عربي خليج
د عرب خلیج چې ايرانيان يې د پارس خليج په نوم يادوي، په منځني ختیځ کې د عرب سمندرګی دی. د اوبو بدن یې د هند له سمندر نه دی چې د ایران او عرب ټاپووزمې ترمنځ موقعیت لري. له ختیځ لوري نه د هرمز تنګي له لارې د عمان له خلیج سره نښتی دی. د شط العرب سیند دلتا یې شمال لویدیځه ساحلي کرښه جوړوي.[۱]
د عرب خلیج له ۱۹۸۰ ز کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې د ایران – عراق د جګړې ډګر و، چې دواړو لورو په کې د یو بل د نفتو په بېړیو برید وکړ. دا په ۱۹۹۱ ز کال کې د خلیج د جګړې هم نومی دی، هغه پراخه هوايي او ځمکنۍ جګړه چې په کویټ باندې د عراق له برید وروسته رامنځته شوه.
د عرب خلیج د کب نیونې پراخې سیمې، پراخې سمندري غونډۍ (تر ډېره ډبرینې او مرجاني) او په زیاته کچه مروارید جووړونکي صدفونه لري، خو چاپېریال یا ایکولوژي یې د صنعتي کېدو او د تېلو د بهېدو له امله زیانمن شوی دی.
د عرب خلیج د اوبو کولو په حوضې کې موقعیت لري چې رېښه یې سینوزوئیک دورې او تر زاګروس غرونو لاندې د عربستان د لیتوسفري صفحې لاندې کېدو ته اړوندېږي. د دغه خلیج د اوبو کولو حوضې ته د اوبو راتګ ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې هغه مهال پیل شو، چې هولوسن یخچالونو د سمندر د سطحې د لوړېدو له امله شاتګ وکړ.[۲][۳]
جغرافیه
د هایدروګرافي نړیوال سازمان د فارس خلیج سویلي محدوده د «عمان خلیج د شمال لویدیځې محدودې» په توګه تعریف کړې. داخلي سمندرګی یې چې نږدې ۲۵۱۰۰۰ کیلومتر مربع (۹۶۹۱۲ مایل مربع) مساحت لري، په ختیځ کې د هرمز تنګي له لارې له عمان خلیج سره نښتی دی، له لویدیځ لوري نه یې پای د شط العرب سیند د اصلي دلتا په واسطه په نښه کېږي، چې د فرات او دجلې اوبه لېږدوي. په ایران کې (شط العرب) ته «اروند رود» ویل کېږي، چې «رود» د «سیند» په معنا دی. اوږدوالی یې ۹۸۹ کیلومتره (۶۱۵ مایله) دی، چې د ایران ډیری شمالي سواحل او د سعودي عربستان سوېلي سواحل پوښي. د فارس خلیج د هرمز تنګي په خپله تر ټولو لږ پلنوالي لرونکي برخه کې ۵۶ کیلومتره (۳۵ مایله) سور (پلن والی) لري. په ټولیز ډول اوبه یې ډېرې لږې ژورې دي چې د ژوروالي تر ټوله زیاته کچه یې ۹۰ متره (۲۹۵ پوټه) او په منځنۍ کچه ۵۰ متره (۱۶۴ فوټه) ده.[۴]
له فارس خلیج سره د ساحلي کرښو لرونکي هېوادونه (د ساعت د عقربې په لور، له شمال لوري نه): ایران، د عمان مسندم ټاپووزمه، عربي متحده امارات، سعودي عربستان، د سعودي په سواحلو کې د قطر ټاپو وزمه، د بحرین ټاپوییز هېواد، کویټ او په شمال لویدیځ کې عراق دي.[۵][۶]
ټاپوګان
د فارس خلیج د بحرین عربي هېواد په څېر د ګڼ شمېر ټاپوګانو کور دی. له جغرافیايي پلوه د فارس خلیج تر ټولو لوی ټاپو د قشم ټاپو دی چې په هرمز تنګي کې موقعیت لري او ایران ته اړوندېږي. په فارس خلیج کې نورو مهمو ټاپوګانو کې د ایران تر مدیریت لاندې لوی طنب، کوچنی طنب او کیش، د کویټ تر مدیریت لاندې بوبیان، د سعودي عربستان تر مدیریت لاندې تاروت او د متحده عربي اماراتو تر مدیریت لاندې دلما؛ ټاپوګان شاملېږي. په وروستیو کلونو کې یو شمېر مصنوعي ټاپوګان لکه په دوبی کې د العالم ټاپو او په دوحه کې د اللؤلؤة قطر ټاپو د سیاحتي جاذبې په موخه هم اضافه شوي. د فارس خلیج ټاپوګان همدارنګه تاریخي اهمیت هم لري، ځکه په پخوا کې د پرتګال او بریتانویانو د استعماري ځواکونو له خوا د سوداګرۍ او یا هم د دوی د سترواکیو د برخې په توګه کارول کېدل.[۷]
نوم
له میلاد نه ۵۵۰ کاله وړاندې هخامنشي سترواکۍ خپله لومړۍ لرغونې سترواکي د ایراني فلات په سویل لویدیځه سیمه فارس کې رامنځته کړه. په پایله کې په یوناني منابعو کې، د دغې سیمې په شاوخوا کې اوبه د «فارس خلیج» په نوم مشهورې شوې. د نئارخوس په اندیکه کتاب کې (له میلاد ۳۰۰ کاله وړاندې) د "Persikon kaitas" کلیمه څو ځله د فارس خلیج په معناکارول شوې.[۸][۹][۱۰]
له میلاد نه د ۵۵۰ او ۳۳۰ کلونو وړاندې ترمنځ، چې په منځني ختیځ په ځانګړي ډول په فارس خلیج او عرب ټاپووزمې په ځینو برخو باندې د هاخامنشي فارسي سترواکۍ له مهال سره برابر دی، د «فارس سمندرګي» نوم په پراخ ډول په کتبي متنونو کې کارول شوی.[۱۱][۱۲]
د نومولو پر سر ستونزې
د دغو اوبو وجود چې له تاریخي او نړیوال پلوه د «فارس خلیج» په نامه پېژندل کېږي. عربي دولتونه هغه د «عربي خلیج» (عربي کې: اَلْخَلِيْجُ ٱلْعَرَبِيُّ، په لاتیني ډول: Al-Khalīj al-ˁArabī) یا «خلیج» په نوم یادوي. د «ایران د خلیج (فارس خلیج)» نوم د هایدروګرافي د نړیوال سازمان له خوا کارول شوی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د نومونې پر سر اختلاف په ځانګړې توګه له ۱۹۶۰ مې ز لسیزې وروسته رامنځته شو، چې د ایران او یو شمېر عربو هېوادونو له سیالۍ یې سرچینه اخیسته او د عربو د یووالي او عربي ملت پالنې را څرګندېدل د دې لامل شول، چې هغه په عربي هېوادونو کې د عربي خلیج په نوم مشهور شي. له دغو دوو نومونو سربېره، یو شمېر نور نومونه هم د دغو اوبو لپاره کارول شوي او یا هم وړاندیز شوي.[۱۸][۱۹][۲۰]
معاصر تاریخ
په فارس خلیج کې د متحده ایالاتو رول د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې وده وکړه. د ۱۹۸۸ ز کال د جولای په درېیمه نېټه د متحده ایالاتو پوځي ځواکونو د ایران ایر ۶۵۵ پرواز (چې د ایربس اې ۳۰۰ ملکي الوتکې پرواز یې د F-14 Tomcat له پرواز سره غلط کړی و) هغه مهال چې د فارس خلیج پر سر یې الوتنه کوله، په نښه شو، چې له امله یې د دغې الوتنې ۲۹۰ مسافر ووژل شول. بریتانیا هم په سیمه کې خپل ځایګی ساتلی؛ یوازې په ۲۰۰۶ ز کال کې له یو میلیون نه زیاتو بریتانوي وګړو دوبۍ ته سفر کړی. په ۲۰۱۸ ز کال کې بریتانیا د HMS Jufair په نوم دایمي پوځي اډه په فارس خلیج کې پرانیسته، چې د سوئز کانال له ختیځ نه په ۱۹۷۱ ز کال کې د هغوی له وتو وروسته لومړۍ پوځي ګام او په عمان کې د ملاتړیز مرکز وده ده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
ښارونه او نفوس
اته هېوادونه په فارس خلیج کې سواحل لري: بحرین، ایران، عراق، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او عربي متحده امارات. د وخت په اوږدو کې د فارس خلیج ستراتیژیک موقعیت هغه د انساني ودې لپاره په آیډیال ځای اړولی. اوس مهال، د منځني ختیځ ډېری لوی ښارونه په دغه سیمه کې موقعیت لري.
سرچینې
- ↑ United Nations Group of Experts on Geographical Names Working Paper No. 61 Archived 2012-10-03 at the Wayback Machine., 23rd Session, Vienna, 28 March – 4 April 2006. accessed October 9, 2010
- ↑ A Brief Tectonic History of the Arabian basin. Retrieved from the website: http://www.sepmstrata.org/page.aspx?pageid=133 Archived 2018-09-17 at the Wayback Machine.
- ↑ "A hot survivor". The Economist. ISSN 0013-0613. خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-04-13. بياځلي په 2016-04-14.
- ↑ "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. خوندي شوی له the original (PDF) on 8 October 2011. بياځلي په 28 December 2020.
- ↑ "EEZ". www.seaaroundus.org. بياځلي په 2021-02-25.
- ↑ "Catches by Taxon in the waters of Oman (Musandam)". www.seaaroundus.org. بياځلي په 2021-02-25.
- ↑ Ramerini, Marco. "Portuguese in the Arabia and the Persian Gulf". خوندي شوی له the original on 2015-09-11. بياځلي په 2010-11-27.
- ↑ Touraj Daryaee (2003). "The Persian Gulf Trade in Late Antiquity". Journal of World History. 14 (1). خوندي شوی له the original on August 5, 2013.
- ↑ "Documents on the Persian Gulf's name the eternal heritage ancient time by Dr.Mohammad Ajam".
- ↑ Nearchus (2013). "The Voyage of Nearchus from the Indus to the Euphrates". The Voyage of Nearchus. 1 (1).
- ↑ "DZ – Livius". www.livius.org. بياځلي په 2019-03-28.
- ↑ United Nations Group of Experts on Geographical Names Working Paper No. 61 Archived 2012-10-03 at the Wayback Machine., 23rd Session, Vienna, 28 March – 4 April 2006. accessed October 9, 2010
- ↑ Central Intelligence Agency (CIA). "The World Fact Book". بياځلي په 2010-12-04.
- ↑ nationsonline.org. "Political Map of Iran". خوندي شوی له the original on 2010-11-27. بياځلي په 2010-12-04.
- ↑ United Nations. "United Nations Cartographic Section (Middle East Map)". خوندي شوی له اصلي څخه په 2017-06-30. بياځلي په 2017-06-29.
- ↑ Niusha Boghrati, Omission of 'Persian Gulf' Name Angers Iran Archived 2007-01-09 at the Wayback Machine., World Press.com, December 28, 2006
- ↑ "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. خوندي شوی له the original (PDF) on 8 October 2011. بياځلي په 28 December 2020.
- ↑ Eilts, Hermann (Fall 1980). "Security Considerations in the Persian Gulf". International Security. 5 (2): 79–113. doi:10.2307/2538446. JSTOR 2538446. S2CID 154527123.
- ↑ Abedin, Mahan (December 4, 2004). "All at Sea over 'the Gulf'". Asia Times Online. له اصلي څخه خوندي شوی په 2016-05-21.
{{cite news}}
: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ Bosworth, C. Edmund (1980). "The Nomenclature of the Persian Gulf". In Cottrell, Alvin J. (ed.). The Persian Gulf States: A General Survey. Baltimore, Maryland: Johns Hopkins University Press. pp. xvii–xxxvi.
Not until the early 1960s does a major new development occur with the adoption by the Arab states bordering on the Persian Gulf of the expression al-Khalij al-Arabi as weapon in the psychological war with Iran for political influence in the Persian Gulf; but the story of these events belongs to a subsequent chapter on modern political and diplomatic history of the Persian Gulf.
[۱] (p. xxxiii.){{cite book}}
: External link in
(help)|quote=
- ↑ Potter, L. (2009-01-05). The Persian Gulf in History (in انګليسي). Springer. ISBN 9780230618459.
- ↑ "UK to establish £15m permanent Mid East military base". BBC. December 6, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 2017-11-24. بياځلي په 2018-06-21.
- ↑ "East of Suez, West from Helmand: British Expeditionary Force and the next SDSR" (PDF). Oxford Research Group. ډيسمبر 2014. خوندي شوی له the original (PDF) on 2 جولای 2015. بياځلي په 22 مې 2015.
- ↑ Tossini, J. Vitor (2018-02-20). "The UK in Oman – A new support facility for the British Armed Forces". UK Defence Journal (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2019-04-10.
- ↑ Beaumont, Peter (December 23, 2006). "Blair was dangerously off target in his condemnation of Iran". The Guardian. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-07-30.
- ↑ "Classified document on Bahrain rankles Britain decades later". Reuters. 22 May 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-05-22. بياځلي په 22 May 2015.
The case shows how alive the history of British colonial rule still is in the Gulf today
- ↑ Ranter, Harro. "ASN Aircraft accident Airbus A300B2-203 EP-IBU Qeshm Island". www.aviation-safety.net. بياځلي په 2020-01-11.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)