د فرانسې کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسې کلتور له جغرافیې، تاریخي پېښو او له بهرنیو او داخلي قواوو او ډلو څخه بڼه اخیستې ده. فرانسه او په ځانګړې توګه پاریس له ۱۷مې زېږدیزې پېړۍ راهیسې او له ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ څخه را په دې خوا په نړیواله کچه د عالي کلتور د یو مرکز په توګه مهمه ونډه لرلې ده. فرانسې همدارنګه د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ له وروستیو څخه را په دې خوا په سینما، سینګار، پخلي، ادبیاتو، تکنالوژۍ، ټولنیزو علومو او ریاضیاتو کې مهم رول لوبولی دی. د فرانسې د کلتور اهمیت د پېړیو په اوږدو کې له خپل اقتصادي سیاسي او پوځي اهمیت سره په تړاو غوړېدلی او مړاوی شوی دی. فرانسوي کلتور نن ورځ د دواړو لویو سیمه ییزو او ټولنیزو-اقتصادي توپیرونو او د نښلوونکو عاداتو په واسطه ځانګړی کېږي. یوې نړیوالې نظر سنجۍ  بي بي سي ته په ډاګه کړې ده چې فرانسې په ۲۰۱۴ز کال کې په نړۍ کې د تر ټولو ډېرو مثبتو اغېزناکو هېوادونو په منځ کې څلورم (د جرمني، کاناډا، او برتاینې څخه وروسته) ځای درلود.[۱]

فرانسوي ادبیات[سمول]

د فرانسوي اکادمۍ (Académie Française) د ژبني سوچه والي رسمي معیار تعینوي؛ په هر حال، دغه معیار چې اجباري نه دی، کله کله پخپله د دولت له لوري هم له نظره غورځول کېږي: د بېلګې په توګه، د لیونل جوسپین کیڼ اړخي حکومت د ځینو افادو د نومونو د مونث کولو (madame la ministre)  لپاره هڅې تر سره کړې، په داسې حال کې چې نوموړې اکادمۍ په لا ډېر دودیز تانیث (more traditional madame le ministre) باندې ټینګار کاوه.

فرانسوي کلتور او فرانسوي ژبې ته د ودې ورکولو په پار د حکومت له خوا ځینې اقدامات تر سره شوي دي. د بېلګې په توګه، هغوی (اړوندو حکومتي چارواکو) د سبسایډي او ترجېحي پورونو یو سېستم په لاره اچولی دی تر څو ورباندې له فرانسوي سینما څخه ملاتړ وکړي. د توبون قانون، چې خپل نوم یې د کلتور د محافظه کار وزیر یا هغه  چا څخه چې نوموړي قانون ته یې وده ورکړه، اخیستی دی، په هغو اعلاناتو کې چې عام ولس ته وړاندې کېږ، د فرانسوي ژبې کارول جبري ګڼي. د یادونې وړ ده چې ځینې وختونه په انګلیسي-ژبو رسنیو کې ځینې غلطې انګېرنې کېږي، فرانسوي حکومت نه د خصوصي برخې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې کارېدونکې ژبه تنظیموي او نه هم دا جبري بولي چې د فرانسوي- بنسټه نړیوالو غځېدلوجالونو (WWW ) وېبسایټونه باید په فرانسوي ژبه وي.

فرانسه زیات شمېر سیمه ییزې ژبې لري، چې ځینې یې لکه برېتون ژبه (سلتي ژبه ده چې کورنیش او وېلزي ژبو ته نږدې ده) او الزاسي ژبه (د جرمني ژبې الېماني لهجه) له ستندرد فرانسوي ژبې څخه ډېرې متفاوتې دي. ځینې سیمه ییزې ژبې ، لکه فرانسوي ژبه، د اکسیتان ژبې په څېر رومي دي. باسکي ژبه په پوره توګه له فرانسوي ژبې او په نړۍ کې له بلې هرې ژبې سره تړلې نه ده؛ په دې  ژبه په هغه ساحه کې چې د فرانسې په سوېل لوېدیځه او د هسپانیې په شمالي پوله کې پرته ده، خبرې کېږي.

د دغو ژبو څخه زیات شمېر یې لېواله ملاتړي لري؛ په هر ترتیب، د سیمه ییزو ژبو حقیقي اهمیت د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. د ۲۰۰۱ز کال په اپرېل کې، جاک لانګ چې هغه وخت د ښوونې وزیر و، په رسمي ډول اعتراف وکړ چې د فرانسي نظامي قوتونو له دوو لسیزو څخه د زیات وخت لپاره سیمه ییزې ژبې ځپلې دي. نوموړي اعلان وکړ چې په دوو ژبو ښوونه به د لومړي ځل لپاره په رسمیت وپېژندل شي او د فرانسې په عامه ښوونځیو کې به دوه-ژبي ښوونکي وګمارل شي تر څو د دې نورو ژبو د ښوونې ملاتړ وکړي. په فرانسوي ښوونځیو کې، زده کوونکي اړ دي تر څو لږ تر لږه دوې بهرنۍ ژبې زده کړي، چې له یادو ژبو څخه لومړنۍ یې معمولاً جرمني یا انګلیسي ده.

د فرانسې په اساسي قانون یوه بیا کتنه چې سیمه ییزې ژبې پکې په رسمیت پېژندل شوې دي د پارلمان له لوري د ورسیلېس په کنګره کې د ۲۰۰۸ز کال په جولای کې پلې شوه.[۲]

په فرانسه کې دینونه[سمول]

فرانسه یو سیکولر هېواد دی چېرته چې د فکر او د مذهب ازادي د ۱۷۸۹ز کال د بشر او تبعه د حقوقو د اعلامیې له فوایدو سره سم حفظ شوې ده. د دې هېواد جمهوریت د سیکولرېزم یا بې دینۍ (laïcité) پر اصولو باندې بنا شوی دی، کومه چې د ژولز فِري د قوانینو او د دولت او کلیسا د بېلوالی د ۱۹۰۵ز کال د قانون له خوا پلې کېدونکې د مذهب (د اګنوستېزم او الحاد په ګډون) ازادي ده، د یادونې ده چې د کلیسا او دولت د جلا کولو پورتنی قانون د دریم جمهوریت په پیل کې (د۱۸۷۱-۱۹۴۹ز کلونو تر منځ) عملي شو. د ۲۰۱۱ز کال یوې اروپايي نظر سنجۍ وموندله چې د فرانسې د نفوس دریمه برخه (٪۳۳) د هېڅ ډول روح، خدای یا د حیاتي ځواک په شتون باندې باور نه لري. په ۲۰۱۱ز کال کې په یوه نظر سنجۍ کې چې د فرانسې د عامه نظرونو د انستیتیوت (Institut français d'opinion publique) له خوا تر سره شوې پکې ٪۶۵ نفوس خپل ځانونه عیسویان او ٪۲۵ خپل ځانونه له هر ډول دین سره بې تړاوه معرفي کړي دي.[۳][۴]

په ۲۰۱۲ز کال کې د یوروبارومتر د سروې ګانو په لړۍ کې د تر سره شوې نظر سنجۍ پر بنسټ، د ٪۶۰ فرانسوي اتباعو له نظره عیسویت د فرانسې تر ټولو لوی دین دی. د ٪۵۰ فرانسویانو له نظره کاتولیکان په فرانسه کې تر ټولو لویه عیسوي ډله ده. په داسې حال کې چې پروتستانت ډله ٪۸ او د عیسویت نورې څانګې تر ٪۲ پورې جوړوي. غیر مؤمن/اګنوستان (اګنوسټېزم هغه فلسفه چې باور لري، چې د خلقت او ماورأ الطبیعه په حقیقت باندې نه شو پوهېدلی) ٪۲۰، ملحدین ٪۱۳ او مسلمانان ٪۷ تشکیلوي.[۵]

فرانسه د مذهب ازادي د یو اساسي حق په توګه تضمینوي، او حکومت یې په عمومي ډول دغه حق ته په عمل کې درناوی لري. د ډلو تر منځ د تاوتریخوالي نه د ډکو شخړو اوږدې تاریخچې دغه دولت اړ ایست تر څو د تېرې پېړۍ په لومړیو کې د کاتولیک له کلیسا سره، کوم چې له هغې مخکې د دې هېواد دولتي دین و، خپلې اړیکې وشلوي. دولت د یو پوره سیکولر ټولنیز سکتور د حفظ کولو لپاره خپل پیاوړی تعهد وښود.[۶]

کاتولیک[سمول]

هغه وخت چې کاتولیک رسمي دولتي دین و، کاتولیکې کلیسا په تاریخي لحاظ په فرانسوي کلتور او د فرانسوي ژوند په بڼه کې د پام وړ ونډه واخیسته. ټولواکان د کلیسا مهم غړي او همدارنګه د دولت او ټولنیز نظم مشران وو. زیاتره فرانسوي خلک کاتولیکان دي؛ په هر ترتیب، له هغوی څخه زیات شمېر سیکولران دي اما بیا هم کاتولیک مذهب ته په لوړه کچه درناوی او ارزښت قایل دي.[۷][۸]

کاتولیک لکه څرنګه چې د ۱۷۸۹ز کال له انقلاب نه مخکې او د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ د بېلابېلو غیر جمهوري رژیمونو (د بوربونانو د دولت د بیا احیا، د جولای د سلطنت او د دویمې سترواکۍ په شمول) په اوږدو کې د دولت رسمي دین و، نور د دولت رسمي دین نه بلل کېږي. د کاتولیکې کلیسا او فرانسوي دولت بنسټیزه جلا کېدنه (("Séparation de l'Eglise et de l'Etat")) د دویمې سترواکۍ له لوري په ۱۹۰۵ز کال کې تحمیل شوه او د فرانسې د راډیکالو جمهوري غوښتونکو په منځ کې یې د دې دورې د سیکولر یا بې دینه او د روحانیت ضد غورځنګ د یوې څپې د راجګېدو ښودنه وکړه.

د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ په پیل کې، فرانسه د کاتولیکي دود او دستور په درلودلو سره تر ډېره یو کلیوال هېواد و، اما له هغه څخه په راوروسته سلو کلونو کې، اطرافي سیمې د خلکو د ښاري کېدو له کبله تشې شوې دي. ښاري نفوس لا ډېر سیکولر شوی دی. د ۲۰۰۶ز کال د ډسمبر یوې نظر سنجۍ چې د هاریس انتراکټیو له خوا تر سره او په فایننشیل ټایمز ورځپاڼه کې چاپ شوه، موندلي دي چې د فرانسې د نفوس ٪۳۲ خپل ځانونه اګنوستيک، شاوخوا ٪۳۲ ځانونه ملحد او یواځې ٪۲۷ د هر ډول خدای یا د اعلی ذات په شتون باورمن ګڼي. د اېپسوس (Ipsos) په نامه د بازار د ارزونې او نظر سنجۍ نړیوال شرکت د موندنو له مخې، کاتولیکان اوسمهال د فرانسوي نفوس ٪۷۵ تشکیلوي.[۹][۱۰]

پروتستانېزم[سمول]

په فرانسه کې د ۱۶مې زېږدیزې پېړۍ په اوږدو کې یو شمېر اصلاحات راوړل شول؛ د نفوس شاوخوا ٪۳۰ پروتیستانېزم ته (د عیسویت پروتستانت ځانګې ته) واوښتل او د فرانسوي هوګناټانو په نامه مشهور شول. ځینې شهزاده ګان د اصلاحاتو له غورځنګ سره یو ځای شول. حال دا چې ملي ټولواکۍ ځان له هغو خلکو څخه په تهدید کې احساس کړ کومو چې د دولت د رسمي دین پرېښودل غوښتل. د پروتستانت وګړو پر وړاندې تبعیض کېده او ځپل کېدل.

سرچينې[سمول]

  1. (په 4 June 2014 باندې). World Service Global Poll: Negative views of Russia on the rise. BBC.
  2. Article 75-1: (a new article): "Les langues régionales appartiennent au patrimoine de la France" ("Regional languages belong to the patrimony of France"). See Loi constitutionnelle du 23 juillet 2008.
  3. (PDF). 30 April 2011 https://web.archive.org/web/20110430163128/http://ec.europa.eu/public_opinion/archives/ebs/ebs_225_report_en.pdf. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  4. Ifop (2011). "Les Français et la croyance religieuse" (PDF) (په فرانسیسی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Discrimination in the EU in 2012" (PDF), Special Eurobarometer, European Union: European Commission, د کتاب پاڼې 233, 2012, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) The question asked was "Do you consider yourself to be...?" With a card showing: Catholic, Orthodox, Protestant, Other Christian, Jewish, Muslim, Sikh, Buddhist, Hindu, Atheist, and Non-believer/Agnostic. Space was given for Other (SPONTANEOUS) and DK. Jewish, Sikh, Buddhist, Hindu did not reach the 1% threshold.
  6. کينډۍ:In lang Franţa nu mai e o ţară catolică (France is no longer a Catholic country)], Cotidianul, 11 January 2007; "France 'no longer a Catholic country'", The Daily Telegraph, 10 January 2007
  7. Ferrara, Carol (2 October 2019). "The Catholic-ness of Secular France". www.europenowjournal.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. World and Its Peoples (په انګلیسي ژبه کي). Marshall Cavendish. 1 January 2010. د کتاب پاڼې 245. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761478874. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Les protestants en France en 2017 Ipsos.
  10. Religion Important for Americans, Italians Archived 7 July 2007 at the Wayback Machine., Angus Reid Global Monitor, 16 December 2008