د فضايي اکتشاف راتلونکی
د فضايي اکتشاف راتلونکی د فضا تلسکوپي او فزیکي اکتشافات دي چې د روباتیکو فضايي بېړیو او انساني فضايي الوتنو په مرسته ترسره کېږي.
د فضايي اکتشاف لنډمهالي ماموریتونه چې د لمریزې منظومې په اړه د نویو معلوماتو په ترلاسه کولو متمرکز دي، د ملي او خصوصي سازمانونو لهخوا پلانېږي او اعلانېږي. سپوږمۍ او مریخ ته د خدمې یا سپرو لېږدوونکو ماموریتونو لپاره ازمېښتي پروګرامونه شته تر څو هلته علمي سټېشنونه جوړ کړي، دا کار په راتلونکي کې هلته د دایمي مېشتځایونو د جوړولو شونتیا برابروي. په اضافي اکتشافاتو کې اکتشافي سفرونه، د نورو سیارو او د هغوی د سپوږمیکو لپاره سټېشنونه جوړول شامل دي. له لمریزې منظومې بهر فزیکي اکتشافات به تر وړاندوېینې وړ راتلونکي پورې روباټیکه بڼه ولري.
د فضايي اکشتاف ګټې[سمول]
په شلمه پېړۍ کې د فضايي سیالۍ تر مهال را وروسته پر فضايي اکتشاف د انسانانو او هېوادونو د پانګونې دلیل په پام وړ ډول بدل شوی دی. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې فضايي اکتشافات د لومړنۍ فضايي الوتنې لپاره د شوروي اتحاد او متحدو ایالتونو تر منځ د سیالۍ له امله وشول. دا مهال خصوصي سکتور او ملي دولتونه یو ځل بیا پر فضايي اکتشاف پانګونه کوي. دا مهال یې انګېزه دا ده چې انسانان د ناوړه پېښو له ګواښه وژغوري او فضايي سرچینې وکاروي.[۱]
د بېرونۍ فضا نیواک[سمول]
ویل کېږي چې د فضا نیواک د یوې سیارهيي غمیزې یا ناوړه پېښې په مقابل کې د انساني تمدن د پایښت تضمینولو وسیله ده. د نورو سیارو نیواک د انسانانو د خورېدو امکان برابروي او بالاخره د یوې سیارهيي غمیزې په مقابل کې د پايښت احتمال ډېروي. د دې تر څنګ هغو اضافي سرچینو ته لاسرسی چې له فضا څخه یې را ایستلی شو، انساني وړتیاوې ډېرولی شي او تر ډېره حده ټولنې ته ګټه رسولی شي. د دغو سرچینو کارول او فضا ته د ککړتیا لرونکو صنایعو لېږدول کولای شي د ځمکې پر مخ د ګلخانهيي ګازونو انتشار کم کړي او په پایله کې یې د انرژۍ پاکې سرچینې رامنځته شي. د فضا د نیواک لپاره په لومړنیو خنډونو کې ټېکنالوژيکي او اقتصادي ننګونې شاملېږي.[۲]
ډېر خصوصي شرکتونه په دې هڅه کې دي چې فضايي سفرونه کارند کړي، دوی هیله لري چې د فضایي سفرونو ټولیز لګښت او بالاخره د فضا د نیواک لګښټ راکم کړي. سپېساېکس شرکت د بیا کارولو وړ «فالکون۹» توغندی را وایست او له همدې امله د کارند اکتشاف لپاره په دې هڅه کې مخکښ شرکت دی. د ناسا ادارې «ارټمیس» پروګرام په پام کې لري چې تر ۲۰۲۴ ز کال پورې یو بل سړی او لومړنۍ ښځه سپوږمۍ ته ورسوي او بالاخره تر ۲۰۲۸ ز کال پورې یو پایدار فضايي سفر رامنځته کړي. ارټمیس پروګرام د ناسا ادارې نهايي موخې ته د رسېدو لپاره یوه زینه ده او دا موخه مریخ ته رسېدل دي. [۳]
فضايي څېړنې[سمول]
د فضا بېسارې ځانګړنې له ستور مزلو سره مرسته کوي، تر څو داسې څېړنې وکړي چې له دې پرته په ځمکه کې نهشي کېدای. پر دې سربېره، له فضا څخه د ځمکې لیدلوری له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې د ځمکې د طبیعي چاپېریال په اړه لا ډېره پوهه ترلاسه کړي. په نړیوال فضايي سټېشن کې د شویو څېړنو موخه دا ده چې د ځمکې پر مخ انساني تمدنونو ته ګټه ورسېږي او د فضا او فضايي اکتشافاتو په اړه د بشر پوهه پراخه شي. دا مهال په نړیوال فضايي سټېشن کې د ناسا په څېړنو کې بیوطبي څېړنې، د موادو علم، د ټېکنالوژۍ پرمختګ او د لا ډېرو فضايي اکتشافاتو مېتودونه شاملېږي. [۴]
بېسپرو ماموریتونه[سمول]
برېکترو سټارشاټ[سمول]
برېکترو سټارشاټ د «برېکترو انېشېټیو» پروګرام یوه څېړنیزه او انجنیري پروژه ده چې غواړي د «سټارشیپ» په نامه د لمرین بادبان د یوې فضايي بېړۍ طرحه ثابته کړي او په دې توګه د «الفا قنطورس» ستوریزې منظومې ته سفر وکړي چې له موږ سره ۴.۳۷ نوري کاله واټن لري. دا پروژه په ۲۰۱۶ ز کال کې د «یوري میلنر»، «سټېفن هاوکېنګ» او «مارک زوکربرګ» لهخوا جوړه شوه.[۵][۶][۷]
سپوږمۍ[سمول]
د سپوږمۍ ځيرک څېړونکی[سمول]
د سپوږمۍ ځیرک څېړونکی (SLIM) د جاپان د هوافضايي اکتشافاتو د مرکز (JAXA) لهخوا جوړ شوی دی. دا څېړونکی به د ښکته کېدو دقیقه ټېکنالوژي وښيي. په ۲۰۱۷ ز کال کې ټاکل شوې وه چې دا څېړونکی تر ۲۰۲۱ ز کال پورې عملي شي، خو په دغه ماموریت کې د ځنډ له امله د ۲۰۲۲ ز کال د جنورۍ میاشتې ته وځنډول شو.[۸][۹][۱۰][۱۱]
مریخ[سمول]
روزالینډ فرانکلین[سمول]
روزالینډ فرانکلین چې مخکې د «اګزومارس» پلټونکي په نامه پېژندل کېده، یو روباټیک مریخ څېړونکی دی. دا مریخ څېړونکی د اګزومارس نړیوال پروګرام یوه برخه ده چې مشري یې د اروپا فضايي مرکز او د روسیې «روسکاسموس دولتي شرکت» کوي.[۱۲][۱۳][۱۴]
په لومړیو کې ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰ ز کال په جولای میاشت کې وتوغول شي، خو هغه مهال پر مریخ د ښکته کېدو په میکانیزم کې د ازمېښتي ستونزو له امله وځنډول شو. د توغولو نوې نېټه یې د ۲۰۲۲ ز کال د جولای میاشت ټاکل شوې ده. په دې طرحه کې یوه روسي توغوونکي، یوه اي.اېس.اې لېږدوونکي ماډیول او د کازاچاک په نامه یوه روسي ښکتهکوونکي ته اړتیا ده چې مریخ څېړونکی به د مریخ پر سطحه ځای پر ځای کړي. دغه مریخ څېړونکی به په خوندي ډول تر ښکته کېدو وروسته په مریخ کې د پخواني ژوند د پلټنې لپاره یو اووه میاشتنی ماموریت پیل کړي. د ګاز د پلټنې مدار ګرځېدونکی (TGO) به چې په ۲۰۱۶ ز کال کې وتوغول شو، د روزالینډ فرانکلین او مریخ څېړونکي لپاره د ډېټا خپروونکې سپوږمکۍ په توګه عمل وکړي.[۱۵][۱۶][۱۷]
باسپرو ماموریتونه[سمول]
ارټمیس پروګرام[سمول]
ارټمیس پروګرام د سپرو لېږدوونکی فضايي پروګرام دی چې د ناسا، د متحدو ایالتونو د فضايي الوتنو د شرکتونو او نړیوالو شریکانو لهخوا تر ۲۰۲۴ ز کال پورې سپوږمۍ ته «د لومړنۍ ښځې او بل سړي» د لېږلو په موخه ترسره کېږي. ارټمیس به د اوږدمهالې موخې پر لوري بل ګام وي چې دا موخه په سپوږمۍ کې د پایدار حضور رامنځته کول، د سپوږمیز اقتصاد د جوړولو لپاره د خصوصي شرکتونو بنسټ اېښودل او بالاخره مریخ ته د انسان لېږل دي.[۱۸]
سپېساېکس سټارشیپ[سمول]
ټاکل شوې «سپېساېکس سټارشیپ» یوه داسې فضايي بېړۍ وي چې د بیا کارېدونکې وسیلې د دویم پړاو په توګه فضا ته وتوغول شي. دا طرحه د سپېساېکس لهخوا د فضايي الوتنې د یوې خصوصي پروژې په توګه تر کار لاندې ده. دا فضايي بېړۍ د بارونو او مسافرو د لېږد لپاره د یوې اوږدمهالې فضايي بېړۍ په توګه ډیزاین شوې ده. که څه هم په لومړیو کې به په یوازې ځان وازمویل شي، خو په مداري توغونو کې د «سوپر هیوي» په نامه یو بل مرستندوی پړاو هم لري چې هلته سټارشیپ مدار ته د دوهپړاویز توغوونکي د دویم پړاو په توګه عمل کوي. د فضايي بېړۍ او مرستندوی یا بوسټر یوځای کېدو ته هم سټارشيپ ویل کېږي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
په ژوره فضا کې د اکتشافاتو محدودیتونه[سمول]
د ژورې فضا د اکتشاف لپاره راتلونکي امکانات د یو شمېر داسې ټېکنالوژيکو، عملي، نجومي او انساني محدودیتونو له امله محدود شوي دي چې د بېسپرو او باسپرو فضايي اکتشافاتو راتلونکی مشخصوي. تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د انسان لهخوا تر ټولو لرې جوړ شوی څېړونکی د ناسا ادارې اوسنی «وویجر ۱» ماموریت دی چې له ځمکې څخه ۲۳.۲۷ میلیارده کیلومتره (۱۴.۴۶ میلیارده مایله) واټن لري، په داسې حال کې چې له موږ سره تر ټولو نږدې ستوری شاوخوا ۴.۲۴ نوري کاله واټن لري.[۲۳]
سرچينې[سمول]
- ↑ Munevar, Gonzalo (2019-06-01). "An obligation to colonize outer space". Futures. (په انګلیسي ژبه کي). 110: 38–40. doi:10.1016/j.futures.2019.02.009. ISSN 0016-3287. S2CID 151089836. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Munevar, Gonzalo (2019-06-01). "An obligation to colonize outer space". Futures. (په انګلیسي ژبه کي). 110: 38–40. doi:10.1016/j.futures.2019.02.009. ISSN 0016-3287. S2CID 151089836. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Seedhouse, Erik (2013). SpaceX. doi:10.1007/978-1-4614-5514-1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4614-5513-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Margasahayam, Ravi N. "Research in Space: Facilities on the International Space Station". dx.doi.org. doi:10.1049/iet-tv.44.17920. د لاسرسينېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gilster, Paul (12 April 2016). "Breakthrough Starshot: Mission to Alpha Centauri". Centauri Dreams. د لاسرسينېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 14 April 2016 باندې). Stephen Hawking, Mark Zuckerberg, Yuri Milner Launch $100M Space Project Called Breakthrough Starshot. Nature World News.
- ↑ EDT, Seung Lee on 4/13/16 at 2:01 PM (13 April 2016). "Mark Zuckerberg Launches $100 Million Initiative To Send Tiny Space Probes To Explore Stars". Newsweek (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "SLIMについて". SLIM homepage (په جاپانی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسينېټه ۲۳ جون ۲۰۱۶.
... 従来の「降りやすいところに降りる」着陸ではなく、「降りたいところに降りる」着陸へ ...'("Landing will be 'Get off where you want to get off' instead of 'Get off where you can easily get off'") .
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "小型探査機による高精度月面着陸の技術実証(SLIM)について" (PDF) (په جاپانی ژبه کي). 2015-06-03. د لاسرسينېټه ۲۳ جون ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په November 12, 2015 باندې). Japan Plans Unmanned Moon Landing.
- ↑ "Missions of Opportunity (MO) in Development – X-Ray Imaging and Spectroscopy Mission (XRISM) – Resolve". NASA. د لاسرسينېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 7 February 2019 باندې). Rosalind Franklin: Mars rover named after DNA pioneer. BBC News.
- ↑ Vago, Jorge; Witasse, Olivier; Baglioni, Pietro; Haldemann, Albert; Gianfiglio, Giacinto; et al. (August 2013). "ExoMars: ESA's Next Step in Mars Exploration" (PDF). Bulletin. European Space Agency (155): 12–23. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 27 March 2014 باندې). 2018 mission: Mars rover prototype unveiled in UK. Excite.com.
- ↑ (په 26 September 2012 باندې). U.S., Europe Won't Go It Alone in Mars Exploration. Space News.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
- ↑ (په 21 March 2019 باندې). Meet 'Kazachok': Landing Platform for ExoMars Rover Gets a Name - In 2021, Rosalind Franklin will roll off Kazachok onto the red dirt of Mars.. Space.com.
- ↑ (په 14 March 2013 باندې). Russia and Europe Team Up for Mars Missions. Space.com.
- ↑ "NASA: Moon to Mars". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسينېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Starship". SpaceX. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسينېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 29 September 2019 باندې). Elon Musk, Man of Steel, reveals his stainless Starship. Ars Technica.
- ↑ (په 20 November 2018 باندې). SpaceX BFR has a new name: Starship. Engadget.
- ↑ (په 19 November 2018 باندې). Goodbye, BFR … hello, Starship: Elon Musk gives a classic name to his Mars spaceship. GeekWire.
- ↑ "Voyager - Mission Overview". voyager.jpl.nasa.gov (په انګلیسي ژبه کي). 10 April 2022. د لاسرسينېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)