي مدار ګرځېدونکې الوتکه وه. لومړنۍ الوتنه یې په ۱۹۸۱ ز کال کې وکړه. چلنجر، ډیسکوري او اتلانتیس په ترتیب سره په ۱۹۸۳، ۱۹۸۴ او ۱۹۸۵ ز کلونو کې الوتنې وکړې. په ۱۹۸۶ ز کال کې چلینجر تر لسمې توغونې لږ وروسته په یوه پېښه کې له منځه لاړه. اینډاور د چلنجر د ځای‌ناستې په توګه جوړه شوه او په لومړي ځل په ۱۹۹۲ ز کال کې فضا ته وتوغول شوه. په ۲۰۰۳ ز کال کې «کلمبیا» د بیاځلي داخلېدو پر مهال له منځه لاړه او یوازې درې مدار ګرځېدونکې الوتکې پاتې شوې. ډیسکوري وروستۍ الوتنه د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې په ۹مه نېټه وکړه او اینډاور وروستۍ الوتنه د ۲۰۱۱ ز کال د جون میاشتې په لومړۍ نېټه وکړه. اتلانتیس د شټل وروستۍ الوتنه د «STS-135» ماموریت په لړ کې د ۲۰۱۱ ز کال د جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه وکړه.

تشرېح[سمول]

محرکه قوه[سمول]

د فضایي شټل درې اصلي ماشینونه د مدار ګرځېدونکي پر بدنه د متساوي الاضلاع مثلث په ډول لګېدلي وو. دغه درې ماشینونه چې مایع سون‌توکي پکې سوځېدل، د مسیر د بدلولو په موخه ۱۰.۵ درجې په عمودي ډول او ۸.۵ درجې په افقي ډول د پورته کېدو په جریان کې څرخېدلای شول. له دې امله دغو ماشینونو ټوله سپېس شټل بېړۍ هدایت کوله او د مدار پر لوري یې د توغندي د غورځولو چاره ترسره کوله. د شا د لوري بدنې هم د مرستندویې برېښنا درې واحدونه (APU) لرل. دغو اصلي درېیو واحدونو هیدرازین سون‌توکي له مایع حالت څخه ګاز حالت ته بدلول او د هایدرولیک یوه پمپ ته یې ځواک ورکاوه چې د هایدرولیک د فرعي سیستم په ګډون یې د ټول هایدرولیک سیستم لپاره د کمپیوټري الوتنې تر کنترول لاندې فشار برابروه.[۲]

حرارتي خوندیتوب[سمول]

مدارګرځېدونکې الوتکې د تودوخې خوندیتوب سیستم (Thermal Protection System) د توکو په مرسته ساتل کېدې چې دغه سیستم په دننه او د باندې کې د الوتکې له باندنۍ سطحې څخه د بار تر ځای پورې و. دغه سیستم الوتکه د یخنۍ له امله په فضا کې له خیشتېدو یا لمدېدو څخه تر منفي ۱۲۱ درجو سانتیګراد (منفي ۱۸۶ درجو فارنهایټ) پورې ساتله او د دې تر څنګ یې له ۱۶۴۹ درجې سانتي ګراد (۳۰۰۰ درجې فارنهایټ) ګرمۍ څخه خوندي کوله.[۳]

جوړښت[سمول]

مدار ګرځېدونکی تر ډېره له المونیمي الیاژ څخه جوړ شوی و او غورځوونکی یا توغوونکی ماشین بیا د تیتانیم له الیاژ څخه جوړ و. د نورو مدار ګرځېدونکو (ډیسکوري، اتلانتیس او اینډاور) په ځینو برخو کې د وزن د کمېدو په خاطر د المونیم پر ځای له ګرافیټ اپوکسي څخه کار اخیستل شوی و. کړکۍ یې د المونیمي سیلیکاټ له ښيښې او د ویلې شوي سیلیکا له ښيښې څخه جوړې شوې وې. د داخلي فشار یوه ښيښه یې لرله، د دې تر څنګ یې د رڼا یوه بله ښيښه وه چې ۱.۳ اینچه (۳۳ ملي متره) ډبله وه او یوه یې هم د بېروني حرارت ښيښه وه. ښيښې په هغه جوهر رنګ شوې وې چې د امریکا د پیسو یا بانکنوټونو د جوړولو لپاره کارول کېده. [۴][۵]

تقاعد[سمول]

د شټل پروګرام له پای ته رسېدو سره داسې پلانونه جوړ شول چې پاتې درې مدار ګرځېدونکي د دایمي نندارې لپاره کېښودل شي. د ناسا رئیس «چارلېز بولډن» د ۲۰۱۱ ز کال د اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه د انسان د لومړنۍ فضايي الوتنې د پنځوسمې کلیزې او د کلمبیا د لومړنۍ الوتنې د دېرشمې کلیزې په ورځ د دغو مدار ګرځېدونکو د اېښودو ځایونه اعلان کړل. ډېسکوري د «سټېون اوډوار-هزي» مرکز ته یووړل شوه او د انټرپرایز پر ځای کېښودل شوه، انټرپرایز په نیویارک ښار کې «انټرپېډ سي هوايي او فضايي موزیم» ته یووړل شوه. اینډاور الوتکه د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه نېټه په لاس انجلس کې د کلفورنیا علمي مرکز ته یووړل شوه. اتلانتیس بیا د ۲۰۱۲ ز کال د نومبر میاشتې په ۲یمه نېټه کنډي فضايي مرکز ته یووړل شوه. د شټل پروګرام سلګونه نور توکي به د متحدو ایالتونو په ګوټ ګوټ کې په موزیمونو او بېلابېلو ښوونیزو ادارو کې نندارې ته کېښودل شي.[۶]

سرچینې[سمول]

  1. "Facts About the Space Shuttles". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 1981-04-06 باندې). New Generation of Astronauts Poised for Shuttle Era. The New York Times.
  3. "Automotive Design & Manufacturing". NASA Tech Briefs. 22 (9): 26. September 1998. hdl:2060/20110003618. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په January 11, 2008 باندې). Mysterious $100 'supernote' counterfeit bills appear across world. The Kansas City Star.
  5. "STS-113 Space Shuttle Processing Questions & Answers (NASA KSC)". NASA. November 15, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر January 14, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په April 12, 2011 باندې). NASA Announces New Homes For Shuttle Orbiters After Retirement. NASA کينډۍ:PD-notice